شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهد ایټالیا ساحل ته نژدې د بیړۍ د ډوبېدو په پېښه کې...

د ایټالیا ساحل ته نژدې د بیړۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۴۱ تنه مړه شوي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۸ مه) ایټاليايي رسنیو نن راپور ورکړ چې د دغه هیواد ساحلونو ته نژدې د پناه غوښتونکو یوه بیړۍ ډوبه شوې او لږترلږه ۴۱ تنه پکې مړه شوي دي.

د ایټالیا د لامپدوسا چارواکو رسنیو ته ویلي چې دغه ټاپو ته څېرمه ډوبه شوې بیړۍ د افریقايي هیواد تونس د اسفاکس ښار له ساحله راغلې وه.

څلور تنه ژوندي پاتې شوي چې ۳ نارینه او یوه ښځه دي. هغوی ژغورونکو ته ویلي چې په بیړۍ کې ټولټال ۴۵ تنه سپاره وو چې د هغو په منځ کې ۳ ماشومان وو.

دوی همداراز ویلي چې دا بیړۍ د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د تونس له اسفاکس ساحله راروانه شوې وه خو د ایټالیا ساحل ته نژدې په څو ساعتونو کې ډوبه شوه.

د بیړۍ سپرلي د بورکینافاسو، کامرون او عاج ساحل اتباع وو.

له افریقا او همداراز له ترکیې څخه ایټالیا او یونان ته په غیرقانوني ډول د پناه غوښتونکو بیړۍ په ځلونو په اوبو کې ډوبې شوي او سلګونه پناه غوښتونکي یې له کبله مړه شوي دي.

شاوخوا یوه نیمه میاشت پخوا د یونان د ‘پېلوپونیز’ په ۷۵ کیلومترۍ کې یوه کښتۍ چې له ۴۰۰ څخه تر ۷۵۰ پورې کسان په کې سپاره وو، ډوبه شوه. د دې بیړۍ سپرلي افغانان او پاکستانیان وو او لږترلږه ۷۸ تنه یې مړه او یا تري تم شول.

تر دې وړاندې هم د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۶ مه د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ چې د افغانانو په ګډون ۱۸۰ کسان په کې سپاره وو او غوښتل یې په ناقانونه توګه د ترکیې له ازمیر څخه ایټالیا ته ځان ورسوي، د ایټالیا په اوبو کې ډوبه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب