دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهخبرې/اجمل پسرلی

خبرې/اجمل پسرلی

د بس په تمځي کې پنځه مازدیګره سره مخامخ شوي یوو. لومړی ځل داسې راته ښکاره شوه لکه په ابي رسم چې باران وریدلی وي، دې تشبیه ته خندا راغله، دې ته مې وخندل، دې هم وخندل. په دې تیرو څلور مازدیګرونو کې هره پلا سره خاندو، خو خبرې مو نه دې کړي، یو ځل مې نیت وکړ چې راویې غږوم دې مې غږ وانه ورید که یې ځان تیر کړ، بیا مو په بس کې ترمنځ  نور خلک ودریدل، بل ځل چې مې پرې غږ کړ دا کوزه شوه.

نن مې پوخ نیت کړی چې راشي څنګ ته یې کښینم، راغږوم یې. بس ته له ولاړ کتاره په شا شوم د دې لار مې څارله، له لرې مې ورپام شول چې طلایي ویښته یې د چترۍ لاندې غورځي. په دې پسې په کتار کې ودریدم، مخ یې راواړاوه ویې خندل. ورته ومې ویل:

-نن لکه چې ناوخته شوئ

وخوځیده خو مخ یې را ونه ګرځاوه. په بس کې چوکۍ ډکې شوې. دا ودریده، زه هم لنډ ورته ودریدم. ورته ومې ویل:

-ډير بیروبار دی

ګوتې یې پر شونډو کیښودې، سره بارخوګان یې د سر له خوځولو سره داسې وایسیدل لکه سره ګلونه چې نري شمال ته پېنګې وخوري. ما د دې زرغونو سترګو ته وکتل، خو دستي مې سترګې ښکته واچولې. لنډ شین پتلون یې اغوستی و، کرمیچو یې سرې کرښې لرلې،  سپینې لنډکۍ جرابې یې په پښو  وې. دباندې مې اشاره وکړه:

-څرنګه تیز اوري

بیا یې ګوتې پر شونډو کیښودې، سر یې وخوځاوه. د کوزیدو ځای ته مې درې تمځي پاتې شول، ورته ومې ویل:

-له کاره وروسته څوک ډير ستړی وي که دې زړه وي یوه ورځ به چیرته کافي وڅښو

دا ترهیدلې شاته شوه، که بس ټکان وخوړ، له یوې زړې ښځې سره ولګیده، هغې غالمغال وکړ، دې ااا… وکړ، ګونګۍ وه خبرې یې نه شوی کولی سترګې یې ښکته واچولې.  د بس ور خلاص شو، دا ښکته شوه، هاغه باران وهلی ابي رسم مې بیا سترګو ته ودریده، د بس له کړکۍ مې پسې وکتل، ایینې خوله کړې وه، نه ښکاریده.

پای

1 COMMENT

  1. ددرانه پسرلی صاحب داکیسه هم دتیروکیسوپه شان شکلې اوله انځورونو ډکه وه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب