جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهداعش په افغانستان کې د خپل دوهم درجه مشر وژل کېدا تایید...

داعش په افغانستان کې د خپل دوهم درجه مشر وژل کېدا تایید کړه

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۶ مه) داعش ډلې په افغانستان کې د خپل دوهم درجه مهم مشر ابوسعدمحمد خراساني وژل کېدا تایید کړه.

دې ډلې په خپلو تبلیغاتي پاڼو کې لیکلي، له خدایه غواړي چې ابوسعدمحمد خراساني، چې په مولوي ضیاالدین مشهور و، «د شهیدانو» په کتار کې راولې او د داعش له نورو مولویانو غواړي خپلې هلې ځلې لا ډیرې کړي او دوام ورکړي چې د ده (خراساني) خلا احساس نه شي.

طالبانو د سږ کال په حمل میاشت کې اعلان وکړ چې د یو لړ استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې یې مولوي ضیاالدین د داعش د مشرتابه شورا له غړي ابوعمر افریدي او سلمان تاجکستاني سره یوځای وژلي دي.

تاجکستاني د داعش د نظامي زده کړو یو مسوول بلل شوی دی.

داعش د تاجکستاني او ابوعمر افریدي د وژل کېدو په اړه لا څه نه دي ویلي.

خو له څه باندې درو میاشتو وروسته داعش په لومړي وار د خراساني وژل کېدا اوس تایید کړه.

طالبان وايي چې داعش ډله یې تر ډېره ځپلې ده خو ځینې لویدیځې استخباراتي سرچینې وايي چې داعش لا هم په افغانستان کې یو بالقوه خطر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب