جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرد لمړ ساړه هډونه ــ فرید باراني

د لمړ ساړه هډونه ــ فرید باراني

ته رانه ځې،
او زما ټوله فلسفه د کائیناتو په ساړه وجود کې کنږل نیسي
د بخارۍ نه مې ساړه څڅیږي
او هرڅه هرڅه خپل ارام ورکوي
هم حرکت ،هم سکون
هم زما ړنګ تحمل
چې مخامخ راته کښېني
راسره شپې تیروي
راته ډوډۍ پخوي
د فلسفې مې کتابونه لولي
او بیا زما څخه پوښتنې کوي
د مخ ویښتان مې خریي
او د قهوې ګیلاس مې مخې ته ږدي.
ته رانه ځې،
او په پخلي باندې مې
د دنیا اور او اوبه
ټول کاسې او حتی ټول دیګونه
کټ کټ خندا کوي، ملنډې وهي.
ته رانه ځې،
او د بڅرو حرکت دریږي
ځمکه دریږي او د لمر ساړه هډونه له یخنۍ نه رېږدي
ستورو کې مرګ پیښیږي
د کهکشان سړو رګونو کې تلپاتی سکون لاره کوي.
ته رانه ځې،
زما بړستنه په خپل درد تاویږي
کوټه مې تبه نیسي.
ته رانه ځې،
د دنیا ټول ډاکتران
خپل کتابونه بیا له سره لولي.

باراني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب