دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهتیاره/ اجمل پسرلی

تیاره/ اجمل پسرلی

لوګي ته د څراغ رڼا تته شوې وه. د سپین څادر پر پیڅکه یې سترګې وموښلې. تر بخارۍ شاوخوا تاو شو، پوه نه شو چې لوګی له کوم ځایه وځي.

کړکۍ یې پرانیسته، له لرې د ډزو غږ راته. زوی یې ترسترګو شو چې په عسکري جامو کې له کوره رهي و:

« خو په هلمند کې دی»

توبه یې وایسته. د خپل زوی د راځوړند عکس مخې ته یې ګوتې تیرې کړې، لکه لوګی چې ترې لرې کوي.

 د کړکۍ له ژۍ د پخې په څير یو شی لاندې ولوید. ورته کښیناست، شین مچ و. یخ وهلی و. مچ یې له وزره ونیو د بخارۍ خوله یې بیرته کړه. لوګي ته یې سترګې سره ورغلې، مچ یې بخارۍ ته ورواچاوه.

سپینه پرده شمال د کوټې خواته راپورته کړه. په منډه ورغی، چې کړکۍ یې بندوله پر له پسې ډزې شوې. پټو یې پر اوږو سم کړ، کوټه سړه شوې وه لوګی هم لا سم نه و وتلی.

د راډیو ستن یې وګرځوله راوګرځوله:

« وسله وال په کابل کې ودانۍ ته ننوتې جګړه روانه ده….»

د ویاند غږ ورک شو، د موجونو غرژا شوه. ستن یې واړوله راواړوله. بریښنا قطع شوه. تپه تیاره شوه. د اورسۍ خواته یې غوږ ونیو. ډزې ورو ورو کیمدې، بیا خال خال شوې…..

راډیو یې ولګوله، سندره یې غږوله. د زوي څیره یې په تیاره کوټې کې لکه د بریښنا ځل بیا بیا ترسترګو کیده.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب