دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+ولي خلک له ځان سره خبرې کوي؟ | کريم اميري‎

ولي خلک له ځان سره خبرې کوي؟ | کريم اميري‎

له ځان سره خبرې کول چې په انګريزي ژبه کې ورته Self-talk وایي، هغه څه دي چې موږ ټول په شعوري او یا لاشعوري توګه په دې چاره کې ښکیل یو او د ادراک یوه مهمه برخه ګڼل کیږي. ځان خبرې یا Self-talk زموږ هغه پېژندل شوی خاموشه غږ دی چې د ورځې په اوږدو کې راسره خبرې، تبصرې، او انتقادونه شريکوي. که څه هم دا په نړیواله کچه یوه د پام وړ موضوع ده، خو زیات کسان ځان خبرې د لیونتوب او جنون پیل ګڼي او دا د شرم وړ چاره بولي. دا ناسم فهم کولای شي د انسان دادراک په دې بنسټیز اړخ د غلط پوهېدلو لامل شي. ډیری هغه کسان چې په دې سوءتفاهم کې لا هم واقع دي، خپلو داخلي خبرو ته غوږ نه ږدي او یا یې هم بابېزه ګڼي. د دې مقالې موخه دا ده چې له ځان سره خبرو کولو تر شا پر ارواپوهنې وپوهيږو، د هغې د اصلیت سپړل، زموږ په ذهني فعالیت کې یې رول، زموږ پر ورځني ژوند باندې یې اغېز او همدارنګه پر نورو اړوندو مسائلو رڼا واچوو. موږ به د هغو ادراکي تیوریو په اړه هم وغږیږو چې ولې موږ له ځان سره خبرې کوو او دغه خبرې څنګه د ځان او شاوخوا نړۍ په اړه زموږ درک بدلوي.

د ځان په خبرو پوهېدل

ځان خبرې زموږ د ذهن داخلي غږ ته راجع کیږي، هغه خبرې چې موږ یې له ځان سره کوو. کیدای شي دا ځان خبرې موږ په لوړ غږ، غالمغال او یا خاموشۍ سره څرګند کړو؛ مګر دا چاره ډیری وختونه د فشار، تصمیم نیولو او یا پریکړې کولو پر وخت پېښېږي. هغه خبرې چې موږ یې له خپل ځان سره کوو؛ د یوې هندارې په ډول زموږ د فکرونو، باورونو (عقایدو) او احساساتو منعکسوونکي دي.

د ځان خبرو تر شا ارواپوهنه

مختلفو ادراکي تیوریو په دې اړه خپل نظرونه وړاندې کړي دي چې ځان خبري یا Self-talk څنګه رامنځ ته کیږي. د دروني وینا نظریه (Inner Speech Theory) په دې اړه وايي: زموږ ځان خبرې د هغو افکارو ښکارندويې دي چې زموږ په شعوري دماغ کې موجود وي او دغه خبرې مو خاموشه افکارو ته غږیزه بڼه ورکوي. له بلې خوا بیا د فردي کړنو د نظم تیوري (Self-Regulation Theory) د دې وړانديز کوي چې ځان خبرې د یو منظم میکانیزم په توګه زموږ د کړنو او چلندونو لارښوونه کوي. د روسي ارواپوه لیو ویګوټسکي د ادراکي پراختیا تیوري هم له ځان سره د خبرو کولو پر موضوع بحث کړی دی. دی وايي: په ماشومانو کې ځان خبرې له هغوی سره د ستونزې په حل کې ډېره مرسته کوي او په راتلونکي کې يې د دماغي هوښ د لوړتیا سبب کیږي. د ځان خبرو دا پروسه په ادراکي پرمختګ او ځان پوهاوي کې مهم رول لري.

د ځان خبرو ګټې

ځان خبرې د افکارو په تنظیم، پریکړې کولو، د ټاکنې په واک او اختیار کې مهم رول لوبوي. ورزشکاران او لوبغاړې اکثراً د خپل فعاليت د لوړولو لپاره ځان ته هڅونکې خبرې کوي چې دا د ذهني تمرکز او ځان هڅونې په برخه کې د ځان خبرو یا Self-talk مهم رول ښيي.

سربیره پر دې، ځان خبرې زموږ د احساساتو د تنظيم یوه غوره وسیله ګڼل کیږي. خپل احساسات هغه وخت په ښه ډول اداره کولای شو چې هغه وپیژنو او هغوی ته غوږ کیږدو. مثبتې ځان خبرې کولای شي ستاسو شخصيت ته سالمه وده ورکړي، خپل ځان ته مو په قدر قایل کړي او پر ځان مو باور زیات کړي.

د ځان خبرو منفي اړخونه

ځان خبرې له ګټو سره سره ځیني منفي اړخونه هم لري چې ناوړه اغېزې لرلای شي. منفي ځان خبرې پر ځان غیر سالم نقد، نا امېدي، او پر ځان بې باوره کیدل دي. دا ډول منفي ځان خبرې کولای شي زموږ د اضطراب او خپګان احساسات لا پسې زیات کړي. منفي ځان خبرې ددې لامل کیږي چې د واقعیت په اړه زموږ درک ګډوډ کړي، پر ځان مو بې باوره کړي او د منفي لید لامل مو کیږي. په هر صورت، د منفي ځان خبرو پیژندنه، تنظيم او کنټرول کولای شي دهغې ناوړه اغېزې کمي کړي. د ادراکي چلند تیوري یا (CBT) له تخنیکونو څخه یې د ادراکي رغښت تخنیک کولای شي له افرادو سره د هغوی دمنفي فکر په بدلولو کې مرسته وکړي.

د مثبت ځان خبرو د ځواک کارولو لپاره تخنيکونه

ډیری داسي تخنیکونه شته چې کولای شي له افرادو سره د مثبت ځان خبرو په کولو کې مرسته وکړي. یو له هغو څخه یې پاملرنه او مراقبت دی چې د اوسني وخت په پوهاوي کې راسره مرسته کوي، دا کار منفي ځان خبرې کموي او له ځان سره مثبت خبرو کولو ته مو هڅوي. د ځان په اړه مثبتې ځان خبرې کولای شي پر خپل چلن او ځان مو باور پیاوړی کړي. ورځنی لیک(یاداښت) دمثبت ځان خبرو لپاره یو بل اغیزمن میتود دی. دافکارو او احساساتو په لیکلو سره افراد کولای شي له خپلو داخلي خبرو څخه باخبر واوسي او د مثبتو ځان خبرو د زیاتوالي لپاره لا ډېر کار وکړي.

پايله

له ځان سره خبرې کول یو حیاتي ادراکي وسیله ده چې زموږ په ذهني او احساساتي هوساینې کې مهم رول لوبوي، خو ډیری وختونه یې ځینې کسان د لیونتوب نښه ګڼي چې دا یو ناسم فهم دی. ځان خبرې یوه طبیعي پروسه ده چې د ستونزې په حل کولو کې مرسته کوي، موږ ته ددې اجازه راکوي چې خپل افکار تنظیم کړو، خپل انتخاب وارزوو، او باخبره پریکړې وکړو. ځان خبرې مـــوږ ته داسي دي لکه یوهڅونکي ویناوال چې راته غږیږي، زموږ هڅونه زیاتوي، تمرکز مو لوړوي، او موږ خپلو اهدافو ته هڅوي.

د هرې بلي وسیلې په څیر د ځان خبرو اترو اغیزه کیدای شي مثبت او یا منفي وي، خو دا په موږ پورې اړه لري چې څنګه یې کاروو. منفي ځان خبرې چې د ځان نیوکې، نا امیدۍ او پر ځان شک او بې باوره کیدل دي، کولای شي زموږ رواني روغتیا ته زیان رسوي، چې د اندیښنې او خپګان د کچې د زیاتوالي لامل کیږي. دا ډول خبرې د واقعیت په اړه زموږ تصور تحریف کوي، د ځان منفي انځور وړاندې کوي او د نا امېدي لید رامینځته کوي.

د ځان خبرو په ځواک پوهیدل او کارول يې کولای شي زموږ په رواني روغتیا او شخصي وده کې د پام وړ ښه والی راولي.

خپلو ځان خبرو ته ځیر شئ، په غور یې واورئ. دځان په ګټه یې وکاروئ. پر ځای ددې چې پر ځان بې باوره شی؛ ځان ته خوشبین واوسئ. ځان خبرې پر ځان د شک او بې باورۍ پر ځای د خپل ځان د پرمختګ او شخصي ودې لپاره وکاروئ.

1 COMMENT

  1. یوه ټوکه مې یاد ته راغله، کله کله ده خپل شاګردانو ته وخت ورکاؤ چه سهار وختی ی غرمه یا ماښم ده ته ورشي. یو ته یې ویلی ؤ چه په دوهؤ بجو راشه. شاګرد یې چه ده ته ولاړ، دروازې شا کې یې واورېد چه افلاطون چا سره خبرې کوي. دی وستنېده تر څو چه افلاطون کوم بل شخص سره خلاص شي. ورته یې وویل چه ناوخته راغلې! شاګرد وېویل چه نه صیبه تاسې چا سره غږېدلئئ او دې خواته او هغې خواته یې وکتل چه هېڅ څوک هم نشته! افلاطون ورته یې وویل چه چا سره نه غږیدلم خو له بس چه بې عقلو او ځينو خرو سره له غږېدل او ویل نه ستړی کېږم نو مجبور شم چه ځان سره وغږېږم۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب