جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې رييس: هغه وخت راغلی چې...

د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې رييس: هغه وخت راغلی چې په کابل کې سفارت پرانیزو

تاند(دوشنبه، د سرطان ۲۶ مه) د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې رييس د افغانستان له سفره تر ستنېدو وروسته په یوه مرکه کې له طالبانو سره د تعامل د پیلولو او په کابل کې د بریتانیا د سفارت د بېرته پرانیستلو غوښتنه وکړه.

توبیاس ایلووډ نن (دوشنبه) له سکای نیوز سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان د سفر په ترڅ کې د هلمند په شمول، چې کلونه – کلونه بریتانیايي پوخیان هلته دیره وو، کندهار او کابل ته لاړ.

ده وویل چې په دې سفر کې افغانستان ورته بالکل متفاوت هیواد ښکاره شو، امنیت خورا ښه شوی، خلکو کاملا ازاد سفر کولی شوای، پراخ فساد تر ډېره له منځه تللی او همداراز د مخدرو موادو تولید او قاچاق چې د اشرف غني حکومت یې مخه نه شوای نیولې، ظاهراً ختم شوی دی.

ده همداراز وویل چې افغانستان یو جنګ ځپلی هیواد دی او له ۱۹۷۰ کال راهیسې یې داسې نسبي سوله، چې اوس هلته شته، نه وه لیدلې.

د بریتانیا د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې ريیس له سکای نیوز سره په مرکه کې همداراز وویل، هغه وخت راغلی چې بریتانیا د افغانستان په اړه پر خپله پالیسي بیا کتنه وکړي او له طالبانو سره تعامل ولري.

ده زیاته کړه:«لومړنی ګام زموږ د سفارت د پرانیستلو دی، دوهم ګام دا دی چې باید حقیقت ومنو؛ اوس به یا افغانستان بیا جګړې ته ورګرځي او یا به د چین غېږ ته لویږي.»

ایلووډ په کابل کې د بریتانیا د سفارت د بندېدا دلیل سیاسي وباله، ویې ویل:«زموږ سفارت په امنیتي دلایلو تړل شوی نه دی.»

ده د ښځو او نجونو د حقونو په اړه وویل:«بریتانیا ته پکار ده چې یوه داسې ستراتیژي ولري چې عملي وي. ښايي طالبان به غواړي چې د ښځو د حقونو له محدودولو څخه خپلو هدفونوته د رسیدو لپاره د یوې حربې په توګه کار واخلي.»

د بریتانیا د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې ريیس وویل افغانستان مرستې ته اړتیا لري او لوېدیځ تر هغو چې خپل سفارتونه پرانه نیزي له لېرې د افغانانو ملاتړ نه شی کولی.

ده له طالبانو سره خبرې او تعامل له افغانستان څخه د تروریزم د خپرېدو د مخنیوي لپاره هم ضروري وباله.

1 COMMENT

  1. دا د کوډګر عینکی دی خاوری سه ستا انګریز.
    د ۲۰۰ وروستیو کلونو په اوږدو کی ستاسی انګریزانو د سفارت ودانی د ۶۵۲۸۶۰ کیلو متره مربع په وسعت همیشه پرانستی وه او پرانستی ده او همدارنګه زموږ اکثره سیاسی مشران او پیران او اکثره مُلایان او سکولران او لیبرالان او تکنوکراتان او کمونسټان او د تاریاکو متصدیان او د بی بی سی او کریکټ مُریدان او……. ( خصوصاً اوسنی طالب حاکمان ) ستاسی د سفارت رسمی او غیر رسمی او اماتور کارکوونکی وه او کارکوونکی دی.
    اصلاً بله خبره:
    هیله ده ګران لوستونکی د انګریز په هکله زما د افکارو پر څرنګوالی و نه خاندی یا و نه خښمیږی.
    یو متل دی ( قصاب قصابی کول او یتیم ور ته ورځ تیره کړه) .
    انګریز د صنعتی انقلاب او دموکراسی او علمی ډګرونو په فتوحاتو او استعماری امپراتوری د پراختیا په قصابی بوخت ؤ او بوخت دی خو زموږ روشنفکر یتیمان ور ته ورځ تیروی.
    حتی یو د قلم او فکر څښتن می نه سو تر سترګو چی په ” تاند ” کی د انګریز پرونی او نننی خائنانه دریځونه په تُند ډول وغندی یا ئی اقلاً منصفانه نقد کړی.
    څومره بی ګناه وطنوال مو د تاریخ په اوږدو کی ( خصوصاً د ثور په دوران کی ) د انګریز سره د واهی تړاؤ او دوستی! په اتهام د زندانونو او قبرونو بندیان سوه؟ ( البته نن ورځ همهغه د انګریز واهی دښمنان! د انګریز سره په پټه او ښکاره دوستی ویاړی ) .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب