شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکلتورکوچنی شهزاده کتاب چاپ شو | سیال یوسفي

کوچنی شهزاده کتاب چاپ شو | سیال یوسفي

مشهور فرانسوي لیکوال انتونیو ډې سېنټ لیکلی Little Prince یا کوچنی شهزاد پښتو ته ژباړلی شوی او تازه له چاپه راووت. دا کتاب چې په انګریزي بڼه یې میلیونونه نسخې پلورل شوې دي له درې سوه زیاتو ژبو ته ژباړل شوی او د نړۍ یو له مشهورو کتابونو څخه دی.

د کتاب حجم وړوکی خو له محتوا ډک دی، دا د هغه پیلوټ کیسه ده چې په یوه دښته کې یې الوتکه غورځي او بیا له کوچني هلک سره مخامخ کیږي چې له لرو ستورو څخه راکوز شوی دی او ځان ته شهزاده وايي.

کوچنی شهزاده کتاب په کمه محتوا کې ډېر ټولنیز پیغامونه لري چې د انسان شیطاني نفسونو او د هغوی له امله ورته رسیدو ستونزو ته اشاره کوي.

کتاب کې دې ته هم اشاره شوې چې له ځمکې پرته نور ستوري هم شته او هغوی هم اوسیدونکي لري او له انساني خواصو سره نږدې خواص لري، هغوی کې هم تمه شته، سود خوري، ځان لوړ ګڼي، مغرور دي او ځان د نړۍ او ان د یوې سیارې په کچه د شتمنۍ خاوندان بولي.

کوچنی شهزاده کتاب د ملګرتیا او یو بل ته له تیریدو ډير ښه انځور وړاندې کوي او نورو ته هم دا ور زده کوي چې له یو بل سره مینه وکړئ او په ملګرتیا کې هیڅکله له یو بل سره دوکه او فریب مه کوئ.

د نړۍ په کچه د کوچني شهزاده کتاب ډیالوګونه مشهور دي او نورو فلمونو  او کیسو کې ترې نقل قول شوی دی.

دا کتاب د تنکیو ځوانانو او نوي نسل لپاره بیلابیل تعلیمي پیغامونه لري چې له نورو سره مرسته کوئ! پر ځان باور ساتئ! لویانو سره ښه چلند کوئ او هیڅکله د نا امیدۍ سیوري ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسې پر لمرینه ورځ راخور شي.

تر دې دمه په انګریزي بڼه ددې کتاب ۱۴۰ میلیونه کاپي ګانې خرڅې شوې دي، سربیره پر دې، کتاب غږیز کلیپونه هم لري او په تیاتر کې په ژوندۍ بڼه هم نندارې ته وړاندې شوی دی.

ویل کیږي چې دغه کتاب تر دې وړاندې هم پښتو ته ژباړل شوی خو غوره کتابونه هغه وي چې یوې ژبې ته څو ځل او د بیلابیلو لیکوالانو او ژباړونکو له لوري وژباړل شي، ځکه دا د هماغه کتاب دروند والی او ښه والی ښيي. همدا کتاب په فارسي کې د شازده کوچولو په نوم دی چې د احمد شاملو په ګډون د څو نورو ایراني لیکوالانو له لوري هم په بیلابیلو دورو کې ژباړل شوی او چاپ شوی دی.

اوس دغه کتاب هوسۍ طارق پښتو ته ژباړلی چې خوندوره او روانه ژبه یې پکې کارولې او په ډیره ښکلې بڼه یې دغه ټولنیز پیغامونه وړاندې کړې دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب