جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهکابلوف: طالبانو د ټول ګډونه حکومت جوړولو لپاره هیڅ ګام نه دی...

کابلوف: طالبانو د ټول ګډونه حکومت جوړولو لپاره هیڅ ګام نه دی اخېستی

تاند: ( سې شنبه، د زمري ۱۰ مه ) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره هیڅ کوم پرمختګ نه دی کړی.

کابلوف “ټاس” خبري اژانس ته وویل چې دغه موضوع به د افغانستان په اړه د مسکو د راتلونکې غونډې د اجنډا په سر کې وي.

د هغه په وینا، دا غونډه به د سپټمبر په ۲۹ د روسیې په کازان ښار کې جوړه شي. .

نوموړي د دې په څرګندولو سره چې د مسکو په راتلونکې ناسته کې به د طالبانو پلاوی هم ګډون وکړي، زیاته کړه چې په دې ناسته کې به له ترهګرۍ سره د مبارزې او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه هم خبرې وشي.

د افغانستان په اړه د مسکو پخوانۍ غونډه په تېر نومبر میاشت کې په مسکو کې جوړه شوې وه. دا فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې د پروسې د پرمخ بیولو په موخه رامنځته شو او د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي پکې ګډون لري.

طالبانو د دغې غونډې د اجنډا په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې خپل رژیم ټول شموله او د ټولو افغانانو استازی بللی.

دوی دا هم ویلي، چې د واکمن رژیم د څرنګوالي بحث د افغانستان داخلي موضوع ده.

یو شمېر افغان شنونکي بیا باور لري، چې د روسیې په ګډون بېلابېل هېوادونه غواړي د ټول شموله حکومت جوړولو په نوم پر طالبانو خپلې نفوذي څېرې وتپي.

د دوی په باور، افغانستان د پردیو نفوذي څېرو د ټول شموله حکومت پر ځای یو قانونمند اومنتخب نظام ته اړتیا لري او ټینګار باید پر همدغسې نظام وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب