جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهملاحسن اخند ارګ کې خپلې دندې ته ستون شوی

ملاحسن اخند ارګ کې خپلې دندې ته ستون شوی

تاند: ( دوشنبه، د سرطان ۲۶ مه)  د طالبانو د رژیم سرچینې وایي، چې د دوی رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په کندهار کې له دوه میاشتني استراحت او درملنې وروسته بیرته د کابل ارګ کې خپلې دندې ته ور ګرځیدلی.

د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي وویل، ملا حسن نن دوشنبه سهار د دوی د لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده په فرمان کابل ته ورسېد.

  کریمي د ملا حسن اخوند د ناروغۍ په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د هغه سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له تېرو دریو میاشتو راهیسې د نوموړي د دندې سرپرستي کوله.

7 COMMENTS

  1. ملا حسن اخوند خو داسی ستړی ښکاری لکه د کندهار څخه کابل ته چی پر بایسکل راغلی وی.

  2. پنجابی استعمار او استحمار د ملاحسن په شان بېسواده ، بې دانشه او جاهلو ملایانو نه کار اخلي . هغه به یې دا دوه درې میاشتې د سواد زده کړو په کورسونو کې شامل کړی وي . اوس به لږ په سیاست او لیک لوستلو هم پوهیږي .
    افغانانو نور چیشي غواړئ ؟

  3. کندهار کې له درملنې وروسته که د ای اس ای مرکز کې؟ دا ای اس ای بوتلی ؤ غوږونه یې ترې تاو کړي او بیرته یې راولیږه. هغوی ورته ویلي چې که بیا دې کومه اشتباه وکړه داسې د درملنې په نوم به دې لیرې کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب