۲۱
که د چا په کاله کې سړي زیات وي، نغري به یې ساړه نشي، که نغري ساړه شوو؛ نو هر څوک به در نه مخ اړوي، ان مرغۍ به هم درنه په تورو غرو پناه شي. نر هغه دی چې د سړیو شمېر زیات کړي.
پاینده خان د کاله لوی نغري ته ناست او د کوټې ستنې ته یې ډډه لګولې وه، یو ـ یو زوی یې وشمېره، دا وخت یو دپاسه شل تکه ـ تکه ځوانان د ده له نغري راچاپېره وو. پاینده خان ورته د سړیو د زیاتېدو نصیحت کاوه. پاینده خان به درې کم دوه درجنه زامن پر ځان را تاو کړي وو، خپلو سیالانو ته یې دا ښودله چې مټې ورسره دي؛ نو ویل به یې چې مټې درسره وي، د دنیا توره دې تېره وي. دی به د شاه مخې ته د خپلو مټو په زور درېده. شپاړس زامن یې په وچ زور واکمنان کړي وو.
شاه زمان د سردار پاینده خان د مټو زور نشو لیدای؛ خو وړاندې له دې چې دی یې غم وخوري، پاینده خان د غرور په آس سپور راغی او د شاه پر وړاندې یې له توطیه ګرو سره برید ونیو، شاه نه غوښته چې خپل وخت په توطیو او دسیسو تېر کړي؛ خو توطیه ګرو دی هم کار ته نه پرېښود.
شاه د سیاسي توطیه ګرو پر وړاندې حرکت وکړ، په دې توطیه کې سردار پاینده خان هم شامل و چې بالاخره وروستۍ سلګۍ یې پر شاه د برید او خلکو د پاروني د توطیو پر ځمکه ووهلې. د شاه زامن د واکمنۍ پر سر په خپلو کې اخته شوو. هره خوا د جنګ جګړو لمبې خپرې شوې.
سره پیري خو هغه دی د تور پېري پر توده ځمکه خوله ولګوله، سره پیریان خواره شول. پر دېوالونو په توره شړۍ کې پټ سیوري ځاله وکړه، دیوالونه ویښ شول، د تور پېري انډیا کمپنۍ اخر د سره پېري په لوی حکومت بدله شوه، دې ته وايي، خپلې ګټې. فرانسه هم لګیاه ده ځان ورته نېغ ـ نېغ کوي، سوداګرۍ ته یې لاس واچاوه. له دې خبرو سره شاه زمان وروځې وغورځولې او شاوخوا کسانو ته یې وویل:
ـ د دې دواړو د اور تپ به ډېر ځایونو ته ورسېږي؛ خو موږ به پرې سړې اوبه شیندو.
له دې خبرې سره یې د(خو) ټکی هم ملګری کړ، یوه شېبه غلی و، دېوال ته یې مخ واړاوه، شاوخوا ته ناست کسان چې دی یې په جرګه کې ټاکلی و او ملاتړي یې وو، په دې تمه وو چې دا (خو) پسې خبره ژر واوري. ترهېدلي ترهېدلي یې د شاه زمان خولې ته کتل چې له خو وروسته خبره ژر واوري، شاه زمان ښایسته شېبه وروسته لاسونه موټي کړل، غټې ګوتې یې زنې ته لکه د کوټې ستنې کېښودې او په یوه ساړه اسویلي یې خبره وغځوله:
ـ که خپل وروڼه مې ګرېوان ته لاس را وانه چوي. زه پوهېږم چې مشر ورور مې همایون را باندې خوښ نه دی، شاه محمود هلته له برستنې پښې ایستي…
بیا یې په وروځو لاس راښکه، غاړه یې تازه کړه:
ـ سور پېری به ضرور دوی زما په مخ کې دروي! خو له څه حکمته به کار اخلو.
دې وخت کې یوه نږدې کس ترې پوښتنه وکړه:
ـ فرانسه به موږ ته څه ګټه را و نه رسوي؟
شاه زمان موسکی شو:
ـ په پردیو به حساب نه کوو، هر سړی خپلو ګټو ته ګوري.
بیا یې دا متل تېر کړ، چې:
نه شخه (عاشه ښه) ده نه ګله، دوی دې وخوري یو تر بله.
خو موږ او تاسې به کوښښ کوو چې لومړی له دغه کورني اخ وډبه ځان وساتو، سور پېری را ته همدا خپلې مټې لمسوي او کوښښ کوي چې په یو ډول نه یو ډول یې غاړې ته راواچوي. زه پرې پوهېږم، خو خدای پاک دې زما وروڼه هم پرې پوه کړي.
بیا یې جېب ته لاس کړ، یوه وړه وړانګه یې ترې را واېسته او ناستو کسانو ته یې وښوده:
ـ دا د کوه نور الماس دی! دا موږ ته ډېر ارزښت لري، په همدې یوې وړې ټوټې پسې دنیا را وتې او هر یو کوښښ کوي چې ځان دې ټوټې ته را ورسوي.
سور او تور پېری پسې بېخي ستي ـ ستي دی؛ خو را په جېب کې به یې وا نه چوي.
وړه ټوټه یې په اوو ټوټو کې تاوه او جېب ته یې کړه:
ـ زه پوهېږم چې د همدې الماسو په وړانګو به زما سترګې ړندېږي؛ خو خپل وطن به لکه همدا الماس سینګاروم.
دا وخت یې سترګې پر محمد خان ولګېدې، هغه د شاه خبرو ته لاس تر زنې ناست و، غږ یې پرې وکړ:
ـ محمد خانه!
محمد خان را نېغ شو، شاه په برېتو لاس راښکه:
ـ لاس تر زنې مه کېنه!!
ستا په کور کې به د الینګاري مست سین له څپو یوه داسې مرغلره پیدا کېږي چې د کوه نور د الماس په څېر به یې وړانګې تور غرونه رڼوي، د تورو او سرو پیریانو لاسونه به خپله وچ شي.
محمد خان په سوچ کې شو، شاه بیا ور باندې غږ وکړ:
ـ ویښ کېنه!
بیا یې ټولو ناستو کسانو ته مخ واړاوه او ورته یې وویل:
ـ پروردګار را باندې په خپلې لورېینې دا قیمتي شیان لورولي؛ نو بیا دې خدای پاک زموږ بېړۍ غرقه کړي چې د بل وره ته به د تمې لاس غځوو.
محمد خان دېوالونو ته کتل او سترګو کې د هغې مرغلرې شور ته غوږ و چې وړانګو یې ور سره پټې پټې خبرې کولې.
۲۲
د کابل راڼه اسمان ستورو یو بل ته غاړه ورکوله، سپوږمۍ د ستورو مینې ته کتل او خپل مخ یې په خړ پړوني کې رانغاړه چې د ستورو رڼا تته نشي.
شاه زمان له لوړې سړې کلا د ستورو خندا، غېږ ورکولو او د سپوږمۍ مهربانې ته کتل او له ځانه سره بنګېده، چې:
ـ که څوک غواړي چې د حکومت ستنې یې ټینګې وي؛ نو د سپوږمۍ په څېر دې، خپل خلک لکه ستوري وپالي، دوی دې خپلې مینې ته پرېږدي، د دوی د رڼو مخونو رنګونه فضا وهوا رڼوي. سپوږمۍ نن شپه لکه مرغلره داسې ځلېږي.
دی په چرتونو کې ډوب و چې د تېمور شاه د مهال خدمتګار قزلباش یې مخې ته لاس په نامه ترهېدلی ودرېد، شاه زمان د سترګو په کونجونوکې ور وکتل او ورو یې ورته وویل:
ـ تاسې د دې مېنې ستوري یاستئ، زه نه غواړم چې ستاسې رڼا تته شي.
قزلباش د شاه زمان په دې وینا ساه واخيسته، د شاه خبرو ته لومړی په ملا کوږ او تر لنډ ځنډه وروسته بېرته نېغ شو، د ښي لاس څلور ګوتې یې د ښي سترګې وروځو ته پورته کړې، بیا د شاه مخکې په ادب ودرېد، شاه ورو ـ ورو مخې ته ورغی، ښي لاس یې په خپل تشي کېښود:
ـ زه غواړم چې د دربار خدمتګاران پاک او سوتره وي، لکه د ستورو په څېر وځلي. دربار په تاسې ښکلی دی.
د شاه زمان په خوله کې ټکيو او کلمو لکه د ستورو په څېر غاړه ورکوله، ژبه یې نرمه او رڼه وه. د لوړې سلیقې خاوند و.
د خدمتګار ودرېدا دی پر دې پوه کړ چې بهر ورته خلک منتظر دي، شاه امر وکړ چې هېڅوک مه دروئ، په دا شپه مجبور خلک دربار ته راځي، کړاوونو به رااخيستي وي.
له کوتې بهر خدمتګاران هم لاس په نامه ولاړ وو، تودې ـ تودې سلامۍ وهل کېدلې، شاه زمان د لوړې کلا د چارو سمبالونکیو په منځ کې د خلکو مخې ته ووت او په یوه لوړه چوتر چې سرې غالۍ پرې هوارې شوې وې، کېناست. د قلم خاوند ترې لږ وړاندې ولاړ ودرېد، یو ـ یو کس یې ورته راوست، ده د هر کس خبرو ته غوږ نیوه، په دې کې یو کس چې شلېدلې جامې یې پر تن وې، شاه ته ودرول شو، هوار رېږدېده، شاه ترې پوښتنه وکړه:
ـ ولې داسې رېږدې؟
ـ صاحبه! حیا راځي.
ـ له څه شي؟
ـ بس نو.
ـ ډاډه خبره کوه!
سړي ساه واخيسته، اوتر ـ اوتر یې شاوخوا ته وکتل، شاه پرې بیا غږ وکړ:
ـ مه ډارېږه، خبره دې کوه، ولې داسې خوارو زار یې؟
د سړي له رپېدلو شونډو دا غږ پورته شو:
ـ صاحبه!
بیا یې شاخوا ته وکتل چې د ده غږ بل څوک وا نه وري، دېوالونه خو به ویښ نه وي؟! شاه ورو ورته وویل:
ـ شاوخوا مه ګوره! هېڅوک نشته، خبره زړوره کوه.
سړي په رپېدلي غږ شاه ته وویل:
ـ صاحبه! دا درېمه شپه ده، چې…
دې سره یې ستونی را ډک شو. شاه ورپاڅېد او په غېږ کې یې ونیو:
ـ وایه څه شوي دي؟
سړی لکه پاڼه رپېده، شاه نور هم سینې ته جوخت کړ:
ـ وایه وایه ژر ووایه څه شوي دي؟
ـ هېڅ.
ـ خبره کوه؟!
سړي چې د شاه توده غېږه ولیده؛ نو ورو یې ورته وویل:
ـ دا درېمه شپه ده چې بچي مې…
بیا یې ستونی غریو ونیو او خبره ترې پاتې شوه، شاه بیا غېږ کې ټینګ ونیو او په حیرت یې ترې وپوښتل:
ـ په بچو دې څه شوي دي؟
سړي په غریو نیولي ستوني وویل:
ـ صاحبه! د نغری لوګی یې نه دی لیدلی!
شاه سړی سینې ته نور هم جوخت کړ او یوه شېبه یې ټینګ ونیو. بیا یې ورسره ناست نږدې کس ته وویل:
ـ د دې کلا او شاهۍ به څه خوند وي چې درې شپې یې تر سیوري لاندې د یو چا په کور کې نغری سوړ وي، دی نور په خپل حکومت کې ساړه نغري او بې لوګي اسمان نشي لیدای.
سړی ډکه ځولۍ ووت او دې خبرې یې سپورې شونډې نڅولې چې:
تخت وبخت دې برقرار اوسه!
۲۳
د لوړې سړې کلا دېوالونو ته له غرونو پنا د لوړې سرې کلا د ساړه اسویلي سیوری را ورسېد، د تور او سره پېري ښکالو یې رپوله. شاه زمان پاڅېد او خپل نږدې خلک یې را وغوښتل چې د خیبر پر غرونو واوړي او د پيریانو سابه په مالګه کړي.
شاه زمان له ځانه سره ګڼ کسان ملګري کړل او مخ په سند وخوځېد، سره پېري چې د شاه زمان د لښکر شور واورېد؛ نو سمدستي یې زاړه زخمونه تازه او د لرګي تورې ته لاس کړ. شاه زمان لا سند ته پر لاره و چې شاه محمود په کندهار کې په خپل سر پګړۍ کېښوده او ځان یې مشر اعلان کړ.
شاه زمان چې له دې کیسې خبر شو؛ نو ختیځه ډډه یې پرېښوده او مخ په کندهار روان شو، شاه محمود چې د شاه زمان له لښکره خبر شو، هرات ته یې ترپ وهل.
څه موده وروسته یې د مور زنه ونیوله چې د ورور مخ ترې واړوي او ویې بښي. هغه پر دې پوهېده چې شاه زمان د مور ډېر قدر کوي او له خبرې یې نه اوړي.
یو سهار شاه زمان په کوکرانو کې د میرویس نیکه زیارت ته لاړ، د هغه شناختې یې په بڼو جارو کولې او دعا یې ترې غوښته چې پروردګار یې د خپل وطن او خلکو لپاره د کار جوګه کړي او د وروڼو له شره یې خلاص کړي چې سره او تور پیري ته خپلې کرښې وښيي.
پروردګار ته یې لاسونه لپه کړل او همدا دعا يې وکړه چې د شر له اشرګړو یې وساتي، یو وخت ګوري چې مخ ته یې مور ولاړه ده، دستي پاڅېد، لاسونه یې ددې ښکل کړل او ورته يې وویل:
ـ مورې دلته څنګه راغلې؟
مور یې هم په دواړوو مخونو ښکل کړ او ورته ځواب يې ورکړ:
ـ تا ته دعا کوم چې پروردګار دې له شر او تېري وساته.
ـ امین، مورې!
بیا یې یو سوړ اسویلی واېست، شاه د مور سوړ اسویلی وپوښت:
ـ مورې ولې، خیر خو دی؟!
مور یې پلو سترګو ته ونیو، شاه وارخطا شو:
ـ څه خبره ده مورې، ژر حال وایه!
ـ هېڅ خبره نشته!
ـ نو بیا دا ژاړې ولې؟
ـ زویه! ته د وطن او خلکو خدمت ته راوتی یې؛ خو دا لاره له اغزیو ډکه ده!
شاه زمان ورته وخندل:
ـ مورې! تا چې را سره کومې سختۍ وګاللې، هغه پر دغې اغزنې لارې له تګه هم سختې وې.
مور یې چې د زوی مینې او عاطفې ته وکتل؛ نو ور ته یې وویل:
ـ زویه دلته هغه خلک حکومت کولی شي چې په سینه کې یې زړه نه وي! او ته ټول زړه ـ زړه یې! نو…
ـ مورې! په زړونو به پاچاهي کوو، په سرونو پاچاهي سر خوړلې وي.
مور یې یو سوړ اسویلی واېست:
ـ په زړونو پاچاهي د زړونو په وطن کې کېږي؛ خو دلته دا سرونه په سرونو پاچاهي غواړي.
ـ مورې! زه به کوښښ کوم چې لومړی ستا په ژبه ورسره وغږېږم، که ستا په ژبه پوه نشول؛ نو د پلار ژبه خو مې شته، بیا به یې پر سر پاچاهي کوم.
مور یې ډاډه شوه چې شاهۍ یې له زوی نه مینه، ترحم او عاطفه نه ده اخيستې؛ نو ور ته یې وویل:
ـ ښه زویه! پروردګار دې په خپل کار کې بریالی لره! خو…
شاه زمان امین کړ او مور ته یې وویل:
ـ خو دې هم وایه، لکه چې ښه نه یم روان که څنګه؟
مور یې مخ د ګومبدې چت ته ونیو، شاه د مور سترګو ته ګوري چې په چت کې ورته د دعا ځاله جوړوي، له چته یې سترګې راښکته کړې او د زوی په سترګو کې یې د خپلې مینې انځور ولید:
ـ ته مې یوه سترګه یې او…
شاه زمان له (او) سره پوه شو چې مور یې ورته څه وايي؟ غلی ودرېد. مور یې پاتې خبره را واخيسته:
ـ شاه محمود مې بله سترګه. که یوه سترګه مې نه وي او دا بله وي؛ نو په دې یوې به د دیدن بوج زیات وي؛ نو ورور دې وبښه.
شاه زمان پرته له فکره مور ته مخ واړاوه:
ـ مورې زه ستا په مخ کې هېڅ نه یم چې ته یې بښې، زه څوک یم چې نه یې بښم؟!
شاه محمود چې له دې کیسې خبر شو؛ نو خولۍ یې اسمان ته وغورځوله.
شاه زمان د نارنج ماڼۍ په دربار کې خپلو خلکو ته مخ واړاوه:
ـ ځئ چې بېرته ځو!
محمد خان ور ته وویل:
ـ د شاه محمود کار وشو!؟
شاه زمان یو سوړ اسویلی واېست او سترګې یې ځمکې ته ښکته کړې:
ـ هو! مور مې ولیده.
ملګرو ته د شاه زمان زړه معلوم و، محمد خان همدومره ورته وویل:
ـ د شاه محمود آزاد پرېښودل لویه اشتباه ده!
شاه زمان سر وښوراوه او محمد خان ته یې وویل:
ـ چې تا ته دې مور مخکې ولاړه وای؛ نو تا هم دا کار کاوه. د مور خبرې کاڼي چوي.
محمد خان ورته وویل:
ـ دا پاچاهي په عاطفه نه کېږي! چې څو ته ژوندی یې پښه به دې د آس په زین وي.
۲۴
د کابل د ځمکې د خاموشۍ له سترګو خوب الوتی او شوګیر وهلې پرته وه چې د شاه د آس ترپاری یې تر غوږ شو، ایله یې سر کېښود؛ خو د شوګیرو سرې کرښې یې لا په سترګو کې زرغونې شوې نه وې چې سکانو د پیریانو ټوپکې پر خپلو اوږو کېښودې او زړو کرښو ته یې ځان را ورساوه. د شاه آس لا همغسې زین کړی ولاړ و، ترپکې یې وهلې، شاه پر رکاب پښه کېښوده او آس ته پورته شو، لښکر یې چې د شاه د آس ترپاری او شڼا واورېده؛ نو پر زین کړو آسونو یې پښې واړولې او په شاه پسې روان شول.
شاه ته د محمد خان هغه خبره سترګو ـ سترګو ته درېده چې پښه به دې له زین کړي آس پر ځمکه و نه لګي.
ده له ځانه سره وویل:
ـ توکل په خدای چې بیا به څه راپېښېږي؟ د سرو پیریانو په لښکر خو له سره چرت نه وهم، د هغه غیرت ما ته معلوم دی؛ خو چې د خپلې چرګۍ درړې مې له شا و نه سېزي.
د محمد خان په سترګو کې د شاه محمود څېره ښکته پورته کېده، همدا به یې ویل:
ـ د شاه محمود په څېر خلک به د سرو پیریانو په لاس کې وي او شاه په خوش باورۍ ورسره روان وي، دا به ډېره ګرانه وي چې دا غرونه ساه واخلي او له سیندونو د مرغلرې د وړانګو شور ته کېنو.
شاه د محمد خان خبرو را اخيستی او چرتونو په مخه کړی و، له رنګه یې سپېرې خاورې دوړېدلې؛ خو په دې هیله یې د ژوند شپې رڼولې چې یوه ورځ به پر سرو پیریانو د سین د مرغلرې رڼا دا توره تخته اړوي، د رڼا مخې ته به تور مخي ولاړ وي.
ـ محمد خانه!
دوه درې ځلې یې له ځانه سره پر محمد خان غږ وکړ:
ـ زه پوهېږم چې شاه محمود د بښلو نه و؛ خو چاره نه وه.
بیا چرتونو په مخه کړ:
ـ په دې هم پوهېږم چې شاه محمود کرار نه کېني؛ خو ځه توکل په خدای!
د شاه په بادامي سترګو کې سپینه رڼا تته ښکارېده، لښکر یې ویل، شاه ډېر خوږ او له رحمه ډک سړی دی، خواږه او له ترحمه ډک خلک ډېر باوري وي، ژر تېروځي، شاه ډېر پوه او عاطفي سړی دی، له پوهې سره عاطفه او خوش باوري ملګري وي؛ خو په دې وطن کې ډېره پوهه، عاطفه او خوش باوري هم سړي ته سره سکروټه کېږي.
۲۵
سپینې جامې یې پر تن کړې او سپین نرم پاج یې پر سپینه خولۍ تاو را تاو کړ، تسبې یې را واخيستې، د تسبو په لړ کې یې دري دیرش دانو یو بل ته خوله ورکوله. یوه یې له بلې ورو ـ ورو د الله اکبر، سبحان الله او الحمدلله په نامه د ښي لاس په پلنې او ورسره خوا کې نرۍ وړې ګوټې بېلوله. دانې یو پر بل بې ساه پرېوتې؛ خو د ده شونډې لا هم ښورېدې او احساساتو یې خوله را ډکوله.
ستړی ستوړی راغی او د جومات پیتاوي ته یې ډډه ووهله، تنکي ـ تنکي ماشومان یې د تورو ټکو جنګولو ته کېنول، ماشومان لکه د جنګ تورې ښورېدل چې د تورو ټکو له جنګولو وزګار شول؛ نو بیا یې پستې ګوتې پر تورو مټو او ورنونو لکه د رباب پر تارونو نڅولې.
د لمر په وړانګو یې ساړه هډونه تودول چې د شاه د آس شڼا یې واورېده، یو دم یې پښې را ټولې کړې او شاه ته لاس په نامه ودرېد. د شاه سپېږمې د سپین پګړي او سپینو جامو په رنګ وپرنجېدې، د شاه په هډوکیو کې د لارې مزله او سوچونو کړې وه، ستړی ستومانه و.
سپين پګړي په ډېره نرمه او غوړه ژبه دمې ته وباله، شاه د سپین پګړي غوړ ست په لېمو ومانه او ورسره کلي ته روان شو.
د کلي لوړ خټین دېوالونه د شاه د پله په غږ نور هم دنګ شول، شاه او ورسره پنځلس تنه سواره چې د کاله په وره ننوتل، سپين پګړي سمدستې شاه ته بالښتونه کېښودل، د شاه ستړیا پر بڼو خپره شوه او د لمر پستو تودو وړانګو یې ورو ـ ورو سترګې پټې کړې.
د شاه په سترګو تورې تیارې خورې وې، یو وخت یې پام شو چې لاسونه یې نه ښوري، له ځانه سره وايي خوب ګوري که څنګه؟ سترګې یې وغړولې، ګوري چې شاوخوا ته یې نااشنا ببر څټي ولاړ دي، سپین پګړی هم نشته، دی ببر څټي پوښتي چې هغه سپین پګړی څه شو؟
سترګو ته ولاړ یو ببر څټي ورته وخندل:
ـ خوب خو نه ګورې؟!
شاه را پورته شو، ببر څټي بېرته پر کټ وغورځاوه او ورته يې وویل:
ـ څمله، ستړی شوی یې، خوب ګورې! ګډې وډې مه وایه!
شاه په سترګو لاس راکاږه:
ـ تاسې څوک یې؟
هغوی بیا وخندل:
ـ مونږ ستا سړي یو!
ـ زما؟
ـ هو ستا!
ـ نه، نه، زما سړي خو داسې نه وو!
ـ څنګه وو؟
ـ څټونه یې ببر نه وو! او نه یې پر سر بوکې خولې وې.
ببر څټي خندل:
ـ دغه دی اوس خپل خلک هم نه پېژنې؟ لېونی شوې!
شاه بیا سترګي ومښلې، پاڅېد؛ خو ببر څټي بېرته پر کټ وغورځاوه. شاه ورته وویل:
ـ تاسې څوک یې؟
هغوی بیا وخندل او یو بل ته يې وویل:
ـ ځانونه ورته وښیئ چې مونږ څوک یو.
یو یې را وړاندې شو او ورته یې وویل:
ـ ته چې پر دې غړېدلو سترګو مونږ نه ګورې؛ نو دا سترګې دې پکار نه دي؟
بل یو راغی او ویې سکوڼده:
ـ ته خو زمونږ شاه یې! مونږ ولې نه پېژنې؟
شاه پوه شو چې خوب نه ګوري، ویښ دی، خبره ورانه ده. ببر څټي يې وپوښتل:
ـ هغه څه شو؟
ببر څټو مسته خندا وکړه:
ـ را به شي! هغه مونږ ته سپارلی یې چې زما تر راتګه د مېلمه خیال ساتئ!
سپین پګړي خپل کار کړی و، شاه محمود ته یې حال ولېږه چې کابل درته خوشې دی، ورځه پرې، شی مې کلک پلک نیولی، رپ را نه نشي وهلی، سړي مې هم د ده تړلي دي، ځان را رسوه.
شاه محمود ته چې خبر ورسېد؛ نو سمدستي له ځایه را پورته او له خپل شریکباڼي فتح خان سره کابل ته روان شو. شاه زمان د سپین پګړي په لومو کې بند و او د خپل تقدیر په هېنداره کې خپل تصویر لیده. د خپلو کسانو هغه خبرې یې د ذهن پرده ښوروله چې هوښیاره مرغۍ په دوه جالو کې نښلي، ډېره پوهه، عاطفه او خوش باوري سړي ته سره سکروټه شي.
له ځان سره یې وویل:
ـ خبره ورانه ده!
ولاړو کسانو ته یې د سارا د تګ وویل، هغوی په کلا کې یوې کنډرې ته بوته، شاه وکتل چې هغه کسان ترې پناه دي؛ نو ورو یې جېب ته لاس کړ او په ټوټو کې تاو شوی د کوه نور الماس يې را واېست، په ترهېدلو ـ ترهېدولو لاسونو یې د کلا یوه چاود ته وغورځاوه. یو سوړ اسویلی يې واېست:
ـ ما خو داسې تصور کاوه چې دا غرونه او سپېره دېوالونه به پرې ورڼوم؛ خو د محمد خان خبره لکه چې رښتیا شوه، شاه محموده هر څه دې په سین لاهو کړل.
شاه تر کوټې د ګڼو ببرڅټو په کړۍ کې راځي.
په سوچونو کې ډوب وي چې سپین پګړی د کوټې پر وره پل ږدي، ورته وايي:
ـ شاه مبارکه! تنګ شوی خو به نه یې؟!
د شاه پر غوڅو ـ غوڅو شونډو نرۍ ـ نرۍ موسکا لار کوي:
ـ بس هر څه په باور کې وشوو.
سپین پګړي بیا وپوښت:
ـ دا راته ووایه چې هغه… دې څه کړ؟
شاه وروځې غورځوي او ور ته وايي:
ـ څه شی هغه؟
ـ هغه نه دی!؟
ـ په هغه دې پوه نشوم.
دې خبرې سره د سپین پګړي له سره ولونه غورځي، شاه بې هوښه کېږي، د سپین پګړي لاس ته څه نه ورځي؛ نو پاڅېږي او پر مخ یې اوبه شیندي، ورته وايي:
ـ پاڅه سترګې وغړوه، شی دې لکه چې تېر کړ.
شاه غږ غوږ نه کوي، سپین پګړی بیا پرې غږ کوي:
ـ پاڅه وګوره! سر ته دې کسان ولاړ دي.
دې خبرې سره شاه سترګې غړوي، ګوري چې د فتح خان ورور اسدالله خان یې سر ته ولاړ دی. لاس کې سور سیخ دی، له واره یې په سترګو ورمنډي، شاه نور نه سپین پګړی ګوري او نه اسدالله… یو وخت لاسونه ټپوي، د لاسونو په سترګو دوپجنه ځمکه او دېوالونه نیسي؛ خو د زړه له زوره لوېدلی وي او بېرته غورځي.
۲۶
په سر ته ولاړو جنډو یې ګڼو رنګونو ټالۍ وهله، پر سینه یې نرم پوخ زرغون ټوکر غوړېدلی و، د ټوکر پر مخ د نازکو ګوتو سیوری پروت و، سیوری رپېده او له خولې یې لا إله إلا الله محمد رسول الله نرم ټکي را وتل، له څنډو یې د الله اکبر او شهادت نارې راختلې.
پر سرو سپينو او شنو رنګونو یې ګڼې زلفې نڅېدې او سر ته ایښې تیږې یې په ځان پورې په ډېرو مښلو، ښویه کړې وې. پر سر ته ولاړو دنګو شناختو یې د لاسونو سیوري ګرځېدل، بختور سړی هغه و چې له شنو سرو او سپینو ټوټو وګرځي او په سترګو یې ښکلې کړي.
په انګړ کې یوه ډله ببرې اوږدې څڼې او ږیرور کچکول په غاړه ګرځېدل، یوې ډډې ته چلمان ایښي وو، خوش قسمته هغه و چې پر نل یې شونډې کېږدي، بلې ډډې ته په سرو او سپینو پرتګونو کې تورې اوږدې څڼې په ټنګ ټکور او الله هو د ځمکې ګردونه ښکلول، کله چې به يې سر پورته کړ، څڼې وڅنډي او پر تندي یې سرو خالونو پړک وهل.
د سرو شنو رنګونو باران جوړ و، کچکول په غاړه ملنګان ګرځېدل او د خپلو وږو خېټو تاو سړولو ته په جېبونو کې يې سکروټې لیدلې چې یو سر څنګه سر وګروي، د ملنګانو ورپسې لښکرې جوړې شي.
بختوره ورځ هغه وي چې نواب ور پېښ شي، دغه په شنو ټوټو کې تاو اوږد زیارت د اجمیر دی چې نواب کله ـ کله د خپلې طبعې لپاره ورپېښېږي، په کومه ورځ چې نواب ور شي؛ نو په هغه ورځ پر ملنګانو باندې اختر وي، نواب ګوته لمده کړي او د ملنګانو د تشو کاسو ولږه پرې سړه کړي. نواب د اجمیر د زیارت دغه ملنګان ټول پېژني. نواب راغی جېب ته لاس او ګوتې یې لمدې کړې، په یوه لوړه ودرېد، ملنګان پسې الوتل، په دې ډله کې یو ړوند ملنګ کچکول په غاړه ودرېد، څو ځلې یې د خلکو له شور سره سم، کچول اخوا دېخوا کړ، د خلکو تر پښو لاندې شو، بیا په سختۍ را پورته شو، تاو راتاو شو؛ خو د نواب سترګو او ګوتو ته و نه رسېد، سوړ اسویلی یې له خولې واېست او د ملنګانو له ګڼې ګوڼې راووت، د نواب موټی هم خالي شو او د خلکو له ګڼې ګوڼې ووت، وړاندې ګوري چې یو کچکول ساړه ـ ساړه اسویلي باسي، نواب یې سر ته ودرېد، ښه ور ته ځیر شو، له کچکوله دا غږ را ووت:
ـ دا د زمانې څرخ دی، کله سړی باچا کړي او کله ګدا، باقي دې خدای خیر پېښ کړي.
نواب چې دا خبرې واورېدې او سړي ته یې وکتل؛ نو شک یې پرې راغی چې دا هغه نه وي. بیا له ځانه سره يې وویل:
ـ نه هغه به نه وي؟ هغه خو… دا نشي کېدای!؟
ړوند کچکول بیا هماغه خبره تکرار کړه او نس يې په ګوتو وینو. نواب ښه ورنږدې شو، ګوري چې د سترګو په کچکول کې هېڅ نشته؛ نو ځان سره يې وویل:
ـ رنګ یې کټ مټ د هغه په څېر دی؛ خو هغه نه دی! هغه خو ړوند نه و.
ړوند کچکول تر خوا د ناست سړي پشاری اوري، غږ کوي:
ـ وروره څوک یې؟ که څه درسره وي، نو…
نو سره خبره خوله کې وچوي. نواب فکر کوي چې دا کچکول له مستۍ او دوه رنګۍ غاړې ته نه دی لوېدلی؟! بس هغه دی؛ خو که غږ پرې وکړم، داسې نه چې بل څوک وي او که هغه وي، را ته په غوسه نشي؟!
ورو یې پر زنګون لاس ږدي:
ـ در زمان!
ړوند کچکول ځان را ټولوي او سر په زنګون ږدي، له ځانه سره وايي:
ـ لکه چې کوم شناخته دی! ځان مه ورښیه!
نواب بیا پرې غږ کوي:
ـ در زمان!
در زمان سر له زنګونه نه راپورته کوي، دا ځل ورته وايي:
ـ ناپیلیون!
هغه بیا ځان رانغاړي؛ خو نواب بیا ورته وايي:
ـ ته در زمان او ناپیلیون یې!
دی ورو ورته وايي!
ـ زه ملنګ یم، نه در زمان یم او نه ناپیلیون.
ـ یې؟
ـ نه یم؟
نواب پوهېږي چې څه کیسه شته:
ـ ته هغه یې!؟
ـ څه مې کوې؟
ـ پوښتنه دې کوم!
ـ زما پوښتنه پرېږده! لاړ شه او هلته د سیندونو د شور پوښتنه وکړه!
ـ هغه به ګورو!
ـ تر ما هغه مهم دي!
ـ اوس ته راته ووایه، چې…
دې سره ملنګ پاڅېد:
ـ ما پرېږده! هر څه چې وم، وم، خو اوس ملنګ یم.
نواب ورو غوږ ته ور وړاندې کېږي:
ـ نواب یم!
کچکول شرنګېږي، ځه بلدي نه دی، هغه نواب دی، نو سر را پورته کوي:
ـ چې نواب یې خو کچکول کې راته څه واچوه، وږی یم.
نواب ورته وايي:
ـ ما سره لاړ شه!
ـ چېرته؟
ـ کور ته!
ـ په ما به څه وکړې؟ زه خو ړوند یم، ستا خدمت نشم کولی؟
نواب رېږدي او په غرېو نیولي ستوني وايي:
ـ زه ستا خدمت کوم!
ـ زما؟
ـ هو، ستا!
ـ نو زه خو د خدمت قابل نه یم.
دې سره له ړانده کچکوله په کچکول کې د اوښکو شرنګاری جوړ شي، نواب په غریو نیولي ستوني وايي:
ـ ته! هغه څوک یې چې د خپلې خونې رڼا دې، د نورو خونو ته ورکړه، اوس دې په دې حال نشم کتلای، ته زموږ شاه وې.
ړوند کچکول په لاس ورو پاڅېږي او له نوابه غلی ـ غلی روانېږي. له کچکوله یې دا غږ راوځي:
ـ هغه رڼا دې تل بله او مرغلره دې ځلانده وي!!! زه شاه نه، ګدا یم.
۲۷
د ګلونو رنګونو یې سترګې او غوږونه تخنول، اریان دریان ناست و، اخوا دېخوا یې کتل، لکه څه چې ترېنه ورک وي، شاوخوا ته یې د کشمیر صفت کېده. شاه یو سوړ اسویلی وایست، سر یې ګرېوانه ته کړ، یوه شېبه په چرتونو کې ډوب و، له زنګو یې سر را پورته کړ، د کشمیر د ښایست غږ یې بیا تر غوږو شو، څنګله یې غبرګه کړه او سترګو ته یې ونیوه، یوه شېبه یې سلګې ووهلې، بیا پاڅېد، غځوونې یې وکړې:
– اووفففف کشمیر خو کشمیر دی، رښتیا چې ښکلی دی، هوا او اوبه یې هم ښکلې دي.
له دې جملې سره سم یې لاندنۍ شونډه په غاښونو کې ټینګه ونیوه، څټ یې وګراوه، یو دوه درې قدمونه یې واخیستل، د لاس په سترګو یې دېوال وموند، په ولاړه یې ور ته تکیه ووهله، بیا یې له ځانه سره وویل:
– کشمیر ښکلی دی، هوا او اوبه یې ښکلې دي.
سړه سا یې وویسته، په غریو نیولي غږ یې وویل:
– کشمیر کشمیر دی، خو کابل کابل دی!!!
له دې خبرې سره ورک شو، شېبه وروسته یې بیا شونډې مرۍ مرۍ شوې:
– کابل کابل دی، خو ګومان مې نشي که بیا یې وګورم.
دې خبرې سره په سپېره ځمکه اوږد اوږد وغځېد، پرنګی ګاډپري چې دا وخت له دغه ځایه تېرېده، پر شاه یې سترګې ولګېدې، ور ته تم شو، سر یې وښوراوه:
ـ دی یو وخت هغه شاه و چې د ادارې صفتونه یې ان تر موږه را رسېدلي وو، دی در زمان او لوی امپراتور و، نن دادی د لودهیانې پر سپېره ځمکه پروت دی.