د طوفان مستوونکي
زرمير په عامه توګه په ملي تاجر مشهوره وو، مګر د کابل د خائينانو او د جنګ د ناميانو ټولي ګټلي پيسې او کيسې ده ساتلې، په کابل کي چي کوم ډيلونه کېدل په ترکيه او نورو هيوادونو کي د پيسو تسليمول او په کابل کي د ضمانت کول، د ده پر غاړه وه، ده په سرايي شهزاده کي يو ښائستوکی دفتر هم درلودی، د جمعې د ورځي د تاجکستان مېله او په مياشت کي يو ځل د دوبۍ، په بله مياشت کي د ترکيې مېله يې نه قضا کول، پيسې وې چي هر څه يې کولای سي او ده هر څومره پيسې درلودې، د پروژو خرڅول او تورو پيسو سپينولو له ده څخه ښامار جوړ کړی وو.
د هغه کار وبار له عقله وتلی وو، په دې وروستيو کي چي سياست پر هر څه سپور سو، د نورو په څېره ده هم سياست ته ور ودانګل، په نوي حکومت کي چي هر چا جرئت کوی چي کانديد سي، د ښار له مشهورو رقاصو څخه نيولې تر مشهورو غلو او قاچاقبرو پوري، د بهرنيو له قراردادونو څخه نيولې د ښار تر مشهورو مردګوانو پوري، هر څوک کانديد وه، علت يې دا وو چي پارلمان قضايي مسئونيت درلودی، نو هر چا کوشش کوی چي خپله بدلاري د ملت په سپېڅلي کور کي پټه کړي.
زرمير هم دوې خپلي درلودلې او دوې يې په پور کړي او پارلمان ته کانديد سو، کارونه يې ډېر وه، نو فکر يې وکړی چي بايد يو خپل باوري او تکړه کس د خپلو چارو مسئول کړي، چي څومره فکر يې وکړی تر اميد بهترين کس په نظر وره نه غلی، اميد يې د خاله زوی وو، تازه يې په هند کي په حقوقو او سياسي علومو کي ماسټري کړې وه او اوس پر کور وو، يوازي به کله ناکله په تلويزونو کي سياسي بحثونو ته تلی، نور نو بې کاره وو.
زرمير هغه ته زنګ وواهه او له ډېرو چنو وروسته يې راضي کړی، چي د ده د دفتر چاري پر غاړه واخلي، هغه دا شرط پر کښېښووی چي په هفته کي به دوې ورځي حتمًا حاضر وي، ده ورته وويل چي اولي دوې مياشتي هره ورځ حاضر يم، له هغه وروسته چي ضرورت وو راځم.
په دا سبا اميد په دفتر کي کار شروع کړی، په هره برخه يې ځان پوه او خبر کړی، يوه خبره زرمير ويل او مانا دار به يې ورسره خندل، ويل به يې: اميد خانه! زموږ سره چي ګرځې ډېر څه به وينې؛ خو ځان به تېر راوړې، مزې به دي وي مزې.
يوه ورځ دفتر ته د اميد د ښوونځۍ د دورې يو هم صنفي راغلی، اميد فکر وکړی چي زما ليدو ته راغلی دئ، خو هغه زرمير ته وويل: زه رئيس صاحب اداره امور را واستولم، يو څه تحويلي وه. بيا يې بسته ورسره خلاصه کړه او يو لک او پنځوس زره ډالر يې زرمير ته وسپارل، زرمير د پيسو د شمېرلو وروسته هغه ته مانا دار وخندل ويې ويل: رئيس صاحب! اوس دي لا مبارک سه، په کندهار کي په ورځ کي دومره پيدا کولای سې؟ د کندهار ګمرک ډېر برکتي دئ.
اميد چورتونو واخيستی چي دې هلک خو مکتب په ټېلو ټېلو خلاص کړی، دومره ټمبل وو چي درې ځله په کانکور کي بې نتيجې سو، دا دومره پيسې يې له کومه کړې او اوس څنګه رئيس سو، ده به لا دا چورت وهی چي زرمير پر ږغ کړه: اميد خانه! رئيس صاحب مخکي د هرات په ګمرک کي مامور وو، اوس دا دئ د هغې وظيفې له برکته د بلي چوکۍ مستحق سو، دغه يو نيم لک او رئيس صاحب په هره مياشت کي دېرش زره جمعه کوي، دا ټول د ترکيې له حسابه د اداره امور د رئيس صاحب اکاونټ ته ځي ، دا دي درسره ياداښت وي. وروسته د ګمرک نوي رئيس پارچه واخيستله او نيم ساعت وروسته په فسبوکونو کي د کندهار د ګمرک د نوي رئيس صاحب له ټاکل کېدو سره د مبارکۍ پيغامونه خپرېدل.
د رئيس صاحب له تګ وروسته يوه وچه کلکه ناجوړۍ نجلۍ راغله او زرمير صاحب ته يې وويل: زه فلانکي استاذ را استولې يم، هغه سلامونه ويل او پرچه يې راکړه. پرچه يې زرمير ته ونيول، زرمير چي په فسبوک کي ويډيوګاني اړولې را اړولې، همداسي يې تليفون ته کتل نجلۍ ته يې وويل: استاذ پسي پرېږده، ته تر استاذ مهمه يې. بيا يې يو رقم له ځان سره وخندل او و يې ويل: خدمت وايه!
نجلي وويل: موږ د کابل پوهنتون محصلين يو، دا کال فارغه کېږو، د فراغت له پاره مو مرسته په کار ده.
زرمير هم هغه سي په چوکۍ کي ځنګېدی ويې ويل: پوهنتون مو څه په درد خوري، پيسې پيدا کړئ، ته به داسي وکړې چي سبا ماځيګر پنځه بجې په کارته نو کي زما ځای ته راسې، هلته به خبره وکړو، اميد په حيرانۍ زرمير ته وکتل، ځکه چي پر پنځه بجې د بې ګانه نجلۍ يوه ليري او د مېلمنو دفتر ته غوښتل، څه مانا يې درلوده، خو ځان يې تېراوه.
سبا چي اميد دفتر ته راغلی زرمير وختي لا راغلی وو، د دفتر د تليفون څو زنګه زرمير نه جوابول، اخير يې نفس تنګ سو، اميد ته يې وويل: دا تليفون پورته کړه! ورته ووايه چي زه نه يم، د يوې مياشتي له پاره دوبۍ ته تللی يم، محصلين په دومره مصرف نه ارزي.
يو ګړی وروسته يو کس په نظامي درشي کي راغلی، زرمير ورته راپورته سو، روغبړ يې ورسره وکړی، بيا زرمير انرژي ورته کښېښوول، نظامي کس ورته وويل: ياره زرمير خانه! دا ځل به هم همکاري کوې، جنرال خو دي کړم، مګر ترفېع او يو ښه بست به راپيدا کوې.
زرمير پر زنګانه وټکاوه ويې ويل: ورسه! زړه مي مه خوره، هغه د پېښورو خبره چي وايي ټايم به لګې خرچه به پې راځي. له دې سره دواړو په زوره وخندل، زرمير ورته وويل: يو ښه ارام ځای به درته پيدا کړم، کرار ورته کښېنه، نه به ټک وي نه به ټوک.
جنرال يو ناڅاپه وويل: نه پام! ارام ځای په درد نه خوري، پيسې خو په جنګ او نا ارامه ځای کي دي، دومره وخت دي تجارت وکړئ په دې پوه نه سوې چي د دنيا اتيا فيصده پيسې په جنګ کي دي او اپراتيفي پيسې دي چي پوښتنه يې نه سته، خالي د عسکرو شمېر ورکړه، جګړه او ډزي وکړه او مهمات خرڅ کړه، د تلفاتو راپور ښه غوښن وليکه، د اکراميې پيسې بېله د نوي جلب جذب نوي تجهيزات او د تعمير د ترميم پيسې، هر څه درته په جېب کي پاته دي.
زرمير وويل: نو دا نظام خو ټول وايي چي د پښتنو په لاس کي دئ، نو بيا ولي دومره پيسې پر رتبو او بستونو ورکوئ، خو هر څوک مو خپل دي.
جنرال ورته وويل: ګوره زوروره! زه به دا نظام درته تشرېح کړم د بن په کنفرانس کي يوه جوړه دا سوې چي درې نظامي ارګانونه وزارت داخله، دفاع او امنيت ټلوالي ته ورکول کېږي، نو ځکه هم هلته فهيم مارشال سو او پر هم هغه اساس سلګونه جنرالان يوازي د پنجشېر سول.
زرمير ورته وويل: د پنجشېر که د تاجيکو؟
جنرال وويل: نه يوازي د پنجشېر، بلکي د بدخشان، تخار، بغلان، مزار او پاته سو تاجيک ټول تاجيک لس جنراله نه لري، مګر يوازي پنجشېر تر زرو ډېر جنرالان او ډګروالان لري، نو وزارت دفاع د ټولو ولايتونو لوړبستونه، داخلي ټول بستونه او د امنيت ټول بستونه له دوی سره دي، چي خپله يې کوي که يې خرڅوي، مګر کښته عسکر او نظاميان له ټولو ځایو دي، د خوار او غريب اولاده يو او بل سره وژني، د جنوب خلک، هزاره او مشرقيوال ځوانان تر ټولو زيات وژل کېږي.
زرمير وويل: جنوب والا خو ما هيڅ نه دي ليدلي.
جنرال وويل: نه! هلمند، روزګان، کندهار او د جنواب ولايت تر ټولو ډېر تلفات لري، يو خو دښمن ټول نفوس ګيري له همدې ولايتونو کوي، له بلي خوا هلته ځايي عسکر پوله ساتي او اربکيان ټوله دوی خپله دي، د ورځي تر سل زيات تلفات لري او په نظام کي تر ډګروال پورته نه لري. مشرقيوال زيات په اردو کي دي، بل خوا کنړ ډېري زياتي قربانۍ لري، خوست، پکتيا او پکتيکا بيا په صفري قطعاتو او کي پي ايف کي سخت تلفات لري او دا دي هېره نه وي چي باميان، بدخشان، او تخار هم په اردو کي سخت تلفات ورکړي دي، مقصد د نظام پاچاهي ټوله له پنجشېر سره ده.
زرمير جنرال ته وويل: خی! هغه دئ چي وطن داسي ګلي ګلزار دئ. بيا زرمير يو چا ته زنګ وواهه امک امک يې ورته وويل او د جنرال صاحب له پاره سودا وسوه. جنرال ولاړی زرمير اميد ته وويل: اميد جانه! داسي غوري دي، که يې زه ونه کړم بل همدا کار وبار کوي.
زرمير په دې وخت کي وويل: اميد خانه! درځه چي يو ځای د غرمې ډوډۍ هم وخورو او يو څوک به هم درباندي ووينم. موټر ته وختل او د ښاري نو خوا ته روان سول، په ښار کي بيربار تر پخوا ډېر وو، فقيران تر سودا اخيستونکو ډېر وه، د زرمير د موټرانو کاروان په هارنګونو ځان ته لار خلاصوله، ترافيک هر ځای دوی ته سلامي کول او زرمير به ورته کتل هم نه، خو د خلګو پر مخ د وراخطايي نخښې معلومېدې، دوی په ښاري نو کي بخارا هوټل ته ننوتل، دا د ښار تر ټولو لوکس هوټل وو، يوه د لنډ قد درلودونکي ژر دروازه خلاصه کړه، د هوټل منېجر رامنډه کړه ويې ويل: رئيس صاحب! وکيل صاحب اينجا برايت منتظر است.
دی يې يو مخصوص اطاق ته رهنمايي کړئ، کله چي دروازه خلاصه سوه د ظريفو او ښځينه عطرو بوی راننوتی، دوی چي ورننوتل، پر مېز باندي مخامخ د پارلمان يوه نسبتًا لنډ قدې ښځه ناسته وه، په خندا را ولاړه سوه، زرمير خان ته يې ټيټه چمبه ورکړه، لکه ښه ټينګ پخواني ياران چي وي، بيا يې وويل: ډوډۍ مي ستا له طبيعت سره سمه راغوښتې ده، را ځه مهرباني. زرمير اميد ورته معرفي کوی، خو وکيلي ډېر په اعتنايي سره سر وښوروئ او خبري يې شروع کړې ويې ويل: رشتيا وايې، ځان دي کانديد کړئ، نو رياست ته دي اړولي دي که معاونيت ته؟
زرمير وخندل ويې ويل: ته وده! يو وار راسو بيا به ګورو، اوس لا وختي دئ.
بيا وکيلي وويل: هغه ستا ملګری وکيل صاحب د قندوز د سقوط هيئتي اخيستې ده، دا به نه ځني را رانيسې؟
زرمير وويل: په څو يې غواړې؟
وکيلي وويل: په پنځوس زره. بيا زرمير زنګ وواهه، څو دقيقې يې زنګونه ووهل په دريم زنګ يې وکيل پيدا کړئ، له ډېرو چنو وروسته وکيل راضي سو، خو نرخ يې يو لک ډالر ووايه، بيا زرمير وويل: زه فيصله کوم، دواړه وکلات ماته راکړئ. آخر يې خبره په پنځه اويا زره ډالره خلاصه کړه، هغه هم د زرمير په احترام. زرمير د تليفون وروسته وکيلي ته وويل: خوشحاله سوې؟
هغې ناز وکړی ويې ويل: ګرانه سودا دي وکړه. ده ورته وويل: يو لک خو به والي درکوي، پنځوس قومندان او اويا به له رئيس امنيته اخلې، نور هم پيدا او پنا پکښي سته، ناشکري مه کوه.
وکيلي وويل: ځه خدای به يې خير کړي. بيا يې پسي وويل: اوس نو دا نوي څلور پروژې چي مي د ښځو له پاره اخيستي دي، د دې خريداران دي پيدا کړه؟
زرمير وويل: پيدا کړي مي دي؛ مګر په څو فيصدي يې خرڅوې او زما فيصدي به څو وي او بل په کومو ولايتونو کي دي، ولي يې خپله نه کوې؟
وکيلي وويل: تا ته زه ډېره بې کاره درمعلوميږم زابل، غور، ډايکندي او بادغيس ته به زه روانه يم پروژې به کوم، کونډي به راټولوم، کار به ورپيدا کوم، يا به بويونو کوچنيانو ته په کېږديو کي صنفونه جوړوم.
زرمير په زوره وخندل وکيلي و ويل: ښه فيصدي يې پنځه دېرش فيصدي ده، ستا شپږ فيصده ده، درې پر ما دي او درې پر مقابل لوري، له ډيرو چنو وروسته خبره په دېرش فيصده خلاصه سوه او زرمير خپله فيصدي اته ته لوړه کړه، څلور پر وکيلي او څلور پر مقابل لوري.
کله چي له هوټله بيرته راووتل زرمير څلور سره پروژې پر دريم لاس په څلوېښت فيصده خرڅي کړې او څلور فيصده يې هم واخيستل.
سبا سهار چي کله اميد صرافۍ ته ولاړی، د لېسې د وختونو يو سپين ږيری استاد يې راغلی، دی ژر مخ ته ورغلی، لاسونه يې ورمچ کړه را يې وستی دننه يې کښېنوی، چای يې ور واچولې، هغه وويل: معاش خو اوس نه سته، ماش وي، هغه هم کله ناکله وي، بچو ته مي دي خدای (ج) جنت ورکړي، له بهره پيسې رالېږي، په حواله پسي راغلم، په دې اخير عمر کي مي خدای (ج) دا يوه ناره واورېده او تعليم آفته بچي مي په بهر کي خوندي کړه، دلته به يا مړه کېدل يا به يې بل څوک واژه، وطن خو هغه سي د سوداګرو په لاس کي دئ. اميد له ځان سره سخت پيکه سو، په بې خوندۍ يې وويل: استاذه! د ملت ګناه هم ده، هر څوک يې پر اوږو سپور دئ، دوی يخ پخ ورته ګوري.
استاد وويل: اميده بچو! ملت يې له اخه او ټوخه واچوی، پر خلق ديموکراتيک يې حساب وکړ، ټول کمونسټان وختل شعار يې کور، کالي، ډوډۍ وه، خو له ملت څخه يې له دې درو سره سره امن او سوکالي هم واخيستله، پر مجاهدو يې حساب وکړ، هغه توپکيان سول، په سرونو کي يې مېخونه ورټکوهل، سينې يې ځني پرې کړې، رقص مرده يې په وکړی، په ناموس پسي يې کورونو ته ورننوتل، د هغه د ختمولو له پاره طالبان راغلل، سپيني ملايکي وې، لږ وخت به نه وو تېر سوی چي د پنجاب فوج په ګډ سو، بيا دا نوی حکومت راغلی، ښه کارونه يې هم وکړه؛ مګر وروسته دوی په فساد کي تر هغو واړول، اوس ته ووايه ملت په چا باور وکړي؟
استاد به لا نور څه ويل، يو دم يې خبري بندي کړې ويې ويل: ورک يې کړه څه يې کوې، دغه حواله را اجرا کړه. وروسته يې خپلي پيسې واخيستې او پر خپله مخه ولاړی.
يو ساعت وروسته زرمير راغلی اميد ته داسي معلومېده چي د سر دښمن يې راغلی، د استاد خبرو ډېر بد تاثير پر کړی وو، ځان د وطن غدار ورمعلومېدی، خو هغه يې په ځان پوه نه کړی، هغه له راتګ سره سم وويل: اميده! انګليسې خو دي ښه ده، د فلانکي کمپ څخه يو امريکايي جنرال زنګ را وهي، ترجماني به ورسره راوکړې.
يو ګړی وروسته زنګ راغلی، جنرال ځان معرفي کړی او ويې ويل: د ارګ يو امانت دئ، بايد انتقال سي، په اماراتو کي يې په څو فيصده سپينوې؟
ده لس فيصده ورته وويل، هغه وويل: دا بيخي ډېري دي، يو مناسب قيمت ووايه! چي زما انتقال ما ته ګټه وکړي.
ده وويل: ته خپله فيصدي چيري غواړې؟
هغه ورته وويل: زه خپله فيصدي په اماراتو کي غواړم، دا پيسې امريکا ته نه سي انتقالېدای، زما فيصدي په اماراتو کي زما د ګرلفرينډ نوي کار وبار ته، چي هلته يې شروع کړی دئ، انتقالېږي.
بيا زرمير وپوښتل: څو پيسې دي؟
هغه وويل: دوی خو اوس يو سلو پنځويشت ميليونه وايي؛ خو زه فکر کوم چي د تړون تر وخته به پنځوس انتقالات ورته تر سره سي، سم قرارداد را سره وکړه! چي اسمان ته وخېژې.
بالاخره په دوولس فيصده تړون وسو، چي اووه فيصده د زرمير وې او پنځه فيصده د هم هغه امريکايي لوري وې، له دغي ورځي وروسته دوی بيا ارامه ورځ نه درلوده، هره ورځ انتقالات روان وه او اميد درک کړې وه چي امريکايي لوری يوازي هم نه دئ، ډېر شريکان لري او پيسې يوازي دوبۍ ته نه، بلکي څو نورو مملکوتونو ته هم انتقالېږي.
اميد ته هغه خبره، چي خلګو به ويل چي ميليارډونه ډالر راغله څه سول، اوس ورمعلومه سوه چي له چا سره او چيري وه.
يوه ورځ عجيبه پېښه وسوه، زرمير نه وو د دفتر تليفون ته پرله پسې زنګونه راتلل، کله چي اميد تليفون پورته کړی له هغې خوا يو چا په سوي اواز وويل چي نيم قطار طالبانو ونيوی، يو پنځوس ميليونه ډالر، يو سلو دوپنځوس د سرو زرو خښتي، يو دېرش ميليونه درهم او څلور ميليونه يورو، ټوله له دوی سره دي، اميد څو دقيقې هوايي وو، وروسته يې حواص راټول کړل، زرمير يې پيدا کړی او په سوي ساه يې ورته وويل: عاجل دفتر ته راسه! يوه پېښه سوې ده. نيم ساعت وروسته چي زرمير راغلی او ده کيسه ورته وکړه، توقع دا وه چي هغه به چيغي کړي، مګر هغه ډېر ارام وو، لکه هيڅ چي نه وي سوي، يو زنګ يې ووهی، اميد د زرمير خبري اورېدلې، زرمير په ډېر جرئت سره السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته وويل، چي دا د ده تر پخوا متفاؤت سلام معلومېدی، بيا زرمير وپوښتل: مولوي صاحب! په کوټه کي يې؟
هغه وويل: هو! خانه څه غوري دي ستاسي خواته؟
زرمير ورته وويل: خيرت دئ، ته نوې ناولده وکړه.
د هغې خوا کس وويل: ښه سو چي زنګ دي وواهه، زما خپله خيال وو چي زنګ در ووهم، هغه زموږ يو ملګری يې نيولی دئ د اعدام حکم هم پر ختلی، د دې چاره بېله تا بل څوک نه سي کولای، حکومت خو دي بېله هغه هم ټول په جېب کي دئ.
زرمير وخندل ويې ويل: ستا د دعا په برکت نوم او ادرس يې راکړه. وروسته يې هر څه ياداښت کړه.
بيا مولوي صاحب وويل: دلته مي خټي شروع کړي دي، ستا يې کور ودان، مځکه مي ستا له برکته واخيسته، په دوه جريبه کي مي کور او کوچنۍ باغچه اچولې ده او په پنځه جريبه کي مي د يوې مدرسې خيال دئ، د خير کار دئ ستا به هم دعا ګويه ډېر سي.
زرمير وويل: څومره مصرف به وکړي؟
ملا په خوله لنډ حساب وکړی، ويې ويل: ياره! يو دوه نيم زره لکه کالداري به سي.زرمير اميد ته اشاره وکړه چي ته دا ډالر کړه، زرمير چي ډالر کړه دوه نيم لکه ډالره کېدل، زرمير وويل: مولوي صاحب! دا مدرسه لږ غټه کړه چي ثواب يې لږ ډېر سي، په کوټه کي به پښتون اباد صرافي ته يو څوک ورواستوې، چي څومره مصرف کوئ هغومره به درکړي، تر درې زره لکه کالدارو پوري يې درکوي. مولوي صاحب تلواري سو ويې ويل: موږ مصروفه خلګ يو، يو واري دي يې زما حساب ته راواړوي، زما حساب خو ستا سره سته. ده وويل: مشکل نه لري، زه به يې در انتقال کړم.
مولوي صاحب اخيري فرمايش د توپکونو درلودی، ويې ويل: جهاد دئ، ته پوهېږې دښمن قوي وسلې لري، موږ خالي لاس يو، هلکانو هلته دا د اردو وسلې ارزانه پيدا کړي دي، دانه له يو لک شل زره څخه تر يو نيم لک کالدارو پوري دي، خدای و است، مګر يو شل دانې توپکونه خو عاجل راپيدا کړه او بل يو دېرش دانې مخابرې او توپنچې مي چرکيانو ته په کار دي، اوس هلکان په ښارونو کي دي په هغو يې ښه لاس خلاصېږي.
زرمير وويل: مولوي صاحب! پيسې به يې زه در کړم، نور نو په اسلحو تاسي ښه پوهېږئ.
مولوي بېله ځنډه په خندا وويل: سمه ده ته د پيسو غم وکړه.
بيا مولوي صاحب وويل: زموږ خوا ته څه خدمت سته؟
د دوی له خبرو څخه داسي معلومېده چي مولوي مخکي لا په کيسه پوه دئ، مخکي له مخکي يې لا زرمير بار کړی.
زرمير په ماته خوله ورته وويل: مولوي صاحب! مجاهدينو په غزني کي موټرونه درولي دي، که مو يوه لار ښوونه ورته وکړه.
مولوي صاحب په خوند ورته وويل: اخود به يې وکړم، ته خو خپل سړی يې، په شريعت کي د چا بې ځايه زهيرولو ته اجازه نه سته.
زرمير چي تليفون قطعه کړی، بل زنګ يې واهه له سلام سره يې وخندل ويې ويل: څارنوال صاحب! څنګه يې، څه کيسې دي، څنګه کور مي درته خوښ کړی وو، اوس به ښه راحته يې، ګوره! دا په لسو بيسوو کي جوړ دئ، د کارته سه تر ټولو ګرانه مځکه همدا ده، خيال يې ساته.
څارنوال وويل: کور دي ودان حاجي ګله! ستا برکت دئ، زما خو ولاکه لمسو لا دا خوب ليدلی وای.
زرمير وويل: دا کور نو بيا بېله نوي ماډل لکسس زرې خوند نه کوي، يو دانه مي پرون ځان ته له دوبۍ څخه راوغوښتی، ستا چاره مي هم وکړه تا ته مي هم راوغوښتی.
څارنوال وويل: ژوندی دي يې! زه خو دي په دې بيخي وګټلم. څارنوال بيا وويل: رئیس صاحب! څنګه دي زنګ وهلی وو، خيرت خو به وو؟
زرمير وويل: دغه شمېره بندي مي په کار دئ.
څارنوال وويل: پر دې خو اعدام اوښتی دئ، هيڅ امکان نه لري.
زرمير وويل: امکان يې په تا پوري اړه لري، زما دی په کار دئ.
څارنوال وويل: ته صبر قاضي صاحب سره بايد خبره وکړم.
زرمير وويل: په هر څو چي کېږي، خبره يې يو طرفه کړه. نيم ساعت وروسته څارنوال زنګ وواهه ويل يې: په کارته سه کي چي د حوزې پر مخامخ دا نوي بلاکونه جوړېږي، قاضي صاحب غواړي چي هلته دوو زامنو ته، چي ډېر پر ګران دي، کورونه واخلي، نو يو بندي ازادول به ډېر اسانه کړي.
زرمير بېله دي چي نرخ معلوم کړي وويل: د دواړو تذکېرې راته راواستوه، بندي له دوسيې سره زما کور ته راوله، د شپې به ډوډۍ زما سره وخورئ.
په يوه ساعت کي دغه هر څه تر سره سوه. په کوټه کي پيسې انتقال سوې، څارنوال ته د موټر اسناد واستول سول، قاضي ته د دوو نوو اپارتمانو ټاپه سوي اسناد ورسېدل او بندي له دوسيې سره د زرمير مېلمستون ته راغلی، له ويډيويي خبرو وروسته د زرمير موټرونه په غزني کي پر قاچاقي لارو بهر ته وخوځېدل.
اميد له ځان سره چورت واهه چي خلګ چي شکايت کوي چي کارونه يې مياشتو او کلونو ته ځنډيږي، هغوی پيسې نه مصرفوي او چارواکي دلته مصروف دي.
په دا سبا چي کله دوی دفتر ته راغلل، ګوري چي يو کس په شخصي کالو کي راغلی دئ، دمخه يې ځان معرفي کړی، زرمير لاس ورکړی پر مخ يې مچ کړی او ويې ويل: چيري يې، چي نه معلومېږې؟
سړي په ماته خوله وويل: هم دلته ګرځو، سړی ډېر تروش وو، وروسته يې زرمير ته د هغه څو تليفوني مکالمې ور واورولې، د زرمير باڼه لا نه دي درانه سوي اميد لږ وارخطا سو، خو زرمير ورته وويل: امير صاحب! د ملي امنيت د مکالما د اورېدلو او تعقيب آمر دئ، زموږ يار دئ.
بيا يې کرار يو سپين پاکټ د کوچ پر بازو ورته کښېښوی، اميد د سترګو تر کونجو ورته وکتل او د ډالرو دوې بستې په سپين پاکټ کي په نظر ورغلې، د آمر صاحب خوله بيرته د اوبو ډکه سوه، تندی يې وغوړېدی او ښه ګپه يې شروع کړه، بيا يې تليفون زرمير ته ورکړی ويې ويل: خپله يې ډليټ کړه، چي په زړه کي دي شی در ونه ګرځي. د اميد نور مغزو کار نه کوی، حکومت د حکومت مخالفين، بهرنيان وکيلان او هر څه په فساد کي غرق وه، هيڅ داسي څوک او ځای نه وو پاته چي د معملو برخه نه وي، مات سوی ملت پر ماتي بېړۍ سپور وو او ماته بېړۍ د خدای (ج) په فضل روانه وه، ماڼوګانو يې د سمولو پر ځای تختې کښې او هوسېدل.
نن د انتخباتو نتايج اعلانېدل، زرمير په اولو پنځو کسانو کي وو، چي تر ټولو لوړي رايې يې وړي وې.
دوې بجې به وې چي اميد پر تليفون د زرمير مسيج وليدی، ليکلي يې وه چي موټروان در استوم، وزير اکبر خان څورلسم سړک ته راسه، چي بريا لمانځو، د اميد هيڅ زړه نه وو، زړه و نا زړه وو، پر شپږو بجو هلته ولاړی، څورلسم سړک ارګ ته غځېدلې لار ده، هلته يو ډېر لوی کور ته ورننوتل، دا لوی کور څو اوسپنيزي دروازې درلودې، چي ټولي زرې وې، غټ غټ ګارډان ولاړ وه، اميد خپل نوم ورته ووايه، هغو په ليست کي وکتل، وروسته يې دی په ډېر احترام دننه رهنمايي کړی.
دی چي ورننوتی چي په ښار کي ده پېژندی او مشهوره وو، هغه ټوله دلته وه، اکثره نشه وه، د چا لا تازه په لاس کي وه، ځان يې نشه کاوه، نر، ښځي، مخالف او موافق ټول يو ځای وه، رقصېدل او خوښ خوشحاله وه، اميد ته د دوی رويي عالمي جنګونه مخالف بحثونه او هر څه سترګو ته ودرېدل، هغه وليدل چي سهار يې په تلويزون کي ښکاره کړي وه چي په نورو وکيلانو پسي يې چکوش ځغلوی، هغو تر نورو لوړ خندل او د چا ياد هم نه وه چي دوی سره مخالف دي.
لنډه دا چي اميد هغه څه وليدل چي باور يې نه کېدئ. سبا وختي اميد د هند سفارت ته ولاړی او د وېزې له پاره يې اپلای وکړی، درې ورځي وروسته يې وېزه راغله، له ميدان څخه يې زرمير ته خپله استعفاء پر وآټساپ ولېږله، دی به لا طيارې ته نه وو ختلی چي پر تلوېزون يې اعلان وکړی چي د پارلمان رياست له اوږده جنګ څخه وروسته، د ميلينونو ډالرو د کښته پورته کېدو په پايله کي د باګرام له هوايي ميدان څخه د غولو د ټانکرانو د ايستونکي قراردادي له خوا واخيستل سو، زرمير د لومړي مرستيال په توګه اعلان کړل سو، د ښار مشهوري او مشهودي رقاصې پر تلويزون د پارلمان د ځواني وکيلي په توګه د نوي ځوان پارلمان په اړه همدې تلويزون ته معلومات ورکول، چي دا يې مخکي ويانده وه.
فيسبوکونو د پارلمان د څو ورځو خونړيو جګړو ويديوګاني خپرولوې او د حکومت سور جرابي وياند د ځوان حکومت، ځوان پارلمان او ځواني ادارې بيانيه ورکول.
خو ځوان اميد چي سرې جرابي او بهرنى پاسپورټ يې نه درلودی، له لوی علم، پوهي، ډګريو، ارمانونو او هيلو سره طيارې ته وختی، طيارې پر کابل دوره ووهل او کرار کرار د تيارې په لمن کي د يوه نوي طوفان په لمن کي د نااميده، اميد له سترګو الونی سو، د اميد د سترګو له کونجه يوه اوښکه پر مخ راتوی سوه، داسي معلومېده چي اميد نور وطن له هر څه سره د زړه په هديره کي دفن کړی.
طوفان هم هغه سي ورځ تر بلي خونړى کېدئ او د هيواد سست سوي ميلونه نور هم سستېدل، طوفان لا روان وو.