د طوفان مور لومړی ځل
د امريکا سفارت په کابل کي سفارت نه دئ، بلکي يو بشپړ حکومت دئ، چي افغانستان او منطقه ټوله کنټرولوي، که څه هم دلته هم سياسي کشما کشونه سته، مګر بيا هم ټوله يوازي د امريکا ګټي ته ژمن دي، خو د ټولو تعقيب او کنټرول د امريکا د استخباراتو په لاس کي دئ، هغوی چي څه وايي هغه به کيږي.
دلته د سفارت برخه دوې څانګي لري، قونسلي چي وېزې او نور اړوند قونسلي چاري مخ ته وړي، له سياست او نورو سره يې څه اړه نه سته، ډيپلوماټيک برخه، چي د امريکايي سيمي ماموريت او نوري ډيپلوماټيکي چاري مخ ته وړي او تقريبًا دا د امريکا مخ او خوله ده، مګر اصلي کارونه يې د استخباراتو له لوري سمباليږي، چي طرحي او مسايل څېړي پرېکړي کوي او بيا پرېکړي پر درو لارو وځي، که د زور مسئله وي فوجي او نظامي اړخ ته سپارل کېږي، نور هغوی پوه سوه او لاره يې که سياسي وه نو ډيپلوماتيک برخي يې په خبرو کيسه مخ ته وړي او که اداري اجتماعي وه، بيا نو د پروژې برخه ده، چي له انجوګانو سره ښکاره او پټ تړونونه لري.
ولي د سولي په برخه کي بحثونه موقف او هر څه متفاؤت دي، د سولي له پاره خاص استازی تر ټولو زيات دخيل دى او يو لوی ټېم له زياتو اړخونو سره اخته دئ، چي څنګه دا حالت په خپله(امريکا) ګټه راټول کړي.
کوچني مخالفتونه يوازي مېتودونه او طريقې بدلولای سي، د نتيجو بدلول نه د چا واک دئ او نه هم دومره جرئت سته.
دلته هم د ديموکراتانو او جمهوريانو خپل زور ازمولي سته، مګر دومره نه دي چي د استخباراتو لويه لوبه ورخرابه کړلای سي، نو ځکه هر څوک په احتياط او کراره قدم اخلي.
د دغي ټولي لوبي کيسه د امريکا د تاريخ د تر ټولو ځېرک او پخواني ډيپلومات افغان اصله امريکايي په لاس کي ده، دی د منځني ختيځ، افغانستان، پاکستان، عراق او نورو سيمو په سياست کي فوق العاده ځای لري، د دغي سيمي د نيمي پېړۍ اکثره سياستونه د امريکا له لوري د ده پر لاس لوبېدلې او ده هم د يوه متعهد امريکايي په توګه په ډېره معقوله توګه د امريکا په ګټه لوبولی دئ. که څه هم په خټه افغان دئ، مګر تر ډېرو امريکايانو ډېر زيات امريکايي دئ، ده وکولای سوای چي په افغان جهاد کي د امريکا رول ډېر ښه ولوبوي، بون يې د امريکا د ګټو پر اساس کاميابه کړ.
په افغانستان کي يې د امريکا د ګټو پر اساس څو ځله حکومتونه جوړ کړل، په عراق کي يې وضيعت د امريکا په ګټه وڅرخاوه، امريکا يې په ګټه له عراقه و ايستله او اوس بيا مامور وو چي امريکا د خپل تاريخ تر ټولو له اوږده جنګ څخه څنګه وباسي، که څه هم ماموريت د امريکا د جمهور رئيس په وسيله ورکول سوی وو، مګر ټول پوهېدل چي دا ډيپلوماټيک نه، بلکي استخباراتي ماموريت دئ، نو ځکه د نوي رئيس جمهور په راتګ هم ليري نه کړل سو، بلکي ماموريت ته يې ادامه ورکړه.
د ده په څنګ کي د امرکا د ډيپلوماټيکي ادارې تر ټولو فعال سفير هم له ده سره په همکارۍ کي مکلف دئ. د امريکايي قوتونو د افغانستان د برخي مسول د مسلحو قواؤ اختيار کل هم د خاص استازي خبري مني، مګر هغه وخت چي استخبارات يې ورسره تائيدکړي، په مجموعي توګه ټولي خبري د استخباراتو تر فلټر وزي، مګر حتی استخبارات هم مکلف دي چي د خاص استازي خواهشات ومني، ځکه پرېکړه دا ده چي امريکا بايد حالت تغير کړي، روان حالت د دوی په ګټه نه دئ.
CCC
د استخباراتو په مرکزي دفتر کي غونډه وه، د استخباراتو رئيس ډېر عصابي وو، لوی سيګار يې پرله پسې په زوره زوره کشوی، بيا يې خپل لومړي مرستيال ته وويل: دا احمقان زموږ ټول تقسيم اوقات راخرابوي، زه نه غواړم چي د سولي کيسه دي دومره تېزه سي، دوی خپل سياست کوي، خو زموږ لوبي ته يې پام نه دئ، تر هغو روسيه او چين په پوره توګه په سيمه کي فعاله سوي نه دي، تحول ته اړتيا نه سته، دا کيسه بايد روانه وساتو.
مرستيال ورته وويل: دوی پرېږده چي خپلي بغاري وهي، کيسه خو اخير هم موږ فيصله کوو، دوی دي خپلي د بشر حقوقو او جمهوريت بابولالي ږغوي، چي موږ تصميم نه وي نيولی دوی هيڅ نه سي کولای.
رئيس په قهر سره وويل: مګر دې د سپي زامنو هغه د سپي زامن قطر ته انتقال کړل، پاسپورټونه يې هم ورکړل، ما ته يې تشويش را اچولی دئ، سبا چي موږ خبرېږو دوی به کيسه خلاصه کړې وي، دا نو بيا داسي مانا لري لکه په ژمي کي چي په چا اسکريم خورې.
د نظامي برخي مسئول چي يو زوړ متقاعد جنرال وو وويل: ته تشويش مه کوه، دا خبري خو زه دا سبا درته دروم، ته يې ګوره. وروسته يې خپل کوم مخصوص کس ته ور ږغ کړه چي هغه د پاکستان له استخباراتي کس سره نن ماځيګر ته يو مجلس راجوړ کړه.
سبا ته پر تلويزونونو پر خاصو ځواکونو او نورو اهدافو د حملو او چاودنو خبرونه خپرېدل او ورسره سم د امريکا جمهور رئیس مذاکرت متوقف اعلان کړل او هر څه په ټپه ودرېدل.
د شپې د استخباراتو له څانګي د جامونو کړنګونه راتلل او د استخباراتو رئيس د نظامي برخي مسئول ته وويل: ما ته له اوله د شيطان زوى بللې، مګر ته يې زوی نه يې پلار يې يې.
ده په خندا وويل: زموږ همدا وظيفه ده چي لوبي جوړي کړو، ستا ناحقه دې کوچنيو شيانو ته تشويش دئ، غټ شيان يادوه.
رئيس د پايپ دود پوه کوی ويې ويل: غټ شی نو څه شي دئ؟
ده وخندل ويې ويل: غټ شی دا دئ چي څنګه کولای سې يو کنياک بوتل په يوازي سر سره وڅښې.
د دوی يو بل همکار، چي د سپېشل فورس د خاصو قطعې پخوانی قومندان تېر سوی وو، د کنياک بوتل يې پورته کړی، ټول يې وڅښی، بيا يې په زوره زوره څو چغي ووهلې، بيا يې وويل چي داسي؟ بيا يې هر څه وکښل او په يوه نېکر کي يې تر ځنګنونو پوري تازه اورېدلي واوري ته ځان ور واچوی او ټولو په زوره زوره خندل.
په دې وخت کي د سفير له دفتره يو کس راغلی او رئيس ته يې وويل: پر يولس بجې د سفير صاحب په دفتر کي ناسته ده، راتګ مو حتمي دئ، موضوع ډېره جدي ده.
دوی ټولو يو بل ته وکتل او په رمازه يې سره وخندل.
CCC
خاص استازى چي فکر کېدی، ډېر به په قهر وي، ډېر خونسرده او ارام ناست وو، سفير او نور اړوند ګډونوال هم ناست وه، د استخباراتو رئيس ورننوتی، بخښه يې وغوښته ويې ويل: يو مهم کار وځنډولم.
خاص استازي په مسکا ورته وويل: ستاسي مهم کارونه خو ټول عمر له موږ څخه پټ وي، لږ خو سړی پوهوئ چي بيا څوک په يوه پاڼه کي وي. نور څوک پوه نه سول، خو سفير او د استخباراتو رئيس دواړه موسک سول.
خاص استازي وويل: نن مي ټول يو ځای ځکه راوغوښتلاست چي د ټولو راپور هم درته وايم او خبره به هم سره يوه کړو، داسي نه وي چي سبا بيا هر څه ګډوډ وي، ګورئ! موږ ټوله د امريکا د متحده آيالاتو مامورين يو، موږ هغه څه کوو چي زموږ د هيواد په ګټه وي، دا صحيح ده چي ماموريتونه او د ماموريتونو ډول مو متفاؤت دئ، مګر په نتيجه يې ټول شريک يو، زه پوهېږم موږ به له يوه بل سره د نظرو اختلاف لرو، مګر دا اختلاف بايد په يوه شخصي غرض وا نه وړي، زه پوهېږم چي دلته ټول هغه کسان ناست دي چي دا ماموريت ورکول سوی دئ، زه صرف ماموريت تشريح کوم، نور برخي کول او خپله برخه تر سره کول يې ستاسي دنده ده.
تصميم دا دئ چي امريکا په سيمي کي خپل د حضور بڼه بدله کړي، تر دې وخته بريالي راغلي يو؛ خو زموږ د خپلي ارزوني له مخي نوره اړتيا نه سته چي نظامي حضور ولرو، د فعاليتونو بڼه به په تدريجي توګه بدلېږي، لومړی خو به موږ افغانستان يوه دريم هيواد ته سپارو، چي زموږ له پاره دلته کار وکړي، درې هيواده کانديد وه، ترکيه، قطر او سعودي عربيه.
په دې وخت کي دفعتًا د چارو مسولي(شازدافير) وويل: پاکستان څنګه؟
خاص استازى مسکی سو ويې ويل: هغه زموږ خپل مامور دئ، همکار يې نه جوړوو، تر دې لوړ حيثيت لري هم نه او د افغانستان په مسئله کي دئ، تر ټولو خطرناک ثابتېدلای سي، ځکه خپلي ګټي لري، زموږ هغې به يې ګډوډي کړي وي.
بيا يې اضافه کړه چي ترکيه له دې امله رد سوه، چي له عربستان سره يې د اسلامي نړۍ پر سر سيالي ده او بل په افغانستان کي خپلي ګټي لري ترک تباران پالي او دا اردغان ډېر د زاړه فکر سړی دئ، د عثماني خلافت خوبونه ويني، سعودي مو په دې ونوماوی چي ځان هم د امريکا سيال شماري او هم د ترکيې دښمني پر سر نه اخلي، نو قطر مو وټاکئ چي هم ښه راته ولوبېږي هم د چا مشکل ورسره نه وي.
تېر اولس کاله موږ تر هغه څه زياتي لاسته راوړني لرو چي تصور مو يې کولای سوای، تلفات لرو؛ خو دا هغومره نه دي چي موږ سنجولي وه، ګټه بې تاوانه نه کېږي، مخکنی رئيس جمهور ښه وو، چي خپله به يې لاره نه راسره وړله، د شاوخوا خلګو په زور به مو خپله خبره په منل، ملک سړی وو که به يې زموږ سره زور هم واهه، خو خپلو خلګو ته تسليم وو، بل وار مو په وچ زور په ومنل، تاوان هم پر ده دئ، مګر دومره چي يې دی په عذاب کړئ، څوک په خبر هم نه دي.
د ازبکانو توپکي مشر چي د بل ازبک مشر پر کور حمله وکړه، ده هلي کوپټر ور واستول، چي ويې نيسي، موږ مداخله وکړه موضوع مو کراره کړه.
دا نوی سر زوره سړی دئ فکر کوي چي دی په ناروې يا هالنډ کي رئيس جمهور دئ او فکر يې اوس هم په استادۍ کي بند دئ، فکر کوي چي دا وطن په طرحو او کتابونو جوړېږي، مګر نه خپله لاره ايستلای سي، نه زموږ دا اوري او مشورې ته اصلًا وخت نه ورکوي.
نو لازمه ده چي موږ خپله لاره بېله کړو، مخالفين په ننباسو مذاکرات به دننه کېږي، يوه موقته اداره رامنځ ته کوو او ځان ته بل ملګری پيدا کوو.
خو دا هر څه ته وخت ورکوو، کرار کرار مذاکرات ځنډوي، مګر موږ بايد مصروفيت رامنځ ته کړو، تر څو له فرصت څخه ګټه واخلو.
د دې خوا مذاکراتي ټيم خو له ده سره سته نه، ځکه دا سړی انتخابات کوي او خپل ضد پوره کوي، موږ مانع نه واقع کېږو، ملاتړ هم ورکوو، مذاکرات پر تاوان وو، چي مذاکراتو ته نه ولاړی، خو سوله يې ونه کړه، چي دی په حقيقت کي خپله همداسي کوي، له دواړو لورو سره اړيکي سمي ساتي، دې سړي هر څه پر خپل لوري ورمات کړي دي، انتخابات د ځان په ګټه اعلانوي، زه دی له ځوانۍ څخه پېژنم، مګر تاسي بل لوری هم تنها مه پرېږدئ، يو شی چي موږ معلوم کړی دئ، په دواړو لورو (طالبانو او جمهوريت) کي خلګ سته چي موږ ته خطر دي، د هغو چاره د فوجيانو او استخباراتو کار دئ، د دواړو لورو پر جنګ باورمن خلګ بايد پاک سي(له منځه يوړل سي).
طالبان پر څلورو برخو وېشل سوي دي، غيري پاکستاني طالبان غيري پاکستاني طالبان چي د کندهار ګروپ دئ، نړۍوال طالبان چي حقانيان دي او ايراني طالبان.
د ايراني طالبانو چاره وکړئ، هغه هر وخت خطر دئ، شروع يې د هرات له ملا نيازي څخه وکړئ، زموږ تصميم دا دئ چي د کندهار له ګروپ سره، چي نسبتًا لوی او مستقل دئ، کار وکړو او ډېر اختيارات په لاس ورکړو.
تاسي د استخباراتو او کمپاينونو کيسه هم ګرمه وساتی او کوښښ وکړئ چي انتخاباتو ته ډېر خلګ را ونه وځي، چي د انتخاباتو مشروعيت خپله تر سوال لاندي سي.
د طالبانو د مذاکراتو ټېم زموږ په لاس کي دئ، خو يو نيم يې داسي دلائل وايي چي موږ يې حېران کړي يو، حقانيان موږ د عربو په وسيله تسليم کړي دي، د پاکستان ګروپ هم دومره زور نه لري، خو دا د روزګان ملا، هغه بل سپين لنګوټي عينکي هزاره مخ چي يې دئ، دا بل د دوي د مشر باجه هغه لوى مفتي يې، دا د غزني اندړ او هغه بل د ګونتنامو نورزي چي تازه يې له باګرامه قطر ته را انتقال کړى دئ هيڅ نه کنټرولېږي، دا نور له يوه ادرسه نه له يوه ادرسه زموږ په لاس کي دي، خو ما ته دا پخوانى کمونست لنډ ږرى او د هلمندى ملا تر ټولو مرموز خلک رامعلومېږي، له هر چا سره سر ښوروي او ما هيڅکله په قهر نه دي ليدلي.
دې خوا ته د پخواني جمهور رئيس ټېم زموږ سره هيڅ مخالفت نه لري، د هغه له خبرو او اشارو څخه ښکاري چي هغه غواړي چي د ملت بابا سي، بيرته راتګ نه غواړي، ملک سړی دئ، غواړي دی کښېني او ځان ته يو عزت ولري او مشوره ورسره وسي، نور نو ټوله خپلو خپلو برخو ته غلي دي، عجبه لا دا ده چي د اوسني جمهور رئيس يو تر ټولو نږدې کس څو ځله له ما سره تماس نيولى دئ، که موږ دی د موقتي ادارې رئيس کړو، نو رئيس جمهور به استعفاء ته قانع کړي.
د استخباراتو رئيس په ټوکه وويل: هغه د سليفي والا عينکي يادوې؟
له دې سره ټولو په هرهر وخندل. سفير وويل: زما ډار له دې نورو قومونو له مشرانو څخه نه دئ، کيسه ټوله پښتنو ته ولاړه ده، ځکه په تېر اوولس کاله کي هر څه د پښتون په نوم تمام دي، مګر هيڅ ځای پښتون په سيسټم کي نه سته، زموږ يوه لويه اشتباه دا وه چي سرمايه ګذاري مو پر غلطو خلګو وه، ملي قهرمان مو ورکړی، مارشال مو ورکړی، سلګونه جنرالۍ مو ورکړې.
ځانګړي استاځي وويل: ښاغلی سفير! اشتباه نه وه، پښتنو ستا سره دومره همکاري نه کوله، ځکه هغوی ځان مالک بولي، نو ځکه هر وخت په اسانه نه تسلمېږي، خير تېر وخت ته به نه ځو.
سفير وويل: په دې کي زه هم درسره موافق يم.
خليل زاد وويل: زه يوې اوږدې تفرېح ته ځم، تر هغو ټولي چاري د ښاغلي سفير په لاس کي دي، هيله ده چي تر راتګه مي ميدان صاف وي او لاره اسانه، چي دا په خټو کي بند بوټونه وباسو او نوي جامې واغوندو.
نور نو رسمي مجلس خلاص سو او ټول په عادي خبرو بوخت سول. ځانګړى استاځى، سفير او د سفير مرستياله د سفير دفتر ته ولاړل، خاص استاځي سفير ته ليست ورکړی چي دا ليست له رئيس جمهور سره بحث کړئ، چي دا د مذاکراتو ليست دئ. سفير ليست وکتی ويې ويل: دا خو ډېر کمزوري خلک نه دي؟ خاص استاځي وخندل ويې ويل: زورور خلګ زموږ نه دي په کار، له کمزورو سره خبره ښه فيصله کيږي، شازدافير ته په ليست کي د شمال د امپراطور د زوى نوم او د مارشال د زوى نومونه حيرانوونکي وه په ټوکه يې وويل: کودکستان يې ټول پکښي ځای پر ځای کړی دئ.
خاص استاځي وخندل ويې ويل: د مشرانو ايمان يې هم رامعلوم دئ.
په دې وخت کي د نظامي قوتونو مشر راغلی، ويې ويل: د همکارۍ مسئله څنګه ده، ما ته مو کومه لار ښوونه سته؟
خاص استاځي ورته وويل: ستاسي او د استخباراتو کار مشترک مخ ته ځي، له تګ مخکي به هغه ووينو.
د نظامي قوتونو مشر وروسته د استخباراتو له رئيس سره په يوې يوازي خونه کي وليدل، د هغو کسانو ليست چي د دواړو لورو لومړی خط وو معلوم سول او د له منځه وړلو دنده يې ووېشل سوه.
مخالف لوري ته د سيمو پرېښوولو پر مخالفينو د عملياتو نه کول او د هوايي حملو د مطلق بنديدو تصميم ونيول سو، د اجتماعي برخو مسؤلينو د سبا پلان دا وو چي له مدني فعالانو سره سبا ويني، چي کمپينونه ډېر او جدي کړي، راديوګانو او تلويزونونو ته نوي نوي پروژې اعلان سوې او د ټولنيزو رسنيو د کنټرول ګروپ خپلو تبليغاتو ته بيرته ستون سو او هغه لسګونه زره جعلي ايډېاني، چي کارول کېدې او روانه جګړه يې مخ ته وړل، بيرته فعاله سوې، فيسبوکي ښکنځل، د حکومتدارۍ بدنامول، د انتخاباتو مسخره کول او د جمهوريت بدنامول، بيرته په کش کي سول.
د طوفان مور خپل زوی ته بيا شيدې ور ايله کړې او طوفان لا پر غټېدو او غوړېدو سو.