د تیلو ټانک ته مې موټر ودراوه، پایپ ته مې لا س کړ او ټانکۍ مې ډکه کړه. په پراګ کې خلک په خپله موټر ته تیل اچوي بیا د پیسو د ورکولو لپاره له ټانک سره څنګ ته جوړ شوي دوکان ته ورځي.
له دوکانه مې یو چپس او یو جوس راواخیستل او دوکاندارې ته ودریدم، چې جیب ته مې لاس کړل، بټوه مې هیره شوې وه.
اوف مې کړل او دوکاندارې ته مې وویل:
– وبخښه زما خو پیسې په کور هیرې شوې دي. زه به خپل لایسنس او د موټر سندونه له تاسره امانت پریږدم ، پیسې به راوړم
– داسې نه شي کیدای
– نو څه وکړم شپه وکړم
– نه یو ټکسي ونیسئ کور ته ولاړ شئ پیسې راوړئ موټر همدلته پریږدئ
– ګوره د موټر سندونه هم درته پریږدم خو دلته به اوس ټکسي هم اسانه پیدا نه شي
دوکاندارې ټیلفون راواخیست:
– زه به دغه دی ټکسي ته ټیلفون وکړم
څه مې ونه ویل، دې زنګ وواهه ، ټکسي ته یې پته ورکړه او لس دقیقې وروسته ټکسي راغی.
پیسې مې له کوره راواخیستې او په همدغه ټکسي کې بیرته د تیلو ټانک ته راغلم. دوکاندارې ته مې وویل:
– دغه یې ستا پیسې او ما تقریبا همدومره پیسې ټکسي ته ورکړې، اعتبار دې نه کاوه
– د اعتبار خبره نه وه، تاسو ویل چې سندونه پریږدم او زه موټر بیاییم، قانون خو تاسو ته اجازه نه درکوي چې بې سندونو موټر وچلوئ
– نو بیا به مو همداسې پرې ایښې وم
– دغه قانوني اجازه بیا ماته خپل بادار نه وه راکړې کنه پر خلکو له رنګه هم څوک یو حکم کولی شی چې پیسې تښتوي که یې نه تښتوي.