جمعه, اپریل 26, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد ټکنالوژۍ په ډګر کې سږ کال څه کېږي؟

د ټکنالوژۍ په ډګر کې سږ کال څه کېږي؟

تاند- د ساینس او ټکنالوژۍ په ډګر کې به سږ کال لوی پرمختګونه وشي، د ګوګل عینکې به بازار ته راووځي، مریخ ته به د لومړي ځل لپاره په ستوربېړۍ کې د انسان د لېږلو هڅه وشي، هایدروجني موټرونه به راووځي، د درو پلرونو ماشوم به نړۍ ته سترګې وغړوي، او ګڼې نورې عجیب و غریبې اختراعوې به وشي.

د ګوګل عینکې

د ګوګل پر عینکو مخکې هم رسنیو ګڼ راپورونه خپاره کړي. تاند هم په دې اړه څو راپورونه او ویدیوګانې خپرې کړي دي.

خو سږ کال (۲۰۱۴) به ډېر خلک ځان ته داسي جادويي عینکې واخلي چې نور به د مېز د سر کمپیوټر او لپ ټاپ ته اړتیا نه لري.

د ګوګل عینکې تېر کال په محدوده پیمانه خو په ګرانه بیه یعني هره یوه په ۱۵۰۰ ډالره بازار ته راوایستل شوې.

ګوګل غواړي چې سږ کال هماغه عینکې په لا پرمختللې بڼه او په نسبتاً لږه بیه بازار ته راوباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب