Homeخبرونهعبدالهیان: له متقي مې په لومړنۍ کتنه کې د طالبانو او د...

عبدالهیان: له متقي مې په لومړنۍ کتنه کې د طالبانو او د ایران د کونسلګرۍ د حملې ارتباط وپوښت

تاند(چهارشنبه، د اسد ۱۸مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان وايي، په ۱۳۷۷ لمریز کال په مزارشریف ښار کې د ایراني دیپلوماتانو د وژلو په پېښه کې د طالبانو د رول په اړه یې د دوی له باندنیو چارو وزیر څخه پوښتنه کړې ده.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، عبدالهیان پرون (سې شنبې) په یوه ټویټ کې ولیکل چې «د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت له سرپرست ملا امیرخان متقي سره په لومړنۍ کتنه کې یې له هغه وپوښتل چې په مزارشریف ښار کې د ایران د کونسلګرۍ له ترخې پېښې سره خپل ارتباط څرګند کړي.»

ده په دوام کې د امیرخان متقي ځواب د نوموړي له قوله کښلي:«د نننیو طالبانو او هغو ترمنځ هیڅ تړاو نه شته. هغه انساني ضد اقدام غندوو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نه دي ویلي چې له امیرخان متقي څخه یې دا پوښتنه کله کړې ده.

۲۵ کاله پخوا د ۱۳۷۷ لمریز کال د اسد په ۱۷ مه مزارشریف ښار ته د طالبانو د سوبمن ځواک له ننوتو سره سم، څو تنه په مزارشریف ښار کې د ایران کونسلګرۍ ته ننوتل، اته دیپلوماتان او یو ایرانی خبریال یې ووژل.

طالبانو هماغه مهال په دې پېښه کې لاس لرل رد کړل خو ایران خپل ځواکونه د افغانستان پولې ته راواستول چې له طالبانو غچ واخلي، ووروسته ایراني چارواکو سلا په دې کې ولیده چې د افغانستان په جبۍ کې ځان ښکېل نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...