جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+مهاجرت | شکور رادمنش

مهاجرت | شکور رادمنش

١١ برخه
غوښتل مې د هنګري هېواد له لارې اترش ته واوړم، نو په صربستان کې د مهاجرو يو کمپ چې د هنګري پولې ته نېږدې پروت دى ورغلم، دا ځاى يې صوبتيکا باله. دلته افغانان د اوسېدو اجازه نه لره خو زه داسې وخت ننوتم چې د دروازې پوليس په څه شي پسې ننوتي وو، خو په کمپ د ډوډۍ اخېستلو او د باندې وتو لپاره د کمپ کارت اخېستل ضروري وو، چې کارتونه يې وېشول ټول عرب او د سوماليې خلک ورته ولاړ وو زه چې ورغلم ويل يې د افغانستان ما ويل نه د پاکستان، کارت يې راکړ. افغانانو دلته ځکه د اوسېدو اجازه نه لرله چې يو وخت يې دلته يو بل په ټوپک او تومانچو سره ويشتي وو.
ماښام تياره وو او له هحدې کمپ څخه راه بلد راسره ملګرى شوو، د مر په طرف په ټکسي کې راون شوو اته پنجابيان او درې نور افغانان راسره وو خو له ټکسي څخه يې له ځنګل څخه د باندې ښکته کړو. چې ځنګل ته ننوتو يوه ډله ولاړه وه تومانچې ورسره وې او دوى د مسافرو پيره کوله او بل دا چې دلته د هر قاچاقبر لاره مالومه وه بل يې يې نه پرېښوده چې د ده له ټاکلې له لارې هنګري ته مسافر يوسي. دلته دې ډلې خلک وو يو د ځنګل په اوله برخه کې پيره داران وو که چېرته پوليس راتلل نو دوى نورو ته خبر ورکاوه، دويم هغه وو چې دلته ځنګل کې يې خېمې ساتلې او خپل مسافر به يې له مرز تېرول، دريم هغه وو چې د جال په سر به يې مسافرو ته زېنو اېښودلې.
په کېسو او خبرو دجال خواته ور روان وو، د هنګري او صربستان پر پوله دوه جالونه داسې لګېدلي چې منځ د پوليسو د ګزمې سړک دى. له جال څخه په منډه واوختو ځنګل کې مخ په بره روان وو، راه بلد ويل پنځه يا شپږ ساعته وروسته به رسېږو ما ويل دا خو ډېره لنډه ده ځکه د بلغار په ورځو اوشپو مزلونه مو لېدلي وو. ځنګل کې لا هم د پوليسو ګزمې ګرځېدې ګروپونه يې يوې او بلې خواته رڼا کول، يو ځاى پوليسو کمين نېولى د سړک په منځ کې يې موټر درولى وو او پوليس لږ مخکې په کمين کې ناست وو خو چې راه بلد موټر ولېد ويل دا زمو د تېر اېستلو لپاره داسې کوي بايد لاره بدله کړو. لاره مو بدله کړه خو د هنګري ځنګلونه د بلغار غوندې سخت نه وو، ځاى نيم به د کورونو په خوا کې تېرېدو نور به په سيده سړک روان وو. سهار نېږدې وو چې نقطې ته ورسېدو، باران هم راباندې ورېدلى وو. قاچاقبر ته مو زنګ وکړ ويل يې موټروان موبايلو نه پورته کوي، موږ منتظر وو خو اخېر راه بلد ورته وويل لږ مخکې بله نقطه زه هلته مسافر بيايم ځکه چې سهار شو او دلته بيخي د سړک غاړه او ونې هم نشته چې چېرته ځانونه پټ کړو. له دې نقطې مو حرکت وکړ سپين سهار شو خو ښه دا وه چې پر سړک کوم موټر نه راته، ځنګل ته ننوتو او يو يو ځاى د مسافرو چريکۍ، بيکونه او لباسونه پراته دي، دا ځاى هم سړک ته نېږدې او له دې ځايه به يې مسافر موټرو ته پورته کول. سهار بيا باران شروع شوو او راه بلد له پاتې چريکيو د چپه شويو ونو لاندې داسې ځاى جوړ کړ چې له باران پکې بچ وو. کېناستو خو خوب بيخي ډېر زورور شوى وو او راه بلد ويل چې وېده نه شى که که پوليس راغلل نو تښتى به، خو خوب زورور شو اخېر راه بلد هم وېده شو، د ټولو تر منځه يې ماته وويل چې ياره کلېواله ته به پيره وکړې، چې خوب درغى بيا راشه ما راويښ کړه بيا به زه پيره وکړم، که پوليس راتلل فقط يو غږ کوه نور له دې ځايه ټول تښتو، تر مازدېګره مو همداسې وکړل خو پنجابيان مو پيرې ته نه پورته کول راه بلد ويل دلته حکومت زموږ دى او دوى مو مېلمانه دي.
مازدېګر وو چې ټکسي راغى او دوولس نفر يې ورپوته کړو، مخ په اتريش مو حرکت وکړ. توره شپه يې د اتريش له مرز سره له ټکسي ښکته کړو او موټروان ويل داسې مخامخ به لاړ شى، مخامخ د پوليسو د موټر اشارې مو ولېدې لاره مو ترې چپه کړه خو داسې سختو خټو کې روان چې مزل ډېر پکې سخت وو، له بل پلو باران داسې تېز باران ورېده چې سر مو نشو ترې پورته کولى. پوليسو ونه لېدو غوښتل مو د اتريش يا اسټريا ښار وين ته ځانونه ورسوو خو دا ځاى اطراف وو، نه د بس تم ځاى راته مالوم و او نه د رېل ګاډي، څو کليو نه تېر شوو اخېر باران او ساړه سخت پاذاب کړو، يو ځاى ترې ودرېدو خو ونه شوه بېته سړک ته راووتو چې د پوليسو موټر راغى ويې نه لېدو خو هلکانو له شاه پسې منډې کړې، موټر ودرېد او يو نفر ترې راښکته شوو نورو ته مخابره وکړه دى خپل موټر ته وخوت. نور پوليس چې راغلل نو دوه ساعته يې د سړک پر سر کېنولي وو بيا يې يوه کمپ ته يوړو، تر غرمې يې هلته وساتلو او چې د ګوتو نښې او عکسونه يې راڅخه واخېستل نو اتوبوس يې راپسې راووست او وين ښار چې د اتريش مرکز دى راوستو.
رېل ګاډو تم ځاى سره ښکته کړو ډرېوار ويل تاسې سره چې کومې ورقې دي هغوى کې پته شته، کولى هغه کمپ نور خپله لاړ شى. اول ځل مو وو چې رېل ګاډي ته ختو او په دې نه پوهېدو چې له کوم خط څخه بايد موږ ورپورته او کوم خط کې ترې ښکته شوو. موبايلونه راسره وو خو انټرنټ او سيمکارتونه مو نه درلودل. له يوه به مو پوښتنه کوله او له بل به مو پوښتنه کوله خو ډېر په سختو مو تر يوه بازاره ځان راورسوه، هلته افغان ټکسيوان راپيدا شو پيسې چا سره نه وې خو دوه هلکانو ويل چې موږ سره څلوېښت پورو برابريږي، ټکسي واله ته پيسې ورکړې او د کمپ په دروازه کې يې ښکته کړو.
کمپ کې يو افغان وو راغى، بسترې، بالښتونه او نور د ضرورت سامان يې راکړ، اطاقونو ته يې راوستو مرکز ګرمۍ مو چالان کړې ښه مو ځانونه ګرم کړل او له خپلو ستړو او خوږو اندامونو سره بسترو کې وغځېدو.
https://taand.net/?p=227015

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب