تاند: ( سې شنبه، د زمري ۱۰ مه ) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي او ورسره پلاوي په قطر کې له مېشتو د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو سفیرانو او ځانګړو استازو سره وکتل.
د هغه دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي:«په دې کتنه کې چې د امریکا، بریتانیا، هسپانیا، سويلي کوریا، هالنډ، ایټالیا، استرالیا او کاناډا هېوادونو استازو پکې ګډون کړی وو.»
ویل شوي،چې د لیدنې پر مهال ملا متقي او یو شمېر نورو طالب چارواکو د دوی د رژیم د بېلابېلو فعالیتونو په اړه تفصیلي مالومات ورکړل.
متقي قطر مېشتو ديپلوماتانو ته، چې د افغانستان چارې مخته وړي وویل:« دغه نمایندګۍ ددې پر ځای چې د لرې څخه د افغانستان لپاره خپل ماموریت پر مخ یوسي، باید په افغانستان کې وجود ولري او د افغانستان اوسني واقعیتونه له نږدې وګوري.»
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د غونډې ګډونوالو د ورته ناستو پر دوام او له افغانستان سره پر تعامل او ښکېلتیا ټینګار وکړ.
بهرنیو ديپلوماتانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د متقي خبره دلته سمه ده، خو ستونزه د اعتبار ده او څوک د کابل په اوسنۍ واکمنې ادارې اعتبار نه کوي.
اعتبار به څنګه وکړي چې له الف تر ياء پورې له يوې مخې نګه ملايان دي او دوی له ملايانو او طالبانو پرته په بل چا باور نه کوي.
د دوحې ژمنه له هر اړخه سمه پلې نه شوه او تاسې په واک په منګولې ښخې کړې.
يوه ستونزه مو خپله سرسخته کړنلاره ده او بله دا چې داسې کړنې مو ترسره کړې چې د نړۍ باور مو له لاسه ورکړ او درېيم مو خپل شل کلن ملاتړی پاکستان په هر ډګر او هره نړيواله غونډه کې پښې په تېشه وهي او سخت تورونه درباندې لګوي.