Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد چین صادرات په بې ساري ډول کم شوي

د چین صادرات په بې ساري ډول کم شوي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۸ مه) په نړۍ کې د تقاضا له کمېدو وروسته، تېره میاشت د چین صادرات په بې ساري ډول کم شوي دي. تر دې حده چې د دغه دوهم ستر اقتصاد د راتلونکې په اړه یې اندېښنې پیدا کړي دي.

د چین رسمي احصایې ښيي چې د دغه هیواد د سږنۍ جولای صادرات د تېر کال د ورته مودې پرتله څوارلس نیم سلنه کم شوي او واردات یې هم نژدې دوولس نیم سلنه لږ شوي دي.

د چین لپاره د اندېښنې خبره دا ده چې دا پر له پسې درېیمه میاشت ده چې صادرات یې په کمېدو دي.

د صادراتو کمېدا د چین اقتصادي وده ټکنۍ کوي او د نړۍ په لومړي اقتصاد د دغه هیواد د بدلېدو خوب له خنډ سره مخامخوي.

حاضردمه په نړۍ کې تر ټولو چټکه اقتصادي وده د هند ده.

1 COMMENT

  1. یوه رسانۍ ده چې کله نا کله ځینې اقتصاد پرمختګونه خپروی څو مخکې یی په ټویټر کې یو لیست خپور کړ:
    ۵ پینځه هغه هیوادونه چې لوي اقتصادي پرمختګونه لري:

    ۱۹۸۰ کال کې : ۱- امریکا ، ۲- شوروی اتحاد ، ۳ – جاپان ۴ – آلمان غربی ، ۵ – فرانسه.
    ۱۹۹۰ کال کې : ۱- امریکا ، ۲- جاپان ، ۳ – شوروی اتحاد ، ۴ – آلمان غربی ، ۵ – فرانسه.
    ۲۰۰۰ کال کې :۱- امریکا ، ۲- جاپان ، ۳ – المان غربی ، ۴ – برتانیه ، ۵ – فرانسه.
    ۲۰۱۰ کال کې :۱- امریکا ، ۲- چین ، ۳ -جاپان ، ۴ – المان غربی ، ۵ – فرانسه .
    ۲۰۲۰ کال کې :۱- امریکا ، ۲- چین ، ۳ -جاپان ، ۴ – المان غربی ، ۵ – برتانیه .
    ۲۰۲۳ کال کې :۱- امریکا ، ۲- چین ، ۳ -جاپان ، ۴ – المان غربی ، ۵ – هند
    پورتنۍ حقیقی معلومات نشر کړی مګر چې دا څومره حقیقت اقتصادي څیړونکي خبر دي. مګر یو شي چې اوسنۍ جګړه د نړیوالي اقتصادي ده نو دهمدې صفحی د ۲۰۲۸ کال لپاره لاندې شکل معلومات خپاره کړي وو:

    ۲۰۲۸ کال کې :۱- امریکا ، ۲- چین ، ۳ – هند ، ۴ – جاپان ، ۵ – المان غربی یا جاپان ښودلي ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...