جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم

د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم

لیکوال: محمد محق

دیني مفکوره د انتزاع محصول که د عیني واقعیت

د ډېرو تصور دا دی چې هره مفکوره، د دیني مفکورې په ګډون، د انتزاعي فکرونو په اثر او د واقعیت له عالمه جلا رامنځته کېږي. داسې فرض کېږي چې ګواکې یو وتلی او تکړه عالم د دې لپاره چې فکر تولید کړي او تیورۍ جوړې کړي، په یوه خلوت او ارام ځای کې کېني، پر فکري قضیو تمرکز کوي او بیا قلم رااخلي چې خپل فکري تولیدات ثبت کړي. ګواکې د هغه فکري ساختمان د همدې تمرکز او تفکر په اثر جوړېږي او دی له بیروني اندېښنو د خپل فکر په تشولو سره، هڅه کوي چې دغه نوبنیاده ودانۍ څومره چې کېدای شي، لوړه کړي. د دې لپاره چې ودانۍ ښه سینګار کړي، باید په ورځنیو چارو ډېر بوخت نه شي او باید په داسې اسمان کې واوسي چې وشي کولای د تېرېدونکو واقعیتونو له پاسه والوځي او په بې اهمیته مسایلو بوخت نه شي.

خو د هغو کسانو واقعي تجربه چې خپل ژوند یې په فکري هڅو لګولی دی، د دې تصور خلاف تصویر راښيي. په واقعیت کې فکر د انساني وجود د واقعیت یوه برخه ده او هېڅکله له نورو عاملونو لکه عواطف، اړتیاوې، غریزې او ګټو څخه نه جلا کېږي. دغه هر عامل له محیطي واقعیتونو سره د عمل او عکس العمل پر اساس عمل کوي. په ساده وینا سره ویلای شو چې یو عالم د بل هر انسان په شان پر اقتصادي شرایطو فکر کوي او که خپل لاس یې تنګ وي، ذهن به یې سخت پر دې بوخت وي چې ځان له دې تنګ لاسۍ وباسي. که سیاسي وضعیت یې لاس او پښې ورتړلې وي او ازادي یې ترې اخیستې وي یا یې کوم ګواښ ورته پېښ کړی وي نو ذهن به یې له دې تصوره نه شي تښتېدای او مجبور به وي چې پر همدې مسألې فکر وکړي. که ټولنیز عوامل دی څنډې ته کړي یا یې متن ته راولي، دی بې طرفه نه شي پاتېدای او نه شي کولای یوازې ورته وګوري. دغو عواملو ته د هر چا عکس العمل د هغه په رواني ټيپ پورې تړلی وي، همدارنګه د ټولنیزو شرایطو په حادوالي یا نرموالي پورې.

څرنګه چې دغه عوامل کولای شي د وګړي پر ټول ژوند اغېز وښندي او کله کله ورته جدي خطرونه رامنځته کړي یا دا چې طلايي او استثنايي فرصتونه په لاس ورکړي نو دی مجبور دی چې هېڅ یو یې له پامه ونه غورځوي. هغه فکري قضیې او علمي هڅې چې یو عالم ورسره سر و کار لري، له دې عواملو سره بې ارتباطه نه شي پاتې کېدای. په ډېرو موردونو کې غیر علمي عوامل د وګړو پر علمي فعالیتونو اغېز ښندي او د دوی فکري مسیر بدلوي.

د فکر تولیدوونکي چې د ټولنې غړي دي، پر شخصي اندېښنو او اړتیاوو سربېره ټولنیزې اندېښنې او اړتیاوې هم لري. هغه اندېښنې چې ټولنه ګواښي، د دوی خوا ته هم ورځي او لا خو ډېر ځله د نورو د برخلیک غم کول او زړه سوی، خپلې اړتیاوې ځنې هېروي خو د نورو اړتیاوې به نه هېروي او دې ته به ګوري چې د نورو د درد او رنځ په کمولو کې څرنګه برخه اخیستی شي. له محیطه الهام اخیستل او سیاسي – ټولنیز شرایط د فکر په تولید او د فکري منظومو په سمبالولو کې مهم عاملونه دي.

د افکارو او علومو تاریخ ته کتنه راښيي چې ګڼې مهمې فکري قضیې له دویم ډوله یعنې د ټولنیزو عملونو، عکس العملونه دي او د فکر خاوندانو هڅه کړې ده چې د خپل علم او فکر په کارولو سره د خلکو ستونزو ته حل لاره ومومي او د وګړو د ژوند په ښه کولو کې عیني یا ذهني ونډه واخلي.

یوازې سیمه ییز شرایط او محیطي قضیې نه دي چې اندېښنې راپاروي او د متفکرانو د فکر پر څرنګوالي تاثیر کوي، بلکې هغه کسان چې پراخ معلومات لري، معمولاً د نورو حوزو پر هغو موضوعاتو هم فکر کوي چې د انسانانو پر برخلیک اغېز لرلای شي. که چېرې د لویو بریدونو او ورانوونکو جنګونو خطر وي، یا د لویو طبیعي حوادثو احمتال، یا د انسانانو د یوې ډلې په لاس د ګڼو نورو انسانانو د وژلو وېره مطرح وي، نو بیا امکان نه لري چې یو متفکر انسان دې بې غمه پاتې شي او ورباندې فکر ونه کړي، ان که دغه ستونزې د ده له سیمې سره تړاو هم ونه لري.

په ډېرو فکري محصولاتو کې د دې اندېښنو څرکونه موندلای شو او دا فکري محصولات یا خو د دې اندېښنو انعکاس دی او یا یې په غبرګون کې رامنځته شوي دي.

اوس چې خبره د دیني مفکورې پر پیدایښت او د پیدایښت پر څرنګوالي یې ده، د دې تصور خلاف باید ونه لرو. ځکه چې دا قاعده (له محیطي واقعیتونو سره د فکر د ارتباط قاعده) عامه ده او د تفکر په یوې ځانګړې څانګې پورې مختصه نه ده. دیني فکرونه هم د انساني ذهن محصولات دي او سره له دې چې له دیني منابعو الهام اخلي خو له دې قاعدې نه دي مستثنا.

که داسې وګڼو چې د قران مجید د تفسیر عالمانو، د حدیث متخصصانو، متکلمانو، د عقاید، فقهې، تصوف، عرفان، سیرت او تاریخ عالمانو به په کاملاً انتزاعي فضا کې، له خپل محیطي شرایطو لرې، په یوه ګوټ کې کېناستلي او خپل اثار یې لیکلي او د نورو څانګو د پوهانو برخلاف یې د ورځنیو مسایلو او د خپلو شخصي او ټولنیزو ستونزو په وړاندې هېڅ عکس العمل نه دی ښییلی، دا به یوازې یو خیالي تصور وي چې پر واقعیت بنا نه دی او د هېڅ انتقادي او تحلیلي ارزونې تاب نه لري.

واقعیت دا دی چې د اسلام د تاریخ له هماغه لومړیو ورځو څخه (ان د صحابه وو په عصر کې) د مسلمانو متفکرانو کار دا و چې د خپل چارچاپېر پوښتنو، ستونزو، او اړتیاوو ځوابونه ومومي.

هېڅ تیوري، علمي قاعده او فکري پنځونه په مجرده انتزاعي فضا کې نه ده رامنځته شوې. دغه تیورۍ او فکري منظومې د مختلفو اسلامي مذهبونو او فرقو د راپیدا کېدو مبناوې وې. ټولو د فکر او تفکر د تناره په تودولو کې برخه لرلې ده او که د دوی له سموالي او ناسموالي ورتېر شو، هر یو یې د فقهي او کلامي مبحثونو په غوړېدا کې ونډه اخیستې ده.

که مسلمانان وغواړي پر دې خبرې وکړي چې اسلامي تمدن په لومړنیو پېړیو کې ښه غوړېدلی و او د علم ونې ښه ثمر ورکړی و او دا د اسلام د حقانیت او له علم او تفکر سره د اسلام د مطابقت دلیل یاد کړي نو دا حقیقت دې هم نه هېروي چې هاغه غوړېدا د مختلفو فکري لارو د تعامل، تقابل او ښايي تضاد محصول وه.

دغه فکري لارې او ډلې د خپل پېر د سیاسي – ټولنیزو واقعیتونو انعکاس و چې وروسته بیا پخپله د دې ډګر لوبغاړي شول.

د مسلمانانو په تاریخ کې د هرې فکري ډلې او فکري تمایلاتو نقد او ارزونه د هر څېړونکي او متفکر حق دی او څوک نه شي کولای دا حق له چا نه واخلي. خو د هر بهیر د فکري اساساتو او وجودي فلسفې د پوهېدا لپاره باید هماغه شرایط وڅېړو چې دغو بهیرونو په کې وده کړې ده. د دې مفکورو د ښه پوهېدا لپاره، هم د هاغه ټاټوبي په زماني شرایطو او هم یې په سیاسي – ټولنیزو شرایطو پوهېدل، لازمي دي.

په حقیقت کې نن سبا داسې مطالعاتو ته شدیده اړتیا ده چې وښيي د مسلمانانو هره علمي تیوري په تېره بیا په دیني مباحثو پورې اړوندې تیورۍ، په کومو تاریخي – ټولنیزو شرایطو کې رامنځته شوي دي. باید وکتل شي چې د فکر خاوندانو او د خوا و شا خلکو یې دقیقاً له کومو ستونزو ځورېدل او د کومو ځوابونو په لټه کې وو بیا به وپوهېږو چې د افرادو او ډلو له خوا ورکړل شوي ځوابونه تر کومه بریده دغه ستونزې لرې کولی شوای او د خپل عصر په تحولاتو کې یې څه تاثیر لرلای دی. وروسته بیا د دې خبرې وار رسېږي چې وګورو هماغه ستونزې اوس هم شته او که نه. که دغه ستونزې نور د تاریخ برخه ګرځېدلې وي او نن یې د تداوم لپاره زمینه نه وي، نو باید دا وګورو چې د هاغه تاریخي پېر فکري مبحثونه زموږ په ورځنیو چارو کې کوم نقش لري که نه. ایا دا مبحثونه زموږ د ستونزو غوټه پرانیستلی شي؟ که دا مبحثونه بیا راژوندي کړو، د خپلې ټولنې او خپل عصر ستونزې ورباندې حل کولای شو؟

که تر دې ارزونو وروسته مو ولیدل چې په رښتیا هم د خورا پخوا وختونو ستونزې زموږ په اوسني ژوند کې نشته او هم هغه حل لارې چې ورته ښودل شوې وې، له کاره لوېدلې دي او که دا مو هم ولیدل چې د هغو ستونزو او حل لارو تکرار او له سره تولید به زموږ ستونزې لا زیاتې کړي نو بیا به دا جوته شي چې موږ او زموږ ټولنه پر داسې فکري مسایلو کار کولو ته اړتیا لرو چې زموږ په درد ولګېږي. تر دې وروسته د فکر تولید او د تیوریو وړاندې کول او په دې ډله کې د داسې دیني فکرونو تولید چې له اوسنیو سختو ستونزو د وتلو لاره راته هواره کړي، زموږ تر ټولو ضروري اړتیا ده. خو مخکې تر دې چې د فکر د تولید درشل ته ورسېږو، باید له هغو فکرونو او تیوریو ځان خلاص کړو چې په فکري لحاظ یې زموږ لاسونه او پښې راتړلې دي او موږ یې د تېرو پېرونو په جعلي دنیا کې ایسار کړي یو. دا یو اساسي او حتمي ګام دی. نو مجبور یو چې تېر ته بیا کتنه وکړو. د تېر مهال پېژندل له هغه څخه د خلاصون او ورسره د عاقلانه تعامل لاره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب