جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعر دایمی ژوندون| شاعر: متیو ارنولډ

 دایمی ژوندون| شاعر: متیو ارنولډ

Matthew Arnold

١٨٨٨-١٨٢٢

 ترجمه: عبدالباري جهاني

                            

چی له خپلو انسانانو مو زړه شین سي

چی د ژوند مو هر گړی راته ناورین سی

نو مو لاس وي له وحشی نړۍ پرېولی

 چی هر لوری ته یې مخ سي موږ منلی

هوسېږو ژوندانه د بل جهان ته

زړونه صبر فیصلو د شنه اسمان ته

چی هر څوک به په سزا هلته رسېږي

څوک چی دلته ښه دي هلته به لوړېږي

خو په بل جهان کی ستر قوي پوځونه

چی تل پایی باک یې نسته له ژوندونه

په څه سپک نظر به گوري زموږ پر لوري

چی مات سوي یو  زړه ماتي او کمزوري

که به دوی هم مهربان هغه زمان سي

په زړه سوي به یې نېکمرغه مظلومان سي

چی په ژوند کی مو لیدلي دي اورونه

اوس  درواخلۍ ساړه سیوري جنتونه

نه،نه!  اور د ژوندانه سي موږ ساتلای

 په دې اور سو موږ تازه پاته کېدلای

په دې زور سو له لحده پاڅېدلای

خو له سره ژوندون نه سو پیل کولای

او یوازي هغه څوک هلته پایېږي

د جنت پر کوثرونو به اوبېږي

چی یې مرگ نه دی منلی  په جهان کي

پاڅېدلی خروښېدلی په زمان کي

له سنگر څخه سنگر ته خوځېدلی

له بري څخه بري ته پاڅېدلی

د  طاقت له تنستې یې زړه اودلی

هر میدان یې په مړانه وي گټلی

هغه پاڅي تشوي به  کوثرونه

دایمی  به یې وي برخه له ژوندونه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب