یو په بل پسې موټرونه درېدل، موږ تقریباً پینځم موټر و، لمر پر زرغونه دره ګر مې وړانګې غوړولې، د شنو چینارونو له څوکو مرغان تښي و، ماشوم له سړک غوا واړوله، تر لکۍ یې کش کړه، غوا منډه کړې، ده څو لښتې یې نورې ورکړې، مخ یې ترې راوګرځاوه. د طبیعت پر پاکه هوا دې وېرې څپې خورې وې. له چینارونو یو دم ډزې وشوې، ماشوم د دیوال څنګ ته کېناست، ورو ـ ورو یې ساه اخیسته، د خړ موټر پر سر سرتېری ژر سر ټیټ کړ، شېبه وروسته د ډزو غږونه غبرګه شول، موږ په موټر کې ځانونه راټول کړل، د هر ډز له اورېدو سره مو د زړه ستنې کږېدې. ټول ښه ډارېدو. په دې هم پوهېدو چې شېبه په شېبه د مرګ غېږ ته ورنږدې کېږو؛ خو یو ته مو نه ویل سباوون په ماشوم کې سترګې ګنډلې وي، کونځې لمن، خړه خولۍ یې په سر وه. ماشوم د موټر خواته ورروان شو، ځمکې ته یې لاس کړ، پوچک یې لمن ته کړل، سباوون یې په اوږه لاس راکېښود کړل یې:
- وینې؟
په ویړو شونډو جمال زیاته کړه:
- پوچک ټولوي؟
ده ځان خبرو ته راجوړ کړ، بیا ډزو زور واخیست، ماشوم منډه کړه، پښه یې بنده شوه، پړ مخې ولوېد، په خاپوړو یې د دیوال بېخ ته ځان ورساوه، جوخت ودرېد، په خاورو ککړه لمن یې له نظره تېره کړه، په موټروان مو غږ وکړ:
- استاده شا ته کړه، زور یې واخیست
په ږیره یې لاس تېر کړ:
- کېنئ چې ازل مو نه وي پوره نه مړه کېږو
جمال خبرو ته خوله راجوړه کړه:
- عجل په دوه ډوله دی مطلق او معلق…
تر هغه یې چې خبره بشپړاوه، بیا ډزې شوې، له موټرونو سوارۍ کښته شوې، د دیوالونو خواته غلي په کړوپو ملاوو ودرېدل، سباوون ماشوم ته ورنږدې شو، هغه د پوچکو په شمېرلو بوخت و، جمال سترګې په کې خښې کړې، په خوبولو منګلو کې راپورته کړ، د خیال په مزو یې وتاړه، لاس تر زنې یې ښه ژوره ننداره وکړه، سباوون ورو ورته کړل:
- ځه ولاړ شه څه کوې
ماشوم پزه کش کړه، ګردجن لوستوڼي يې په پزه تېر کړ، په لمانده لوسټوني يې نظر ولګېد، شاته یې ونیوه، په شرمندونکي او غوسناک اواز یې وویل:
- نې تولۍ ټولم
جمال جیب ته لاس کړ، د موبایل په سکرین یې ګوته کش کړه، له ماشوم څخه یې ویډیو پیل کړه، سباوون ته یې اشاره وکړه چې پوښتنې ترې پیل کړي؛ خو ماشوم پوه شو، جمال ته یې شا کړه له ځانه سره په کنځلو بوخت شو، سباوون په خندنۍ لهجه بیا ترې پوښتنه وکړه:
- اې خیرنې ولاړ شه پلار به دې راشي بیا د وهي ګوره
ده ژر ورغبرګه کړه:
- هغه تېر کال په جنګ کې شید شو
د جمال په زړه خواخوږۍ څپې وغوړېدې، ورو یې زیاته کړه:
- ولې هغه سره پوچک نه ټولوې
جمال موبایل بېرته جیب ته کړ، ماشوم بیا ځان خبرو ته راجوړ کړ:
- هغه ارزانه دي
سباوون بیا ترې سوال وکړ:
- خئ دا ژیړ څه کوې
ماشوم شاوخوا وکتل، پوچک یې په پلاستکي خلطه کې واچول پورته شو په رفتار کې یې کړل:
- دا ژر پوچک کیمته دي اغه نور غریبي نه جوړه وي
خړ ټانګ بیا ډزې پیل کړې، ماشوم په ګرمو پوچ منګولې خښې کړې، ژر ژر یې کڅوړې ته اچول، غوا په کلي کې تر کورنو پنا شوې وه.پای