یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهایران د افغانستان د قضیې د عاجل حل غوښتنه وکړه

ایران د افغانستان د قضیې د عاجل حل غوښتنه وکړه

تاند: ( سې شنبه، د سرطان ۲۷ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللہیان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون اوغلو سره په کتنه کې خبرداری ورکړ، چې افغانستان بېړنۍ حل لارې ته اړتیا لري.

د هغه په وینا، که نړیواله ټولنه د دغه هېواد امنیتي ننګونو ته پام ونه کړي، په سیمه او نړۍ کې به د تروریستي ډلو له امله منفي پایلې زیاتې شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرعبداللہیان په دې لیدنه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي درې میاشتې وړاندې، ترکی دیپلومات فریدون اوغلو د افغانستان لپاره د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش په توګه وټاکه.

سرمنشي له نوموړي وغوښتل چې د افغانستان اوسنیو ننګونو ته د رسیدو لپاره د یوې خپلواکې ارزونې مشري وکړي چې هدف یې د یوې واحدې او همغږې تګلارې لپاره سپارښتنې دي.

طالبانو د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

دوی مخکې، خپل رژیم ټول شموله ګڼلی او له بهرنیانو یې غوښتي، چې له داسې څرګندونو ډډه وکړي.

طالبان، ورته خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.

2 COMMENTS

  1. د محترم داؤود ملکیار 2023/07/17 نوشته په اریانا ویب سایت کښی د سرتنبه او روحی ناروغی باندی مبتلا ناقص مغرور محمد داؤد خان باره کښی ډیر اعلی او د ستاینی وړ دی ، د همدی لیونی داؤد خان کمونیستی کودتا وخت را پدی خوا افغانستان کښی د اچنبیانو بزکشی روانه دی دی او افغان ملت ئی د کاملی بدبختی سره مخامخ کړۍ دی دا کم عقل ناقص مغرور ملی خائین د خدای پاک په خپله سزا ورسوی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب