ډېر به مو اورېدلي وي، چې خپل کار په شوق او شور سره وکړئ. مانا دا چې کار ته لومړی په فکري ډول ځان جوړ کړئ او په خپل زړه او فکر کې یې مینه وروزئ؛ بیا به وګورئ چې خپله کار په څومره لېوالتیا او شوق سره مخته وړئ. خو که له خپل کار سره څوک مینه ونه لري، نه به یې په کار کې خوند پاتې شي، نه په ژوند کې او هسې به یې یو بل سرخوږی ځان ته پيدا کړی وي.
پر ځان باور او عزت نفس هم کټ مټ همداسې دي. لومړی به پخپل فکر کې پر ځان باور روزې، د هر کار د کولو توانايي به پکې پیدا کوې او مخکې تر مخکې به یې په ذهني ډول سرته رسولو ته چمتو کېږې. یانې خپله هره موخه به په ټولو حواسو حس او درون کې منحل کوې او بیا به یې په پوره لېوالتیا د ترلاسه کولو لپاره هڅې پیلوې. که څوک په درون کې نه پر ځان باور ولري او نه هم پر خپلو وړتیاوو، بیا به یې پایله معکوسه وي او د یوې کړنې له پیله مخکې به یې په فکري ډول ماتې ته غاړه اېښې وي.
دا بېخي عامه شوې، چې تر هر څه مخکې فکري جوړښت ته اړتیا ده. فکري جوړښت د ژوند او ټولنې د پرمختګ او سموالي اساس دی. ټول انسانان د خپل لید له زاویې یو بل ګوري، د خپل فکر له معیارونو سره سم یو بل تلي او د سم او ناسم قضاوت پرې کوي.
ملي، وطني او ټولنیز ارزښتونه هم له فکره سرچینه اخلي، وروسته بیا په عمل کې ښودل کېږي. که یو څوک په دروني ډول یو ارزښت ونه مني، بیا به یې زموږ په څېر هر څه تر شعاره محدود وي، ځان به پرې مشهوره کوي او د دې ځان ښودنې له لارې به په خلکو کې خپل محبوبیت زیاتوي.
یو ځای مې لوستي وو، “مهمه نه ده چې مخې ته دې څه دي؛ مهمه دا ده چې ته څه وینې.”
که فکر جوړ او وخت پر وخت یې پالنه وشي، بیا به خپلې موخې ته د رسېدو په لاره کې هېڅ ستونزه ونه وینو، ذهن ته به مو هېڅ وخت د نورو په اړه منفي فکر لاره ونه کړي او هېڅکله به د چا په اړه ناسم قضاوت ونه کړو.