دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهقزاقستان: افغانستان کې لوږه او اقتصادي ناورین د سیمې ثبات ګواښي

قزاقستان: افغانستان کې لوږه او اقتصادي ناورین د سیمې ثبات ګواښي

تاند: ( سې شنبه، د زمري ۱۰ مه )  د قزاقستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر “کنات تومیش” ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي بحران او لوږه د ترهګرۍ او افراطیت د ودې لپاره بنسټ جوړوي او د سیمې امنیت ګواښي.

“کونات تومش” په دې خبرې ټینګار سره چې په افغانستان کې باید د بې ثباتۍ مخه ونیول شي ؛ په یوه خبري غونډه کې وویل: افغانستان په اقتصادي بحران کې ډوب دی او دوه پر درېیمه برخه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري او په دغه هېواد کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي له کړکېچ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: دغه حالت د ترهه ګرۍ او تندلاریتوب د ودې لپاره زمینه برابره کړې ده او په نتیجه کې منځنۍ اسیا او سیمه له ګواښونو سره مخ شوې ده.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه: “موږ باور لرو چې یوازې د نړیوالې ټولنې په ګډو هڅو سره افغانستان کولای شي یو خپلواک او باثباته هېواد شي چې له خپلو ګاونډیانو سره سوله ییز ژوند ولري او خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي.”

ویل کیږي چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه شاوخوا ۹۹۰ میلیونه ډالره ده او تمه ده چې دا شمېره نوره هم لوړه شي.

ټاکل شوې د کابل او قزاقستان د پانګوالو سوداګريز کنفرانس روانه اوونۍ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړ شي. ویل کیږي چې په دې پروګرام کې به تر ۱۵۰ زیات افغان پانګوال برخه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب