جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهپلونه (لنډه کیسه) ليکوال: ضمير څار

پلونه (لنډه کیسه) ليکوال: ضمير څار

د ښار په يو اړخ کې لمر و؛

په بل کې، زه.

لمر زېړ اوښتی و؛ ښکارېدل چې کومه ټکه پرې رالوېږي. او زه؟ زه لا له وړاندې په يو درد اوښتی وم.

د مبايل سکرين مې روښانه کړ. همدا چې ورومې‌کتل، پرې پښېمانه شوم او له دې سره مې زړه نور هم ښکته ولوېد. ړومبنی غشی لا په کې خښ شو. د درد څړيکه د مې د سينې له قفس دباندې راووته.‎

مبايل مې، بېرته، جېب ته کړ. څنګلونه مې د بالکن پر کټارې تکيه کړل؛ مخ مې پر لاسونو ونيو؛ او سترګې مې د لمر په لور وغړولې. لمر هم لاندې لوېدلی و او تصادفاً د ښار يوه لوړ منار ته برابر شوی و. لږه اندېښنه راولوېده: منار راته بل ډول ښکاره شو – خطرناک غوندې. او لمر؟ وار په وار ورنږدې کېده. ما نه غوښتل چې پر لمر دې هم زما حالت راشي؛ خو د دې کار مخه مې نيولی هم نه‌شوای. منار، لکه غشی، پر لمر ننوت. په يو درنګ کې، لمر، لکه زما زړه، دوه ټوټې و؛ او وينې ترې بهېدې.

دا، پرله‌پسې، پنځم غمجن ماښام و.

هر ماښام به، په همدې ډول، په خپل ځای ولاړ وم؛ او لمر به، د ښار په بل اړخ کې، مات او په وينو سور، ولاړ.  

***  

زه له يوې نجلۍ سره مينه کوم. هغه هم راسره مينه کوي؛ او که يې کوله؟ نپوهېږم. هغه څانګه نومېده او، ليرې، په يو بل ښار کې اوسېږي. زمونږ تر منځ مبايل دی – د اوسنۍ زمانې رويبار. دواړه په همدې خبرې کوو؛ او که مو کولې؟ نپوهېږم، څه مې ورته ويل؛ او هغې څه راته ويل؛ خو کله به ورځ راباندې شپه شوه؛ او کله شپه راباندې ورځ. ډوډۍ به هر وخت سړه شوه. يوه ورځ، د کوټې ملګري راته وويل:

“د ډوډۍ په وخت کې يې لږ بند که.”

د هغه خبره مې واورېده؛ دا مې ښه يادېږي. خو ځواب مې ور‌کړی نه و. ما غوښتل مبايل کېږدم او دسترخوان ته ورنږدې شم خو، نپوهېږم، په خبرو کې نښتی وم که څنګه، نه مې هغه ته ځواب ورکړ او نه دسترخوان ته ورنږدې شوی وم. هغه هم نور راسره عادت شوی و؛ يا زه لږ تر لږه ما داسې فکر کاوه. غبرګه يې کړه:

“وږی يم، ټوله به رانه وخوړل شي.”

دا خبره يې هم د مخکنۍ هغې په سرنوشت واوړېده. او، پوهېدم، ټوله نه‌خوري، دومره ظالم نه دی او ټوله خوړی هم نه‌شي، دومره لوی‌نسی هم نه دی – يوازې سترګې يې نه مړېږي. زه به چې هم دسترخوان ته کېناستم، خصوصاً، چې ډېر وږی به وم، زړه به مې ويل چې ټوله يوازې وخورم. که څوک به په کاسه راسره و، مړۍ به مې ورڅارلې؛ که غټې وې، ما به هم غټې کړې او که به ګړندی و، زه به هم ګړندی شوم. سترګې به مې پر کاسه ولاړې وې: د هغه لاس به راننوت او له مړۍ سره بېرته ووت. د کاسې تل ته به چې ورسېدو، موړ به شوم. کاسه به مې ورټېله کړه – زما د کاسې پاکول نه خوښېدل يا به ډېر موړ شوی وم او خوړو به نور خپل ارزښت له لاسه ورکړی و.

خو، دا ځل، هغه په خپله خبره درېدلی و؛ کاسه خالي وه. ور ومې کتل، مسکی شو. زما تندی راټول شو:

“خپل کار دې وکړ!”

سمدلاسه يې کړل:

“ته بايد جزا ووينې.”

غوسه شوم؛ د ده دې کار خوند راکړی نه و او که په وږي نس سړی داسې کېږي. ما سختې خبرې کولې خو هغه خندل – دې به لا پسې وسوځولم.

دا کيسه مې بيا څانګې ته وکړه او، نپوهېږم ولې، هغې هم خندل.

مونږ ريښتيا هم ډېرې خبرې کولې او د خپل د واړه ژوند هره خبره مې ورسره شريکوله. که رښتيا ووايم، په دليل يې هم نپوهېږم. ما له دې وړاندې – کله چې په کلي کې وم – له نجونو سره خبرې نه کولې؛ يا مې نه شوای کولې او که چاپېريال اجازه نه راکوله – يوازې د توړۍ له لورګانو سره به مې کومه نيمه خوله خبرې وکړې؛ په هغې به مې هم د پلار تندی تريو و، پوهېدم پرې، او همدا وجه به وه چې کله به مونږ کره راغلې، دباندې به ډېر اوسېدم. زه، په يو نه يو ډول، له خپل کوره پردی کېدم. که به مې جرأت وکړ چې کور ته راشم، ځينې وخت به داسې برخورد راسره وشو لکه زه چې کوم مجرم يم: په بله او بې‌کاره خونه کې به کېناستم او ډوډۍ به مې هم يوازې خوړله – مور به مې راته هر څه راوړل او نوره به رانه ولاړه.

***  

له لمر لوېدو وروسته تيارې خپله لمن پر ښار وغوړوله؛ نور نو هر څه تور شول؛ ان زما وجود هم.

مبايل مې راووېست. دا ځل، په سکرين کې د نوي مسج نښه راغلې وه او له دې سره جوخت زما په وجود کې د هيلې يوه شمع ولګېده؛ رڼا يې زما له سترګو دباندې راوتله. له ځان سره مې کړل:

“څانګه ما نه شي پرېښودی.”

خو دا مسج به د هغې وي او که نه؟ زړه مې ناڅاپه ټکان وخوړ. له خولې مې بې‌اختياره ووتل:

“کاشکې د بل چا نه وي…”

مبايل مې پرانيست:

“ګوندې يې ليکلې وي: بښنه غواړم….”

دې، اصلاً، ما ته ډېر خوند راکاوه چې هغې له جنګ وروسته را ته عذر کړی وای؛ خو دا مې تل بد راتلل، ډېر بد، او لا مې هم بد راځي چې وېره مې پر ځای وي. همداسې وشول: مسج بل چا کړی و. له دې سره، يوه سړه سېلۍ له کوم لوري راغله او زما په وجود کې لږ وړاندې بله شوې، او، شايد، د ښار وروستۍ شمع رامړه کړه. نور نو هره خوا تياره وه. نوی مسج مې پرانيست:

“سلام.”

بې‌سېکه مې ځواب ورکړ:

“وعليکم.”

پر پروفايل يې د يوې نجلۍ تصوير و او نوم يې صدف تنها لوستل کېده‎. بيا يې وليکل:

“څنګه ياست؟”

ما ته يې نه تصوير او نه هم نوم خپل ښکاره شو؛  ممکن يو دليل به همدا هم و چې نور مې ورته څه ونه‌ليکل. نور، زما په ګوتو کې اصلاً شيمه پاتې نه وه؛ او چې څانګه به راياده شوه، ټول وجود به مې په يوې وچې دښتې بدل شو، هغه چې اوس يې لمر هم نه درلود او د تيارو په منګولو کې وه. هغې لا هم مسج نه و کړی او داسې هېڅ نه پېښېدل: زمونږ جنګ، چې ډېر به اوږد شو، تر يوې ورځې نه اوښت.

***  

مونږ په لومړي ځل په يو سيمينار کې وليدل؛ او، له هماغې لومړۍ ورځې، پر ما خوږه ولګېده.

ورو ورو زمونږ، يا لږ تر لږه زما، مينه شوه او دا، نپوهېږم څنګه مثال راوړم، لکه…؟ لکه په سره غرمه کې يو، تندې پسې اخيستی، لاروی چې څاه ومومي او پرته له دې چې د بېرته راوتلو لیار يې وسنجوي، ورښکته شي – د يو کليوال په توګه، زه د مخالف جنس له ليدلو، خبرو او، په تېره بيا، له مينې خورا ډېر لرې پاتې شوی وم.

هغه ډېره ښکلې هم نه وه؛ لکه زما د پلار رسامي، وخت ناوخت به کوم نيم ځای په کې ښکلی راته نه‌برېښېده. که په څنګ به وه، پوزه به يې لږه غټه معلومېده؛ مخامخ به يې اننګي لږ راوتلي وو؛ او کله به يې ويښته ښايسته نه وو. کله خو به بيا هېڅ نپوهېدم چې کوم ځای يې راته سم نه‌ښکاري؛ څرنګه به چې د خپل پلار په رسامۍ کې همداسې پاتې راغلم – پوهېدم به چې يو ځای يې ښکلی نه دی خو نه به پوهېدم چې کوم ځای.

***  

شپږم سهار و. لس ځله به وو او که له هغې هم ډېر، سر مې له بړستنې ووېست او د مبايل سکرين مې روښانه کړ. ما د څانګې د يوې خولې خبرې ارمان درلود. اخر، له ما سره يې مينه کوله.

يوه ورځ يې راته وويل:

“دومره مينه درسره لرم څومره چې له ځمکې تر سپوږمۍ او له سپوږمۍ بېرته تر ځمکې مزل دی. “

مسکی شوم. زر يې زياته کړه:

“له دې هم ډېره.”

داسې خبرو به يې خوند راکړ: سترګې به مې پټې شوې او سر به مې په شا ولاړ. ما به ورته ځواب نه درلود – له دې ښکلې جمله مې نه‌شوای ليکلی.

خو، نن سهار به مې هم، د پنځو نورو په څېر، بېرته بړستنې ته پناه يووړه: تيارې، اصلاً، زما پرده کوله. نن مې ازموينه هم اخيستله. زړه کې بل تشويش راولوېد: هسې نه ناوخته شوي وي. يو ځل مې بيا د مبايل سکرين روښانه کړ. دا ځل، د ساعت لپاره خو سترګې مې ناڅاپه د دوو نويو مسجونو پر نښو ولګېدې. مسکی شوم. له ځان سره مې کړل:

“له دې دوو خو به يو خامخا د څانګې وي.”

کېناستم. ومې ويل:

“دا به دې مخکې منلې وای ګرانې! زما مينه له زړه کله وېستی شې.”

مبايل مې پرانيست؛ بيا مې ورو زياته کړه:

“دومره ځور ته ضرورت څه و؟”

هو، يو نوی مسج د څانګې و – زما د مينې. مسج مې لا نه و پرانيستی چې له ځايه پورته شوم او په کوټه کې، د اتڼ په دود، تاو راتاو شوم. له خولې مې ووتل:

“خوند يې وکړ!”

همدا چې مسج مې ولوست، پر احساساتو مې د سالنګ اوبه تويې شوې؛ په درنګ کې ټول مړه او پر اوږو مې، لکه مړي، درانده شول. کېناستم. هغه مې بيا ولوست:

“زه دې ۹۹۹ واره له ځانه وشړلم خو زه ۱۰۰۰ واره بېرته راغلم. ته بيا هم بدل نه شوې. که ته فکر کوې چې په ۱۰۰۱ وار به راوګرځم؟ تېروتلی يې. هېڅکله نه….”

هو، د سالنګ اوبه ډېرې سړې وې؛ دومره سړې چې نور يې سوځولم. و مې ليکل:

“تا ته چا ويل چې بېرته راشه؟”

ګوتې مې د مبايل پر سکرين په تورو پسې سرګردانې وې:

“تا ته هېڅ ضرورت نه لرم.”

نپوهېږم ولې مې داسې ليکل خو په يو نه يو ډول يې د سوي اغېز کماوه. ما، اصلاً، هغې ته ضرورت درلود او د بېرته راتګ لپاره يې څومره لالهانده وم. يو حس يا فکر، نپوهېږم، دا به هم راته ويل چې بېرته راځي؛ يا به مې، په دې توګه، د هغې د نه راتګ درانده غم ته اوږه ورکوله.

او، بل نوی مسج د صدف تنها و. هغې ليکلي و:

“ته څومره مغرور يې.”

نپوهېږم چې دا خبره يې څه مانا لري؛ خو ورته مې وليکل:

“تاسې څوک ياست؟”

***  

دا لومړی ځل نه و – وروستی به هم نه و – چې ما او څانګې جنګ کاوه؛ او کله هم په نه خبره. وروسته به پښېمانه شوم خو هغه وخت به کار له کاره تېر و.  کله به د هغې پر پوست د کوم هلک په کمنټ ورته غوسه شوم؛ خصوصاً، چې همکار به يې و. يو هلک به د يوې نجلۍ پر پوست له مينې ډک کمنټ د څه لپاره کاوه؟ او کله ناکله به کوم نااشنا نارينه – البته زما لپاره – د هغې په يو پوست کمنټ يا‎ لايک کړی و، د هغه پروفايل ته به ولاړم او په ډېر دقت به مې وکاته. له ځان سره به مې کړل:

“دا به څه ارتباط ورسره لري؟”

يو ځل په يو تصوير کې – خپل دفتر به يې و – رييس يې ورته ځير ځير کتل. د دې عکس په ليدلو، يو دم، توفاني شوم؛ خو ښه وه، هغه په همدې وخت انلاين نه وه. وروسته، چې انلاين شوه، ورته مې کړل:

“د رييس دې ډېره خوښېږې.”

هغې وليکل:

“څه؟”

زه لکه د امو سيند پر سر غلی خو لاندې، لا هم، خروشان وم:

“ډېر درته ګوري.”

“هغه يوازې تصوير دی.”

“او کنه، تا ته چې نه ګوري نو چا ته به ګوري.”

“ته اوس بيا له دې يوه لويه خبره جوړوې.”

هماغسې شول؛ که څه هم ما نه غوښتل. خبرې اوږدې شوې؛ ان تر دې چې ورته مې کړل:

“نور له ما سره خبرې مه کوه.”

هغه غلې شوه. ما زياته کړه:

“نور دې ته پوهېږې او رييس دې.”

***

نکټايي مې د وروستي ځل لپاره په اينه کې سمه کړه او له کوټې ووتم. د پوهنتون پر لاره مې مبايل راواخيست. هغې ته مې وليکل:

“زه بښنه غواړم.”

زما د احساساتو اور، نور، په خوږلن بدل شوی و:

“زه درسره مينه لرم.”

لږ وروسته يې راته وليکل:

“اوس فايده نه کوي.”

ټولګي ته لا رسېدلی نه وم؛ ودرېدم. ګوتې مې پر کيبورډ په منډو شوې:

“څه مانا؟”

“دا مسجونه نور ما ته مه رالېږه.”

“ولې؟”

“هغه…”

نور مې لوستی نه شو. بې‌حسه شوم. لکه ژوندی مړ، لاسونه او پښې مې بې‌حرکته شوې. نپوهېږم، ټولګي ته څنګه داخل شوی وم او د ازموينې پاڼې مې څه وخت وېشلې وې. له يوې سترګې مې يوه اوښکې وښويېده؛ له ليمې سره مې توده وه خو، هغه هم، پر مخ سړه شوه؛ او پر شونډو مې مالګينه ولګېده. شاوخوا مې وکتل. ښه و، زده‌کوونکي، ټول، پر خپلو پارچو ټيټ وو.

ما دا منلی نه شوای چې يوه نجلۍ دې يو هلک پرېږدي. نه، نو په ما کې څه کم و؟ دې خبرې ډېر ځورولم. د دې حالت درد، بې‌حده، ډېر زورور و. فکر وکړئ لکه زما زړه چې د غنم په څېر په ژرنده کې پر يوې تيږې اېښودل شوی وي او بله پرې راوګرځي؛ ذره ذره و. که څه هم په صنف کې په يو ځای مېخ وم – دا به د زده‌کوونکو لپاره، په خپله، په زړه پورې وه چې د ازموينې په ورځ دې استاد نه ګرځي او‎ په خپل ځان کې ورک وي – خو، پوهېدم، د دردېدلي زړه ذرې مې هره خوا خورې وې؛ که نه، زده‌کوونکو به شور جوړاوه؛ او که ما نه اورېده؟

لږ وروسته مې پام شو چې زده‌کوونکي، يو په بل پسې، پاڼې پر مېز ږدي او چوپه خوله وځي؛ سرونه به يې ښکته ځوړند وو – ازموينه تمامه شوې وه. ما هم، ورو ورو، پاڼې ټولې کړې؛ ووتم؛ او د زړه ذرې مې؟ هغوی به هم راپسې راروانې شوي وي. ځنډ وروسته، په خپله کوټه کې وم او زړه مې راټولاوه خو دا لکه څوک چې له اوړو، بېرته، غنم جوړوي – یوه ناشونې هڅه وه.

صدف تنها مسج کړی و:

“ته ما نه پېژنې؟”

بيا يې وليکل:

“ستا کيسې مې خوښېږي.”

مبايل مې بند کړ. لا مې هم فکر کاوه چې څانګه مې پرېښودی نه شي. کېدای شي دا هر څه دروغ وي.

***

ورځې او اونۍ تېرې شوې؛ خو ما ويل که مياشتې او کلونه واوښتل. څانګې يو مسج هم ونه‌کړ. هغې دروغ نه ويل: هغه اوس، رښتيا هم، له بل چا سره وه. ما هم له ورخ تېرو اوبو پسې بېل را اوچت نه کړ – پوهېدم فايده نه کوي خو دا تريخ حقيقت په اسانه نه منل کېده. هېڅ څه مې ترسره کولی نه شوای – چې هر څه ته به مې لاس يووړ، هغه به راياده شوه او بې‌خونده به شوم. د کوټې ملګري را ته کړل:

“مرور نه يې؟”

ما ورته سر د “نه” په ډول وخوځاوه. نپوهېږم، هغه به ليدلی وي او که نه؟

له چا سره مې خبرې نه کولې. يوازې یوه کس سره مې خبرې کولې: صدف تنها؛ هغه هم په مبايل کې. هغې زما کيسې ستايلې او ما ترې مننې کولې. کله کله به يې د کيسې عجيب اړخونه راوسپړل. حيران به شوم – ما به هغو ته، د ليکلو پر مهال، هېڅ پام نه و کړی.

هغه، اصلاً، سهيلا نومېده او د پروفايل تصوير يې هم خپل نه و. يوه ورځ مې ورته وليکل:

“ته بل کار نه لرې؟”

هغې کړل:

“نه!”

“رښتيا؟”

ويې خندل:

“هاهاها! خوښېږې مې.”

ټکان مې وخوړ. هغې داسې ولې وويل؟ زما دا تمه نه وه. مسکی شوم – لږ خوند يې راکړ. د ځواب لپاره کلمې رانه وتښتېدې. هغې وليکل:

“زما په خبره خپه شوې؟”

ما کړل:

“نه.”

“نو ولې غلی شوې.”

“ته رښتيا وايې؟”

“زه دروغ نه وايم.”

***

هو، صدف تنها – وبښئ! سهيلا – دروغ نه ويل؛ خو ما؟ ما دروغ ويل: زما ترې بد نه راتلل؛ خو مينه مې هم پرې نه راتله. نپوهېږم ولې مې ورته ويلي و چې زما هم خوښېږي؛ او ولې مې ورسره چت کاوه؟

پر خپل وال مې وليکل:

“شراب په شرع ناروا دي.

په ما روا دي د يار غم غلطومه.”

هغه به د دې ټپې په مطلب پوهه شوې وي يا نه؛ خو زه پرې پوهېدم: زه، نور، په يوې صحرا بدل شوی وم.

پر ما د چا پلونه پاتې و او، نپوهېږم، د وخت څومره ډېر ګرد ته ضرورت و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب