تاند
پوره نوم: سر چارلز سپنسر چاپلین (Sir Charles Spencer Chaplin)
زوکړه: د ۱۸۸۹ د اپریل ۱۸مه – لندن، انګلستان
مړینه: ۱۹۷۷ د دسمبر ۲۵ مه– سویس
تابعیت: بریتانیا
مشهور لقب: چارلي چاپلین
مسلک: اداکار، کومدین، فلم جوړوونکی، لیکوال، موسیقار
د فعالیت کلونه: ۱۸۹۹ – ۱۹۷۶
لنډه پېژندنه
چارلي چاپلین یو له هغو نړيوالو فلمي ستورو څخه دی چې د بې ږغه یا چوپ فلمونو په دوره کې یې د نړۍ د سینما بڼه بدله کړه. نوموړی د خپل ځانګړي کومدي سبک، خړ رنګه جامو، شپو خولۍ، لرګینې لکړې او خوندورو حرکاتو له امله په درسته نړۍ کې مشهور شو.
چاپلین د “کوچني آواره” یا “Little Tramp” په نوم کردار کې ځانګړی شهرت وموند، چې د ټولنیزو ستونزو او بشري حالتونو یو ښکاره تمثیل و.
ماشومتوب او کورنۍ شالید
چارلي چاپلین په لندن کې زېږېدلی و. پلار یې چارلز چاپلین سینیئر او مور یې هانا چاپلین دواړه د میوزیکال او سټېج تیاتر لوبغاړي وو. د کوچني چارلي ماشومتوب ډېر سخت تېر شو، ځکه چې پلار یې ډېر ژر ومړ او مور یې رواني ستونزې لرلې.

چاپلین له کوچنیوالي له فقر، لوږې او بېوسۍ سره مبارزه کړې ده. همدا سختۍ وې چې وروسته د هغه د هنري سبک برخه وګرځېدې.
فلمي ژوند او شهرت
چاپلین په ۱۹۱۳ کال کې امریکا ته ولاړ او هلته یې له Keystone Studios سره کار پیل کړ. ډېر ژر یې شهرت وموند او خپله فلمي کمپنۍ یې United Artists هم جوړه کړه.
ده د لسګونو فلمونو سناریوګانې لیکلې، او همداراز یې د ګڼو فلمونو لارښوونه، اداکاري او موسیقي هم په خپله کړې ده. له هغو فلمونو څخه چې نوموړی یې مشهور کړ، دا دي:
- The Kid (۱۹۲۱)
- City Lights (۱۹۳۱)
- Modern Times (۱۹۳۶)
- The Great Dictator (۱۹۴۰)
په فلم The Great Dictator کې یې د نازي جرمني د واکمن هتلر پر ضد توند انتقادي پیغام ورکړ، چې د چاپلین له خوا خورا زړور ګام و.
سیاسي فشارونه او جلاوطني
په ۱۹۵۰ لسیزه کې د امریکا د مککارتي دورې له امله، چې هلته د کمونیزم وېره خپره شوې وه، چاپلین تورن شو چې ګواکي کمونیستي تمایل لري. امریکا ورته د وېزې د تمدید اجازه ورنه کړه او هغه له خپلې کورنۍ سره سویس ته کډه وکړه.
شخصي ژوند
چاپلین څلور ځله واده کړی و. د هغه وروستۍ مېرمن اونا اونیل وه چې له ده سره تر مرګه پاتې شوه. له دې واده څخه هغه ۸ ماشومان درلودل.
وروستي کلونه او مړینه
چاپلین د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې ډېر لږ فلمونه جوړ کړل، خو نوم یې لا هم ژوندی پاتې و. په ۱۹۷۲ کې، د امریکا اکاډیمۍ هغه ته د ژوندانه د لاستهراوړنو لپاره ځانګړی آسکار ورکړ.
نوموړی په ۱۹۷۷ کال، د دسمبر په ۲۵مه، په سویس کې د زړه د حملې له امله ومړ. د هغه مړی د سویس په کورل سور ویو (Corsier-sur-Vevey) کې خاورو ته وسپارل شو.
میراث
چارلي چاپلین تر نن ورځې د سینما د تاریخ یو له نههېرېدونکو ستورو څخه ګڼل کېږي. د هغه هنر، احساس، خاموشه ژبه، او طنزي پیغامونه لا هم د نړۍ د سینما مینوال هڅوي. چاپلین ثابته کړه چې بېژبې فلم هم کولی شي نړۍ ته پیغام ورکړي، احساس خپور کړي او انسانان وخندوي.
چارلی چاپلین که څه هم « انګریز » ۇ خو ابلیس نه ۇ ( انسانی وجدان ئی ژوندی غوندی ۇ ) .
ویل کېده چی چاپلین ویلی وه:
” ما سینمائی هنر وړاندی کړ څو خلګ پر خپلو حالاتو وژاړی خو هغوی خاندی”.
بله خبره چی د چاپلین په هکله شایع وه دا وه چی چاپلین د افسون په ناروغۍ اخته ؤ، په بدله څیره ئې یوه روان شناس ته مراجعه وکړه او خپلی ستونزی ئې ور ته بیان کړې د لیدنی کتنی او خبرو اترو په پای کی روانشناس خپل ناروغ ( چاپلین ) ته وویل چی په هفته کی یو یا دوه ځله سینما ته ولاړ شی او د چاپلین د فلمونو ننداره وکړی څو په اصطلاح طبیعت ئی راسته شی.