پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهتر ۱۹ کلونو کشرو لوبډلو نړیوال جام؛ هند او پاکستان مخامخ کېږي

تر ۱۹ کلونو کشرو لوبډلو نړیوال جام؛ هند او پاکستان مخامخ کېږي

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۱ مه) تر نولس کلونو د کشرو لوبډلو په نړیوال جام سیالیو کې نیمه پایلوبې ته د استرالیا، افغانستان او انګلیستان له وتلو وروسته به د څلورم ټیم برخلیک نن د هند او پاکستان د سیالۍ په نتیجه کې څرګند شي.

د نیمه پایلوبې درېیم ټیم به د پاکستان او هند ترمنځ د لوبې له پایلې وروسته ټاکل کېږي۔ پاکستان په هغه صورت کې نیمه پایلوبې ته رسېدلی شي چې هند ته په لوی توپیر ماتې ورکړي، خو هند ته یوازې دا بسنه کوي چې پاکستان ته په لږ توپیر ماته ورکړی ځکه چې د هند د خالص منډو اوسط (نیټ رنز رېټ) ۳۳۳۷ دی، چې په دې تورنمنټ کې د ټولو شاملو لوبډلو تر رنز رېټ لوړ دی. خو که د باران له امله لوبه ترسره نه شي، بیا هم هند نیمه پایلوبې ته وځي ځکه چې د آی‌سي‌سي د قوانینو له مخې هغه لوبډله ګټونکې بلل کېږي چې رنز رېت یې لوړ وي. له بلې خوا هند په درو سیالیو کې درې واړه ګټلي خو پاکستان په درو سیالیو کې یوه بایللي دهؤ په دې حساب هم د هند امتیازونه زیات دي.

دا لوبه به د مینه‌والو لپاره له هیجانه ډکه وي.

د افغانستان لوبډله به په نیمه پایلوبه کې غالباً له هند سره مخامخ شي او استرالیا به له انګلیستان سره د سیالۍ میدان ته ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...