جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهد نجونو کموالی د جاپان د معلوماتي ټکنالوژۍ نیمګړتیا

د نجونو کموالی د جاپان د معلوماتي ټکنالوژۍ نیمګړتیا

داودجبارخیل

جاپان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کارګرانو له کمښت سره مخ شي، چې تر ډېره د نجونو او ښځو د کموالي له امله وي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په جاپان کې د ساینس او ​​ټکنالوژۍ په برخه کې زده کړې کوونکې نجونې له دې امله له ستونزو سره مخ دي چې کورنۍ یې د واده په اړه اندیښنه لري.

یونا کاتو، چې د جاپان په یوه لوی انجینري پوهنتون کې د دریم کال محصله ده، غواړي د څیړنې په برخه کې خپل مسلک تعقیب کړي، خو اندیښنه لري چې له واده وروسته به د ماشومانو له امله نور کار ونه کړي.

هغې وويل، چې خپلوانو يې ډېره هڅه وکړه، چې د ساينس، ټيکنالوجۍ، انجنيرۍ او رياضي له زده کړو یې لرې وساتي، ځکه دوى په دې باور وو، چې په دې برخو کې به مېرمنو ته د کار له امله د واده مناسب ملګري پيدا کول ستونزمن وي.

یونا کاتو وویل، “زما انا او مور معمولا وایي چې که تاسو ماشومان غواړئ، له ساینس او ​​ټیکنالوژۍ پرته نورې ډیرې برخې شته چې نجونې کار کوي.”

یونا کاتو له ټولو ستونزو سره سره د انجینرۍ په برخه کې تر دې دمه بریا خپله کړې ده، خو ډېری نجونې د ټولنیزو فشارونو له امله ساینس او ​​ټکنالوژۍ ته نه ځي، چې دا په داوس وخت کې د جاپان لپاره یوه لویه ستونزه ده.

د جاپان اقتصاد چې په تېره پېړۍ یې د ټکنالوژۍ په برخه کې لوی نوم پیدا کړ، د نړۍ له لسو سترو هېوادونو څخه دی، خو اوسنیو حالاتو ته په کتو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دغه هېواد به له زوال سره مخ شي.

د مالیکولر بیولوژي په برخه کې د پی ایچ ډي لرونکی چینایي عالم یانو لی وویل، “دا د جاپان ملت ته زیان رسوي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب