شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد حکمتیار تفردي اعتزالي لیکدود/ محمد خالد وردګ

د حکمتیار تفردي اعتزالي لیکدود/ محمد خالد وردګ

معمول سره سم  نن بیا ۸ نیمې بجې له کوره را ووتم، د حزب اسلامي د دفاع وزرات او استخباراتو (امینت) مدیریت سره څنګ ته اخبار خرڅوونکي دوکان ته راغلم، شهادت ورځپاڼه که څه هم په دوکانونو په زور خرڅول کیږي، خو زه يې په خپل شوق هره ورځ اخلم.

د شهادت ورځپاڼې سره سره د پښتو وحدت، اردو آج او مشرق او کله چې د ندای ملت اونیزه راشي په هغې هم صرفه نه کوم.

دا  له څه وخت راهیسې د ښاغلي حکمتیار صیب او نورو لیکوالانو ترمنځ سړه جګړه روانه ده، چې کیدای شي پایلې يې خورا خطرناکې وي.

که څه هم ځينې خلک دا ډول نقدونه د ټولنې لپاره ښه بولي خو ولې د ځینو سرټمبه ګانو سره د نقد ځواب نه وي نو پای يې بالآخره په اخطار پای ته رسوي.

د انجینر صیب حکمتیار نوې لیکنه مې، چې په مستعار نوم د ملاولي الله په نوم خپره شوې وه، نن په شهادت کې لوستله، عنوان مې يې وکوت، له هر څه د مخه مې په همدې لیکنه پيل وکړ. د نورې لیکنې ځواب يې زه نه کوم خو په یو ځای کې يې بیا په ما رابړچ وهلي وه.

انجینر صیب! د خیرخوا خبرې ماپسې لیکلي، ګرم نه دی سر یې چورلي، روحي مریضي لري، مخالفین یې ورځ تر بلې زیاتیږي، شمشتو کې خپل ملګري ورپسې راپاڅېدلي!  انجینر صیب!  خلط ملط ته اړتیا نشته، زما او د نورو ملګرو دقیق ځواب ووایه. په دې ته نه خلاصیږې چې موږ کمونستانو پسې وتړې، خوارج موحساب کړې، ستا په دې تورونو نه موږ کمونستان کیږو او نه هم خوارج.

انجینر صیب ورپسې د خیرخوا صیب د لیکنې تصحیح هم کړې، وايي چې د خیرخوا صیب لیکنه په ادبي معیار برابره نه ده.  یاګانې يې سمې نه دي، املايي تېروتنې لري او نور.

حکمتیار صیب تفردي اعتزالي لیکدود پر موږ مني، حال دا چې تر اوسه یې په خپله شهادتوال هم نه مني. د شهادت لیکنې او خبرونه چې ۹۰٪ يې کاپي پېسټ دي، ټول لیکدود د انجینر صیب سره مخالف دی. که څه هم یو وخت  داسې ښکارېده چې د شهادت ورځپاڼې چلوونکو ته انجینر صیب د پښتو ادب او پښتو لیکدود په اړه  لیکچر هم ورکړی و او په دې اړه یې یو کتاب هم لیکلی خو سربېره پر دې يې بیا هم د شهادت چلوونکي ورسره نه مني. داسې خو هيڅکله هم نشي کیدلای چې یو کار په خپلو خلکو نشې منلای او پر موږ يې منې!

انجینر صیب لیکنې که څه هم په مستعار نوم کوي خو دده تفردي اعتزالي لیکدود داسې دی چې څوک يې یو وار هم ګوري  پرې پوهیږي. انجینر صیب (یې) (ئې) (چې) (چي) (کې) (کي)(لیکنې) (لیکني) (داسې) (داسي)(خبرې) (خبري) (و) (وو) لیکي او داسې نور.

د انجینر صیب د تصحیح ځای ته چې را ورسېدم، د صدیق الله ريښتین چې د پښتو ادب بابا دی کتاب مې را واخېست. صدیق الله ريښتین کتاب کې مې د یاء ګانو بحث خلاص کړ، ما ویل شاید زموږ لیکدود  سم نه وي، انجینر صیب به د پښتو د ادب د سرلارو تقلید کړی وي، خو چې خلاص مې کړ، موږ د ريښتین صیب تقلید کړی و، هغه (کي) (کې) لیکي، (چي) (چې) (ئې)(يې) او داسې نور… بیا مې ویل خیر، له  مرحوم ريښتین صیب به تېر شو،  استاد الفت نثري کلیاتو کتاب مې راوخېست، درست کتاب کې مې یو (چي) پیدا نه کړه. په دې مې هم اکتفا ونه کړه، د اسدالله غضنفر، مجاور احمد زیار او استاد آصف صمیم کتابونه مې راوخېستل، یو هم د انجینر صیب په څېر یاء ګانې نه دي لیکلي، ټول (چې، کې، یې، لیکنې، خبرې) لیکلي.

د انجینر صیب لیکنې چې ګورم داسې راته ښکاري لکه دا پورته د پښتو ژبې ادبپوهان تېروتي، دوی له پښتو ادبه خبر نه دي، آن د پښتو ادب په لاره هم نه دي تللي، دوی نه پوهيږي، باید دوی هم د انجینر صیب تقلید وکړي، ځکه د انجینر صیب په وینا (کې) (کي)  (چې) (چي) او (يې) (ئې) (خبرې) (خبرې) لیکل کیږي.

د یاګانوله بحثه چې وزګار شوم نو د (واو) بحث مې نن یو ځل بیا وکتلو، لنډیز يې دا و چې  (و) مفرد هغه وخت استعمالیږي چې  مخکې جمله کې اسمونه مفرد استعمال شوي وي لکه: کریم مجاهد و. هغه راغلی و. او دوه (وو) غبرګ هغه ځای استعمالیږي چې جمله کې مخکې جمع اسمونه یا ضمایر راغلي وي. لکه هغوی راغلي وو. دوی مجاهدین وو. ملا عبدالله او ملا ولي الله رایې اچونې دفتر ته تللي وو. او داسې نور.

انجینر صیب د هغو کلمو او لغتونو په اړه هم سمه په غوسه شوی دی چې خیرخوا صیب د لوستونکي د اسانۍ لپاره په روانه پښتو ژبه لیکلي، خیرخوا صیب (طمع) په (تمه) او (صاحب) په (صیب)  لیکلي. د پښتو ژبې په اړه پوهان وايي چې د دې ژبې املاء د دې امله هم اسانه ده چې څه ډول تلفظ کیږي، هغه ډول لیکل کیږي. ما داسې فکر کاوه چې ګوندې دا دواړه لغتونه په دې بڼه به له سره پښتو کې نه وي، د پښتو – پښتو قاموس مې راوخېست د (طمع) مانا یې (تمه) او د (تمه) مانا يې (طمع) کړې وه. د (صیب) په اړه يې لیکلي وه چې (د صاحب منحرف یا اوښتلی شکل دی) اوس نوحکمتیار صیب دا بیخي پښتو الفاظ نه ګڼي دا نو کومه نوې خبره نه ده، چې په بخاري ردونه کوي په پښتو ادب خودې سهار ماښام کوي.  دلته خیرخوا صیب الفاظ په هغه بڼه استعمال کړي څه ډول چې يې عام خلک په عامي لهجو کې کاروي. حکمتیار صیب به داسې هيڅوک  پیدا نه کړي چې (صاحب) ښه په تجوید ووايي یا (طمع) کې د (ط) مخرج پوره سم اداء کړي.   د پښتو ژبې پوهان اوس زیاتره الفاظ هغه ډول لیکي څه ډول چې تلفظ کیږي.

موږ که په هر څه کې ګوتې وهو او دا صحیح دی دا غلط نو اصل کار به رانه پاتې وي، ښه به دا وي چې هر کس ته خپل کار پریږدو، انجینر  دې د انجینرۍ کار کوي، ډاکتر دې ډاکتري او ادب پوه دې خپل ادب سره کار لري.

په پای کې وایم چې ښاغلی حکمتیار صیب چې لومړی خو دې د خیرخوا صیب خبرې دې ما پورې تړلي ، سر دې چورلي، خلط ملط ته اړتیا نشته دقیق ځواب ووایه.

دوهمه تاسې پر موږ تفردي اعتزالي لیکدود منئ، حال دا چې تر اوسه یې په خپله شهادت نه مني. نو لومړی یې له خپلو ملګرو پیل کړه وروسته به بیا موږ هم ستا اعتزالي لیکدود ته مخه کړو.

————————————————–

د هرې بلې لیکنې په شان چې د لیکوالو د شخصي نظر ښکارندويي کوي، دا یوه هم د یوه لیکوال نظر کېدای شي او ضروري نه ده چې تاند ورسرذه موافق وي.

6 COMMENTS

  1. وردگ صيب په گوتو مو بركت شه دومره په زاي او روانه ليكنه مو كريده چي په لوستلو يي بيخي ستري نشوم ،تولي خبري مو په زاي او له منطق دكي دي حكمتيار صيب ته وايم چي خداي ته وگوره دا يوه پختو راپاتي ده لدي پنجابي مه راجوروه،پدي لاره كي دير سپيسلي خلك لگيا دي چي خدايي خدمتگاران دي.حكمتيار صيب كه كار نلري لار شه چيرته پالك خرس كره،پان وكره!خو دا پختو مي مه راخرابوه بس ده چي په پنجابيانو او عربانو او پيرنگيانو د ووژلو،كه پختون نه يي دپختون له نمكه خو لگ وشرميگه!

  2. زه وایم حکمتیار صیب دې خیر ویسي چې په پښتو ژبې باندې علمي بحث کوي. صحیح یا غلط ، تر سیا سي دریځ نه یې د ا دریځ او دا مشغو لا سل ځ
    لي بهتره ده.

  3. وردګ صاحب ته څه خبر ش وې چې دا مستعار نوم د حکمتمیار صاحب دی؟ ما ته خو تومت تړل روا عمل نه ښکاري. د حکمتیار د غندلو لپاره به واقعي دلایل هم پیدا شي خیالي دلایلو ته اړتیا نتشه. د وردګ صاحب او حکمتیار صاحب دواړو دا شریکه ګناه بس ده چې لا تر اوسه په شمشتو کې ناست دي او د مولوی محمد نبي غوندې د وطن هوا ورباندې بده لګېږي.

  4. ښاغلی محمد خالد وردګ! تاسو ته سلامونه او احترامات دتاندوالو قدرداني او کورودانی کوم چي لیکلي ئې چي دغه لیکنه یوازي ستاسو دنظر ښکارندویه ده، خداي دي خیر ورکړي! زه حکمتیار صاحب دیوه ژبپوه په صفت نه بلکي د دیوه سیاستوال په توګه پېژنم مګر دکوم څه په اړه چي ئې پرېکړه کړې ده، ولاکه ئې بده پرېکړه کړې ده! دحکمتیار صاحب کومه لیکنه چي تاسو یادونه ترې کړې ده، ما نه ده لوستلې خو ستا لیکنه مي سر ترپایه ولوستل. دلیکني پرمهال داسي راته معلومه سوه چي یوڅه عصابي او احساساتي سوي یاست.شاید دحکمتیار صاحب لیکني مو احساسات پارولي وي. الفنسټون هم په پښتنو پسي ولیکل چي پښتانه بې حوصلې دي، هیله ده چي حوصله ولرو، ژبني مسایل باید په حوصله حل سي.
    موضوع ته راځم تاسو دموضوع له پاره یو اړخ څېړلی دئ، لیکلي مو دي چي: انجینر صیب د تصحیح ځای ته چې را ورسېدم، د صدیق الله ريښتین چې د پښتو ادب بابا دی کتاب مې را واخېست…. همداسي مو دالفت رحمت الله علیه، استاد غضنفر او دپوهاند صاحب زیار یادونه کړې ده خو دا مو نه دي ویلي چي بیا مي دعلامه حبیبي، دارواښاد بېنوا، دپوهاند رشاد، دډاکټرصاحب پالوال او داستاد هوتک کتابونه هم پسي وکتل. که حکمتیار صاحب دهغوپوهانو چي تاسو ئې یادونه کړې ده، لار نه ده تعقیب کړې، ددغوپوهانو چي ما ئې یادونه کړې ده، لار تعقیب کړې ده، نو حکمتیار تیروتی مه بوله ځکه چي دحکمتیار زیات وخت په کلیو او بانډو کښي تېر سوی دئ، دخلګو لهجې ئې اورېدلي دي. دی هم دیوه ځای درته ګډ دئ. د(واو) په اړه دي هم څېړنه او مثالونه نیمګړي دي: احمد مجاهد ؤ. احمد او محمود مجاهد ول. (ول) هغه کلمه ده چي پوهاند صاحب زیار او ډاکټرصاحب پالوال ورباندي موافقه کړې ده خو تاسو ئې یادونه نه ده کړې. استاد پالوال د (و) پرځای (ؤ) کاروي. وګورئ: معیاري پښتو. یوار بیا د ( چي او چې) بحث ته ورګرځم. استاد هوتک پر معیاري ژبه دمعیارپه ژبه یوه څېړنه کتاب کښي لیکي چي دغه (چې) چي تاسو ئې د (چي) پر ځای کاروئ، د (چي ئې) لنډ حالت دئ. درحمان، خوشحال او حمید رحمت الله علیهم دبیتونو په وړاندي کولو استاد هوتک دغه موضوع حل کړې ده خو موږ ئې منو نه! ما ترډېر وخته خپله (چې او کې) لیکئ خو کله چي مي داستاد هوتک دلایل مطالعه کړل، نو اوس (چي او کي) لیکم، زه هیله لرم چي تاسو همدغه کتاب دازاد نظر له مخي مطالعه کړئ. د (طمع او تمه) په اړه زما نظر دادئ چي موږ دعربي او فارسي څخه چاره نه لرو. عربي په لوی لاس مه پښتو کوئ او پښتو په لوی لاس مه عربي کوئ. لکه قیچي. په عربي کي (چ)نه سته خو موږ دغه لغت په لوی لاس عربی کړی دئ. پښتانه یوبل مشکل هم لري. هغه د (په) او (پر) غلط استعمال دئ. مثال: پښتنو په قران ایمان راوړی دئ. دغه جمله که سره وشنو دا معنی لري چي ایمان یو فزیکي شی دئ، او پښتنو قران ته ویلي دي چي ورسه همدا ایمان راته راوړه. سمه به ئې د اسي وي چي: پښتنو پرقران ایمان راوړی دئ. همداسي په سلګونو او زرګونو نور مثالونه حتی ددغو خدای بخښلو پوهانوچي تاسو ئې یادونه کړې ده، په کتابونو کښي سته! بس دحل لاره داده چي دوجدان سره یوه قاطع پرېکړه وکړو، هغه داچي که به زما سمه پښتو زده وي او دجنوب یا ختیځ په نیت غلطه پښتو لیکم، نو زه منافق یم. که دغه اصل ټول پښتانه پرځان تطبیق کړي، مسئله حل ده.

  5. ښاغلى وردګ صاحب سلامونه!
    ليکنه مو بيخي پر ځاى کړې ده او ډېره ښه مو کړې ده. او زما ئې هم د حکمتيار صاحب د سياست او سياسي مسايلو سره جوړه ده. خو وروره جانه د ليکدود مساله بيا داسي نه ده لکه ته چي فکر کوې! او نه هم دا ليکدود يا رسم الخط يوازي پوهاند ډاکټر زيار صاحب او استاد محمد آصف صميم صاحب را منځ ته کړئ دئ! او نه پښتو ژبه يوازي دوى وايي او نه هم يوازي دغه ليکدود داستاد رښتين د څېړني ليکدود دئ. نه هم د علامه ګل پاچا الفت د فلسفي نثر د ژبي ليکدود. پښتو ژبه نور پښتانه هم وايي، چي کتله ئې د دې ليکدود چي ته ئې پلوي کوې او معياري ئې بولې څو ځله ډېره ده.
    دغه ليکدود چي حکمتيار صاحب ليکنه په کوي دا د افغانستان د يوې لوي کتلې د ويونکو ليکدود دئ . دا د پښتو ادب د درېيو وتليو ستورو، د پښتو د علامه حبيبي، د افغانستان او اسيا د ستر محقق او علامه ليکوال علامه رشاد د څېړني ليکدود دئ او دا د فاضل بېنواد دخوږو نثرونو د ليکني د ژبي کټ مټ ليکدود دئ.
    داسي بې معنا او جمعي حکم ښه نه دئ او دا ديوه ورځپاڼه لوستونکي تر حوصلې وتلې خبره ده. دا د ژبپوهني خورا علمي او اکاډيميک بحثونه دي . د پښتو د ليکدود په اړه هغه درې فيصلې چي پښتو ټولني په (١٣٢١ل.، ١٣٢٧ل. او ١٣٣٧ل.) کي کړې وې، هغه د مرحوم ډاکټر حبيب الله تږي خبره، چي وايي هغه وخت ئې د ژبپوهني دغه مغلقه او علمي موضوع يوازي د ګوتو په پورته کولو او اوچتولو کوله، حال دا چي دا ژبپوهني بحث دئ. نو غوښتنه مي دا ده چي په داسي مسايلو کي چي دقيقه مطالعه ونه لرو، بې ګودره په ور ګډېدل ئې ښه نه دئ! اوبه مو وړي او د ليکدود فيصلو ته اوس نوې کتنه په کار ده! نه د يو څو کتابونو د کتني پر اساس عمومي او قاطع فيصله پر صادرول. ځکه دا سليمان ماکو او محمد هوتک د وينګ د ژبي ليکدود دئ. او د نازو انا، ميرويس نيکه، لوى احمد شاه او نور نومياليو د مورنۍ ژبي د ويلو ليکلې بڼه ده.

  6. ښاغلي وردګ، ښاغلي حګمتیار ته په ځلونو د انجنیر خطاب کړی او کېدای شي نوموړي د انجنیرۍ پوهنځۍ په شمشتو کې ویلي وي. خو تر کومه ځایه چې زه ترېنه خبر یم، یو دوه کاله یې په انجنیرۍ پوهنځۍ کې تېر کړي او بیا وروسته نصیرالله خان بابر ته ورغلی وو. که تاسو کوم داسې رښتینی سند لرئ چې د ده د انجنیرتوب ثبوت ورباندې کېدای شي نو لطفاُ یې خپور کړئ. دا ځکه چې ځیني پخواني نږدې ملګري یې هم دا نه مني چې دی دې په رښتیا انجنیر وي. بل دا چې یا ګانې باید څه ډول ولیکل شي، ستاسو د لیکنې سره سم د خدای بخښلي رښتین ګرامر د پښتو ژبې لپاره د څراغ حیثیت لري چې باید هغه وکارول شي. زیاتره کندهاري دوستان لکه ښاغلی جهاني او ځیني نور یاګانې په بله بڼه کاروي. د بېلګې په توګه لکه تاسو چې لیکلي: چې په چي لیکي، چېرې په چیري لیکي، تاسې په تاسي لیکي او داسې نور. نو باید وویلی شي چې د معیاري ژبې یاګانې او ګرامر هغه دی چې مرحوم رښتین پشتو ژبې ته وړاندې کړی دی. زما د پښتو ژبې لهجه د جنوبي ولایتونو ده او که خپله لهجه د پښتو په لیکنه کې وکاروم، نو باید چې کور په کېر ولیکم او فکر کوم دا به سمه نه وي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب