راځئ فولکلور راټول کړو!
د افغان ښځو په انلاین ادبي بهیر کې مو پر دې بحث و چې څرنګه د فولکلور راټولولو لړۍ پیل کړو. ما ته د خپلو کلیو د دودونو په هکله د ځینو بهیروالو خبرې داسې ښکارېدلې لکه د یوې پټې دنیا کیسې چې اورم. زموږ ټولنه چې اکثریت بېسواده ده ولسي پوهه پکې ډېره قوي او ژوندۍ ده. زموږ فولکلور د ښاپېریو په زمانه کې ویدې افسانې نه دي بلکې زموږ د هره ورځ د ژوند کیسې دي. البته، دا پوهه راټولول، راسپړل او پرتله کول غواړي.
تعریف
د فولکلور یا ولسي پوهې یو داسې تعریف چې ټولو ته دې سل په سلو کې د منلو وي او د فولکلور ټوله لمن دې راونغاړي، سخته دی. هر هېواد ممکن خپل تاریخ او کلتور ته په پام سره فولکلور له نورو لږ بېل تعریف کړي. د یونسکو د ۱۹۸۹ میلادي کال په وړاندیز شوي تعریف کې د فولکلور دغه لاندې بڼو ته اشاره شوې ده چې دلته به یې د تشریح په نیت له ځینو وطني مثالونو سره یاد کړو.
ژبه او ادبیات: په پښتو ادب کې یو شاهکار اثر د ارواښاد محمد ګل نوري “ملي هینداره” دی، چې پکې د لوی کندهار ولسي نکلونه خوندي شوي دي. ډېرې نورې سیمې هم د دغو نکلونو خپله بڼه لري چې خوندي کول غواړي. (مثلا د صدر خان خټک ادم و درخانۍ د ملي هیندارې له ادم و درخانۍ ډېرتوپیر لري). تاسو په خپله سیمه کې د ادم خان او درخانۍ نکل لرئ؟ ادم خان ستاسو په سیمه کې څه ډول دی؟ ستاسو درخانۍ څنګه کریکټره ده؟ که د خپلو سیمو ولسي نکلونه راټول کړو او بیا یې په “ملي هېنداره” کې د کندهار له هغو سره پرتله کړو، نو ایا موږ به د هغو نکلونو ماڼۍ ته چې له پېړیو راهیسې زموږ پر لاشعور پاچاهي کوي، لا ډېر نژدې شوي نه یوو؟
پښتو ادبیات ښايي پر هېڅ شي دومره ناز ونکړي لکه په خپل ولسي ادب. د ولسي ادب راټولول، خوندي کول او تشریح کول به د اصیل تخلیقي ادب په رامنځ ته کیدا کې هم ډېره مرسته کړې وي. ما د خپلو لنډې کیسو د ټولګې نوم (د ژمي مازدیګر) له یوې لنډۍ را اخیستی دی. د کتاب له چاپه وروسته مې ویل کاش مې نوم د مني مازدیګر ایښی وای. خبره دا ده چې د مني مازدیګر ممکن نوی نوم وي خو د لنډیو او ولسي ادب له برکته څومره اثر او کیسې چې د ژمي له مازدیګر سره غوټه دي د مني له مازدیګر سره نشته.
بابا به مې ویل، په غرني واله لهجه کې استعارې ډېرې دي نو ځکه شاعرانه تخیل پکې اسانه دی. که د غزني او نورو سیمو استعارې، تشبیه ګانې، نکلونه، حکایتونه، ټوکې، لنډۍ، کاکړۍ، سروکې، متلونه، انګۍ، بابولالې،غاړې، د نکلونو نارې، د اتڼ نارې، ساندې، ښکنځاکۍ او داسې ډېر نور فولکلوري توکي راټول او تشریح شي، شاعرانو او لیکوالو ته به مو د خپل احساس د بیان څومره کلیانې په لاس کې ورکړې وي!
په ولسي ادب کې د فولکلوري سندرو او کیسو د بېلابیلو ډولونو د بڼې او طرز تشریح هم لازمه بویه. اغلې نعیمې غني د فولکلورپه هکله په خپلې مقالې کې لیکي ول، چې کله یوه ناوې د پلار له کوره رخصتېږي نو (انکۍ) وايي او په دغو سندرو کې خپلو تشویشونو او ګیلو ته اشارې کوي.
انکۍ د شکل له نظره څرنګه وي؟ د موضوع له نظر څه پکې ویل کېږي؟ دا دود اوس هم شته که نشته؟ که کم شوی وي وجه یې څه ده؟ انکیو او د ولسي ادب د نورو بڼو په هکله که دا پوښتنې ونه کړو او په ځوابونو پسې یې و نه ګرځو د خپل هویت یوه برخه به مو په مفته کې د حافظو په هدېرو کې هېره کړې وي.
په پښتو کې د ادبیاتو د ودې یوه لار فولکلور او ولسي ادب ته پاملرنه ده. د ادبیاتو د پوهنځیو استادان/ ې که وغواړي په ډېرې اسانۍ د فولکلور راټولو کار په یو مهم او ارزښتناکه کار او مسولیت بدلولی شي. مثلا، د ښوونځیو او پوهنځیو استادان/ې له خپلو شاګردانو غوښتلی شي چې په خپل کلي او کور کې اورېدل شوی ولسي ادب خوندي او که ممکنه وي تشریح کړي. د خواله رسنیو په زمانه کې هر زړه سوانده معلم یا شاګرد د خپل کلي د فولکلور لپاره یو ګروپ جوړولی او حتا له بل چا غوښتلی شي چې د دوی راټول کړي مواد په اېنترنېت کې خوندي کړي.
موسیقي او نڅا: څو وخته مخکې مې یو راپور لید چې اتڼ د امریکا د یو مهم پوهنتون ویسکانسن په نصاب کې شامل شو. د اټن په بېلاېلو ډولونو د دوکتورا کتابونه لیکل کېدای شي. خو ممکن نورې دودېزې نڅاګانې هم وي چې ډېر د چا ورپام نه وي. مثلا، د ناوې د نکریزو په شپه چې نجونې او میرمنې د نکریزو ټوکرۍ څرخوي. دغه نڅا ممکن په بېلابیلو سیمو کې توپیرونه ولري.
د اتڼ په نارو او زموږ د ولسي سندرو پر کمپوزونو هم غور پکار دی. نن سبا زموږ اکثره هنرمندان د خپلو سندرو کمپوزونه له نورې دنیا کاپي کوي او یا د هغو تر ډېر زیات اثر لاندې موسیقي جوړوي. موږ که خپلې وطني موسیقي ته پام ونه کړو، دا خطر شته چې ګڼې وطني نغمې هېرې شي. اوس یې هم ممکن یوه لویه برخه هېره شوې وي.
لوبې: مثلا، د اکوبکو لوبه چې د ماشومانو ډېره مشهوره ولسي لوبه ده. دغه لوبه او سندره په هر ځای کې فرق کوي. ستاسو په سېمو کې نورې کومې لوبې دود دي؟ په اخترونو او نورو خاصو وختونو کې خلک کومې لوبې کوي؟ نجونې کومې لوبې کوي؟ د نجونو او هلکانو ګډې لوبې کومې دي؟ هغه لوبې چې ستاسو نیا یا نیکه یې یادوي خو اوس نشته څرنګه وې؟
اساطیر: زموږ اساطیر موږ ته د پېړېو پېړېو د مزل کیسه کوي او راته وايي چې تر ننه څرنګه رارسیدلې یوو. د تاریخ په مزل کې زموږ د خلکو ذهن له کومو حقایقو سره بوخت و. د فرانسوي ژبې نامتو لیکوال البرت کامو به ویل چې داستان هغه درواغ دي چې د هغې له لارې موږ ریښتیا وایو. ورته خبره د اساطیرو په هکله هم کولی شو. اساطیر هم هغه خیالي کیسې او کریکټرونه دي چې له زرګونو کلونو راهیسې یې زموږ شعور او لاشعور بوخت ساتلي او ارزو مو دا ده چې د دوی په مرسته حقیقت یا د حقیقت کوم څرک پیدا کړو.
زموږ د اساطیرو مضامین او کریکټرونه هر یو له ځان سره یوه دنیا رازونه، سمبولونه او سبقونه لري چې راټولول او مطالعه غواړي. مثلا، ښامار، دیو، تور دیو، سپین دیو، سور دیو، ښاپېرۍ، روې (شیشکه) مار، زمری، د اساطیري نکلونو اتلان، په اساطیري نکلونو کې د اتلانو سفرونه، په دغو کیسو کې اعداد، رنګونه او داسې ډېر نور موارد. مثلا، فتح خان ولې له شپیتو یارانو سره هندوستان ته ځي؟ شپیته په نور فلکلور کې څرنګه راغلی دی؟
اصلا، د فولکلور بنیاد اساطیري دی. په لنډیو کې ډېر کله مرغان یادوو.
په سر مې توره کاغۍ ګرځي
د جانان شپې ورځې نژدې دي رابه شینه
دغه لنډۍ د مرغانو په اړه له اساطیري باورنو الهام اخلي. مرغان چې الوزي ، چې اسماني دي، چې روحونو ته ورته دي، د غیبو په اړه معلومات لري او ممکن زېري راوړي.
زموږ په فولکلور کې اساطیري کریکټرونه کوم دي؟ رول یې څه دی؟ د څه شي سمبولونه دي او دې ته ورته په سلګونو بحثونه او مقالې د فولکلور په اساطیري ماهیت لیکل کېدای شي. کارونه خو ډېر دي خو ممتاز اورکزي صاحب د افغانانو د روانشناسي په هکله څه ښه ويلي:
خدایه په تا مې مکمل باور دی
زما کارونه دي کوه یې راته
رسمونه او رواجونه: افغانان چې غواړي د یو کار په ترسره کولو ډېر تاکید وکړي بیا وايي چې رسم و رواج همداسې دی. داسې به مو هم ډېر اورېدلې وي چې دا کار مې په وس کې هم نه دی خو څه وکړم رسم و رواج دی. له دې خبرو مې مطلب دا و چې دودونه زموږ خلکو ته د قوانینو حثیت لري. په هغو ټولنو کې چې قانون حاکم نه وي د دودونو زور لا زیات وي. که په قانون عمل ونکړو قاضي ته به ځواب وایو خو که یو رواج مات کړو ټولې ټولنې ته به ځواب ورکوو. ټولې ټولنې ته ځواب طبعا یوه کس ته تر ځواب ورکولو سخته وي.
دلته پوښتنه راولاړېږي چې ایا ټول رواجونه زموږ د فولکلور برخه دي؟ دا سوال به په یو مثال کې واضح کړو، په ودونو کې د ناوې افغاني کالي زموږ دود دی او د فولکلور برخه ده خو د ناوې سپین کمیس که څه هم بیخي ډېر دود شوی دی زموږ د فولکلور برخه نه ده. ځکه چې د سپین کمیس رواج مو له نورو زده کړې خو زرغونه جولۍ مو د خپل کلتور برخه ده. په بله وینا، فولکلوري دودونه داخلي ماهیت او نور دودونه خارجي ماهیت لري.
معماري: لکه زیارتونه، کلاوې، غوجلې، حجرې او داسې ډېر نور مکانونه چې موږ یې لا هم د فولکلوري پوهې تر اثر لاندې جوړو.
نور هنرونه او لاسي کارونه: لکه په افغاني پښتني فولکلور کې ګڼې، ولسي اشپزي، د ولسي زراعت وسایل، ولسي مالداري، ولسي طب، نظر، جادو او داسې نور.
اوسني فلکلوریستان/ې د دې شي ډېر پلویان نه دي چې فولکلور دې په کتګوریو او ژانرونو وویشل شي. د دوی منطق دا دی چې دا پوهه تر تقسیماتو ډېره پراخه ده. مثلا، دوی وايي یوه لوبه ممکن هم سندرې ولري هم وسایل نو هم د ژبني فلکلور برخه شوه هم د مادي فولکلور.
ځینې نور بیا په دې باور دي چې د فولکلور ویش دا مرسته کوي چې د هر فلکلوریست / ې د کار او تمرکز ساحه مالومه شي. په همدې نیت به دلته د فولکلور یو عمومي ویش راواخلو.
۱. ژبني فولکلور؛ له لنډیو رانیولې تر کترو او کنایو هر هغه څه چې په کلماتو کې ویل کېږي ژبني فلکلور دی.
۲. مادي فلکلور؛ هر هغه څه چې فېزیکي بڼه لري. لکه زیارت، ګودر، اشپزي، ګڼې، د لوبو شیان او داسې نور.
۳. عرفي یا دودیز فلکلور؛ هر هغه حرکت یا عمل چې د یوې سیمې خلک یې بیا بیا کوي. مثلا، د کندهار په سیمو کې په اخترونو کې جومات ته د سهار د کاسې وړل رواج دي. یا په غزني کې د برات په شپه د ماشومانو مېله چې له یوه کوچیني هلک نه سپینږیرکي جوړوي د ملنګي کالي وراغوندي او بیا یې لېږي چې د کلي له کورونو خوراک او پیسې راټولې کړي او بیا پر هغو پیسو او خوراکونو مېله جوړوي.
ولسي پوهه بحر ده. دومره ګڼ اړخونه لري چې شاید هیڅوک یې ټولو اړخونو ته متوجه نه شي. د مثال لپاره به له حیواناتو سره اړونده ولسي پوهه یاده کړو. په غزني کې لیوان ډېر دي. د پکتیا خوا ته بیا يږان شته دا چې د سیمې خلک د دې لپاره چې ځان له دغو حیوانانو وساتي ځینې چلونه او طریقې لري دغه طریقې د ولسي پوهې یا فولکلور برخه ده چې زه نه پوهېږم په کومې کتګورۍ کې یې باید حساب کړو. خامخا به پوهانو ورته کوم ژانر یا کتکوري جوړه کړې وي خو له دې مثاله زما مطلب دا و چې که مو د فولکلور راټولولو کچکول په غاړه واچاوه ځان په کتابي تعریفونو کې مه محدودوئ فکر ازاد او سترګې خریدارې ساتئ.
ولې فولکلور ؟
زموږ په وطن کې چې له یوې خوا د قانون فرهنګ کمزوری دی او له بلې خوا بېسوادي ډېره ده، ولسي پوهه لا هم د ولس لپاره د لوی ماخذ حیثیت لري. د فولکلور له خوندي کولو سره موږ یوازې خپله ماضي نه خوندي کوو بلکې که غواړو چې خپله نن او سبا هم وپېژنو پر ولسي پوهې غور پکار دی.
موږ که غواړو چې د خپلو خلکو له پټو ښکاره ارزوګانو، ډارونو، تشویشونو، شرمنو، ویاړونو، بدبختیو، ګیلو، شکونو، غمونو، د خوشحالۍ له علتونو او تر ټولو مهم د خیر او شر، د ښه او بد له توپیرونو ځان خبر کړو نو د ولسي پوهې دروازه به ټک ټک کوو.
استاد دروېش درانی په خپل کتاب د پښتني ژوند کړه وړه کې لیکي، چې موږ دین هم په فولکوري توګه زده کوو. استاد مثال ورکوي چې که تاسود غرونو یو شپون وپوښتئ چې د لمانځه فرایض یا شرطونه څو دي، دی به پرې خبر نه وي خو که ورته ووایاست چې په بې اودسه، یا په ناپاکو کالو یا مخ په لمر خاتو لمونځ کېدای شي که نه؟ نو پر تاسو به هرومرو وخاندي. ځکه چې دی د لمانځه له ټولو شرایطو خبر دی خو له کوم کتابه نه بلکې په فولکوري بڼه یې زده کړي دي.
مطلب دا چې ان ډېر مقدس بارونه مو هم په ولسي بڼه زده کړې دي او له ولسي پوهې سره یې تړاو دی. د فولکلور خوندي کول نه یوازې د هویت خوندي کول دي، بلکې د دغه هویت د پېژندلو لاره هم ده.
د فولکور د راټولولو اړتیا اوس ځکه زیاته احساسېږي چې په اوسنۍ زمانه کې ټولنې او هېوادونه په سرعت سره له یو بله رنګ اخلي، او که یې په راغونډولو کې لټي وکړو نو دا امکان تر بل هر وخت زیات دی چې د اناګانو او باباګانو دغه خزانه په پردو رنګونو کې رانه هېره او رانه ورکه شي.
د انترنېټ په زمانه کې چې پرمختګ ډېر زیات چټک شوی دی، هېوادونه تر پخوا ډېر وصل دي او د نړیوال تجارت په نتیجه کې نړیوال کلتور او نړیوال کېدل (ګلوبلایزیشن) هم په چټکی روان دی، له بې وسو هېوادونو سره ممکن دا لوبه وشي چې په اسانۍ سره د غالب کلتور او نړیوال کلتور تر سیوري لاندې خپل سیوری ورک کړي. ډاکټر احسان الله درمل “د ځاځیو د واده دود” کتاب په سریزه کې لیکي: “نړیوال فرهنګ د یوه لوی امپراتور په څېر مخته روان دی او واړه، واړه فرهنګونه او جغرافیوي هویتونه ورو، ورو له کومي تېروي.”
موږ غوندې خوار ولسونه خو پرېږده حتا ډېر اباد ولسونه هم له ګلوبلایزیشن نه سر ټکوي. ما له ډېرو چکانو اورېدلي چې د دوی پر نوي نسل امریکايی کلتور اغېز ډېر دی.
البته دا د استدالال د سکې یو مخ دی، بلې خوا ته دا هم ویلی شو چې د اوسني تکنالوژي له برکته د خپل کلتور او فولکلور راټولول، تر نورو رسول او خوندي کول تر پخوا اسانه شوي دي. زه هېڅ وخت خوست ته نه یم تللې خو زموږ د بهیروالې د ځولې لمن د فېسبوک پاڼې له برکته مې په خوستۍ لهجه ډېرې لنډۍ، سروکې او نورو فلکلوریک توکي لوستي دي.
ګلوبلایزیشن که له یوې خوا توپیرونه له منځه وړي له بلې خوا د توپیرونو په لا څرګندولو کې یې هم مرسته کړې ده. ولسونه که بیداره وي د ګلوبلایزیشن له برکته نه یوازې خپل کلتور تر نورو رسولی شي بلکې حتا له خپلو کلتوري توپېرونو د ګټې وټې کاروبار هم جوړولی شي.
د ګلوبلایزیشن په زمانه کې چې موږ نور ولسونه لا ډېر پېژندلی شو او د ځمکې په سر له رنګارنګیو په اسانۍ خبرېږو دا احساس چې موږ له نورو بیل یوو ښايي لا ډېر زورور شي. ما ډېر په اروپا او امریکا کې لوی شوي افغان ماشومان لیدلي چې له وطن سره نه مادي اړیکه لري او نه هم کومه خاصه عاطفي اړیکه بیا هم افغاني جامې په خوند اغوندي یو علت یې دا دی چې غواړي دا ثابته کړي چې موږ له نورو بیل یوو.
د افغانستان د فولکلور په تولید کې یو اصلي نقش د افغانو ښځو دی. فولکلور موږ د یوې افغانې له جهان بیني خبروي، له دې موخبروي چې افغانې ښځې ځان او دنیا ته له کوم لیدلوري ګوري. زموږ فولکلور د افغانو ښځو د عالي تخیل ثبوت هم دی. د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر او نورو با سوادو لیکوالو میرمنو مسولیت دی چې د میندو او اناګانو د تخیل زیږنده هنر او فکر راټول کړي، خوندي کړي، وشني او وشاربي.
د فولکلور راټولو په هکله څو ټکې
۱. فولکلوري موضوع موږ یا مشاهده کوو یا یې له یو چا اورو. کله چې غواړو دغه موضوع د لیکو په بڼه خوندي کړو ښه ده چې زمان، مکان او شخص پکې یاد کړو. مثلا، که زه د کندز د چهاردرې د ولسوالي د ماماخېلو په کلي کې د واده سندرې راټولوم نو ښه ده چې په خپله لیکنه کې مکان دقیق یاد کړم. دغه راز دا هم ولیکم چې دا سندرې مې کوم وخت راټولې کړې دي او له چا مې اوریدلې دي هغه هم ولیکم، مثلا زموږ په کلي کې واده و نجونو دا سندرې ویلې.
یا فرضا، که د خپلې سیمې د کوم دود په هکله لیکو چې اوس بدل شوی دی لیکلی شو چې انا مې داسې ويل، مور مې بیا ویل چې د دې د ځوانۍ په وخت کې ( شاوخوا څلويښت کاله پخوا) کیسه داسې وه او اوس زما په وخت کې دا دود داسې دی. زه پوهېږم چې زموږ په وطن کې د میندو او انا ګانو عمرونه سم معلوم نه دي خو که بیا هم یوه نسبتا دقیقه زمانه په خپلو لیکنو کې خوندي کړو د فولکلوري اسنادو له بااهمیته کېدو او د استفادې وړ کېدو سره به مو مرسته کړې وي. فرض کړئ ۱۰۰ کاله وروسته یو څوک د کونړ د یو دود په هکله ستاسو لیکنه لولي که تاسو زمان او مکان دقیق لیکلی وي د خپلې لیکنې اهمیت به مو څو برابره ډېر کړی وي.
فولکلور د ټولنې د مشخصو ګروپونو د ارزښتونو او فکرونو پوهه ده، که ګروپ مالوم نه وي دا داسې ده لکه یو څوک چې ادعا وکړي چې ډېره ښه دوا مې جوړه کړې ده خو په دې نه پوهېږم چې د کوم مرض لپاره ده.
۲. که ادبي فولکلور راټولولو ښه ده چې لهجه پکې مراعات کړو. مثلا، که د وردګو د یوه کلي ولسي نکل لیکو ښه ده چې د وردګو په لهجه یې ولیکو. که مو داسې احساس وکړ چې ځینې لهجوي لغات به نورو ته ډېر نااشنا وي معنا او دقیق تلفظ یې په قوس کې یا د لیکنې په پای کې ورسره لیکلی شئ.
۳ ولسي ادب چې د یوې سیمې د تجربو زېږنده وي کله نا کله یې ښايي نورو ته درک سخته وي. مثلا که ستاسو په سېمه کې یو متل دی چې تر شا یې یوه کیسه پرته ده. ډېره ښه به دا وي چې متل له کیسې سره خوندي کړو.
۴. ممکن ستاسو د کورنۍ په کیسو کې یو نکل یا یو رواج وي چې له پېړیو پاتې وي. تاسو له خپلې مور اوریدلی وي خو اوس مو پوره په یاد نه وي یا مو په یاد وي خو د ځینو کلیمو په تلفظ مطمینه نه یاست. که له داسې حالت سره مخامخ شوئ ښه خبره دا ده چې خپله ولسي پوهه خوندي کړئ. د هغو کلیمو په تلفظ چې مطمینه نه یاست صادقانه ووایاست چې پرې ډاډه نه یاست. د دې صداقت لویه ګټه به دا وي چې غلطه پوهه به مو نه وي خپره کړې.
زما بهیر واله ځلا نور که د ځاځیو یو ولسي نکل په لیکلې بڼه خوندي کوي او بیا ووايي چې په دغې برخې یې مطمینه نه ده دا خبره نه یوازې چې د ځلا د لیکنې له اهمیته څه نه کموي بلکې برعکس لوستونکو ته دا وايي چې دا د فولکلور راټولولو په کار کې څومره دقیقه ده او د وخت په تېریدو سره ممکن ځلا یا کومه بله ځاځۍ د نکل لا بشپړه او دقیقه بڼه خپره کړي او په دې ډول لیکنه پوره شي.
د دې خبرې له یادولو مې دوه مقصده دي. اول، د ډېر عالي او کامل شي په هیله داسې نه شي چې هغه څه هم خوندي نکړو چې خوندي کول یې ممکن وو.
دوهم دا چې، لکه څرنګه چې د فولکلوري پوهې جوړونکي مالوم نه وي او د ټول ولس ګډ کار وي، هېڅوک دا نه وايي چې دا لنډۍ بی بی فلانۍ جوړه کړې وه، دغسې د فولکلوریستانو کار هم د کاڼي کرښه نه وي. ممکن تاسو یوه لیکنه وکړئ او سبا بل څوک ستاسولیکنه بشپړه کړي.
۵ . د تکنالوژي په مرسته د فولکلور ثبت او خوندي کول. نن سبا چې حتا ډېرو لرو پرتو کلو ته هم ځیرک مبایل رسېدلی دی، د غږونو ثبتول، د عکسونو او ویډیوګانو اخیستل نه یوازې دا چې زموږ فولکلور خوندي کولی شي بلکې ژوندی کولی یې هم شي. د فولکلور ځینې بڼې چې څومره په غږ او تصویر کې ښه خوندي کېږي په لیکنه کې هغسې نه کېږي. مثلا، محلي موسیقي، د بېلابېلو ګڼو عکس او نوم او داسې په لسګونه نور مثالونه.
دا لیکنه مې چې کوله ډېر ځلې د غني خان دا مشهوره مصرعه راپه یاد شوه چې وايي: ” ستا زړه کې پرتې دي ټولې تللې زمانې زما”
زموږ ولسي پوهې زموږ تللې زمانې خوندي کړې دي، اوس موږ ته پکار ده چې ولسي پوهه خوندي کړو.
د ۲۰۲۳م کال د جولای ۲۹، شنبه
فلکلور باید را ټول او خوندې کړو، د فلکلور له پیژندنې پرته د ټولنې په نبض پوهیدل ناممکن کار دی. زما په اند که فلکلور په اصلي ډول لکه څرنګه چې شتون لري راټول شي، د معاصرو ادبیاتو په ودې او غوړیدای کې خورا رول لوبولای شي. د فلکلور پیژندنه او ولسي ادب د ادبیاتو د لومړنۍ سرچینې په توګه د نویو لیکوالو له پاره تر ټولو غوره لارښود دی. په ځینې برخو کې یې نوي ایجادات کیدای شي او نور څه هم پرې ور زیاتیدای شي. د کیسیوو،او معماوو، فالونو، د واده په مهال د فی البداهه سروکو، لنډیو او سندور ویل يي بیلګې دي که په هم مهاله وخت کې ورسره راټولیږي نو زما په اند ادبیات مو ورسره لا غوړیدای شی تر خوا یي د نویو انکشافاتو له یون سره هم مهاله یون يي هم د ودې سبب کیدای شي.
اسدالله ب ج