Homeخبرونهجرمني کې یو افغان د برید پلانولو په شک نیول شوی

جرمني کې یو افغان د برید پلانولو په شک نیول شوی

تاند: ( سې شنبه، د سرطان ۲۷ مه)  د جرمني په هامبورګ ښار کې یو افغان پولیسو په دې شک، چې د برید پلان لري، نیولی دی.

د دغه کس نوم حفیظ اعلان شوی او ویل شوي، چې ورسره په کڅوړه کې دوه تورې، څو چاقوګانې، یوه تبر او برقي چاقو موندل شوي دي.

د یاد شوي کس په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

معلومه نه ده، چې حفیظ نومی افغان له وړاندې په جرمني کې و، که د جمهوري نظام له سقوط وروسته دغه هېواد ته کډوال شوی.

جرمني څه موده مخکې د امنیتي اندیښنو له امله، له افغانستان څخه د پناه غوښتونکو د قضیو څېړل ځنډولي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...