پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهطالبان دوی سره د نړیوالو د تعامل زیاتیدو ته هیله من شوي

طالبان دوی سره د نړیوالو د تعامل زیاتیدو ته هیله من شوي

تاند: ( سې شنبه، د سرطان ۲۷ مه)  په داسې حال کې، چې د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر توبایس الووډ له کابل سره د دیپلوماتیک تعامل پر زیاتیدو ټینګار کړی؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي د دوی رژیم سره د نړیوال تعامل زیاتیدو ته هیله من دی.

د بریتانیا یاد شوي پارلماني مقام په یوه مقاله کې ویلي، چې طالبان له ستونزو سره – سره لاسته راوړنې لري او د وضعیت د لا خرابیدو د مخنیوي لپاره ضرور ده، چې بریتانیا په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر بیا په کابل کې ویلي، چې نړیوال ورو- ورو د دوی په اړه اعتراف کولو او ورسره تعامل ته مجبوریږي.

هغه د نیشه یي توکیو، اداري فساد او نورو ستونزو ختمول د خپل رژیم لاسته راوړنې ګڼلي او ویلي، چې که نړیوال بندیزونه ورباندې نه وي، وضعیت لا ښه کولای شي.

د طالبانو منقدان بیا باور لري، چې طالبان افغانانو سره له تعامل پرته، بریالي کیدای نه شي او نه باید دا اساسي اړتیا له پامه وغورځوي.

1 COMMENT

  1. ملا متقي ته باید وویل شي ، چې خارجیانو ته زارۍ مه کوئ، خپل خلک او ولس پخلا کړئ ، له هغوی سره انساني چلند شروع کړئ ، د تکبر له خرو راښکته شئ ، هرڅه به ژر سم شي . او که همداسې د شیطان په خره سپاره اوسئ ، ګومان نه کوم دا وړۍ تاسو شړۍ کړې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب