جمعه, نوومبر 14, 2025
Home+وچ ډاګونه او شنه سړکونه |شاه زلمی

وچ ډاګونه او شنه سړکونه |شاه زلمی

لارې او سړکونه د ښارونو او کلیو ترمنځ د نښلولو او نږدې کولو لپاره غځول کېږي. انسانانو د ژوند په ټولو پړاوونو کې کوښښ کړې چې له خوندي او آسانو مسیرونو اوږد واټن رالنډ کړي. له همدې کبله یې پر غرونو، ډاګونو او حتی سمندرونو لارې تېري کړې دي.
خو دا لارې هغه مهال رنګینې او زړه راښکونکې وي، چې طبیعي ښکلا هم ورسره مل وي.
تاسې به ډېری واټونه لیدلي وي، چې د تګ پر مهال یې انسان ته د سوکالۍ، آرامتیا او پرمختګ هیله وربښي، او د لارویانو زړونه ورسره خوښیږي.
د دې لپاره چې لارې او سړکونه شنه او په زړه پورې وي، باید د تېرېدو تر څنګ یې د څنډو او پیاده‌ روونو شینوالي او ښکلا ته هم پام وشي، چې له آسانتیا سره سره، ذهني سکون هم رامنځ ته کړي.
په ډېرو هېوادونو کې د سړکونو پر غاړه د چارمغزو، چلغوزیو، ګلانو او نورو مېوه لرونکو ونو نیالګي کینول کېږي، چې وچو ډاګونو ته له ښایست  پرته، اقتصادي ارزښت هم لري.
د مېوه لرونکو ونو کښت یوه داسې پانګونه ده، چې د مېوو تر پخېدو وروسته کولی شي د سیمې خلکو ته د عوایدو یوه غوره سرچینه شي. سړکونه او لارې که په ونو او ګلانو ښکلي شي، دا نه یوازې د خلکو لپاره خوښي رامنځته کوي، بلکې د ټولې سیمې چاپېریال ته ګټور تمامیږي.
هڅه وکړئ چې د خپل کور، کلي او ښار لارې او کوڅې په ونو او وږمه لرونکو ګلونو رنګینې کړئ، تر څو ستاسې چاپېریال ستاسو لپاره د پاکې او خوشبو بښونکې هوا په څپو کې ساه واخلي، زړونه مو هوس وکړي او تللې مرغۍ بېرته خپلو مېنو ته راستنې شي.
نېته: ٢٠٢٥ د اګست ٨ مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) ‏د بالیووډ پېژندل شوي ستوري، درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه...