جمعه, مې 3, 2024
Homeکلتورسینمایوه پېښه هم جهاد دی، هم جګړه/ هدایت الله شیدا

یوه پېښه هم جهاد دی، هم جګړه/ هدایت الله شیدا

د روان کال د ډیسمبر په شپږمه د پاني پت په نامه نندارې ته وړاندې کیدونکی فلم د هغې تاریخ ویشنې پر اساس چې د تاریخپوهانو له خوا شوې د داستاني تاریخ په لیکه کې راځي.

داستاني تاریخ کوم معتبر لاسوند نه ګڼل کیږي او نه هم د دلیل په توګه وړاندې کیدلای شي بلکې تر ډیره د خیالي, ولوله انګیز او عاطفي جنبې لرونکی وي.

د پانې پت خونړۍ جګړه د نړۍ د مشهورو جګړو څخه یوه نه هیریدونکې جګړه ده احمد شاه ابدالي او د دې پیښې د پیښیدلو بشپړ جریان د تاریخ په سیاهۍ کې قلمبند دی.

بې له شکه ستر امپراتور احمد شاه(رح) زموږ بابا ویاړ او اتل دی خو دا هم باید له یاده ونه باسو هغه څه چې مونږ یې غنیمت بولو هندوانو ته چور و چپاول ښکاري .

څه چې مونږ ته مقدس جهاد وو هغوئ یې تجاوز بولي
زمونږ اتل په هیڅ صورت د مقابل لورې اتل نه شي کیدای

فرض کړئ که مونږ فلم جوړوو امکان لري چې داکټر برایډن مکناټن او ورته نور چې زمونږ هیواد ته په هره نامه راغلي ورته دې اتلان ووایو
خو برعکس همدا هر فرد د خپلې ټولنې اتل ځکه دی چې دوی د یو خاص ماموریت لپاره افغانستان ته راستول شوي وو.د خپل ملت لپاره یې بې شمیره قربانۍ ورکړي دي .

منظور مې دا دی چې دا مړی په دومره ژړا نه راځي لا خو معلومه هم نه ده چې فلم جوړونکو تر کومه حده د بې طرفۍ پر اساس تاریخ,هنر او انسانیت ته ژمنتیا ښودلې خو که د احمد شاه بابا سپکه یې هم کړې وي نو ډیر مه غوسه کیږئ غوسه صحت لپاره نقصاني ده.

بلکې وویاړئ او د ویاړ خبره دا ده چې بابا د نړۍ د تاریخي شخصیتونو په سر کې قرار لري احمد شاه ابدالي د خپل پیر شاه ولي الله او د هند د محلي راجاګانو په غوښتنه او ټینګار هند ته تشریف وړی او د مرهټیانو بیخ و بنیاد یې ویستلی وو .

د شاه ولي الله لیکلې نسخه چې پکې د احمد شاه بابا څخه غوښتنه شوې تر څو د مرهټ ظالم واکمن څخه د هندي ملت د ژغورنې لپاره هند ته راشي موجوده ده .

که سپکاوی یې شوی وي نو فلم جوړونکو د صداقت د مغلوبولو پر اساس د ځان سپکه کړې.

تاسو زغم ولرئ یواځې ننداره وکړئ او خوند ترې واخلئ
زما په اند دې موضوع ته په ټولنیزو رسنیو کې هوا ورکول د اطلاعات و کلتور وزارت او د افغانستان د موجوده دولت څخه د فلم د نشر د مخنیوي غوښتنه د وخت ضایع ده دا لیکنه مو سره نخښه
فلم به د روان کال د وروستۍ میاشتې په شپږمه نیټه ښه په درَز دروز نندارې ته وړاندې کیږي ځکه چې نه اوسنی افغانستان د احمد شاه ابدالي افغانستان دی چې هندو واکمن دې ورته خپله خپلواکي او د بیان ازادي تر پښو لاندې کړي.

او نه هم اوسني افغانان د احمد شاه ابدالي د وخت افغانان دي چې د خپل عصر د ټولو تحنیکونو, علومو او وسایلو څخه دې اګاه متدین باقوت او پیاوړي وي .

مونږ ډیر وروسته پاتې یو
هغه مرهټیان یا ښه ده ووایو په ټوله کې هندوان چې مونږ به ورته د ژوند رموز ورزده کولو اوس مونږ ته غنم راکوي طیارې راکوي او مونږ ورته د سوال ځولۍ غوړولې ځوړند سر ولاړ یو و.

د ژوندانه په هره برخه کې په خاص ډول د تعلیم په رابطه چې نن سبا د ملتونو د فلاح یواځینۍ کلۍ ده په هیڅ ډول ورسره د مقایسې وړ نه یو .

د بې ځایه شور و شغب جوړولو پر ځای بهتره ده چې د احمد شاه ابدالي په پل پل کیږدو
ښه ده چې د پخوانیو افغانانو په څیر موجوده نړۍ سره اوږه په اوږه نه بلکې ورڅخه مخکې روان او د بشري کاروان سرلاري شو .

د وروستۍ خبرې په توګه عرض دی چې که افغانان غواړي غچ واخلي نو خبرې دې بندې شي سرونه دې ښکته شي عملي اقدامات دې وشي
وړتیا دې پیدا کړي تر څو د څپیړې ځواب دې په سوک ورکاندې د سینما په ډګر کې دې د هندي سینما تر پوړۍ ځان ورسوي او بیا دې تاریخي پیښې په هماغه شکل داستاني کړي چې څنګه دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب