د روڼتیا په لور
پنځمه مرکه: خپل فکرونه مو وڅارئ
ژباړه او زیاتونه: رحمت شاه فراز
مرکچي: سلامونه، «د روڼتیا په لور» خپرونې ته مو تود هرکلی کوم. سلام، شیواني خورې!
شیواني: اوم شانتي!
مرکچې: خپرونې ته پخیر راغلې، شیواني خورې!
شیواني: ډېره زیاته مننه.
مرکچي: زه له پرونه راهیسې د ذهن په اړه په فکر کوم. خو کومه شېبه کې چې هڅه کوم، ذهن تعقیب کړم، له سترګو مې پناه کېږي. او هغسې چې ته له خپلو فکرونو څخه د شعور یا اګاهي خبره کوې، نو زه چې کله خپلو فکرونو ته ورځم او غواړم ځان ترې اګاه کړم، سمدستي هغه فکر له منځه ځي. خو کومه شېبه کې مې چې توجه بلې خواته وي، نو فکرونه بېرته پیل شي؛ یعنې یو ډول پټ پټانی ترې جوړ دی. زه غواړم، چې نن د ذهن په باره کې لږ راته وغږېږې، چېرته دی، څه شی دی، د مراقبې پر مهال یا په ورځني ژوند کې څنګه یو زده کوونکی یا په عملي ژوند کې بل هر څوک کولی شي، چې کنټرول يې کړي؟
شیواني: څو ورځې مخکې مې یوه کیسه ولوسته. یو مرید خپل پیر ته ورځي او ورته وايي، چې ماته فقط یوه کلمه راوښیه، تر څو زه هم هغه څه لاسته راوړم، چې تا لاسته راوړي دي. پیر يې ورته وايي، اګاهي! مرید دغه کلمه له ځانه سره لیکي او منډه وهي، چې اوس به همدا کار کوم. خو نیمې لارې ته چې رسېږي، فکر ور ولېږي، چې زه به اصلاً کوم څه شی؟ مرید بېرته خپل پیر ته راځي او پوښتنه ترې کوي، چې اګاهي څه معنا؟ پیر يې ورته وايي، چې اګاهي معنا ده، اګاهي! مرید، «ښه» ورته وايي او بیا منډه اخلي. خو یو څه موده وروسته، بیا خپل پیر ته راځي او ورته وايي، چې اګاهي څه معنا لري او زه باید عملاً څه وکړم؟ نو پیر يې ورته وايي، چې د اګاهي معنا ده اګاهي؛ او د اګاهي معنا ده اګاهي! ههه!
مرکچي: نو بیا؟
شیواني: نو دا په دې معنا ده، چې هېڅ فکر مه کوه، چې زه به څه کوم، څنګه به يې کوم او دومره ډېر منطق مه چلوه، چې اګاهي څه شی ده؟ د اګاهي ساده معنا دا ده، چې له ځانه اګاه اوسه او مراقبه یې وکړه. موږ په ژوند کې له هر څه نه اګاه یو. موږ په دې اګاه یو، چې د سمندر په تل کې څه روان دي. موږ په دې اګاه یو، چې په سپوږمۍ کې څه ترسره کېږي. موږ په دې اګاه یو، چې په نورو سیاراتو کې څه پېښېږي. موږ په دې اګاه یو، چې د ګاونډي په کور کې مو څه روان دي؛ لنډه دا چې، هر چېرته چې څه پېښږي، موږ له هغو ټولو اګاه یو.
مرکچي: په دې چې، دغه اګاهي خورا مهمه ګڼل کېږي، شیواني خورې!
شیواني: دقیقاً!
مرکچي: په دې ډول خلک زما په اړه وايي، «اووه! وګوره، هغه پلانکی په هر څه پوهېږي. هغه پوهېږي، چې په ورزش کې څه خبرې دي، امریکا کې څه روان دي، په روسیه کې څه کیسې دي، په ښوونځي کې څه خبره وه او د خپل ګاونډي د کور له کیسو هم خبر وي او لنډه دا چې په هر څه پوهېږي.
شیواني: نو دا ټول څه معنا لري؟ یوازې پوهېدل کانه! نو د اګاهي معنا په دې پوهېدنه ده، چې څه پېښېږي. بس همدومره! نو اوس زموږ په بحث کې اګاهي په دې معنا، چې زما په ذهن کې څه پېښېږي یا څه روان دي.
مرکچي: زما درون کې؟
شیواني: نه، په درون کې نه. دې سره خبره بیا مغلقه کېږي.
مرکچي: ښه، سمه ده، ساده به يې ووایو.
شیواني: دغه خبره ډېره پېچلې ده، چې «درون کې دې وګوره» یا «درون ته ور کوز شه». دغه خبرې مغلقې دي او خلکو ته پوښتنه را ولاړېږي، چې دا خبرې څه معنا لري؟ «درون کې دې وګوره!» چېرته وګورم؟ څه شی وګورم؟ څه باید وکړو؟ نو (په درون کې دې وګوره) فقط په دې معنا ده، چې هغه فکرونه دې مراقبه او تر څار لاندې ونیسه، چې په ذهن کې دې رامنځته کېږي. سهار له خوا چې قدم وهې، د دې په ځای چې شاوخوا وګورې، چې څوک قدم وهي، چا کومې جامې اغوستې، څوک موسیقي اوري، څوک د څه شي په باره کې خبرې کوي، په ورځپاڼه کې څه راغلي؛ یوازې وګوره، چې زه څه فکر کوم؟
مرکچي: زه څه فکر کوم؟
شیواني: هو، زه څه فکر کوم.
مرکچي: ځان سره همدا خبره وکړم؟
شیواني: هو. هره شېبه چې وي، لږ تم شه. د ورځې په هره برخه کې دغه تمرین کولی شې. یوه شېبه وقفه ونیسه.
مرکچي: نو شاوخوا خلک به وايي، چې دغه سړی لېونی شوی، له ځان سره خبرې کوي. ههه!
شیواني: زه چې له ځان سره خبرې کوم، اصلاً به راباندې پوه نه شې. ته چې کله له ځان سره خبرې کوې، له خولې استفاده نه کوې. فقط درېږې او ګورې، چې څه فکر کوې؟
مرکچي: هو، خو کومه شېبه کې چې زه تم کېږم او ګورم، چې زه څه فکر کوم، په همدغه شېبه کې دغه فکر له منځه ځي او یو شمېر نور فکرونه ذهن ته راځي. او په دې ډول، لږ شېبه وروسته مې بیا توجه اوړي، چې صبر وګورم، زه څه فکر کوم.
شیواني: پوښتنه دا ده، چې زه اوس ولې دا کار کوم؟ په دې چې له یوې اوږدې مودې راهیسې مې نه دی کړی او چې یو ځل يې دوامداره وکړم، بیا اړتیا نه لرم، چې ودرېږم او ووایم، چې زه څه فکر کوم؟ زه به په اصل کې هره شېبه په دې اګاه یم، چې زه څه فکر کوم؟ مثلاً، نن ورځ مې په دفتر کې ښه تېره نه شوه. ماښام کور ته راځم، پاڼې مې لاس کې دي، ټلویزون روښانه دی، خو زما ذهن اوس هم اخته دی فکرونه کوي او هېڅ ډول رسنیو او وسایلو سره بوخت نه دی. فقط لګیا دی فکرونه کوي، چې «دا کار باید نه وای شوی. دغه پېښه باید په دې ډول نه وای پېښه شوې. هغوی باید له ماسره دا ډول خبرې نه وای کړې. زه دومره خواري کوم، خو هېڅ څوک ارزښت نه راکوي.» نو څوک دغه ټول فکرونه کوي؟
مرکچي: زه.
شیواني: زه يې کوم. بس همدومره! او اګاهي همدا معنا لري، چې دا هغه څه دي، چې زه یې په اړه فکر کوم. او ورپسې بله اګاهي بیا دا ده، چې آیا دغه ډول فکرونه زما لپاره صحیح دي؟
مرکچي: هممم!
شیواني: او دریمه اګاهي دا ده، چې آیا زه یې بدلولی شم؟ بس همدومره!
مرکچي: ښه سمه ده. یو، دا چې که زه فکر کوم… خو که فکر ونه کړم، څه به وشي؟ آیا زه باید یو څه فکر وکړم؟
شیواني: بالکل! هېڅ داسې شېبه او پړاو نشته، چې موږ پکې فکر نه کوو.
مرکچي: مثلاً یا به دې ذهن کې کومه سندره تاوېږي، یا به کوم چټیات وي، یا به د کوم چا خبرې تاوېږي، نو دغه ماشوم (ذهن) تل د فعالیت په حال کې دی. ته غواړې ووایې، چې دغه فکرونه باید په یو بل څه بدل کړو؟ یو بل څه ور تغذیه کړو؟ یعنې یو مختلف لوبتوکی باید ورکړو؟
شیواني: بالکل! همداسې ده. ذهن د اوبو په څېر ده او تل د جریان په حالت کې وي. ته يې مخه نه شې نیولی، خو لوری یې ور بدلولی شې. سمه ده، په دې لوري به نه بهېږي؛ باید دې بل لوري ته وبهېږي! نو د اوبو مسیر ور بدل کړه، یو بل لوری او لودن ورکړه، تر څو په یوه بله لاره وبهېږي. په دې اساس، موږ فکر کول نه بندوو، بلکې لوری یې ور بدلوو. ډېری خلک په دې فکر دي، چې د مراقبې معنا د فکر کولو مخه نیول دي. نو مثلاً دوی به د مراقبې پر مهال د رڼا په یوه منبع تمرکز کوي او ځان سره به وايي، «باید فکر ونه کړم، باید فکر ونه کړم». خو (زه باید فکر ونه کړم) پخپله یو فکر دی.
مرکچي: اوووه! او ډېر له فشاره ډک فکر!
شیواني: له ډېر فشاره ډک فکر!
مرکچي: ځان سره وايې، «فکر مه کوه، فکر مه کوه». خو دې شېبه کې دې یو فکر ذهن ته درځي، پام دې غلطېږي.خو لږ وروسته چې متوجه کېږې، بیا ځان سره وایې، «فکر مه کوه، فکر مه کوه».
شیواني: نو ذهن به بیا هم فکر کوي او هېڅ کله فکر کول نه شي درولی. موږ هڅه کوو، چې داسې څه وکړو، چې طبیعي نه دی. همدا وجه ده، چې موږ وایو، چې په ځان بوج احساسوم. په ذهن مې ډېر زیات فشار دی. ولې؟ ځکه چې هڅه مې کړې، چې یو څه وځپم او په زور يې منع کړم. او دا کار طبیعي نه دی. زه یوازې یو فکر کوم، چې زه به فکر نه کوم، زه به فکر نه کوم، زه باید مراقبه وکړم، زه باید فکر ونه کړم. دا پخپله یو فکر دی. او دا فکر څه ګټه لري، چې زه به فکر نه کوم؟
مرکچي: یوازې یو فشار دی! آیا غواړې ارامه شې او که دې زړه ده، چې خسته او ستړی شې؟
شیواني: دقیقاً!
مرکچي: او خواشینی هم!
شیواني: هو، په دې چې خپل هدف ته به نه یې رسېدلی، کنه!
مرکچي: هو.
شیواني: او هڅه کوم، چې یو داسې څه وکړم، چې هېڅ امکان نه لري…ههه!
مرکچي: او بیا به ګیله هم کوم، چې اوه، سر مې درد کوي، ځکه چې هڅه به مې کړې وي، چې خپل فکر ودروم، خو فکرونه مې لا هم جریان لري، نو خلک به درته وايي، چې ډېر يې په ځان مه سختوه، یوه ورځ به يې حتما زده کړې. خو یوه ورځ به یې په پایله کې ژور خفګان راته پیدا شوی وي. ههه!
شیواني: نن ورځ ډېری خلک وايي، چې مراقبه مو تجربه کړې ده، زموږ د وس کار نه ده، موږ یې نه شو کولی.
مرکچي: نه يې شو کولی او مشکله ده!
شیواني: دوی به وايي، چې وجه يې دا ده، چې زموږ په ذهن کې دومره ډېر څه روان وي، چې درول يې امکان نه لري. خو موږ یې درولو ته هېڅ اړتیا نه لرو. دا همداسې مثال لري، لکه یو موټر چې په پنځم ګېر کې روان وي او ته غواړې ناڅاپي يې نیوټرل ته واچوې. خو دا کار هېڅ کېدونی نه دی.
مرکچې: لږ شاته تللی شو، خورې؟
شیواني: مهرباني!
مرکچي: تا وویل، چې اګاه اوسه، سمه ده، اګاهي مې ترلاسه کړه. خو اوس نور څه؟ زه له زړه نه غواړم پوه شم، چې له دې وروسته په عملي بڼه څه راځي؟
شیواني: په عمل کې، لومړی پوهه راځي.
مرکچي: سمه ده، زه همدا اوس اګاه یم، چې په څوکۍ ناست یم او له تاسره خبرې کوم او له تانه پوښتنه کوم، ځکه چې په لوړ غږ غږېږم. خو که مې خبرې نه کولی، نو ما به فکر کاوه، چې زه به له شیواني خور نه دا پوښتنه کوم. نو دمګړۍ زه له خپلو فکرونو اګاه یم، نو ورپسې به څه کېږي؟
شیواني: اوس؛ لومړی په دې ځان پوهوو، چې دا زه یم، چې دغه فکر کوم.
مرکچي: سمه ده، دغه فکر زه کوم.
شیواني: تر ټولو لویه واهمه دا ده، چې موږ فکر کوو، چې دغه فکر د کومې انګېزې له امله پیدا شوی. مثلاً ډېری خلک د خپلو لاسونو په اشاره دا خبره کوي، چې دغه فکر ماته راغی او په لاسونو داسې ښيي، ته وا دغه فکر له دباندې څخه ورته راغلی دی.
مرکچي: اوووه!
شیواني: بالکل! دوی به په لاسونو درته وايي، چې دغه فکر له دباندې څخه زما ذهن ته راغی، چې مطلب یې دا ده چې…
مرکچي: پخپله زه دغه فکر نه کوم؛ او هغه پلانکي را یاد کړ، هغه پلانکي مجبوره کړم، چې داسې فکر وکړم… اوووه!
شیواني: خبره دا وه، چې په اصل کې خو هغه حالت یا وضعیت زما په لور راغلی وو.
مرکچي: نو دا په دې معنا چې زموږ ټوله ژبه او قاموس غلط دی.
شیواني: هو، زموږ ټول قاموس غلط دی، ځکه چې په درون کې زموږ اعتقادي سیسټم ګډوډ او مبهم دی.
مرکچي: څومره ښه! ته غواړې ووایې…
شیواني: زه هغو احساساتو ټپي کړم، زه هغو فکرونو ټپي کړم… او په دې ډول هڅه کوو، چې ووایو، دغه فکرونه ګواګې له دباندې څخه راغلي دي.
مرکچي: لکه په سرک چې په پټو سترګو روان یې، ځان سره سندرې وايې، یو موټر راځي، وهي دې، نو سمدستي وايې، چې موټر ټپي کړم. دا نه وایې، چې زه لکه د لېونیانو غوندې روان وم.
شیواني: بالکل! فکرونه راځي هم نه او فکرونه ما ټپي کوي هم نه؛ او احساسات هم له دباندې څخه نه راځي. حالت چې هر څومره پېچلی او ستونزمن وي، د فکر خالق او پنځوونکی زه پخپله یم.
مرکچي: او د احساساتو خالق هم!
شیواني: هو، په دې چې احساسات خو په فکرونو پسې اتومات راځي. زه د فکرونو ایجادوونکی یم، دا تر ټولو لومړنۍ اګاهي او شعور ده. په کومه شېبه کې چې پوه شم، چې ایجادوونکی زه یم، نو د ملامتیا او پړې اچولو لوبه هم پای ته رسېږي.
مرکچي: ښه نو، لومړنۍ خبره دا چې، زه د خپلو فکرونو شعور لرم. دوهمه دا چې د دې فکرونو پیدا کوونکی او خالق زه پخپله یم. او په دې ډول بیا زه ځان سره تحلیل هم کولی شم، چې «دا څه چټي فکر کوم، څومره بد فکر کوم، دغه فکر به مې وځوروي، تنګ به مې کړي. راځه، نور لاس ترې واخلم.» آیا سړی همدې نتیجې ته رسېږي، هدف مې دا ده، چې تر دې ځایه صحیح را روان یم؟
شیواني: بالکل! دقیقاً همداسې ده. خو ته به يې د بدلولو جوګه هغه وخت اوسې، چې دا مسؤلیت ومنې، چې همدا ته یې پنځوونکی یې. زما رئیس په ما چیغې وکړې…
مرکچي: دا تر مسؤلیت ډېره لوړه فریضه ده، خورې. خلک په دې اړه هېڅ نه پوهېږي، دوی باید په دې خبره پوه شي. مسؤلیت ډېر مشکل کار نه دی. خلک به ووايي، چې زه مسؤلیت اخیستو ته اماده یم، خو زه اصلاً په دې پوهېدم نه.
شیواني: خبره دا ده، چې زموږ ټول تمرکز په بیروني نړۍ وي. زموږ ټوله توجه همېش په شاوخوا دنیا وي. او دا چې هر څه بیرون پېښېدل او فکر دننه جوړېده، نو موږ په دې فکر شوو، چې…
مرکچي: وبښه، خبره دې په منځ کې نیسم. زما یادېږي، یوه ورځ دې راته وویل، چې موږ ماشوم ته په دې ډول ښوونه کوو. مثلاً ماشوم غورځي، نو ته مېز په سوک وهې او ماشوم ته وايې چې، دغه مېز څومره بد دی، راځه چې په ګډه دا مېز ووهو. په دې ډول، هغه ماشوم اصلاً دا نه درک کوي، چې دا زما خپله غلطي وه. وبښه، چې ستا خبره مې هم ونیوله. ما ویل، هسې نه رانه هېره شي.
شیواني: هېڅ خبره نه ده. خبره دې بیخي صحیح ده. بیخي حقیقت ده. همدا زموږ اعتقادي سیسټم ده.
مرکچي: نو دغه چلند او رویه ان له ماشومتوبه له موږ سره پیدا کېږي، چې مور دې درته وايي، چې ښاا، دې شوخک مېز خوږ کړې، راځه چې ویې وهو.
شیواني: او دا ستا غلطي نه وه.
مرکچي: هو، ته ډېر ګولالی هلک یې. اصل کې خو دغه مېز په غلط ځای کې ایښی ده. نو ماشوم به خامخا ځان سره وايي، چې هو، دا هر څه بیروني نړۍ له ماسره کوي. له بیرون نه دا هر څه پېښېږي؟ مهرباني وکړئ، تاسو دوام ورکړئ.
شیواني: دا خبره بالکل صحیح ده، هېڅ شک پکې نشته. اوس فقط باید په دې ځان پوه کړم، چې مېز همالته ایښی، چېرته چې باید ایښی وای. دا زه وم، چې د تګ پر مهال مې مېز ونه لیده.
مرکچي: او په همدې ډول دا زه یم، چې فکرونه کوم؟
شیواني: هو. نو زه باید له دې خبرې اګاهي ولرم. د دې مثال داسې دی، لکه نن سهار مې رئیس بد و رد راته وویل. ما پوره خواري کوله. په کار مې کې اخلاص وو. هر کار مې په وخت پای ته رساوه. خو رئیس بد و رد راته وویل. نو زه ځان سره وایم، چې «همدا یې ټول شخصیت دی، اصلاً اخلاص او رښتینولي ته درناوی نه لري، اصلاً په دې نه پوهېږي، چې څنګه د خپلو کارمندانو قدردانی وکړي او تشویق يې کړي.» په دې حالت کې زه په دې اند یم، چې دغه فکرونه ماته را روان دي او مسؤل يې څوک دی، زما رئیس! او زه بلکل په حق یم، چې دغه ډول فکرونه کوم. او بیا وایم، چې «زما رئیس باید بدل شي»، چې په همدې ځای کې د دروني اګاهي او مسؤلیتپذیري پولې ړنګېږي.
مرکچي: نو که چېرته لومړی زه د دې شعور ولرم، نو بیا به پوهېږم، چې د رئیس په هکله دغه فکر پخپله زه ایجادوم او رئیس ته هم دغه منفي او بده انرژي ور انتقالوم.
شیواني: او خپل ځان ته هم!
مرکچي: او هغه ته د منفي انرژي د انتقال په جریان کې زه په خپل درون کې دومره منفي او ناوړه انرژي جوړوم، چې هغه ته يې هم ورکوم. او د دغې منفي او بدې انرژي د راکړې ورکړې او راشې درشې پر مهال همدا انرژي له ما هم چاپېره ده.
شیواني: او دغه انرژي چې زه يې جوړوم او پخپله يې هم ترلاسه کوم او خپل رئیس ته يې هم ور انتقالوم؛ زما د کورنۍ غړيو ته هم رسېږي، چې ماښام یو ځای ورسره ناسته کوم، په دې چې زه يې پرلپسې په درون کې ایجادوم او دغه انرژي د عطرو غوندې ده او هر فکر چې زه کوم، یو ډول اهتزاز دی.
مرکچي: ښااا! که څه هم عطر خو زه په ځان وهم، خو شاوخوا ته مې چې څوک ناست دي، هغوی يې هم حس کولی شي.
شیواني: بالکل! هر څوک یې بویولی شي، ههه! نو که مې خوښېږي که نه، تا چې کوم عطر کارولي وي، د هغو بوی به پر ما هم لګېږي. او همدا وجه ده، که چېرته موږ سټریس ولرو، نو زموږ اولادونه به هم په اتومات ډول هماغه جذبات تجربه کوي.
مرکچي: اوه، رښتیا؟ پوهېږې، څه؟ ماته دې خپل سپی را په یاد کړ. کله چې زه سټریس کې یم، غوسه یم او دروازه خلاصه کړم او په غوسه کې کور ته راننوځم، نو سپی د دې ځای په چې له ماسره ستړي مشي وکړي، منډه رانه اخلي او لاس تر زنې په یوه کونج کې کېني.
شیواني: نو…. همدا یې ځواب دی.
مرکچي: زموږ احساسات ان په سپو هم اغېز کوي؟
شیواني: بالکل يې کوي. خپل کور کې اهلي څارویو ته متوجه شه، بالکل يې پرې کوي.
مرکچي: اوووه! دغه هر څه مې په ژوند کې له پخوا څخه پېښېدل، خو نن ورځ دې ورته متوجه کړم، ډېره زیاته مننه، شیواني خورې! ډېر اعلی!
شیواني: ههه! اوس به یوازې د خپل فکر کولو په طرز او څرنګوالي کې بدلون راولو. موږ د یوې ورځې په اوږدو کې شاوخوا له څلوېښتو څخه تر پنځوسو زرو پورې فکرونه کوو او دا ټول زموږ تخلیق دی.
مرکچي: څلوېښتو نه تر پنځوسو زرو پورې فکرونه!! ذهن بې چاره خو به مو ماښام له ډېرې ستړیا پښې هم نه شي ور ټولولی!
شیواني: او په یوه دقیقه کې له پنځه ویشتو څخه تر دېرشو پورې فکرونه کوو، بې له دې چې شعور او اګاهي يې ولرو. او د هر فکر په مقابل کې وایو، دغه فکر له بیرون څخه را روان دی. نو ته یې تصور کولی شې، چې زموږ د ژوند کیفیت به څنګه وي؟ دا داسې مثال لري: ته د یوه شرکت رئیس یې، په فابریکه کې دې له څلوېښتو څخه تر پنځوسو زرو پورې توکي تولیدېږي، خو ته د خپلو توکو له کیفیت نه هم اګاه او خبر نه يې.
مرکچي: یو ډول بې نظمي جوړه وي!
شیواني: بالکل بې نظمي! که ډېر وکړو، نو کولی شو، چې خپل فکرونه په لویه کچه په څلورو یا پنځو ډلګیو ووېشو. لومړۍ د سوچه، مثبتو او ځواکمنو فکرونو ډلګۍ.
مرکچي: د سوچه، مثبتو او ځواکمنو فکرونو ډلګۍ!
شیواني: دغه ډلګۍ په ټوله معنا صفا، سوتره او د خیرخواهۍ فکرونه دي. مثبت په دې معنا، چې صفا او د خیرخواهۍ فکرونه دي. د خودغرضي لپاره نه دي، چې نن ورځ دا ډول فکرونه خورا نایابه دي.
مرکچي: د خیرخواهۍ معنا دا چې… شاید د خیرخواهي معنا به مو هم هېره کړې وي، ځه پرېږده یې. ښه…
شیواني: هېڅ تمه او توقع به ورپورې نه وي تړلې، په دې چې هر چېرته چې تمه او توقع وي، ورسره به درد او خفګان هم تړلی وي او په دې ترتیب، دغه فکر نور مثبت نه شي کېدلی. دوهمه ډله د منفي فکرونو ده، لکه غوسه، نفرت، کرکه، تنقید…
مرکچي: دغه ټول فکرونه څومره اسانه دي!
شیواني: ههه! دا اسانه دي؟ هو. او شمېر يې هم ډېر زیات دی. دریمه ډله د اړینو فکرونو ده. مثلاً «زه باید دا کار وکړم؛ زه باید پلاني ځای ته لاړ شم؛ زه باید له پلاني او پلاني سره ووینم».
مرکچي: او دغه فکرونه بد نه دي، که څنګه؟ یعنې ضروري او اړین دي؟
شیواني: هو، ضروري دي. خنثی او نیوټرل دي. نه منفي دي، نه مثبت دي؛ نیوټرل دي.
مرکچي: ستا اجنډا ده.
شیواني: خو دې ته باید پام وکړو، چې په دغو نیوټرل فکرونو پسې منفي فکرونه رانه شي. مثلاً (زه باید هوايي ډګر ته لاړ شم) دا یو ضروري فکر دی. خو په دې هیله یم، چې په لاره کې به هېڅ ګڼه ګوڼه نه وي؛ په دې هیله یم، چې په وخت به ورسېږم؛ زه باید یو ساعت وخته ورسېږم. او همداسې پسې درځه.
مرکچي: یا دا چې «اووه! زه باید هوايي ډګر ته ځان ورسوم او د ملګري مخې ته ورشم. هغه ته مې څو ځله ویلي وو، چې زه به خپل موټروان در لېږم، خو تګ ډېر زیات ستونزمن دی.» هداف دې دا دی، چې دغه ډول خبرې هم مخې ته راتلی شي؟
شیواني: نو وګوره، په نیوټرل فکرونو پسې منفي فکرونه راغلل. زموږ نیوټرل فکر به یوازې یو وي، خو د منفي فکرونو به یوه بشپړه لړۍ ورپورې غوټه وي. څلورمه ډلګۍ د عبثو فکرونو ډله ده. هغه څه چې زما په کنټرول کې نه دي. پوښتنه دا ده، چې څه شی زما په کنټرول کې نه دي؟ د هغه څه په هکله فکر کول، چې زما په کنټرول کې نه وي، عبث فکرونه دي.
مرکچي: ستا هدف د «ولې» او «که چېرته» فکرونه دي؟
شیواني: هو. د «ولې» او «که چېرته» فکرونه هم کېدلی شي او نور ډېر څه هم؟
مرکچي: ولې خلک دا کار کوي؟ ولې دا کار وشو؟ که ما داسې کړي وای، که داسې شوي وای، ولې هغه پلانکی کس داسې او داسې کوي؟ ولې باران ورېږي؟
شواني: ههه! هو. ولې باران ورېږي؟ دا په دې معنا چې د هغو شیانو په اړه فکر کول، چې تېر شوي دي او یا د هغې شېبې په اړه فکر کول، چې راتلونکې ده؛ دغه دواړه زما په کنټرول کې نه دي. تېر او راتلونکی دواړه زما په کنټرول کې نه دي.
مرکچي: تېر او راتلونکی، او هم د نورو خلکو په هکله فکرونه هم عبث فکرونه دي؟
شیواني: هو! ان کله چې موږ د نورو خلکو په تړاو هم فکر کوو، چې «هغوی ولې داسې وکړل، هغوی باید داسې کړي وای یا موږ غواړو، چې هغوی داسې وکړي». نو په دې حالت کې هم یا تېر مهال یادوو او یا راتلونکی. ان د خلکو د منلو په برخه کې هم قضیه په همدې ډول ده، یا يې تېر مهال ته اړوند کوې او یا یې راتلونکي ته لېږدوې. او په اوسنۍ شېبه کې يې هغسې نه منې، څنګه چې هغوی دي. که یوازې د یوې ورځې لپاره دغه تمرین وکړې او یوازې یوه ورځ دا اګاهي او شعور درسره وپالې! هک حیرانه به شې! چې وګورې، ته په هره شېبه کې څه فکر کوې؟
مرکچي: آیا موږ کولی شو، چې یوه بشپړه ورځ خپل فکرونه وڅارو او تعقیب کړو؟! ما خو پنځه دقیقې هڅه کړې، یوازې پنځه دقیقې هم نه کېږي.
شیواني: له پنځو دقیقو نه يې پیل کړه. کېدونی دی، ولې نه کېږي! نن ورځ پنځه دقیقې، سبا ته پنځلس دقیقې، او بله ورځ همداسې مخکې ځه.
مرکچي: سمه ده، ته وایې، چې زه یوه بشپړه ورځ له خپلو فکرونو اګاه اوسم، نو بیا څه؟ که نن ورځ زه دا تمرین وکړم، یا د لیدونکو په شمول ټول دغه تمرین وکړو، څه به وشي؟
شیواني: نن ورځ یوازې یو شی وګوره. یوه شېبه تم شه او وګوره، چې زه څه فکر کوم. دغه فکر به دې یا د هغه څه په اړه وي، چې پخوا پېښ شوي دي او یا به یو داسې څه وي، چې په راتلونکي کې به پېښېږي. موږ ډېری وختونه د هغه څه په اړه فکر کوو، چې له مخه لا پېښ شوي دي، مثلاً د یوې دقیقې مخکینۍ شېبې په اړه هم کېدلی شي، خو دغه کار نور شوی دی. او یا به د یو داسې څه په اړه فکر کوو، چې په راتلونکي کې به پېښېږي. نو یا موږ په تېر مهال کې ژوند کوو او یا په راتلونکي کې، چې دواړه عبث او بې معنا دي، ولې؟ ځکه چې دواړه زما په کنټرول کې نه دي.
مرکچي: زما ډېر ښه یادېږي، یو ځل مې د خپل فلم د یوې صحنې په اړه فکر کاوه او موټر مې یوازې چلاوه او ځان سره مې فکر کاوه، چې «ما دغه صحنه ولې وکړه؟ نه، نه، دغه برخه يې ښه وه؛ نه، نه، صحنه مې باید داسې کړې وای». خو ته پوهېږې، چې څه وشول؟ په همدې چورت کې له خپل کور نه تېر شوی وم او ان د سیند غاړې ته رسېدلی وم. خو ناڅاپي مې چې پام شول، چې دا زه چېرته روان یم؟ خپل کور او هر څه مې شاته پرېښودل. نو هغه ورځ مې بېرته ټوله لاره ووهله او ځان مې کورته ورساوه.
شیواني: په همدې ډول به موږ یوه ورځ خپل ټول ژوند هم شاته پرې ایښی وي. یا به د تېر مهال په اړه فکر کوو او یا به د راتلونکي فکرونه کوو، او له خپل ژوند نه به تېر شوي یو. تل باید له ځانه اګاه اوسو. لومړی پوهه او اګاهي ده. د ا پوهه ډېره ضرور ده، چې زه د فکرونو پنځوونکی یم او د دې شعور لرم، چې دغه څو ډوله فکرونه دي: منفي، تباه کوونکي دي؛ نیوټرل، صحیح دي؛ عبث فکرونه، تباه کوونکي دي؛ ځکه چې هېڅ ګټه يې نشته او خپله انرژي بې ځایه مصروفوم.
مرکچي: بې ځایه فکرونه څنګه تباه کوونکي دي؟ اوه، ښااا، انرژي مو را ضایع کوي!
شیواني: د انرژي ضیاع ده، کنه! او بله دا چې، په عبثو فکرونو پسې تل منفي فکرونه راځي. کومه شېبه کې چې زه تېر مهال ته ځم، چې پلانکی شی باید داسې وای، یا باید داسې نه وای؛ کاش هغه ورځې مې ښې تېرې شوې وای؛ یا هغوی باید دا خبره نه وای راته کړې. نو وینو، چې عبث فکرونه په ځان پسې منفي فکرونه راوړي. او که زه راتلونکي ته لاړ شم؛ که داسې وشول، بیا به زه خوشاله شم، چې په دې معنا ده، چې اوسمهال کې زه خوشاله نه یم، نو دا یو هم ښه فکر نه دی.
مرکچي: اوس پوه شوم، چې ولې خلک دا خبره کوي، چې ما خو نن ورځ هېڅ هم نه دي کړي، نو ولې دومره ستړی او ستومانه یم؟ مثلاً نن ټوله ورځ کور کې ناست وم. ان که د ګولف لوبې ته هم تللی وای، دومره به ستومانه نه وم؟
شیواني: همداسې ده؛ که د ګولف لوبې ته تللی وای، ممکن ذهن به یې دومره ډېر منفي او عبث فکرونه نه وای پنځولي، او ذهن به يې په یوه بل شي متمرکز وای.
مرکچي: نو عبث فکرونه دومره ډېره انرژي ختموي، چې دومره د ستړیا احساس کوې!
شیواني: د ورځې له څلوېښتو تر پنځوسو زرو پورې فکرونه کوې! که د دغو فکرونو کیفیت دې ښه نه وو، نو ستا په دې دروني سازمان (ذهن) کې به څه پېښېږي؟ ارواپوهان وايي، چې په اوسط ډول زموږ ذهن اتیا سلنه وخت له تېر مهال سره اخته وي او پنځلس سلنه وخت په راتلونکي کې وي. په دې اساس، ۹۵ سلنه خو له منځه ولاړ.
مرکچي: خو په دې اتیا سلنه تېر مهال کې هم نه پوهېږم، چې څومره فکرونه به مثبت وي؟
شیواني: په تېر مهال کې اصلاً مثبت څه نشته. ههه! ځکه که چېرته ښه او خوشاله ماضي مې وه او زه يې په اړه فکر کوم؛ نو زه به وایم، چې هغه تېرې ورځې بهتره وې، چې معنا یې دا ده، چې اوسمهال مې ښه نه دی. نو په ماضي کې مثبت هېڅ څه هم نشته. ډېری خلک وايي، چې ښې خاطرې لرل ډېر ښه وي. هو، سمه ده، خاطره وه، تېره شوې ده، نوره نشته. مهمه دا ده، چې اوسمهال مې څنګه دی؟
مرکچي: خلکو سره چې ووینې، هغوی څومره ډېر د خپلې ماضي په باره کې غږېږي، پوهېږې؟
شیواني: هو. وايي به، هاغه ورځې، واه، واه! ههه!
مرکچي: څه ښایسته ځواني مې وه! څه یو نجونې به رانه تاوېدې. د موټرو غُر او پُر به مې مخته او شاته جوړ وو! د هلکانو به راپسې سترګې وتلې. ان لوی سړي به هم وايي، چې کله د پوځ جنرال وم او د ټیټ رتبه پوځیانو سلامي دې چې لیدلې وای، دا او ها؟
شیواني: نو دوی چې اوس کوم څه په درون کې احساسوي، هغه دا دي، چې هغه ورځې نو هغه ورځې وې! او دا هر څه مې درلودل. خو نن ورځ هېڅ هم نشته! په اصل کې په دې ډول دوی د توجه غوښتونکي وي او هڅه کوي، چې په دې خبرو ځان ته د خلکو توجه واړوي.
مرکچي: دا ډېره خواشینوونکې نه ده؟ چې خلک وايي، که یې لس کاله مخکې دغه خبره کړې وای، سر به مې ور مات کړی وو، خو اوس زوړ او کمزوری شوی یم. که يې په هغو ورځو کې لیدلی وای، چې د پوځ جنرال وم، نو داسې به مې کړي وو. په همدې ډول ښځې به هم وینې، چې د خپل تېر وخت کیسې به کوي، هر وخت به خپلو ماشومانو او کورنۍ ته لګیا وي. نو شیواني خورې، ستا خبره بیخي سمه ده، هر وخت همدا خبرې روانې وي.
شیواني: دا ټول یوازې الفاظ دي. موږ د خپل فکر په پرتله ډېر کم الفاظ استعمالوو. موږ په یوه دقیقه کې له پنځه ویشتو تر دېرشو پورې فکرونه کوو، خو په یوه دقیقه کې له پنځه ویشتو تر دېرشو پورې جملې نه وایو. که ډېر وکړو، ممکن په یوه دقیقه کې به له څلورو تر پنځو پورې جملې جوړې کړو. خو فکرونه په یوه دقیقه کې له پنځه ویشتو تر دېرشو پورې کوو.
مرکچي: تېره ورځ مې له یو چا سره ولیدل. ډېر ځوان او زړور انسان وو، خو اوس فلج شوی وو او ټوله ورځ يې همدا فکرونه کول، چې کله چې زه جنرال وم، کله چې زه پلانکی وم، خلکو به راته سلامي کوله. نو وینو، چې هغه خپل دریځ او توازن له لاسه ورکړی دی.
شیواني: د هغه ملګري دغه وضیعت دې یو ډاکټر ښه راته تشریح کولی شي. زموږ هر فکر په ټول بدني سیسټم اغېزه لري او ان زموږ د بدن په هره حجره اغېز کوي. نو پکار ده چې له خپلو فکرونو سره احتیاط وکړو. او دغه راز په ژوند کې په ګڼو نورو شیانو هم اغېزه کوي، چې موږ به په راتلونکي مرکه کې پرې خبرې ولرو. فکرونه د انرژي تر ټولو ډېره ځواکمنه سرچینه ده، نو راځئ، چې له استعمال سره يې احتیاط وکړو. د دې مثال د هستوي انرژي غوندې دی. هستوي انرژي کولی شې، د تداوي او درملنې لپاره وکاروې او یا کولی شې، د نړۍ د تباهي لپاره يې وکاروې. انرژي هماغه یوه ده. ستا ټول روغتيايي سیسټمونه لکه MRI، سیټي سکین او داسې نور په همدې هستوي انرژي کار کوي. او بل خوا ته، هستوي توغندي دې هم د برید لپاره تیار ولاړ دي. نو وینې چې، انرژي هماغه ده.
مرکچي: ان دې ورځو کې پخپله برق هم!
شیواني: هر څه! هر ډول انرژي د رغنیزو او تعمیري اهدافو لپاره هم کارولی شو او د ویجاړوونکو او تخریبي اهدافو لپاره هم. فکري انرژي هم په همدې ډول ده. کولی شو، دغه انرژي د مینې، ارامتیا او سپېڅلتیا د ایجاد او خپرولو لپاره وکاروو، او هم کولی شو، خپل شاوخوا خلکو ته يې د نفرت، عصبانیت، تشویش او اضطراب د انتقال لپاره استعماله کړو. په دواړو حالتونو کې فکري انرژي هماغه ده او په دې کې د خوند خبره دا ده، چې دغه فکرونه زما خپل دي. نو په دې معنا، چې زه د انتخاب واک لرم.
مرکچي: زه لا هم هغې خبرې ته چورت وړی یم، چې شېبه مخکې دې وکړه، چې هر فکر زما په بدن اغېزه لري. او که زه د ورځې د زرګونو په شمېر فکرونه کوم او د میلیونونو په شمېر فکرونه په یوه میاشت کې کوم، یا په ټول ژوند کې چې څومره فکرونه کوم، نو زما له بدن نه به څه جوړېږي؟
شیواني: ګورئ، نن ورځ د ډېری مرضونو په باره کې ډاکټران راته وايي، چې سبب يې اضطراب او تشویش دی او سایکوسوماتیکه ناروغي ده، یعنې هغه ناروغي چې له اضطراب او تشویش نه پیدا کېږي.
مرکچي: چې په اصل کې کومه ناروغي به دغسې نه وي؟
شیواني: همداسې وي!!
مرکچي: نه یعنې هدف مې دا ده، چې کومه ناروغي به وي، چې سایکوسوماتیکه نه وي؟
شیواني: هااا، بالکل! کومه یوه به سایکوسوماتیک نه وي! نو سایکوسوماتیک معنا په سوماتا (بدن) باندې د سایک (روان) اغېزه ده؛ یا په بل عبارت، په بدن باندې د ذهن اغېزه! بس همدومره!
مرکچي: زه نه پوهېږم، چې دغه خبره به رښتیا وي، که نه! خو تېره ورځ مې په یوه مجله کې ولوستل، چې حتی د سر پخه (dandruff) هم د فکرونو له لاسه پیدا کېږي. باور خو مې پرې رانغی! ههه، خو خیر!
شیواني: نو خپل ذهن روغ وساته، بدن به دې پخپله روغ شي. سمه ده، چې د بدن ساتنه هم کوه، خو نه دومره، چې ټول پام مو یوازې بدن ته اړولی وي او د ذهن روغتیا ته مو هېڅ پام نه وي. همدا وجه ده، چې ډېری خلک به وايي، چې زه کلک سبزي خور یم، سګریټ نه څکوم، هره ورځ ورزش کوم، خو بیا هم په دېرش یا څلوېښت کلنۍ کې د زړه حمله راباندې راغله. وجه یې دا ده، چې ده یوازې په خپل بدن پام کاوه، خو ذهن يې تر سټریس لاندې وو.
مرکچي: ډېره زیاته مننه، شیواني خورې! ډېره زیاته مننه! زه فکر کوم، چې اوس زما او لیدونکو لپاره یوه ښکلې او اوږده مراقبه وکړه او په دې مو پوه کړه، چې څنګه له خپلو فکرونو اګاه شو؟
شیواني: راځئ، ارامه او پرسکونه کېنو او خپل ذهن تر څار لاندې نیسو. ههه!
مرکچي: سمه ده.
شیواني: او هېڅ څوک به هم پوه نه شي، چې ته خپل ذهن څارې. دا یو داسې څه دي، چې په درون کې روان وي.
مرکچي: کولی شم، د تندي منځنۍ برخې ته وګورم؟
شیواني: په اصل کې کوم ځای ته کتل مهم نه دي. هېڅ ځای ته هم مه ګورئ، ځکه چې دا یو داسې کار دی، چې زه به يې ټوله ورځ کوم. چې روان یم، خبرې کوم، موټر چلوم، کار کوم، په هره شېبه کې به همدا کار کوم.
مرکچي: نو یوازې باید له خپلو فکرونو اګاه اوسم؟ ههه!
شیواني: هو، بس د خپلو فکرونو شعور ولره. ههه!
«زما فکرونه، زما ایجاد دی. هغه څه چې ما فکر کاوه، په اتومات ډول ترسره کېږي. خو اوس پوه شوی یم، چې تخم يې زه یم. زه د هر فکر ایجادوونکی یم او هر فکر زما په بدن او زما شاوخوا په هر کس یوه اغېزه لري. خپل فکرونه په نظر کې نیسم، چې په ډېره ښکلا زما په کنټرول کې جریان لري، ځکه چې زه په دې پوهېږم، چې زه يې واکمن او څښتن یم. هر څه چې زما شاوخوا پېښېږي، ښه یا هغه چې دومره ښه نه وي، هر څوک چې هر څه کوي، هر څه وايي، هر ډول چلند کوي، زه اوس هغه کیلي په لاس کې لرم، چې ارامه کېنم او خپلو فکرونو ته وګورم او په تدریج سره خپلو فکرونو ته یو بل لوری ورکړم. په دې چې زه پخپله بادار او ایجادوونکی یم. اوس مې تمرکز له بیرون څخه درون ته راستون شوی، په دې چې اوس پوه شوی یم، چې انرژي زما له درون څخه بیرون ته جریان مومي. په دې اساس، په خارج کې زه هر څه کوم، خو توجه مې په هغه څه ده، چې په درون کې یې ایجادوم، ځکه کوم څه چې زه په درون کې ایجادوم، په طبیعي ډول بیرون ته جریان مومي. زه خپل ځان ته رښتینی یم. خپلو فکرونو، الفاظو او کړنو ته رښتینی یم. یوه بشپړه همغږي ورسره لرم. همدا مې باور دی او زه په ځان باور لرم، ځان سره مینه لرم، ځکه چې زه یو رښتینی موجود یم!» اوم شانتي!
مرکچي: اوم شانتي، لیدونکو! تر بلې مرکې پورې د بیا لیدو په هیله!
پای