جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبزموږ او د نورو لنډې کیسې|ډاکتر محب زغم

زموږ او د نورو لنډې کیسې|ډاکتر محب زغم

د لیکوالۍ د نړېوال پروګرام لومړني لیکوال چې باید یې خپلې کیسې لوستې وای، یوه فلیپیني لیکواله او زه وو. ما «مور او لېوه» د لوستلو لپاره غوره کړې وه. د پروګرام سمبالوونکې نتاشا راته وویل کیسه دې ډېره لنډه ده. حال دا چې «مور او لېوه» زما د نورو کیسو په پرتله اوږده ده. ما بیا «قوماندان پلنګ» ورسره ملګرې کړه چې راکړل شوی نیم ساعت وخت ورباندې پوره کړم.

د خپلو لیکوالو او د نورو ملکونو، په تېره بیا د امریکايي لیکوالو، د کیسو تر منځ ځینې توپیرونه راښکاره شول. یو لوی توپیر یې دا و چې د دوی کیسې ډېرې اوږدې دي، معمولاً د کتاب پنځه لس او لا زیات مخونه نیسي. زموږ په کیسو کې پېښې لکه غشي نېغ د موخې (د کیسې پای) خوا ته په منډه وي؛ خو د دوی په کیسو کې تخیل لکه مست وحشي مارغه الوځي. روان د خپل منزل خوا ته وي؛ خو په لاره کې هرې خوا ته سر ورښکاره کوي، په هر څه باندې ټیټېږي او د هرې منظرې له لیدلو خوند اخلي. زموږ کیسې لکه هغه مسافر دي چې غواړي تر ماښام د مخه منزل ته ورسېږي؛ خو د دوی لکه هغه ډله چې په مېلې وتلې وي، د ژر رسېدو غم ورسره نه وي.

هڅه مې وکړه د دې توپیرونو علتونه پیدا کړم. فکر کوم علتونه یې هم په لیکوالو کې نغښتي دي، هم په لوستونکو کې. زموږ اکثره لیکوال د کیسې پیغام ته زیات اهمیت ورکوي. کله چې غواړې چا ته خاصه خبره وکړې، معمولاً ژر اصل مطلب ته راځې، حاشیه رويي نه کوې؛ خو که خواله ورسره وکړې نو ممکن ډېرې غیرضروري خبرې هم وکړې. د نورو ملکونو کیسې تر ډېره بریده د خواله کولو رنګ لري. د دوی په کیسو کې ډېرې داسې پېښې او خبرې لولې چې کېدای شي اضافي درته واېسېږي.

بله مسأله د سبک ده. غربیان تشریحي سبک خوښوي. دوی غواړې په کیسه کې ډېرې منظرې په تفصیل سره بیان کړي. لکه زموږ استاد سعدالدین شپون او نصیر احمد احمدي چې د پېښو تفصیلي او تصویري بیان ته تمایل لري.

موږ چې په محفلونو او غونډو کې خپله کیسه لولو، موخه مو دا وي چې اورېدونکي زموږ ټوله کیسه واوري او پوه شي چې د کیسې په پای کې څه پېښ شول؛ خو دلته لیکوال غواړي د خپل نثر او تخیل کمال وښيي. له دې ښکاري چې موږ تر اوسه پورې هم «څه ویلو» ته ډېر اهمیت ورکوو او دوی «څنګه ویلو» ته. دوی معمولاً په غونډو کې د خپلې کیسې یوه برخه په شل- پنځه ویشت دقیقو کې لولي او نور یې پرېږدي. که یې کیسه د چا خوښه شوه، هغه بیا ورځي کتاب یې اخلي یا له لیکواله غواړي چې په اي مېل کې یې ورولېږي.

د کیسو د لنډوالي او اوږدوالي په موضوع کې کېدای شي د تخیل قوت هم برخه ولري. د تخیل غځول او د اوږدو کیسو لیکل، مهارت غواړي. هندي سریالونه له غربي هغو سره پرتله کړئ. په ټولو هندي سریالونو کې مې یوازې یو سریال «کورنی تجارت» خوښ شوی دی. نور هندي سریالونه چې څومره غځېږي هماغومره له منطقه لرې کېږي. که د فلم او داستان د پېښو لپاره منطقي زمینه برابره نه کړې، د لیدونکي او لوستونکي په زړه کې تېرېږي چې ته ورباندې ملنډې وهې، تا د لېوني یا د ماشوم ګومان ورباندې کړی دی. دغه د «کورني تجارت» سریال د ټولو هندي سریالونو بر خلاف په منطق برابر و او ممکن وجه یې دا وه چې قسطونه یې کم وو. زه فکر کوم که د «24» په نامه په زړه پورې امریکايي سریال دې هندیانو ته پرېښی وای، څه ریشخند شی به یې ځنې جوړ کړی و. البته که د تخیل غځول او پېښو ته منطق برابرول کمال دی؛ په عین حال کې په لنډ وخت کې خپل مطلب بیانول هم هنر غواړي. دغه مسأله مې د امریکا د یوې خورا لویې لیکوالې چې د لنډو کیسو کتابونو یې جایزې ګټلې دي او ایزنبرګ نومېږي، مطرح کړه. هغې وویل: «کاشکې زه خورا لنډې کیسې ولیکلای شم.»

په دې مسأله کې لوستونکي هم رول لري. موږ ډوډۍ د نس د ډکولو لپاره خورو او معمولاً ژر ژر ګوله تېروو چې ځان موړ کړو؛ خو غربیان ډوډۍ په کراره خوري او د هرې ګولې له ژوولو خوند اخلي. د دې ځای لوستونکي هم غواړي د کیسې له هرې جملې خوند واخلي؛ نو دې ته یې بېړه نه وي چې ژر د کیسې پای ته ورسېږي. زموږ اکثره لوستونکي اول د کیسې مخونه ګوري چې ډېر دي که لږ. ما د زاهد تراب توتاخېل ناول «له سوداګرۍ تر سرداري» تر یو سل او څو اویایمې صفحې پورې لوستی دی. ناول خوند راکړی خو د ټنبلۍ په وجه مې تر پایه نه دی لوستی؛ ځکه چې ډېر غټ ناول دی. په غونډو کې ګورو چې د ټولو تلوار وي چې ژر یې وار راورسېږي. که خبرې اوږدي شي یا مشاعره وغځېږي، نو د دوی خلق ورته تنګېږي. بې حوصله ګي زموږ عامه ستونزه ده، په هرڅه کې حوصله نه لرو او په مطالعه کې هم. خو بله خبره هم ده، دلته په امریکا کې د کیسو او د شعر لوستلو غونډې معمولاً یو ساعت دوام کوي. دوی پوهېږي چې انسان د ډېر وخت لپاره خپل ذهني تمرکز نه شي ساتلی. خو زموږ غونډې درې څلور ساعته بې وقفې روانې وي. زما د افغان ادبي بهیر داسې غونډه نه رایادېږي چې په پای کې یې سردرد راته نه وي پیدا شوی.

د پښتنو او د نورو ملکونو د لیکوالو په کیسو کې بل توپیر دا دی چې زموږ اکثره کیسې په پای کې لوستونکی یوې نتیجې ته رسوي؛ خو دلته کیسې د پای په لحاظ نور ډولونه هم لري. طالب الرفاعي کویتي لیکوال دی. دی وايي: «زما اکثره کیسې په داسې ځای کې ختمېږي چې لوستونکي رانه پوښتنه کوي چې نور به څه پېښېږي؟ او زما ځواب دا وي چې نور یې ته په خپل ذهن کې جوړوه.» د ده په یوه کیسه کې سړی مین دی خو لیلا یې خبره نه ده. دی له ځان سره په لانجه کې وي چې باید هغې ته حال ووايي. هره ورځ یې ذهن په همدې خبرو کې بوخت وي. اخر یو مازدیګر ورروانېږي. نجلۍ د سمندر په غاړه کې ناسته ده، زلفې یې د سمندر شمال ته ناڅي او دا په شګو کې رسمونه باسي. سړی یې خوا ته ورشي. او کیسه همدلته ختمه شي. دا ډول کیسې ما ته داسې ښکاري لکه یو څوک چې په ښار یا په کلي کې، په کوڅو کې دې وګرځوي، ستړی دې کړي او هره شېبه درته ووايي چې زه دې یوه خاص ځای ته بیایم؛ خو په اخر کې چې ټولې کږې وږې کوڅې خلاصې شي، یو تش ډګر ته دې وباسي، داسې یوه ځای ته چې هېڅ خاص شی په کې ونه وینې. زما په نظر دا هم یو ډول د لوستونکي غطلول دي؛ خو طالب الرفاعي وايي: «زه ځکه داسې کیسې لیکم چې کیسې پخپله نیمګړي دي، انسان خپلو ارزوګانو ته نه شي رسېدلای، ژوند په خپله نیمګړی دی او بله دا چې ژوند ختمېږي نه. موږ که ومرو له ځانه خامخا داسې یو څه پرېږدو چې زموږ د بقا سبب وګرځي، اولادونه، جایداد، لیکنې، خاطرې …»


د ښاغلي زغم دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۰ په جون کې په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب