جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهجولای په تاریخ کې تر ټولو ثبت شوې توده میاشت وه

جولای په تاریخ کې تر ټولو ثبت شوې توده میاشت وه

تاند- د اروپا د اقلیم پېژندنې مرکز، کوپرنیک د سې شنبه په ورځ (اګست ۸مه) اعلان وکړ چې د سږ کال جولای میاشت له هغه مهاله چې په نړۍ کې د تودوښې درجې ثبت کېږي، تر ټولو توده میاشت وه.

دا مرکز وايي، راټول شوي معلومات ښيي چې په دې میاشت کې هم د مځکې او هم د سمندرونو تودوښه د کال په دې فصل کې تر متوسطې درجې ډېره زیاته وه.

د اروپا د اقلیم پېژندنې مرکز څېړونکو او د بیلابیلو هیوادونو د هواپېژندنې ادارو د جولای میاشتې تر پای ته رسیدو مخکې خبرداری ورکړی و چې سږنۍ جولای به تر ټولو توده میاشت ثبت شي.

د اروپا د اقلیم پېژندنې مرکز مرستیال سامانتا بورګس، وايي؛ هغه شواهد چې تراوسه راټول شوي ښيي چې سږ کال په تاریخ کې درېیم تر ټولو تود ثبت شوی کال دی.

ده زیاته کړه:«له هغه مهاله چې د تودوښې درجه ثبت کېږي، په سږنۍ جولای میاشت کې د مځکې او سمندرونو تودوښې ټول ریکارډونه مات کړل.»

ده د مځکې د لا تودېدو د مخنیوي لپاره د جټکو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د امریکا په کلیفورنیا او د چین د شمال ختیځ په یوه کوچني ښار کې د تودښې د درجې لوړوالی په دواړو هیوادونو کې بې ساري وو او د یونان، پرتګال، ایټالیا او هسپانیا په شمول په جنوبي اروپا کې په ځنګلونو کې پراخ اورونه ولګېدل چې ځینې یې لا هم دوام لري.

1 COMMENT

  1. په شمالی اروپا کی پسله ډیرو کلونو سږ دوبی یوازنی دوبی دی چی د بادپکی د ضرورت احساس نه کیږی.
    د اوریدو څخه په ګران افغانستان کی هم سږ کال هوا ډیره ګرمه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب