جمعه, مارچ 29, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپښتو نه ليکي؟/ وحيدالله اکسير

پښتو نه ليکي؟/ وحيدالله اکسير

ځينې ګرافيکي پروګرامونه د پښتو له ليکلو سره ستونزې لري. يا يې نه ليکي، يا يې ګډه وډه ليکي. په دا په ډول پروګرامونو کې د پښتو ليکلو لپاره بېلابېل پروګرامونه شته چې يو يې هم Pashto Ascii 3.0 دی، چې کوچنی او ساده پروګرام دی. پروګرام له همدې ځای څخه او یا هم له WWW.PashtoSoft.com څخه انسټال کړئ.

د پروګرام له انسټال څخه وروسته پروګرام پرانيزئ :

1خپله ليکنه مو په دغه پروګرام وليکئ او يا يې له بل ځای څخه کاپي او په دې پروګرام کې پسټ کړئ.(Ctrl+V)

له ليکنې وروسته Convert & Copy to Clipboard بټن کلېک کړئ. هغه پروګرام چې پښتو نه ليکي پرانيزئ، له ليک دړې څخه (Ctrl+V) او بيا (Ctrl+A)  کېکاږئ. د Pashto Ascii يوه ليک بڼه(فونټ) چې د همدې پروګرام له انسټال سره انسټاليږي، د ليک بڼو له برخې څخه انتخاب کړئ. ستاسو هغه پروګرام چې پښتو يې نه شوای ليکلای په برياليتوب سره پښتو وليکله.

يادونه: هغه پروګرام چې د ليک بڼې برخه نه لري او پښتو نه ليکي، پښتو پکې‎ نه شئ ليکلای.

5 COMMENTS

  1. په ډيرو ځايونو کې مې دا سوال ور کړ چې پروګرام مې پښتو نه ليکي، څه وکړم مکمل ځواب مې تر لاسه نه کړ. ډیره مننه

  2. بهير او مجروح صيب سلامونه
    کولای شئ، له لاندې لېنک څخه يې په وړيا ډول او ژر تر ژره ډاونلوډ کړئ، که نه شئ کولای په PashtoSoft.com کې يې پيدا کړئ، نو په لاندې پتې لاړ شئ.
    تشکر
    top.windows9download.net/list/download-pashto-ascii-v3.html

  3. بهير او مجروح صيب سلامونه
    په لاندې پته لاړ شئ او ژر تر ژره يې ډاونلوډ کړئ
    تشکر
    top.windows9download.net/list/download-pashto-ascii-v3.html

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب