د روڼتیا په لور
پنځمه مرکه: د ځان مسؤلیت اخیستل!
ژباړه او زیاتونه: رحمت شاه فراز
مرکچي: سلامونه، «د روڼتیا په لور» خپرونې ته ښه راغلاست! یو ځل بیا شیواني خور راسره ده. اوم شانتي، شیواني خورې!
شیواني: اوم شانتي!
مرکچي: په تېرو مرکو کې مو د اګاهي، اړیکو او نورو موضوعاتو په ارتباط خبرې وکړې. ومو ویل، چې سمه ده، غلطي زما خپله ده. زه پخپله باید د خپلو جذباتو مسؤلیت واخلم او د نورو د ملامتولو له لوبې باید ډډه وکړم، خو اوس داسې احساسوم، چې په دې خبره پوهېدل راته ډېره مشکله ده، چې ته وايې، چې هر کله یو څوک څه ووايي، نو زه باید غبرګون ونه ښیم. آیا دا امکان لري؟
شیواني: زه غبرګون ښیم. دا فرق لري. موږ دا نه وایو، چې موږ غبرګون نه ښیو. مثلاً ته چې یو څه راته وایې، نو زه د دېوال په شان چلن وکړم، هېڅ فکرونه، احساسات او جذبات به نه لرم. دا خبره صحیح نه ده. اصلي پوښتنه دا ده، چې کوم فکرونه، کوم احساسات او کوم جذبات؟
مرکچي: کوم فکرونه، کوم احساسات او کوم جذبات؟!
شیواني: موږ په دې اند یو، چې غبرګون مه ښیه. او دا په دې معنا ده، چې دغه شخص سوړ مزاج لري، یا دا چې غیرحساس دی، غیراجتماعي برخورد کوي او هر څه دې چې په زړه درځي، ورته ویلی يې شې، ورسره کولی يې شې او هغه شخص به هېڅ غبرګون نه ښيي. خو خبره په دې ډول نه ده. خبره دا ده، چې موږ باید «څه ډول» غبرګون وښیو؟ د دې انتخاب لرو. داسې نه ده، چې زه به هېڅ غبرګون یا عکس العمل نه ښیم. عکس العمل څه شی دی؟ هغه غبرګون چې اتومات دی او اتومات څرګندېږي او ځینې وختونه باید د خپلو دې عکس العملونو لپاره پښېماني هم ولرم. خو څو ځله به د خپل غبرګون له امله له خلکو بښنه غواړم؟
مرکچي: ډېر ځله…
شیواني: ولې باید له خلکو بښنه وغواړم؟
مرکچي: ځکه چې ډېر ځله په خپل عکس العمل پښېمانه شوی یم، نو بښنه غواړم.
شیواني: خو د څه شي له امله پښېمانه شوي یو؟
مرکچي: د بې ځایه پارېدو له امله…
شیواني: نو په دې معنا، چې موږ پر خپلو عکس العملونو پښېمانه یو؟
مرکچي: هو.
شیواني: مثلاً ته په یو خاص ډول چلند کوې او زه دې په مقابل کې غبرګون ښیم او بیا پښېمانه کېږم او درځم، بښنه درنه غواړم.
مرکچي: په دې چې که بښنه ونه غواړې، نو ممکن د خپل تېر چلند په پرتله لا ډېر غبرګون وښیم.
شیواني: په دې ځای کې دا خبره ډېره اهمیت نه لري. خبره دا ده، چې په څه ډول چې ما غبرګون وښوده، د هغه له امله زه پخپله ارامه نه یم.
مرکچي: هممم!
شیواني: وګوره، په عادي ډول موږ تل خپل غبرګون اندازه کوو. مثلاً تا وویل، چې زما غبرګون به تر خپل تېر چلند هم ډېر توند وي. نو دا په دې معنا چې موږ خپل غبرګون د بل کس د چلند د لویوالي په مقابل کې اندازه کوو.
مرکچي: هممم!
شیواني: نو که ته په ما چیغې ووهې…
مرکچي: ته به په مقابل کې دوه چنده چیغې را باندې وهې… زه به یوه کوم، ته به راته دوه کوې…
شیواني: بالکل! خو ولې؟ په دې چې موږ تل خپل غبرګون د نورو خلکو په پرتله کې ږدو. خو زما شخصیت زما دی. زما غبرګونونو زما دي. زما د خبرو انداز زما دی.
مرکچي: او زه باید په خپل قلمرو واکمن اوسم؟
شیواني: هو. هېڅ توپیر نه کوي، چې د نورو خلکو چلند یا غبرګون څنګه دی. که زه د هر هغه شخص په مقابل کې چې ورسره مخامخ کېږم، خپل ځان ته بدلون ورکړم، نو زما خپل شخصیت بیا چېرته دی؟ زما په شخصیت کې خو به هېڅ هم پاتې نه شي.
مرکچي: هممم!
شیواني: مثلاً که زه په راتلونکي یوه ساعت کې له پنځو کسانو سره مخ شم او پرلپسې خپل ځان د هغوی له چلند سره سم تغییر کړم، نو د یوه ساعت په پای کې به «زه» چېرته یم؟
مرکچي: خو معمولاً داسې کېږي، چې یو نفر نه غواړي چې په تا سلام واچوي او په څنګ کې دې تېرېږي. ته ځان سره وایې، چې سمه ده، هغه سلام ونه کړ، نو زه يې ولې وکړم. نو دغه ډول احساس به څنګه کوو؟
شیواني: وبه وایو، چې ستا ځانګړتیا دا ده چې…
مرکچي: مینه ناک او دوستانه اوسم.
شیواني: هو، نو ادب او اخلاق ستا ځانګړتیا ده او مینه ناک او دوستانه اوسېدل فطرتا له تا نه ځان څرګندوي. همدا ستا شخصیت دی. سمه ده؟ دا دی، ته په اطاق را ننوتلې او ډېر له مینې او درناوي ډک سلام دې په ما واچوه، خو زه یوازې ستا په خوا در ګورم او همداسې تېرېږم. په هغه شېبه کې زما شخصیت غیراجتماعي او سوړ وو او د دې علت هر څه کېدلی شي: زما فطرت کېدلی شي او یا ممکن په هغه شېبه کې زما ذهني حالت کېدلی شي، یا بل هر څه چې وي. خو ستا سره مې چلند سوړ وو او ته مې له پامه وغورځولې. خو تا چې له همدې امله خپل شخصیت بدل کړ، نو په اصل کې تا خپله یوه ځانګړنه…؛ سمه ده، چې په ما کې دغه صفت نه وو، زه بد اخلاقه یم، چلند مې اخلاقي نه وو، خو تا زما له لاسه خپله یوه ځانګړنه له لاسه ورکړه. موږ باید له ځانه همدا پوښتنه وکړو. په اطاق کې لږ مخکې له یو بل کس سره مخ کېږې. د هغه چلند به بل ډول وي، نو ته به د هغه لپاره خپله یوه بله ځانګړنه له لاسه ورکوې. بیا به یو بل نفر سره مخ کېږې. هغه به چیغې درباندې وهي او د هغه له لاسه به ته د خوږوالي ځانګړنه له لاسه ورکوې او د ورځې په پای کې به…
مرکچي: او څو څو ځلې به يې له لاسه ورکوې…؟
شیواني: بالکل! او بلاخره د ورځې په پای کې به څه کېږي؟ د هغوی ټولو منفیتوب به مو ځان کې جذب کړی او خپلې ځانګړنې به مو له لاسه ورکړې وي.
مرکچي: څنګه کولی شو، چې یو څوک خپلو صفاتو ته ژمن پاتې شي یا خپلو اخلاقو ته ژمن پاتې شي؟
شیواني: یوازې باید دا په یاد ولرو، چې دا زما شخصیت دی؛ زما شخصیت بې عیبه او کامل نه دی خو پخپل ځان کار کوم. اما تر دې دمه، همدا زما شخصیت دی او ټوله ورځ به همدا شخصیت له خلکو سره د تعامل په جریان کې راسره وي او هېڅ توپیر نه کوي، چې په خارج کې څه پېښېږي یا زما په لور څه راځي. ان که د خوش اخلاقي وړه ځانګړنه هم را واخلو، دا یوه ډېره ساده ځانګړنه ده او هېڅ لویه خبره نه ده.
مرکچي: نو د نن ورځې لپاره به زما منتر همدا وي، چې زه خوش اخلاقه یم، فرق نه کوي، چې څنګه، ولې، چېرته او کله…؟
شیواني: هو. دا کار څومره مشکل ده؟! ګورئ، زه باید له ځانه همدا پوښتنه وکړم، چې زما فطرت، زما فطرت ده، بې له دې چې څه، ولې، چېرته او کله په پام کې ونیسم.
مرکچي: هماغسې چې موږ روژه نیسو، بیا چې هر رسټورانټ، مېلمستیا یا ځای ته ځو، هېڅ پروا نه کوي، په دې چې زما روژه ده او چې د اونۍ هره ورځ وي، دوشنبه وي، سه شنبه یا بله ورځ!
شیواني: چې هر څه وي، زه خپله روژه نه ماتوم.
مرکچي: بالکل؛ هېڅ خوراک نه کوم… نو آیا په همدې ډول باید ځواکمن واوسو؟ چې سمه ده، زه به نن ورځ خوش اخلاقه تېروم؟ ښايي همدا وجه به وي، چې روژو او نورو عباداتو باندې دومره ټینګار کېږي، تر څو د ځان کنټرول در زده کړي.
شیواني: تر څو د ځان دسپلین در زده کړي!
مرکچي: او د ځان دسپلین تر عباداتو یو ګام مخته دی.
شیواني: دقیقا! نو په یوه ورځ کې یوازې یوه ځانګړنه در ونیسئ. مثلاً خوش اخلاقي ستا ځانګړنه ده، عاجزي ستا ځانګړنه ده او خوږې خبرې کول ستا ځانګړنه ده؛ او مه پرېږده، چې تغییر شې.
مرکچي: تا د خوږو خبرو یادونه وکړه. د یوه فلمي لوبغاړي په توګه ما په ګڼو خلکو کې یو فرق لیدلی، چې کله دوی له خپلې مېرمنې سره خبرې کوي، خبرې یې هغومره خوږې نه وي، څومره چې له یوه بل کس یا یوې پردۍ نجلۍ یا د بل چا له مېرمن سره وي. مثلاً مېرمنې ته به غږ کړي، پلانکی شی راوړه!! خو پردۍ ښځې ته به وايي، مهرباني وکړئ، کوم څه ته اړتیا لرئ؟ نو دغه دومره لوی فرق ولې موجود دی؟ تا د اړیکو او اخلاقي اوسېدو خبره وکړه، آیا په دې ځای کې به هم ګټه راته ورسوي؟
شیواني: په اصل کې د ورځې په اوږدو کې موږ خپل شخصیت دومره ډېر ځله بدلوو، چې ان پخپله هم په دې نه پوهېږو، چې زموږ اصلي فطرت څه دی؟ مثلاً په دغو دواړو ښځو کې، زه خپلې مېرمنې ته وایم، چې، اوبه راوړه!! خو که له بل کس سره وینم، هغه ته وایم، «وبښئ، یو ګیلاس اوبه راکولی شئ؟» په دې ځای کې باید له ځانه پوښتنه وکړم، چې په دې دواړو کې زما اصلي فطرت کوم یو دی؟ آیا په دې فکر خو به نه یم، چې زه د خپلې ښځې د خوشالولو مسؤلیت نه لرم او ښځه مې خپل حق ګڼم؟
مرکچي: نو په دې دواړو کې مصنوعي کوم یو دی؟
شیواني: دا پوښتنه باید له ځانه وکړو. په دې چې زه یې په ځواب نه شم پوهېدلی او ځواب يې د هر انسان لپاره بېل، بېل کېدلی شي.
مرکچي: که مې له مېرمنې سره په ښه انداز خبرې وکړم، نو ان مېرمنه به مې هم ښه احساس ولري؟
شیواني: تر ټولو مهمه دا ده، چې کله له هغې سره په ښه انداز خبرې وکړې، ته به پخپله ښه احساس ولرې.
مرکچي: ډاډه يې؟
شیواني: ګورئ، زموږ چلند د نورو خلکو لپاره نه دی. تر ټولو ړومبی زموږ د ځان لپاره دی. همدا ډېره مهمه ده. زه له تاسره خوږې خبرې کوم، تر څو ته خوشاله شې. ناا! زه خوږې خبرې کوم، ځکه چې دا ماته ښه احساس رابښي.
مرکچي: خو موږ له ماشومتوبه خپله کورنۍ، وروڼه، خویندې او خپلوان لیدلي، چې ټول لګیا دي، تر څو د نړۍ لپاره یو څه وکړي.
شیواني: دا ډېره ښه خبره ده. خو راځئ یو بل ټکی ورسره اضافه کړو. هغه دا چې، د نورو خلکو لپاره یې کوم، خو لومړی خپل ځان په پام کې نیسم. د نورو لپاره هغه څه کوم، چې ترسره کول يې ماته ارامتیا را بښي. ډېری داسې خلک شته، چې د نورو خلکو لپاره لګیا وي، خو د ورځې په پای کې چې کله د خپل کړي کار په بدل کې کوم عوض او معاوضه ونه ویني، نو وايي، څومره خواري مې وکړه او په بدل کې مې څه لاسته راوړو؟
مرکچي: هېڅ هم نه!
شیواني: نو موږ ولې دا کار کاوه؟ آیا په بدل کې مو یو څه غوښتل؟
مرکچي: خو که په بدل کې يې یوازې تنقید او ګوتڅنډنې درکول شي، بیا؟ څنګه احساس به ولرې؟
شیواني: لومړی باید دا وګورم، چې د هغه کار د ترسره کولو په جریان کې زما احساس څنګه وو؟
مرکچي: ډېر ښه احساس مې درلوده!
شیواني: بس همدا بسنه کوي. په همدې ځای ټکی ورته کېږده. اوس که په ما تنقید کېږي یا ګوتڅنډنې، زه یوازې دا ګورم، چې آیا دا تنقید په ځای دی او که نه؟ یعنې لومړی همدا ګورم، چې تنقید رښتینی او کره دی؟
مرکچي: تېره ورځ مې د کورنۍ د یوه غړي، د خپلې لور، برېښنالیک راغی. ویل یې، چې ته د نورو خلکو لپاره ډېر ښه کارونه کوې، بیخي کارنامې دې کړې دي، خو زه دې خفه کړې یم، په دې چې له ما سره دې چلند ښه نه وو. ما ورته ولیکل، چې ماته په تفصیل ولیکه، چې چېرته ما له تاسره بد اخلاقي کړې. هغې دوه پېښې زما مخې ته کېښودلې. نو لومړی زما ذهن کې داسې را وګرځېدل، چې نا! دا کار له دې امله وشو، د پلاني له امله وشو… خو اوس چې تا کومه پوښتنه وکړه، چې آیا تنقید کره او رښتینی دی؟ نو که رښتیا ووایم، د هغې خبره سمه وه او ځواب مې ورکړ، چې هو، له ما نه بد اخلاقي شوې ده.
شیواني: سمه ده، خبره ختمه! اوس ترې بښنه غوښتلی شې.
مرکچي: بالکل!
شیواني: خو دا یوازې هغه وخت امکان لري، چې په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړو او ځان ته وګورو، خو که موږ د خپلې بد اخلاقي لپاره توجیهات لټول پیل کړو، بیا نو د توجیهاتو ختمېده نشته.
مرکچي: همم! لومړی ذهن راته ویل، چې «هغه ورځ ستومانه وم، داسې وم، هاسې وم… او زما دومره نېکي او احسانونه يې په یاد نه دي، یوازې هغه وړه خبره يې په ذهن کې ټینګه نیولې»؛ نو په همدې ډول پلمې او توجیهات مې جوړول… په دوهمه پېښه کې به هم وایم، چې «اوه، اصلاً هغه داسې وشوو، نو ځکه هغه کار وشو» خو نه! ورته ومې ویل، بښنه غواړم او له زړه درنه بښنه غواړم او په هغه موقع کې مې واقعاً هم له تاسره بد اخلاقي وکړه. دا خبره مې پرون ورته ولیکله، چې هو ستا خبره رښتیا ده. او دا مې ورته ونه لیکل، چې تا ولې دا خبرې راته وکړې، یا ولې زما ښه کارونه نه وینې، ولې د هغو یادونه نه کوې؟
شیواني: زموږ خوښېږي، چې خپل ښه والی توجیه او خپلې کمزورۍ پټې کړو، ځکه چې موږ هر څه د خلکو لپاره کوو.
مرکچي: خو په دغه مسله کې هم زه خپل ذهن ملامتوم او وایم، چې ذهن مې راسره لوبې کوي، زما ذهن دا کار کوي، زه خو هېڅ هم نه کوم.
شیواني: زما ذهن…!
مرکچي: هو. زما ذهن له دې لوبو لاس نه اخلي، زما ذهن راته جنجال جوړوي، زما ذهن دا ټول چلونه راښيي…
شیواني: خو دا ذهن زما دی.
مرکچي: سمه ده. تا په تېره مرکه کې هم وویل، چې ذهن زما دی. خو زه لا هم داسې احساسوم چې…
شیواني: که زه درشم او درته ووایم، چې ستا بچی ښه چلند نه کوي. نو دا د چا مسؤلیت جوړېږي؟ ستا بچی دی، ستا مسؤلیت دی. په همدې ډول، ستا ذهن دی، نو ستا مسؤلیت جوړېږي.
مرکچي: هو. مثلاً که ډایرکټر ووايي، چې ستا فلم کامیاب نه شو او یا اصلي لوبغاړي ښه رول نه وي لوبولی، نو اخر به هم غلطي د ډایرکټر په غاړه اچول کېږي.
شیواني: ذهن زما خپل دی.
مرکچي: او زه يې ډایرکټر یم.
شیواني: او زه د خپلو فکرونو خالق یم. موږ چې وایو، زما ذهن! نو داسې ښیو، ګواکې د یوه دریم شخص په باره کې چې غږېږو او وایو، چې موږ اصلاً د خپل ذهن مسؤلیت اخیستلو ته چمتو نه یو او یا دا چې زما ذهن زما په کنټرول کې نه دی. دا همداسې مثال لري، لکه یو چا چې له خپل اولاد نه لاس اخیستی وي. مثلاً یو څوک موږ ته راځي او راته وايي، چې ستاسو د ماشوم چلند سم نه دی او موږ ورته وایو، چې وبښئ، زموږ اولاد زموږ په کنټرول کې نه دی، څه دې چې زړه غواړي، له اولاد سره مې هماغسې جوړ راشه. ههه! بله خبره دا ده، چې دا چې زما ذهن زما په کنټرول کې نه دی، نو هڅه به کوم، چې ستا ذهن کنټرول کړم. که ته همدا اوس ماته یو څه ووایې او زه خپل ذهن کنټرول نه شم کړای، نو هڅه به کوم، چې ستا ذهن کنټرول کړم او درته وایم به، چې په همدې ډول سړی غږېږي؟ ولې به دا خبره کوم، په دې چې زه خپل ذهن ته دا نه شم ویلی، چې آیا په همدې ډول سړی فکر کوي؟
مرکچي: یا دا چې، آیا په همدې ډول سړی غبرګون ښيي؟
شیواني: بالکل! نو زه تاته وایم، چې آیا سړی همداسې خبرې کوي؟ سړی باید ډېر مؤدبانه وغږېږې. او ولې باید مؤدبانه وغږېږي، ځکه که ته مؤدبانه واوسې، نو زما ذهن به ارامه او روغ وي.
مرکچي: په دې دومره توقعاتو، اړیکو کې به څه کوو؟ ډېره سخته ده!
شیواني: یوازې یوه شي ته باید پام وکړو. دا ګورو او ازمایو، چې زه په هره اړیکه کې څه ډول فکر او احساس کول غواړم او غواړم څه ډول واوسم؟
مرکچي: زه غواړم، په هره اړیکه کې څه ډول فکر، احساس…
شیواني: او غواړم څه ډول واوسم؟ زموږ تمرکز به ډېر پر دې نه وي، چې نور خلک به څه احساس او فکر کوي. ستونزه دا ده، چې موږ خپل ډېری وخت په دې اټکلونو کې تېروو، چې زما چلند به په تا څه اغېزه ولري؟ په دې چې زموږ ټول فوکس په دې وي، چې نور خلک خوشاله کړو.
مرکچي: نو دا ډېر ستومانوونکی کار نه دی؟
شیواني: نو فکر نه کوې، چې موږ هره ورځ په همدې کې اخته یو: زه غواړم، چې ته خوشاله شې. زه غواړم، چې مېړه مې خوشاله شي. زه غواړم، چې بچیان مې خوشاله شي. زه غواړم، چې همکاران مې خوشاله شي. زه غواړم، چې مور او پلار مې خوشاله شي؛ او په همدې موخه لګیا یم، پلانکی کار کوم، بیستانکی کار کوم، په یو ډول خبرې کوم، په بل ډول خبرې کوم، پلانکی چلند کوم… بلاخره، ولې؟ تر څو هغوی خوشاله شي.
مرکچي: آیا دا کار سم نه دی؟
شیواني: یوه هڅه ده او ډېره رښتینې هڅه ده. زه هڅه کوم، چې تا خوشاله کړم. په دې چې کله ته خوشاله شې، نو بیا به زه خوشاله شم. خو که ته خوشاله نه شې…؟
مرکچي: خو یا به همدا کوو، یعنې خلک به خوشاله کوو. او یا به بیا دا کوو، چې زه د هېچا په کیسه کې هم نه یم، لرې کوه یې، که څوک خوشاله دي که نه! زه همداسې ارامه یم.
شیواني: دغه ډول شخصیت یو افراطي شخصیت دی.
مرکچي: هو سمه ده، خو په دې دواړو کې به انډول څنګه پیدا کوو؟
شیواني: که زه په دې پام وساتم، چې زه پخپله خوشاله یم! راځه وبه وایو چې، ته له مانه د یو خاص ډول چلند توقع لرې. مثلاً په هند کې دا ډېره عامه خبره ده، چې ځینو کورنیو ته چې یوه نجلۍ واده شي او د خپلې خسرګنۍ کور ته ځي، خسرګنۍ يې ترې غواړي، چې نور باید خپله دنده پرېږدي او په کور کېني.
مرکچي: هممم!
شیواني: ما له ډېرو ښځو سره لیدلي، چې کلونه پخوا يې خپل مسلک او دنده پرې ایښې ده. مثلاً هغوی په خپله خوله وايي، چې «لس کاله او شل کاله پخوا مو له خپل مسلک نه لاس اخیستی»، خو ولې؟ ځواب يې دا وي، چې «زما مېړه یا خسرګنۍ غوښتل، چې زه باید نور کار ونه کړم. نو د دې لپاره چې هغوی خوشاله کړم، خپل کار او مسلکي ژوند ته مې شا کړه.» خو اوس چې شل کاله تېر شوي، نو دوی شل کاله وروسته وايي، چې «پوهېږې، هغوی اوس هم لا خوشاله نه دي!»
مرکچي: او ما خو دا کار د خسرګنۍ یا خپل مېړه لپاره کړی وو؟
شیواني: هو، د هغوی لپاره مې کړی وو. اوس پوښتنه پیدا کېږي، چې ما دومره لویه قرباني ورکړه، هر هغه څه مې پرېښودل چې لوستلي، ترلاسه کړي او زده کړي وو. شل کاله د ټولو لپاره په کور کېناستلم، خو تاسو اوس هم لا خوشاله نه یاستئ، نور څه غواړئ؟ چې په دې ډول یوه ناهیلي راسره پیدا کېږي. په دې ځای کې اصلاً څه پېښ شوي؟ هغه نجلۍ چې کله را واده شوه او دې نوې کورنۍ ته راغله، نو سمدلاسه له دې سیناریو سره مخ شوه، چې موږ به هغه وخت خوشاله شو، چې کله ته خپله دنده پرېږدې. نو دا چې هغه نجلۍ غواړي، چې خپله خسرګنۍ خوشاله کړي، خپله دنده ورته پرېږدي. خو په درون کې نجلۍ خوشاله نه ده.
مرکچي: او پخپله هغوی هم په دې باور نه وو، چې که نږور مو دنده پرېږدي، نو موږ به خوشاله شو؟
شیواني: موږ په لاسي ډول دغه سیناریو په همدې ډول ورته برابره کړه.
مرکچي: نه، خسرګنۍ خو هم د نورو خلکو د پرېکړو له لارې خوشالي ته نه شي رسېدلی، هغوی پخپله باید د ځان لپاره خوشالي وزېږوي.
شیواني: خو همدا هغه خبره ده، چې موږ پرې نه پوهېږو.
مرکچي: نه خو دواړه لوري په یوه دریځ کې قرار لري، یعنې زه د پلانکي او بیستانکي شي یا شخص له امله خوشالي نه شم ترلاسه کولی، مقابل لوری هم همداسې! هغسې چې په تېره مرکه کې مو پرې خبرې وکړې.
شیواني: خو موږ دواړه لوري په همدې خبره نه پوهېدو!
مرکچي: ښاا!، نو هغوی هم یوازې «فکر» کړی…
شیواني: دقیقاً! هغوی فکر کړی…
مرکچي: چې که نږور مې وظیفه ونه کړي، نو موږ به خوشاله شو.
شیواني: بالکل! موږ به خوشاله شو.
مرکچي: ښاا، نو هغه نجلۍ د دندې پرېښودو له لاسه خفه ده او خسرګنۍ يې د نورو علتونو له امله؟
شیواني: نه، نه! هغوی د نورو علتونو له امله نه دي خفه. وګوره، نجلۍ د هغوی د خوشالي لپاره خپله دنده پرېښوده.
مرکچي: ښه بیا؟
شیواني: خو پخپله هغه نجلۍ د دې کار د ترسره کولو په جریان کې ناراضي او خفه وه. نو ته شل کاله په یوه داسې کور کې تېروې…
مرکچي: چې په زوره يې له کار نه منع کړی یې…
شیواني: نه، تا پخپله دا انتخاب وکړ، چې کار ونه کړې.
مرکچي: خو هغوی فشار راوست؟ او که نه، نجلۍ پخپله دا انتخاب کړی…؟
شیواني: تا خپل انتخاب د هغوی لپاره وکړ، د ځان لپاره دې انتخاب ونه کړ. یوازې د دې لپاره چې هغوی خوشاله کړې، تا د کار نه کولو انتخاب وکړ. خو دا انتخاب دې د ځان لپاره نه وو. نو ته شل کاله په هماغه کور کې اوسې، خو په درون کې ستا فکر سم نه دی او هر وخت همدا سوچ در ولېږي، چې ما دا کار د هغوی لپاره وکړ. نو دا چې زه په هماغه یوه کور کې اوسم. خو پخپله خوشاله نه یم. سمه ده، چې ما هغه کار وکړ چې هغوی یې غوښتنه کوله، خو زه يې په کولو خوشاله نه یم. نو له دغو تېرو شلو کلونو راهیسې څه ډول انرژي ده چې زه یې هغوی ته ور انتقالوم.
مرکچي: زه خفه یم، زه خفه یم، زه خفه یم…
شیواني: نو هغوی څنګه خوشاله کېدلی شي؟ هممم! څنګه خوشاله کېدلی شي؟ او بیا شل کاله وروسته فریاد کوم، چې هغوی لا هم خوشاله نه دي.
مرکچي: دا به هم وايي، چې «غواړئ، نور څه درته وکړم؟ تاسو وویل، چې کار مه کوه، هغه ده نه یې کوم. دغه شل کاله کېږي، چې کار نه کوم، خو تاسې لا هم خوشاله نه یئ؟»
شیواني: ههه! بالکل!
مرکچي: نو هغوی به څنګه خوشاله شي، چې زه دا ډول پرلپسې منفي انرژي ور انتقالوم.
شیواني: راز په همدې ټکي کې دی. زه هېڅ کله نور خلک د هغوی لپاره د یو څه په کولو نه شم خوشاله کولی. زه که د هغوی لپاره یو څه کول انتخابوم، نو لومړی باید زه پخپله د هغه کار د کولو په جریان کې خوشاله اوسم. که نه، اصلاً یې نه کوم. موږ ټول د یو بل لپاره ډېر زیات کارونه کوو او بیا ځان غلطوو، چې…
مرکچي: خو آیا ځینې کارونه داسې نه دي، چې باید ویې کړې، که خوشاله یې که نه؟ مثلاً دا زما مسؤلیت او دنده ده، باید ویې کړم.
شیواني: دغه ډول کارونه به هېڅ کله ښه نتیجه ورنه کړي. ته به هغه کار وکړې، خو سمه انرژي به پکې مصرف نه کړې. دا همداسې ده، چې زه تاته یوه ډالۍ درکوم او دا زما مسؤلیت ده، چې تاته ډالۍ در کړم. خو کله یې چې درکوم، همداسې یې ایسته در غورځوم او په سمه طریقه یې نه درته ډالۍ کوم.
مرکچي: هههه!
شیواني: نو ته به خوشاله څه چې، ان ډالۍ ته به وهم نه ګورې! په دې چې د ډالۍ د ترلاسه کولو پر مهال، ته ډالۍ نه ترلاسه کوې، بلکې یوه انرژي وي چې ترلاسه کوې يې. په دې اساس، زما دا کار یو فعل دی. مثلاً ما ستا لپاره دا وکړل، ما ستا لپاره ها وکړل، خو مهمه دا ده، چې د هغه فعل د ترسره کولو په جریان کې زما انرژي څه ډول وه؟ اړیکې کار یا فعل نه دی، اړیکې هغه انرژي ده، چې د یوه کار په جریان کې تبادله کېږي. نو که یو کار زما مسؤلیت او دنده وي، نو لومړی باید ځان ته قناعت ورکړم، چې ولې یو کار کوم؟ زه باید بالکل واضح اوسم، چې زه ولې یو کار کوم او بیا ځان ته وایم، چې زه پخپله دغه کار انتخابوم، ولې؟ په دې چې دغه خلک ماته ارزښت لري. نو لومړی د یوه کار د ترسره کولو په جریان کې مثبت فکر ایجاد کړه او بیا یې وکړه. د دې لپاره، چې کله هغه کار سرته رسوې، نو په جریان کې به يې سمه انرژي رامنځته کړې. که نه، ډېره ښه ده، چې هېڅ يې ونه کړې.
مرکچي: خو دنده یا فریضه څه معنا؟
شیواني: مسؤلیت! یا توقع!
مرکچي: خو څوک وایي؟ چا دا خبره لیکلې؟ کوم کتاب کې راغلي؟ څوک دا ډول مسؤلیتونه ټاکي؟
شیواني: وګوره، موږ له خلکو سره ژوند کوو. هغوی یو شمېر توقعات لري، چې موږ به وروسته پرې خبرې وکړو، چې توقعات څه شی دي او آیا باید توقعات ولرو او که نه؟ خو خلک له ما نه یو شمېر توقعات لري، چې په څه ډول واوسم یا څه باید وکړم او زه دا خپل مسؤلیت او یا سپېڅلې ارزو ګڼم، چې هغوی خوشاله کړم. په همدې اساس، یو کار کوم. خو که د خفګان او ناخوشالي په حالت کې يې وکړم، نتیجه نه ورکوي. او دا چې زه هغه کار ستا لپاره کوم، نو لنډه موده وروسته به له تانه هم توقع کوم، چې اوس ته هم زما لپاره یو څه وکړه.
مرکچي: خو په همدې خبره زما لپاره پوهېدل ډېر مشکل دی او یا لیدونکو ته تشریح کول یې ستونزمن دی.
شیواني: وجه يې دا ده، چې زموږ ټول فوکس په «کولو» وي. ته وګوره، زموږ د ټولې ورځې لومړیتوبونه څه شی دي؟ زه باید دا کار وکړم، زه باید پلانی کار وکړم، زه باید بیستانی کار وکړم… خو د دې هېڅ نښه نه لیدل کېږي، چې «زه باید داسې اوسم.»
مرکچي: ان ماشومان هم د خپلې کورنۍ دندې لپاره همدا خبره کوي، چې استاذانو دومره کورنۍ دنده راکړې، باید دا کورنۍ دنده وکړم.
شیواني: او باید چې ویې وکړم. خو «زه باید لومړی په دې ډول واوسم، بیا به يې کوم.» دا خبره هېڅ زموږ په لیسټ کې وجود نه لري.
مرکچي: یو څوک باید څنګه وي؟
شیواني: زه باید ارامه، خوشاله او پرسکونه اوسم، بیا به یې کوم. همداسې چې د یوه فزیکي کار د کولو لپاره چې روغتیا ته اړتیا لرم. مثلاً غواړم، له دې ځایه بل ځای ته منډه ووهم، نو باید روغ اوسم. خو که زه روغ نه یم او غواړم، چې منډه وکړم. بیا به مې منډه ستومانوونکې، دردوونکې او له خواریو ډکه وي. که زه د منډې وهلو کار ته اوږې ورکوم، نو لومړی باید د خپلې فزیکي روغتیا غم وخورم. که زه روغ اوسم، بیا کولی شم، چې منډه وکړم. په همدې اساس، د ورځې یا د ټول ژوند په اوږدو کې چې زه کوم کارونه کوم، که زه ذهني روغتیا ولرم، بیا چې هر څه کوم، ښکلي او ښایسته به وي.
مرکچي: نو څنګه ذهني روغتیا ولرو؟
شیواني: همدا اوس مهمه پوښتنه ده. همدا مهمه ده. په اصل کې په دې پوهېدل مهم دي، چې موږ خپل ذهن له پامه غورځولی. همدا زما د ژوند هغه برخه ده، چې ما خدايي حق ګڼلی او په دې فکر یم، چې په خپل سر به مخته روان وي او چې فکر مې کړی، نور خلک به يې پالنه او ساتنه کوي. چې له همدې امله زما او ستا تصور دا دی، چې ته به ما خوشاله کوې او زه به تا خوشاله کوم.
مرکچي: او ما چې خپل مسؤلیت سرته رسولی…؟
شیواني: نو ما چې خپل مسؤلیت سرته رسولی، اوس نو ته خوشاله اوسه. موږ باید همدا پراډایم بدل کړو.
مرکچي: له ډېرو خلکو مې اورېدلي، چې وايي، کله چې واده وکړم، نو ډېر زیات به خوشاله شم. نور له خپلې کورنۍ، وروڼو او مور او پلار نه تنګ شوی یم. خو موده وروسته، بیا همدا شکایت کوي، چې خوشاله نه یم. نو زه له همدې امله دا پوښتنه کوم، چې له احساساتي اړخه څنګه د ځان توازن او ثبات وساتو او تقریباً په ټولو حالاتو کې خوشاله اوسو؟
شیواني: نن ورځ داسې خلک شته، چې له خپل واده سره هېڅ خوشاله نه دي او له همدې امله، له خپل واده نه دباندې په نورو اړیکو پسې ګرځي.
مرکچي: او بیا دغه اړیکه هم پرې کوي او بیا دریمې اړیکې پسې ځي؟
شیواني: هو، ځکه چې دوی فکر کوي، چې خوشالي له یوه شخص سره راځي.
مرکچي: نو د همدې لپاره د هغه شخص په لټه کې اوسه؟
شیواني: دقیقاً! بس په لټه کې يې اوسه.
مرکچي: نو، بلاخره دې نتیجې ته رسېږو، چې خوشالي هېڅ، هېڅ، هېڅ کله له بهر څخه نه شي راتللی او دغه څپرکی نور ختم دی.
شیواني: دا خورا مهم څپرکی دی او باید هره ورځ تجربه شي.
مرکچي: ښه خیر، وبښه چې دا خبره مې وکړه، چې څپرکی ختم دی. وبه وایم، چې زه نور خپل پخواني تصور ته د پای ټکی ږدم او اوس په بدیله لاره غور کوم، ځکه چې په خپله پخوانۍ لاره تګ هېڅ معنا او ګټه نه لري. ته وګوره، چې موږ څومره زحمت باسو او هلې ځلې کوو، چې ممکن خوشالي به په دې زیارت کې پیدا کړم، خیرات به ورکړم، ماشومانو ته به ډوډۍ ورکړم؛ یا به پلانکۍ خانقا ته ورشم…
شیواني: یا به ټولنیز او مدني فعالیتونه وکړم…
مرکچي: مدني فعالیتونه به وکړم، د غریبو او سوالګرو ماشومانو مرسته به وکړم، خو بلاخره ماښام چې راستنېږم، بیا هم خپله خوشالي په مخدره موادو یا شرابو کې وینم، چې دا پخپله یوه بله وابستګي او تکیه ده. ههه!
شیواني: بالکل؛ وابستګۍ ډېرې زیاتې لرو. مثلاً خریداري کوم، ولې؟ ځکه غواړم خوشاله شم. نن به فلم وګورم، تر څو خوشاله شم.
مرکچي: خو کله چې خپله مېرمنه یا ملګرې خریداري ته بوځو، نو هغوی په رښتیا هم ډېر زیات خوشاله وي او پخپله دا فکر کوو، چې راځئ، دباندې به ولاړ شو.
شیواني: خو څو ورځې او څو ځله به یې یوسې او خوشاله به يې کړې؟
مرکچي: نه پوهېږم، چې څو ورځې یا څو ځله به یې دباندې بیایم؟
شیواني: وګوره، اصلاً پېښېږي څه! کله چې موږ خپل ذهن په یوه بل شي بوختوو، مثلاً ټلویزون ته کېنم، یا یو فلم ګورم، نو څه پېښېږي؟ هر څه چې زما په ذهن کې روان وي، هغه د یو څو شېبو لپاره شاته ځي.
مرکچي: سمه ده.
شیواني: دا همداسې مثال لري، لکه مثلاً په غاښ دې درد دی، نو ته ټلویزون روښانه کړې او یوه فلم ته کېنې. په دې جریان کې به دې بیخي له یاده ووځي، چې د غاښ درد دې درلوده او نور به دا شعور درسره نه وي، چې لږ مخکې دې غاښ درد کاوه که نه. خو کله چې ټلویزون بند کړې…
مرکچي: درد به دې روښانه شي…ههه!
شیواني: هو، درد دې بېرته راګرځي. خو دلته څه پېښ شوو؟ آیا دا په دې معنا ده، چې غاښ دې روغ شوی وو او اوس بېرته زخمي شو؟ نه، غاښ دې په ټول جریان کې زخمي او په درد کې وو.
مرکچي: خو ذهن دې بل چېرته وو؟
شیواني: خو ذهن مې بلې خواته مشغول وو.
مرکچي: نو آیا ستا ذهن…
شیواني: زما ذهن منحرف شوی وو. په اصل کې زما غاښ درد کوي، خو د خپل درد شعور راسره نشته. ښه، په اصل کې له درد نه څوک خبر دی. زما ذهن خبر دی چې غاښ مې درد کوي. خو زه خپل ذهن یوې بلې خواته مصروفوم، هغه که له چاسره خبرې وي، خریداري وي او یا ټلویزوني برنامه وي؛ او په دې جریان کې د غاښ په درد اګاه نه یم. نو اوس زه فکر کوم، چې درد له منځه تللی دی. خو په حقیقت کې درد له منځه نه دی تللی، بلکې خبره دا ده، چې زه له خپل درد نه اګاه نه یم. او کله چې ټلویزون بند شي، بېرته درد را پورته شي. ذهن هم په همدې ډول دی. ټوله ورځ مې سخته تېره شوه. اسټریس او اضطراب راته پیدا شوي او لا مې هم په ذهن کې موجود دي. خو زه وایم، «راځه، د فلم لیدو ته لاړ شو. راځه، په چکر لاړ شو. راځئ، له دې ځایه پنځلس ورځې رخصتي واخلو او لرې ولاړ شو.»
مرکچي: آیا دا تېښته ده؟
شیواني: نه، یوازې هڅه کوو، چې خپل ذهن له هغه ځای نه بل ځای ته انتقال کړو.
مرکچي: لنډمهاله خوشالي؟ یعنې آیا لنډمهاله خوشالي یې وبولو، تېښته یې وبولو او که بل څه؟
شیواني: خوشالي نه ده، بلکې له حقیقت څخه د ذهن مؤقتي انحراف دی. ههه! دا خوشالي نه ده، ځکه بېرته چې راستانه شو، لنډه موده وروسته به مو بېرته هماغه حال وي.
مرکچي: شیوانې خورې…
شیواني: ګوره، خوشالي به دا وه، چې که چېرته مو اسټریس، اضطراب یا درد روغ شوی او له منځه تللی وی. خو په دې ځای کې ستا د غاښ درد روغ شوی نه دی، بلکې ته له خپل درد نه اګاه نه وې.
مرکچي: نو بیا ولې رخصتي اخلو، ولې په مېلو او چکرونو ځو، ولې سېنما ته ورځو…
شیواني: دا ټول ښه کارونه دي؛ یو بدلون دی، تفریح ده، له عادي ژوند سره مختلف کار دی.
مرکچي: شیواني خورې، فکر کوم، چې وخت په ختمېدو دی. د لیدونکو لپاره به لږ مراقبه وکړو، تر څو ټوله اوونۍ څلرویشته ساعته خوشالي تجربه کړو او یا د خوشالۍ لپاره په شیانو او توکو پورې وابسته نه اوسو. نو ښه به وي، له موږ سره لنډه مراقبه شریکه کړئ.
شیواني: یوازې باید له خپلو فکرونو اګاه اوسو او هڅه ونه کړو، چې خپل ذهن د خوشالي په نوم یوه بل شي ته منحرف کړو، هغه که ټلویزوني برنامه وي، فلم وي، الکولي مشروبات وي یا مخدره مواد وي. په اصل کې موږ خپل شعور ځپو او بیا فکر کوو، چې دا موږ ته خوشالي راکوي. خو دا یو هم خوشالي نه راکوي، بلکې یوازې خپل شعور او خپل فکرونه ځپو. او څنګه چې د مخدره موادو تاثیر له منځه ځي، زما شعور بېرته بیدارېږي او ممکن له لا ډېر درد سره را بیدار شي. نو زه باید د دې خبرې مسؤلیت واخلم، چې دا یې حل لاره نه ده او یوازې له خپلو مشکلاتو تېښته ده. خو تر څو به ترې وتښتم؟ رخصتي به واخلم، خو تر کله؟ یوه ورځ به بېرته خپل کار ته را ګرځم. موږ باید د همدې مسؤلیت واخلو. اوس به لنډه مراقبه وکړو:
«خپل ځان په نظر کې نیسو. سبا ته د کار په جریان کې چې هر ډول حالت وي، زه هېڅ څوک هم نه ملامتوم. زه د خپل احساس لپاره هېڅ څوک مسؤل نه نیسم، ځکه چې زه پوهېږم، چې هر څه زما ایجاد دی. دا چې زما ذهن تل دا خبره کوي، چې دا د هغوی له لاسه! په دې ځای کې تم کېږم. خپل ځان په نظر کې نیسم. آیا دا انتخاب لرم، چې یو بل ډول غبرګون وښیم؟ زما فطرت او زما شخصیت څه دی! نه پرېږدم، چې زما فطرت او شخصیت د نورو خلکو د چلند او شخصیت تر اغېزې لاندې راشي. زه د خپلو ځانګړتیاوو او خصوصیاتو خپروونکی یم او هېڅ توپیر نه کوي، چې شاوخوا مې څه پېښېږي؟ همدا د ځان مسؤلیت دی. اوم شانتي!
مرکچي: اوم شانتي! مننه، شیواني خورې! او لیدونکو تاسو ته هم اوم شانتي! پام شوی به مو وي، چې ډېر په ارامه خبرې کوم. کله چې شیواني خور سره مراقبه وکړم، نو ځان کې یو ډول بدلون احساسوم. خو که دغه مراقبه لږ ډېره موده وکړو، نو زموږ په ژوند به څومره تاثیر ولري؟ په راتلونکې مرکه کې به بیاسره ووینو. تر هغو په مخه مو ښه! اوم شانتي!