جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهملا برادر د افغانستان د اقتصاد په اړه د نړیوال بانک د...

ملا برادر د افغانستان د اقتصاد په اړه د نړیوال بانک د راپور هرکلی وکړ

تاند: ( سې شنبه، د زمري ۱۰ مه ) طالبانو د افغانستان د انفلاسیون په اړه د نړیوال بانک د راپور هرکلی وکړ.

دغه بانک د افغانستان د اقتصادي څارنې په نوي راپورکې چې پرون د جولای په ۳۱ یې خپور شو، وویل چې په تیرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د کال پرتله انفلاسیون منفي و.

سرچینه زیتوي:د توکو عرضه کافي خو تقاضا کمه وه او له پنځوس سلنې زیاتې افغان کورنۍ د خپل معیشت اود  لګښتونو د پوره کولو په چاره کې له ستونزو سره مخ وې.

نړیوال بانک زیاتوي، سره له دې چې په ۲۰۲۳ کال د سوداګرۍ کسرزیات شوی خو د دې کال له جنوري څخه ترجولای پورې د افغانۍ ارزښت د لویو اسعارو پروړاندې لوړشوی دی.

د نړیوال بانک د اقتصادي څارنې د راپورله مخې شرکتونو د ۲۰۲۳ کال په جون کې له بانکونو څخه د پیسو په ایستلو کې د ښه والي راپور ورکړی.

 د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغه راپور هرکلی کړی.

نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي، که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، بندیزونه لیرې او د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي، نو افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې په بشپړډول پرمختګ وکړي.

نړیوال بانک په افغانستان کې د انفلاسیون د کمښت خبرداسې مهال ورکوي چې د طالبانو ترواکمنۍ لاندې پرافغانستان د لویدیځوالو د مالي او پربانکي سیسټم یې د بندیزونو له امله په دې هیواد کې د رغونې ډیرې هغې پروژې چې په لسګونو زره کسانو ته پکې د کارزمینه برابره شوې وه، په ټپه دریدلې دي.

له دې سره، یو شمېر شنونکو ویلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه مثبتو او منفي راپورونو دواړو ته د شک په سترګه ویني.

د دغه راپور په اړه یو شمېر کارپوهانو ویلي، چې عملاً هره ورځ له افغانستان څخه د فقر او اقتصادي ناورین د شدت راپورونه دي، خو نه پوهیږي نړیوال بانک د کومو معلوماتو په اساس دا ارزونه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب