«د حواسو له شپږمي دروازې نه» د ځوان شاعر نسيم ايثار دويمه شعري ټولګه ده. کلاسيک خپرندويي ټولني(ننګرهار) په ۲۰۱۶ م/۱۳۹۵ل کال په (۱۵۳) مخونو کي د يوولسو سوو ټوکو په شمېر چاپ کړې ده. په دې شعري ټولګي کي (۶۰) غزلونه او (۱۱) عنوانه نظمونه راغلي دي. دغو ښاغلو (محمود اياز، فيصل فاران، قيصر اپريدي او نورالحبيب نثار) سريزي او ياداښتونه پرې ليکلي دي. د ده پر شاعرۍ ئې د خپلو خيالاتو اظهار کړی دی.
نسيم ايثار نظم او غزل دواړه ليکي، خو تر نظم ئې د غزل پـله درنه ده؛ دا له غزل سره د ده لېونۍ مينه ښيي او مينه ئې تر دې حده ده چي ځان ته کم، خو غزل ته ئې د ډېر ژوند خواست کړی دی.
يـه، ايثاره هوش کي شه دا څه ځان له ښېرا کوې
خپل ژوندون دي کم وغوښت او ډېر دي د غزل ژونـدون
د ايثار غزل که اورو/ لولو او وغواړو چي ښکلا پکي ولټوو، د کلمو ترتيب، نظم او رنګينيو ته ئې وګورو؛ په لفظونو کي ئې د ژوري عاطفې اندازه ولګوو او د تخيل په تار دپيودلو تورو ننداره ئې وکړو، مجبور يو چي د شاعر دا شرط او غوښتنه پوره کړو چي:
که غواړې وباسې له تورو د معنا څرمنه
زما غزلي ته به اغوندې زما څرمنه
که د غزل په لوستلو/ اورېدلو کي د شاعر غوندي جنون او لېونتوب په وجود کي نه وي، نو په غزل کي راوړي تصويرونه نه وينو، چيغي ئې نه اورو، درد ئې نشو حسولای او اوښکي ئې نشو ليدلای. ځکه وايي:
زما غزل چي څنګه ما ووېل چا وا نه ورېده
زما جنون د وخت په يو غزل شناس کي نه و
د ډيرو زړونو خبري ئې د شعر په ژبه د غزل په قالب کي کړي دي. د ښکلا او ميني ډېرتږي ذوقونه ئې خړوب کړي او ډېر ئې د غزلونو سيورو ته خپل ستړي خيالونـه دمه کوي. غزلونه ئې له شاعرانه ښکلاوو او غزليزه شوره ډک او شرنګېدلي غزلونه دي.
نسيم ايثارخپله عاجز، خاکساراو ملنګ طبيعته انسان دی،خو غزل ئې مغرور او په شعر کي ئې غرور شته.
غزل ئې نه پوهېږم ولي کبرجن دی دومره
کنې ايثار ساده سړی دی هيڅ غرور نه لري
د ايثار په نظم او غزل دواړو کي مينه ده، درد دی، احساس دی، عاطفه ده، رنګين انځورونه او خيالونه دي او پېغام ئې پکي نغښتی دی. ايثار صاحب نه يوازي خپل احساسات، جذبات او دردونه د شعر په جادوګره ژبه بيان کړي دي، بلکي زموږ د زړونو خبري ئې هم کړي دي. خپل شاعرانه مسؤليت ئې ادا کړی په شعر کي ئې ټولنيزو ناخوالو ته هم اشارې کړي دي. که «د حواسو له شپږمې دروازې نه» د ايثار د شاعرانه دنيا ننداره وکړئ ډېر څه به حس کړئ او د ده شاعرانه استعداد به درته ثابت شي.
سم مي وګوره ايثاره له نژدې نه
د حواسو له شپږمي دروازې نه
ايثار د شعر داخلي ارزښتونه پالي چي دا ئې د شعر د تلپاتي کېدو ضمانت کولای شي. خپلي تجربې کوي، تقليد نه کوي، د نورو خبري او زاړه شعري دودونه نه تکراروي. په نويو تشبيهاتو، نويو خبرو، خيالاتو او شاعرانه ترکيبونو پسي ګرځي.
نوې تشبيه ته ايثار ورک دی درته څه ووايي؟
دا خو زاړه شــو مار، لړم، لېوه ازغی او تياره
زما غــزل زمـــا د ذات تجــربــه
ځــار، د هندي فلمو صحنه نه راځي
د ده شاعري عشق، ښکلا، هيوادنۍ مينه، ټولنيز انځورونه او د ژوند ځيني نور اړخونه انځوروي. پـه ټوله کي د ده په شاعرۍکي عواطف، احساسـات، لوړ خيالونه او هنري صداقت څـپې وهي. هنري ژبه ئې ډېره پياوړې ده او ډيرو موضوعاتو تـه ئې شاعرانه ژبـه ورکړې ده.
کومو ټولنيزو حالاتو او شرايطو چي دردولی هغه ئې پـه هنري، عاطفي، موزونه او اهنګينه ژبـه داسي بيان کړي دي چي نېغ پـه نېغ زړه تـه لاره کوي. همدا د ده شاعرانه کمال او د ده شعر کرامت دی چي بې اجازې زړونو ته ځي او پر ذوقونو پـاچاهي کوي.
که ئې د ميني شاعري لولو دا ويلای شو چي نسيم ايــثار مين شاعر دی. هغه مين شاعر چي د ميني شاعري ئې ريښتنې شاعري ده. مين شاعر چي په شعر کي د ميني په اړه ږغيږي پـه هغو کي هنري صداقت وي.لکـه: د وصـال خواږه، د هجران تراخه، د انتظار قــاتلي شېبې، د يار ناز و ادا او د رقيب ظالمانه کردار دا هر څه ئې ليدلي او تـجربـه کړي دي، پـه شـعر کي ئې داسـي ريـښتـني انـځوروي چي هـره صحنـه مو سترګـو تـه نـېغـه دروي او هـنري ريښتنولي لري. څو بيتونه د بېلګي لپاره راوړو.
د تللي يار تصوير زموږ لويه تکيه ده. د ژمي توري ، اوږدې شپې په خبرو ورسره رڼې کړو. په زړه پوري ئې نيولی ګرځوو او په ښکلولو ئې شونډي ستړي کړو. خو کله چي د يار د نشتون زوروونکی احساس او د بېلتانه لېونی درد له حده واوړي. د جدايۍ سوځنده لمبې مو وجود دوږخ ـ دوږخ کړي. د تللي يار ارمان لکه افعي مار په زړه خولې لګوي بيا نو تصوير ته په کتو هم سود نه کيږي. په دې انګار مو ساړه لاسونه نه توديږي. تصوير ته له کتو خبره تېره شي. هغه لېونتوب پيل شي چي ايثار ئې کوي.
شپه ده او مخ ته مي پراته ستا د البم تصويران
نن له کتلو کيسه تللې نن دي خورم تصويران
ايثار د يوې داسي ښکلي څېرې، اوبه ـ اوبه بشر، لمبه ـ لمبه ځوانۍ او انګار ـ انګار ښايست په ننداره کي غرق دی،چي د يوه مخ او دوو سترګو په ليدلو او کتلو ئې نه مړيږي. زړه ئې تسل نه کوي. د هغه ښايست کتو ته درې مخونه او شپږ سترګي غواړي. داسي کاته او تماشه چي د شپږو سترګو يو باڼه هم و نه رپيږي. دا به څنګه ننداره، څنګه شېبه او څنګه کيفيت وي؟ چي ايثار غوښتی دی. دا راسره ومنئ داسي ښايستونه شته چي په تماشه ئې سترګي نه مړيږي. مخونه پسي اوړي. زړونه پسي لوګي لوګي وي. ايثار که درې مخونه او شپږ سترګي غواړي، خو زه دا وايم او راسره و ئې منئ چي د ځينو مخونو کتلو ته دوې، شپږ، لس سترګي نه، سل سترګي پکار دي.
چي توان د رپ هـم وي لــه هـر يوه باڼه نه وتی
ستا ديد ته شپږ سترګي، ستاديد ته پکار درې مخونه
د شپې درې نيمي بجې دي، شاعر ويښ دی، د تللي يار لېوني يادونه ئې خوب ته نه پرېږدي. د شپې په خوره خاموشي او تنهايي کي شاعر د معشوقې د لاس بنګړي ته غوږــ غوږ دی، بنګړي د هغې د پستو لېچو کيسې ورته کوي. دی په خيالي دنيا کي ورک دی، داسي احساس کوي چي اوس هم د هغې په مړوندونو کي شرنګيږي او دی ئې له موسيقۍ خوند اخلي. دلته بنګړي ته انساني ځانګړنه او صفت ورکول شوی دی چي هغه خبري/ کيسې کوي. د بنګړي کيسې کول تشخيص دی.
ستا د مړوند کيســــې کړي، خوب مي د هندو کلمه
لګيا دی ستا د لاس بنګړی د شپې درې نيمي بجې
هسي ئې نه دي ويلي چي:
ستا په کتلو به موړ نشم
که تمامي وجود مي سترګي سترګي شينه
داسي لمبه ـ لمبه ښايستونه او اوبه ـ اوبه بشرونه شته، چي د جهان ښايستونه پکي راغونډ وي. هر څومره که ورته ګورو نه مو په دې خوږو سترګي مړيږي او نه مو پر دې چينه تږی نظر اوبيږي.همداسي تندي اخيستي ورپسي ګرځو ځواني مو ورپسي تنده ـ تنده شي. ايثار د همداسي يوه حُسن په تماشه کي غرق دی او يوه اوبه ــ اوبه بشر ته وايي چي تا ته تږی نظر به مي په زر کاله هم اوبه نشي.
اوبه به نشي، تـــا تــه تــږی نـــظر زر کاله
ها، چي ورګوري ـ ګوري ـ ګوري مګر زر کاله
همداسي دا نور بيتونه هم ولولئ
زه ئې نيسم پــه زر واره، خندا بس کړه وايه شته
چي ستا زنــه انتــظاره، خندا بس کړه وايه شته؟
تا سره دومره، له تا ليري چي رقيب نژ دې دی
لــــه تــندي مـــړ شومه ايثاره په اوبو دننه
زه موسيــــقي بــې نـــشې نه اورم، ته ښه پوهېږې
اوس دي کيسه د مېخکي وکړه، سګرېټ مي بل کړ
زه دي مړ په کې د جـــون لــه سرې ګرمۍ شم
ستا خوشبو دي نــــه ځي زمـــا له بسترې نه
ستا تصويــر مـــي تـــرې شېبه پت کړی څه و
چــي درز ـ درز مــي شــول د خوني دېوالونه
د اوبو څـــه ده څـــه خـــبــره يې زما له تندي
زه په دې نه مرمه، که مرمه ـ مــرمه ستا له تندي
يادونه:
پورتني بيتونه ځيني له دويمي شعري ټولګي او ځيني ئې له دريمي ناچاپ شعري ټولګي څخه را اخيستل شوي دي.