وزیر محمد اکبر خان (۱۸۴۷-۱۸۱۶): د دوست محمد خان څلورم او تر ټولو وړ زوی د یو پېچلي او پوه کرکټر خاوند و. وزیر اکبر خان په ځان پیاوړی، په تنه مظبوط ځوان او مخ یې د باز په څېر و. هغه په زړورتیا، جذابيت، د زړه په کلکوالي، خو په عین وخت کې په مهربانۍ او په ستراتیژیکي وړتیا کې ډېر وتلی و. ده خپل لڼد عمر د خپل هېواد په ساتنه او پالنه کې تېر کړ او په دې لاره کې یې هېڅ راز ربړو او کړاونو ته سر ټیټ نه کړ. وزیر اکبر خان په مېړانه د خپل هېواد د ازادۍ او د خپلواکۍ د ساتنې لپاره هلې ځلې کولې.ده ته د انګریز دښمن د توطیو په ترڅ کې زهر ورکړل شول او په یوه بله توطیه کې سخت ټپي شو.
وزیر اکبر خان نه یوازې د جګړو په ډګر کې بهادر او اتل و بلکې په هغه وخت کې د پوهې او علم لوی مینه وال و او پر دې یې ټینګار کاوه چې افغانان باید د هېواد په ساتنه او پالنه کې د تورې تر څنګ پوهه هم خپله کړي. د چارلس مسون په نوم یو انګریز لرغونپوه لیکلي: «دغه ځوان سردار به هر وخت په ما پسې سړی رالېږل او زه به په وار وار د هغه د چای مېلمه کېدم. ما له اکبر خان څخه یو امر واخيست چې یو شمېر ملکانو ته په کې لیکل شوي وو چې زما سره په هر راز پلټنو کې مرسته وکړي. زه په هغه کچه چې د ده منندوی شوم هغومره حیران هم شوم چې دغه ځوان سردار څومره ښه زما د پلټنو په ارزښت پوهېږي. نوموړي هغه چا ته چې ویل یې زه کېدای شي په خزانو پسي ګرځم وویل چې زما موخه یوازې د علم پرمختګ دی. وزیر اکبر خان دغه یادونه هم وکړه چې په درانیو کې جنګياليو ته درناوی کېږي، خو په اروپا کې د علم خاوندانو ته. » یو بل اروپایي ګرځندوى، ګاډفري وینیې Godfrey Vigne هم په اشرافیانو کې وزیر اکبر خان تر ټولو مترقي، ځیرک او هوښیار بللی . وزیر اکبر خان له تنګ نظرۍ څخه دومره لیرې و چې څو ځلې یې نوموړي ته له خپلې پيالې څخه اوبه ورکړې وې. دا داسې وخت و چې ډېرو افغانانو نه غوښتل له عیسویانو سره یو ځای ډوډۍ وخوري او یا اوبه وڅښي.
وزیر اکبر خان په وضاحت یو پېچلی، هوښیار ، خاکسره او متوازع شخصیت درلود. ده هېڅ کله خپله د وطنپالنې مينه د مقام او پیسو قرباني نه کړه. مېکناټن دې ته حاضر و چې ده ته بېسارې ډېرې پیسې او د واکمن وزیر مقام ورکړي (د مېکناټن د وژلو بهیر ولولئ)، که چېرې وزیر اکبر خان پاڅون ته شا کړي. د انګریزانو له ماتې او د امیر دوست محمد خان له ازادیدو څخه وروسته، وزیر اکبر خان ټول واک خپل پلار ته پرېښود. ده خپل پلار ته ټینګار کاوه چې د سېکانو تر اشغال لاندې افغان خاوره بېرته ازاده شي. نوموړی په دې هکله له خپل پلار څخه ناهیلی شو او هڅه یې وکړه چې نور افغان مشران د دغه داعیې په اوچتولو کې سره یو موټې کړي، خو له بده مرغه ده ته یو ځل بیا زهر ورکړل شول او دا ځل له ابدیت سره یو ځای شو.
وزیر اکبر خان په یوویشت کلنۍ کې خپله اتلوالي په جمرود کې د سېکانو پر ضد جګړه کې وښوده. نومړی په زړورتیا په تن په تن جګړه کې ښکېل و او د سختې جګړې په ترڅ کې له سېک جنرال هري سېنګ سره مخ شو. دوی یو پر یو بل تر هغه وخت پورې ګوزارونه کول تر څو چې اکبر خان برلاسی شو او هري سېنګ یې پر ځمکه چپه او او اندامونه یې ټوټې ټوټې کړل. دا چې قوماندان یې ووژل شو ، سېکانو د جګړې ډګر پرېښود او تېښتې ته یې مخه کړه.
کله چې په ۱۸۳۹کال انګریزانو له څو اړخونو پر افغانستان یرغل وکړ، وزیر اکبر خان ته د خیبر د ساتنې او د کلاډ وېډ او شهزاده تیمور د پرمختګ د درولو دنده ورکړل شوه. د نوموړي اغېزمني مشرۍ، جنګي وړتیا او ستراتیژکي پوهې انګریزانو ته د دې فرصت ورنه کړ چې یو ګام مخته لاړ شي. دوی تر هغه وخته پر خیبر یرغل ونه کړ تر څو چې کلاډ وېډ په ناځوانۍ په دې بریالي شو چې وزیر اکبر خان ته زهر ورکړي. نوموړی دوه ورځې د مرګ په مورګه و او دې ته اړ شو چې په کټ کې د جګړې له ډګر څخه ووځي. کلاډ وېد چې په هند کې د انګریزانو د څارګرې ادارې مشر و، په دې هم وتوانېد چې میر مسجدي خان او ورور یې د پیسو د ورکړې په بدل کې دې ته وهڅوي چې د امیر دوست محمد خان پر ضد په استالف کې خلک پاڅون ته ولمسوي.
کله چې په ۱۸۴۰ وزیر اکبر خان له بخارا څخه په وتلو بریالی شو، د انګرېزانو پر ضد یې په هندوکش کې د مقاومت په جوړلو پیل وکړ. وزیر اکبر خان د ۱۸۴۱ کال د نومبر په پنځه ویشتمه کابل ته ورسېد. ده ډېر ژر ثابته کړه چې د مقاومت یو پیاوړی او زورمټی مشر شي. وزیر اکبر خان ډېر ژر خپل ځان هغسې دښمن ثابت کړ لکه انګرېزانو يې چې په اړه وېره درلوده. د څو ورځو په ترڅ کې يې په لمړي ځل پر اډه باندې اغېزمن بندیز ولګاوه. نوموړي ټولو څېرمه کلیو ته ملایان ولېږل چې بزګران پر انګرېزانو باندې د اکمالاتي توکو له پلورلو منع کړي. شا ته پراته کلي یې ونیول او جنګیالي يې په کې ځای پر ځای کړل. یوه پوځي اډه يې د ښار له دېوالونو څخه لږ وتلې د محمدخان په کلا کې جوړه کړه او په غونډیو کې یې چې تر انګرېزي اډې چاپېر وې، د جنګیالیو د لیکو کړۍ جوړې کړې. د دغه کړۍ ملاتړ د یوې بلې اډې ځواکونو چې د غونډۍ په لمن، شاه باغ کې جوړه شوې وه، کاوه.
وزېر اکبر خان پ خپله جنګي او ستراتيژیکې وړتیا له یوې خوا د جګړو په ډګر کې انګزېران له ماتوسره مخامخ کول، بلکې دوی یې پر بندیزونو له لوږې سره هم لاس او ګرېوان کړل؛ نو په دې توګه انګرېزانو د تسلیمۍ خبرو اترو ته سر ټیټ کړ.
د مېکناټن د وژلو بهیر
د مېکناټن او وزیر اکبر خان تر منځ لمړنۍ لیدنه د کابل سیند پر کنګل شوې غاړه ترسره شوه. له مېکناټن سره لارنس، ټرور او مکنزي مل وو. وزیر اکبر خان د مخالفینو ټول مخکښ مشران له ځان سره راوستلي وو.
دوه ساعته وروسته دوی هوکړې ته ورسېدل. انګرېزان به درې ورځې وروسته، د ډسمبر په ۱۴مه وځي. کپټان ټرور به د برمته په ډول دوی ته سپارل کېږي او کله چې امیر دوست محمد خان په هند کې د انګریزانو له توقیف څخه ازاد او بېرته افغانستان ته راوګرځي،دی به هم په عزت ازاد کړل شي. انګرېزان به له جلال اباد، غزني او کندهار څخه هم وځي. شاه شجاع ته به په کابل کې د یوه عامه وګړي په توګه د پاتې کېدو او له انګرېزانو سره د تګ خوښه ورکول کېږي.
ټول انګرېزان په دې باور وو چې له دغې هوکړې وروسته به نوره جګړه نه وي خو حقیقت لږ ډېر پېچلی و. د موهن لال په وسیله چې په ښار کې فعال پاتې و، مېکناټن د پاڅون له پیل څخه د مخالفینو له یو شمېر قوماندانانو سره په اړیکه کې و او د څو اونیو راپه دېخوا يې د پوځي ملاتړ د پېرودو شونتیا لټوله چې د افغان پوځي ډلو ترمنځ بېلتون راولي. موهن لال لیکلي: «ده هر نوي ترکیب ته چې د مخکني په پرتله يې ډېرې هیلې پیدا کولې، لاس اچولو» نو د موهن لال په وسیله، د قزلباشو او غلزیو مشرانو ته د ۲۰۰۰۰ روپیو وړاندیز وشو چې له جنګیالیو څخه جلا شي او د انګرېزانو ملاتړ وکړي. مېکناټن د دغسې توطیو د بریا خوند څکلی و . د موهن لال له لیکونو څخه داسې شواهد لیدل کېږي چې د عبدالعزیز په نوم یو هدفي وژونکي د عبدالله خان اڅکزي د وژنې په بدل کې له موهن لال څخه پیسې ترلاسه کړې وې. نوموړي ویلي وو چې د نومبر په درویشتم کله چې عبدالله خان اڅکزی د جنرال شلټن پر ضد په جګړه بوخت و، ده په زهرجنه ګولۍ په شا کې وویشت.
خو موهن لال تر څار لاندې و او د وزیر اکبر خان څارګرو د مېکناټن مکارو توطیو په اړه ده ته په تفصيل مالوت ورکول. همدا راز، دا خبرې هم کېدې چې مېکناټن هر هغه چا ته چې وزیر اکبر خان او یا د دښمن نور مشران ووژنې، د پیسو د ورکړې ژمنه کړې. د میرزا عطا په قول: «مېکناټن په پټه مشرانو ته یو لیک ولېږه چې هر هغه چا چې د سردار محمد اکبر خان غوڅ سر ده ته وروړ، د ۱۰۰۰۰ روپیو انعام به ورکړل شي او د مېکناټن د مرستيال په توګه به وګمارل شي. کله چې خانانو دغه لیک ولوست، سمدلاسه یې وزیر اکبر خان ته وسپاره او وزیر اکبر خان دغه لیک له ځان سره وساته. له بلې خوا مېکناټن دې ته هم حاضر و چې که وزیر اکبر خان د پاڅون مشري پرېږدي او امین الله خان لوګری لاس تړلی ورته راولي، وزیر اکبر خان ته به سمدلاسه ۳۰۰۰۰۰ پونډه او په کال کې ۴۰۰۰۰ پونډه او د واکمن وزیر څوکۍ ورکړل شي.
اکبرخان چې له دې څخه خبر شو، نو پرېکړه یې وکړه چې د مېکناټن دوه مخي بربنډه کړي. د ډسمبر د دوه ویشتم په ماښام یې خپل دوه د تره/ ترور زامن اډې ته ورولېږل او په دې هکله یې یو پاړسي سند د مېکناټن په لاسلیک ترلاسه کړ.
اکبرخان دغه سند امین الله خان ته وښود او نورو مشرانو ته يې د مېکناټن له خوا له دوی سره د شوو هوکړو د ماتونې لېوالتیا او همدا راز د دوی تر شا د نوموړي د پټو معاملو په اړه خبرداری ورکړ. بیا يې مېکناټن ته پیغام ولېږه چې سبا ته بیا له ده سره وګوري چې د دغه توطیې جزیات بشپړ کړي. مېکناټن يې غوښتنه ومنله او د خپلو درې مرستیالانو، لارنس، ټرور او مکنزي په ملتیا له خپلې ساتونکې ډلی سره غونډه ته لاړ. اکبرخان په ټاکلي ځای کې چې هوکړه ورباندې شوې وه دوی ته تم و. ده له ځان سره خپل خپلوان سلطان جان بارکزی او خپل خسر، محمد شاه خان راوستي وو. همدا راز اکبر خان يو درېیم مشر چې انګرېزانو ونه پېژنده خو په حقیقت کې د امین الله خان کشر ورور و هم راوستلی و چې د مېکناټن د خیانت شاهد شي.
غونډه پیل شوه. مېکناټن اکبر ته یو اس ډالۍ کړ. وزیر اکبر خان له مېکناټن څخه مننه وکړه چې پرون یی یوه دوه میله تومانچه او له خپلې بګۍ سره یوه جوړه اسونه ورلېږلي وو. دوی له اسونو څخه ښکته شول او د اسونو جالوغونه يې پر یوې هغه وړې غونډۍ وغوړول چې واوره پرې نه وه پرته. ورپسې مېکناټن د وزیر اکبر خان تر څنګ کښېناست او ټرور او مکنزي د ده څنګ ته کښېناستل. لارنس د مېکناټن تر شا ودرېد. وروسته اکبر خان ورته ټینګار وګر؛ نو دی پر یوه ګونډه کښېناست. په همدغه شېبه کې د وزیر اکبرخان په قومانده محمد شاه خان غلزي پر لارنس ټوپ کړ، لاسونه یې وتړل او تومانچه او توره یې له کمربند څخه واخیستل شول. بیا یې له ځمکې څخه اوچت او له ځان سره یې کش کړ. په عین وخت کې وزیر اکبر خان مېکناټن پر ځمکه چپه کړ، لاسونه يې پر خپلو لاسونو کلک نیولی وو او مېکناټن ته یې داسې وویل:
«ته د یو لوی پاچا وزیر يې، د یو پرتمین پوځ مشر يې، ټول بهرني لوړپوړي خلک ستا د پوهې او لاسته راوړنو درناوی کوي، خو زه له هغوی څخه نه یم. زه تا یو داسې ځبن ګڼم چې په خبرو دې باور نه شي کېدی او خپل باطني خیانت په هغه څه کې ښیې چې لیکې يې! موږ دې په جګړه کې مات نه شوای کړی او اوس غواړې په درغلۍ موږ تباه کړې. ته بې ایمانه يې، ټګماره دوکه ماره! ته دومره تېز يې چې زموږ په هوکړه کې خیانت کوې! څه خیال دې درلود چې زه به په کابل کې د خپلو وطنوالو پر ځاې په تا باور وکړم؟ څه فکر دې کولو چې د خپلې ګټې له پاره به موږ دومره په اسانۍ یو د بل په تباه کولو کې ښکېل کړې؟ ته پوهېږې چې له ځان څخه دې څومره یوه مسخره څېره جوړه کړې؟ شرم وکړه، ته د ملنډو او مسخرو اله يې. زما دا نیت و چې له کابل څخه د وتلو پر مهال په عزت د هند په لور بدرګه کړل شې، خو ستا توطیه دا وه چې ما په چا ووژنې. ستا دماغ له تور لوګي ډک او له انساني ارزښتونو تش دی. اوس ماسره د کابل ښار ته لاړ شه!»
ورپسې اکبرخان نوموړی له ځمکې اوچت کړ، تر ملا یې ونیو او تومانچه يې ورته ونیوله چې پر اس سپور شي. مېکناټن د تېښتې هڅه وکړه، «لکه یوه کوتره چې وزرې وهي څو د باز له منګولو وتښتي». کالن مکنزي لیکلي: «مېکناټن چیغه کړه «از برای خدا» مېکناټن نه غوښتل چې ورسره لاړ شي او ویې پوښتل: «پر ما څه کوې؟» ورپسې اکبر خان پر هغه دوه میله تومانچه مېکناټن وویشت چې نوموړي لږ وخت مخکې ورکړې وه. »
د وزیر اکبر خان افغاني غرور، جنګي اخلاق، مېلمه پالنه او مهرباني
مکنزي او لارنس چې ژوندي نیول شوي وو، د جنګیالیو یوه ډله چې په تورو او تورټوپکو سمبال وه تر دوی چاپېر شول او نارې یې وهلې: «دا کافران ووژنئ » دغه چیغې ډېرې احساساتي کېدې، خو وزیر اکبر خان دوی له دغه ډلې څخه وژغورل. وروسته مکنزي په منندویه بڼه لیکلي: «ده خپله توره راوایستله او خپل څنګ ته يې په مېړانه کېښوده، خو کله چې ډاډه شو چې زه اوس خوندي یم، غرور یې په درانه چلند لاس بری شو، ما ته یې مخ واړولو او په بریمنه توګه یې په وار وار په سپکه بڼه راته وویل: «شما ملک ما ره میګیريد!»
منشي عبدالکریم لیکلي: قوماندان اکبرخان په بې رحمه جګړه کې ښکېل شو، خو کله يې چې د ښځو او ماشومانو وضعیت ولید، ډېر زړه يې ورته بد شو. له خدای سره د مینې او د حرمت په پار يې امر وکړ چې ژوندي له مړو څخه جلا کړل شي او ژوندي دې تاوده ځای ته یوړل شي او د پسه پوستین او د سمور چپنې دې ورکړل شي. ډېرې یخنۍ د دوی په رګونو کې وینه درولې وه؛ نو اکبرخان دوی نغري ته نږدې ځای پر ځای کړل چې بېرته په سد کې شي. افغان مېلمه پالنه داسې ده! حتی وروسته له ډېرې درنې جګړې څخه دوی له کمزورو سره داسې مرسته کوي لکه د خپلي کورنۍ غړي يې چې وي.
یو بل انګرېز اسیر، هیو جانسن چې له الفنسټون او شلټن سره یو ځای و. د وزیر اکبر خان سره یې د لیدنې حال داسې بیان کړی: «سردار او ډله يې په ازاده هوا کې په یو لنډمهاله کمپ کې وو. دغه مشر موږ ته په بېسارې مهربانۍ او خواخوږۍ ستړي مشي وویل او کله چې پوه شو چې موږ وږي او تږي یو، سمدلاسه یې چېرته چې موږ ناست وو په ځمکه د دسترخوان د غوړولو امر وکړ.» دوی ته یې په خپل کمپ کې د اور غوړو لمبو څنګ ته د ناستې بلنه ورکړه او ماښامنۍ یې ورکړه.
د ټولو افغان او يو شمېر هندي مسلمانانو په لیکنو کې پر خپلو بنديانو د وزیر اکبرخان مهرباني ډېره ښه او بېلګه ییزه یاده شوې او د ادب، صداقت او مهربانۍ بیلګه او يا یو ډول افغان صلاح الدین یاد شوی. د منشي عبدالکريم بیان يې يوه بېلګه ده، هغه لیکلي:
کله چې د قوماندان اکبر خان مېلمانه ورغېدل او د درېدو او د بدن د سويو غړو د خوځېدو توان يې پيدا کړ، دغه قوماندان کلا ته راوګرځېد چې د ادب او درناوي په پار د دوی لیدنه وکړي.
بنديان ټول په لیکه کې لړزانده او په وېره کې ودرېدل. اکبرخان دوی ته ډاډګېرنه ورکړه او جنرال الفنسټون او د وزير کونډې ته يې ډېر درناوی څرګند کړ. ده هر یو ته يوه د چرمو چپنه ورکړه چې ژۍ يې د سمور د پوستکي وې او په خپله يې د دوی پر اوږو واچولې. همدارنګه دوی ته يې په داسې حال کې د پسه پوستين ورکړ چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې او ویې ويل: «هېڅوک وړاندوينه نه شي کولی، هېڅوک برخليک او الهي حکم نه شي بدلولی. ما ته په کابل کې زما د پوځ سپینږیري وايي چې په ژوندي تاريخ کې دومره ډېره سړه هوا او واوره په دغه سیمه کې نه وه شوې. هېڅ مه وېرېږئ، زه به ستاسې ساتنه وکړم او د لغمان تودې هوا ته به مو ولېږم چې ورغېږئ او تر هغه وخته په کې هوسا ژوند وکړئ تر څو چې هوا توده شي، واورې ویلې شي او د هندوستان لارې يو ځل بیا پرانیستل شي.» د قوماندان اکبرخان بېساري ښه چلند، تواضع او زړه سواندې پاملرنې د ټولو درناوی او خوښي وګټه او د ژوند تر پايه يې د منندوينې سوګند وکړ. کله چې اسير مېلمانه لغمان ته ورسېدل، د مېرمنو له پاره پراخه هستوګنځي ځانګړي شوي وو او چوپړيالانې نجونې یې چوپړ ته ګمارل شوې وې. ډوډۍ هم ورته پرېمانه وه: غلې، دانې او غوښې، د پسه لم، چرګان، هګۍ او هر راز تازه او وچې مېوې.
د وزیر اکبر خان د مهربانۍ په هکله نه یوازې افغان او هندي لیکوالانو لیکنې کړې بلکې پخپله انګرېز اسیرانو هم د ده ستاینه کړې ده. پاټېنګر په رسمي توګه جنرال پالک ته ليکلي وو څو ډاډ ورکړي چې «په افغاني بڼه، دوی ته ټوله هغه پاملرنه شوې چې يو بندي يې تمه لري او کله که کوم بد چلند راسره شوی، هغه د اکبرخان له خوښې پرته، د ټیټو کچو خلکو کړی او کله چې په دې اړه ده ته سرټکونه شوې؛ نو تر خپلې وسې يې سرغړوونکي ترټلي دي.» بل ځای لارنس لیکلي چې «اکبرخان خپله ډولۍ مېرمن سېل او مېرمن مېکناټن ته ورکړه. او تل يې په ادب چلند کولو په تېره بیا له مېرمن مېکناټن سره او مېرمنو ته يې ډاډ ورکړ چې دوی يې درانه مېلمانه دي او هر څه چې دوی غواړي، دی به يې ورته راوړي او وروسته له دې چې لارې خوندي شوې، دوی به سمدلاسه جلال اباد ته ولېږي. په عين وخت کې دوی کولی شي په ازاده توګه خپلو ملګرو ته لیکونه وليکي. » کله چې لارنس وزیر اکبر خان ته وويل چې بنديان لږ پيسو ته اړتيا لري، ده ته يې سمدلاسه ۱۰۰۰ روپۍ ورکړې. لارنس لیکلي: «ما چې د پيسو رسید پاڼه ورکړه، ده څيرې کړه او ویې ويل چې داسې کاغذونه د سوداګرو تر منځ وي، نه د ښاغلو تر منځ.»
انګرېز پلوه افغان مشرانو ته د وزیر اکبر خان د لیکونو دوه بېلګې
وزیر اکبر خان، سید احیاالدين ته چې د شاه شجاع یو نږدې متحد اشرافي و، داسې ليکلي:
ښه ډاډه اوسه: ته چې له پرنګیانو سره د اړيکو ساتلو ته اړ شوی وې او اوس یې که چېرې د پایلو په اړه وېره لرې، زه له تا څخه هیله کوم چې په دې اړه په زړه کې هېڅ وېرې ته ځای ورنه کړې، ځکه تا د وخت له غوښتنې سره سم عمل کړی. هر سړی، لوی او کوچنی، د خپلو ګټو له پاره دې ته اړ و چې له پرنګيانو سره څه نا څه تړښت ولري، خو اوس د دغه کرکجن نسل کتاب په باد شیندلو پاڼو بدل شوی او اوس چې د اسلام د پوځ لیکې په کلکه يو موټی شوې دي، ستا د شا ته کېدو وجه څه کېدای شي؟ زه دغه لیک درته لیکم چې کلکه هیله در څخه وکړم چې هر راز پرديتوب پرېږده او زما کور خپل کور وګڼه. که چېرې موږ سره ولیدل، ته به پرته له ځنډه بېرته راوګرځې او زموږ ملګرتیا به نوره هم ډېره شي. زه باور لرم چې ته به دغه لوري ته اوښتنه سمدلاسه پيل کړې.
وزیر اکبر خان ، تره باز خان ته چې یو بل اشرافي و، داسې لیکلي:
داسې څارګریز مالومات مې ترلاسه کړل چې تا لالپوره پرېښې او غونډيو ته دې پناه وړې. له دې څخه څرګندېږي چې ته له اسلامي نسل څخه د بېلتون نيت لرې. زما درنه ملګريه، دغه الهي کلام اوس خپور دی. ټول اسلام يو موټی او یو زړه شوی او موږ له کفارو سره په جګړه کې ښکېل شوو. د کافرانو نسل مغلوب او ټول تباه شو. دا د انسان پرېکړه نه ده بلکې د خدای حکم دی. ته بايد د خپل دین په ګټه خپلې سترګې خلاصې کړې… په خپله قضاوت وکړه، زه او ته باید د مسلمانانو په منځ کې په عزت او درنښت ژوند وکړو او يا خپل ژوند د کفارو په منځ کې تېر کړو؟ که ته د اسلام ښېګڼه غواړې؛ نو زما خپل کور او شتمني خپل وګڼه، خو که ته د کفارو سره چې موږ نه غواړو اړيکې ورسره ولرو، ملګرتيا ته دوام ورکوې؛ نو ما ته ژر خبر راکړه.
اخذ: Return of a King , the Battle for Afghanistan
د یوه پاچا بېرته راتګ، د افغانستان لپاره جګړه