جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهامریکا: طالبان دې خپل سیاستونه بدل کړي

امریکا: طالبان دې خپل سیاستونه بدل کړي

تاند: ( سې شنبه، د زمري ۱۰ مه )  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې استازو یې په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره د دوه ورځینیو خبرو پر مهال غوښتنه کړې، چې طالبان دې د بشري حقونو په اړه خپل سیاستونه بدل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه ټول شموله حکومت د رامنځته کولو مسئلې ته په اشارې سره زیاته کړې: د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د خلکو د حقونو او د هغوی د غږ د درناوي لپاره د هېواد د راتلونکي د جوړولو لپاره خپل ملاتړ څرګند کړ.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، امریکايي پلاوي د افغانستان د اقتصاد د وضعیت او د بانکدارۍ سکتور پر وړاندې د شته ننګونو په اړه هم خبرې وکړې او د افغانستان د مرکزي بانک او د مالیې وزارت له استازو سره یې هم وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې په بیانولو سره چې احصایې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د انفلاسیون د کمښت، د صادراتو د ودې او وارداتو د کموالي ښکارندویي کوي، زیاته کړه چې امریکايي چارواکو په دې غونډه کې د اقتصادي ثبات په اړه تخنیکي خبرو ته چمتووالی وښود.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د نیول شویو امریکايي اتباعو د سمدستي او غیر مشروطه خوشې کیدو غوښتنه هم شوې او ویلي یې دي چې «دا بندیان له طالبانو سره د مثبتو اړیکو پر وړاندې یو مهم خنډ دی».

طالبانو بیا ویلي، چې د امریکا په تور لېست کې د خپلو شاملو مشرانو د نوم پاکېدو، د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خلاصون په اړه یې امریکایي لوري سره خبرې کړي دي.

دوی د امریکا د غوښتنو پر وړاندې د خپل ځواب په تړاو څه  نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب