پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهیوناما: د طالبانو بشري سرغړونې او پر ښځو محدودیتونه دوام لري

یوناما: د طالبانو بشري سرغړونې او پر ښځو محدودیتونه دوام لري

تاند: ( سې شنبه، د سرطان ۲۷ مه)  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي دفتر( یوناما) د تېرو دوو میاشتو د بشري وضعیت په اړه راپور کې د طالبانو پر رژیم نیوکې کړي.

په راپور کې طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو او له پرزول شوي نظام او د طالبانو مخالفې جنګي ډلې( ملي مقاومت جبهې) سره د تړاو په تور د یو شمېر کسانو په ځورولو تورن شوي.

د یوناما په راپور کې، د ښځو د کار پر وړاندې د طالبانو پر قیوداتو هم نیوکې شوي او ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو چارې هم له دې امله اغېزمنې شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یاد شوی راپور د ناسمو معلوماتو زیږنده ګڼلی او ویلي، له واقعیته لرې دی.

مجاهد ویلي، چې د معلوماتو سرچینه ممکن له افغانستانه وتلي یو شمېر طالب ضد افغانان او دغه راز په یوناما کې هغه کسان وي، چې د طالبانو په اړه ښه نظر نه لري.

پر یوناما سربېره، په افغانستان کې دننه او د باندې یو شمېر خلک او څارونکي سازمانونه هم د طالبانو د ورځ تربلې افراطي پریکړو پر دوام ورته نیوکې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب