شنبه, مې 4, 2024
Home+“د اباسین سپېدې” ته لنډه تحلیلي کتنه

“د اباسین سپېدې” ته لنډه تحلیلي کتنه

څېړندوی نازو کمال

د علومو اکاډمۍ علمي غړې

لنډیز

اکاډمیسین سلیمان لایق پیاوړی لیکوال، شاعر او سیاستوال دی. نوموړي د پښتو ژبې او ادب پرمختګ ته د ژوند ډېره برخه وقف کړې وه چې له امله یې ډېر شمېر اثار لیکلي دي، که څه هم دی د پښتو ژبې او ادب پر ځمکه د یو انقلابي شاعر په توګه ډېر پېژندل شوی، خو د دې تر څنګ یې د پښتو نثر لپاره هم خپلې خولې توی کړي او قلم یې چلولی دی. د ده په هنري نثرونو کې د بېلابېلو موضوعات انعکاس وینو، دا انعکاس په داسې هنري بڼه بیان شوی دی چې د لوستونکو ادبي ذوق هم خړوبوي.

لایق که د خپل وخت حالات بیانوي، ورسره هنر هم په داسې بڼه ورګډوي چې ده ته یې د ځانګړي سبک لیکوال حیثیت وربخښلی دی. د خپلو خلکو دردونه او ستونزې یې احساس کړي او بېرته یې په هنري بڼه ټولنې ته وړاندې کړي هم دي. لایق پر وطن مین لیکوال دی، ځکه یې د وطن دوستۍ، آزادۍ او انقلابي مسایل په نثرونو کې لوستلی شو. د خپلې ایډیالوژۍ او مفکورې د بیان لپاره یې بېلابېل فورمونه یا ژانرونه غوره کړې دي چې په دې مقاله کې بحث پرې شوی دی.

سریزه         

شعر او ادب د شاعر و لیکوال له فردي ژوند ور هاخوا د ټولنې د چاپېریال او ژوند د مادي او معنوي واقعیتونو هنري او ښکلاییز انعکاس دی. د لایق د شعر تر څنګ د ده په نثر کې هم دا ښکلاییز انعکاس موندلی شو. لایق که له یوې خوا د شعر او شاعرانه تخلیق لوړه وړتیا لري، له بلې خوا یې سیاسي، ټولنیز، رواني، فلسفي، دیني، ادبي او نور افکار د نثر په جامه کې تر هنري پوښښ لاندې راوستي دي چې د ده شعر، مفکوره او نثر یې تلپاتې ګرځولي دي. لایق د شعر ترڅنګ ډېر په زړه پورې هنري نثرونه هم لیکلي دي چې د (اباسین سپېدې) په نوم ټولګه کې چاپ شوي او په دې علمي څېړنیزه مقاله کې پرې هر اړخیزه څېړنه شوې ده.

د څېړنې اهمیت او مبرمیت

د دې څېړنې اهمیت او مبرمیت په دې کې دی چې د اکاډمیسین سلیمان لایق هنري ادبي نثرونه په هر اړخیز ډول لوستونکو ته وپېژندل شي چې نوموړي د ژوند پر کومو اړخونو لیکل کړي او د هنري نثر په چوکاټ کې یې څه ډول وړاندې کړي دي.

 د څېړنې موخه

د دې څېړنې هدف د اکاډمیسین سلیمان لایق د هنري نثرونو تحلیل او د نوموړي د هنري نثرونو محتوا او شکل لوستونکو ته ور پېژندل دي.

د څېړنې میتود

په دې څېړنه کې له تشریحي ـ تحلیلي او د اړتیا په صورت کې له انتقادي میتود څخه هم استفاده شوې ده.

د څېړنې پوښتنې

۱ـ داکاډمیسین لایق هنري ادبي نثرونه د شکل له پلوه څه ډول دي؟

۲ـ  اکاډمیسین سلیمان لایق د هنري نثر په جامه کې څه ډول موضوعات بیان کړي دي؟

۳ـ د سلیمان لایق هنري ـ ادبي نثرونه کومې ځانګړنې  لري؟

اصلي متن

 که یو رسالتمند لیکوال، شاعر او فرهنګپال چې د ټولنې د ټولنیز شعور په وده او پراختیا کې یې برخه اخیستې وي او خلک یې د خپل ادب، هنر او فکر له لارې ژبني، ادبي او فرهنګي پرمختګ او ارزښتونو ته هڅولي وي، ونه پېژندل شي، آثار او افکار یې توضیح او تشریح نه شي، نو افکار او نظریات به یې  بې ګټې پاتې وي. ښه او پر ځای کار دا دی چې  خپلې ژبې، ادب، فرهنګ او ټولنیزو ارزښتونو ته ژمن شاعران، ادیبان، لیکوالان او فرهنګیان وپېژندل شي او د هغوی آثار او افکار تحلیل او تشریح شي چې خلک د دوی پر نېک پله پل کېږدي او د ټولنې د پرمختګ لپاره یې وکاروي. په دې مقاله کې (د اباسین سپېدې) ته تحلیلي کتنه شوې ده چې د سلیمان لایق د هنري ـ ادبي نثرونو کتاب دی، ټول (۴۰) نثرونه په کې راغلي دي. دا اثر د لومړي ځل لپاره د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بین المللي مرکز له خوا په ۱۳۶۲ل او بیا په ۱۳۹۸ ل کال کې د عازم خپرندویې ټولنې له خوا په ۱۰۲ مخونو کې چاپ او خپور شوی دی. په ټوله کې د اکاډمیسین سلیمان لایق د آثارو مفکوره د خلکو یو ځای کېدل، د ولس بیدارول، انقلاب غوښتنه، د بادار او مزدور ترمنځ د واټن لرې کېدا، عشقي، اخلاقي، وطندوستي او آزادي غوښتنه یادولی شو، یعنې د اباسین سپېدې هنري ـ ادبي نثرونه د بېلابېلو موضوعاتو او افکارو ټولګه ده.

محمد صدیق روهي، سلیمان لایق د ویښتیا پړاو شاعر او د اوښتون پړاو سرلاری ګڼي، لیکي: ((سلیمان لایق د ویښتیا د پړاو ستر شاعر او د اوښتون د پړاو د شاعرانو لارښوونکی مثال او مشال دی.)) (۳:۱۱۶مخ)

نو سلیمان لایق پر انقلابي شاعر سربېره پر انقلابي نثر لیکونکي هم مشهور دی، اړتیا ده چې د ادب مینه والو ته یې دا نثرونه په هر اړخیز ډول تحلیل او ور وپېژندل شي. د لنډو کیسو په ټولګه (د اباسین سپېدې) کې یې ټولې لنډې کیسې نه، بلکې ځینې داستانونه، ادبي  ټوټې او ادبي طرحې هم راوړي. په همدې تړاو استاد روهي لیکي: ((د اباسین سپېدې یې د کیسه ګوټو، لنډو کیسو او منثورو ټوټو مجموعه ده.)) (۱۱۶:۳مخ)

 یو لیکوال له خپلې ټولنې څخه جلا نه دی، په هماغه ټولنه کې له خپلو خلکو سره ناسته ولاړه  او راشه درشه کوي او د ټولنې هر واقعیت او پدیدې ته له ځانګړي لید لوري ګوري، د یو عام انسان په څېر سرسري نه ترې تېرېږي، هرې پديدې ته ځیر کېږي، درک کوي یې او بېرته یې په ښکلې هنري بڼه د ښکلو او رنګینو الفاظو پر مټ ټولنې ته وړاندې کوي. لایق هم د ټولنې هرې مسئلې ته له ځانګړي لید لوري کتلي، بېرته یې په هنري انداز انځور کړي دي، پر همدې اساس یې دا ټولګه د اجتماعي ریالیزم د یوې غوره بېلګې په توګه یادېږي. د همدې کتاب په پيل کې دوست شینواري د یوې لنډې یادونې تر سرلیک لاندې داسې لیکلي: ((دا مجموعه هم د اجتماعي ریالیزم د میتود په زړه پورې اثر دی چې د هر داستان په مرکز کې یې د ټولنې د استثمارګرو له نظره لوېدلی، ظاهراً وړوکی، خو په حقیقت کې ستر او جوړوونکی انسان ځای لري.)) (۵: سریزه)

سید محی الدین هاشمي په خپل کتاب د ادبپوهنې څانګې کې لیکي: ((په ادبي څېړنو کې ادب د ژوند تفسیر او هینداره ګڼل کېږي. هر څومره چې په ادب کې د ټولنیز ژوند رښتینی انځور موجود وي، په هماغه پیمانه یې د معقولیت او مقبولیت چانس زیات وي، اوسنۍ ادبي څېړنې ښه، لوړ او معیاري ادب هماغه ګڼي چې په کې نغښتی مفهوم او معنا له ژوند او انساني تجربو سره سمون ولري او له خلکو سره یو ځای روان وي.)) (۶: ۴۷مخ)

  نو د لایق هنري ـ ادبي نثرونه هم د ژوند هېندارې بلل کېدای شي، له ژوند سره تړلي هر راز موضوعات په کې لوستلی شو چې دلته یې بېلګې راوړل کېږي. دی په ځینو نثرونو کې ځان ته خطاب کوي، خو حالت د دردېدلي پښتون بیانوي، لیکي: ((زما ژوند د یوه عادي پښتانه ژوند دی، چې ماضي یې له لوږې، محرومیو او دردونو څخه ډکه ده، او حال یې په زړو دوسیو او مېزونو کې د نورو د خوشحالولو او راضي ساتلو په کار کې تېرېږي.)) (۵:۱۰مخ)

 پورتنۍ ټوټه په ۱۳۴۰ کال کې لیکل شوې ده، خو کلونه کلونه وروسته هم د پښتنو همدا حالت دی چې لایق یې کلونه پخوا متاثر او لیکلو ته یې اړ کړی و. د لایق لیکنې ولس ته متوجه دي او د خپلو خلکو محرومیت په دې ډول کاږي: (( بوره څه شی ده؟ سورګل وویل: بوره سپینه خوږه شګه ده، په خوله کې ویلې کېږي او چې لمر ته یې ونیسئ لکه بکره ډبره ځلېږي.)) (۵:۵۰مخ)

د همدې کیسې په پای کې زیاتوي: (( که زما مور بل وار ناروغه شوه او ابا کور ته بوره راوړه، ټول به خبر کړم، چې زموږ کېږدۍ ته راشي او ویې ګوري.)) (۵:۵۱مخ)

په بېلګه کې وینو چې لایق له ډېرو ابتدايي څیزونو څخه زموږ د خلکو محرومېدا انځور کړې ده. د دې ترڅنګ د محرومې طبقې یو بل غمجن انځور د مزدور انځور دی چې د مزدور د اخلاص، وفا او صداقت پر وړاندې تل د خان ظلمونه لیدلي او زغملي دي او د خان و مزدور پرتله داسې کوي: ((ده ګومان کاوه چې د خانانو زړونه به هم د ده د زړه په څېر وفادار، مهربان او له عاطفې ډک وي، مګر اوس له دولس کلونو وروسته پوه شوی دی چې خطا تللی و. هېڅکله د خانانو او مزدورانو اخلاق یو بل ته نه دي ورته. هغه سخاوت او مېړانه چې د یوه مزدور په کړو کې په طبیعي توګه شته دي، هېڅ خان یې نه لري او نه یې لرلی شي.)) (۵:۴۷مخ)

ده خان او مزدور نه یواځې دا چې پرتله کړي دي، بلکې پر خان انتقاد هم کوي او خانان غله بولي چې مزدور د ټول عمر خواریو محصول ورکوي او خان غلا کوي، لیکي: ((مزدور په دایمي توګه خان ته د خپلو خولو محصول ورکوي او خان تل تر تله د مزدور د عمل د برکاتو غلا کوي. همدا دایمي سخاوت او دایمي غلا ده چې دوی یې سره نږدې کړي دي.)) (۵:۴۷مخ)

دا موضوع چې خوار غریب زحمت باسي، خولې تویوي، خو نوم پرې د زورواکو یادېږي او پر غریبو خلکو زور او زیاتی کېږي، هم د خپلو کیسو برخه ګرځولې ده. بېلګه یې راوړو: ((د هغو مزدورانو له جملې نه هېڅوک نه ښکارېدل چې دا کارخانه یې جوړه کړې وه. نجاران، خټګران، مستریان، حمالان حتی ډریوران او کرېنکاران هم نه لیدل کېدل. د فابریکې د دروازې له خولې نه د انګړ یوه برخه څرګنده ښکارېدله، هلته ټول د خولیو او دریشیو خاوندان را ټول شوي وو..)) (۵:۷۰مخ)

په پورته بېلګه کې د مزدورانو د هغه حالت بیان وینو چې تل یې حق تر پښو لاندې شوی او تر زحمته وروسته یې، آن څوک یادونه هم نه کوي.

د انسان له پیدایښته تر ننه پورې دا نړۍ د بې ساري پرمختګونو شاهده ده او دا پرمختګونه د انسان د خولو او هڅو زېږنده دي؛ که انسانانو هڅې نه وای کړې، د علم په ګاڼه یې ځانونه نه وای سمبال کړي، نو د نن ورځې دا کشفیات او اختراعات به هم نه وو، آن د اوسنۍ نړۍ ټکنالوژي هم د انسان د زحمتونو پایله باله شي. همدې ټکنالوژۍ او ماشینونو بېرته د انسان په ژوند کې آسانتیاوې هم رامنځ ته کړي دي. خو لایق د انسان او ماشینونو پرتله هم کوي او لیکي: ((ملګریه! د اوسپنو ماشینونه تر هغو انسانانو نه ډېر ښه او ارزښتمن دي کوم چې د ولس د خلکو غوښې او وینې خوري او کله چې مړه شي، نو بیا د نورو لېوانو په سلهاوو موټرونه د هغوی جنازې په موټر پسې ور روان وي. زما عقیده دا ده چې باید یوازې د خدمتګارانو قدر وشي او دا هېڅ فرق نه کوي چې دا خدمتګاران له اوسپنې څخه جوړ شوي دي او که له غوښو او هډوکو څخه.)) (۵: ۸۵مخ)

په دې پرتله کې د انسان په لاس جوړ شوي ماشینونه له انسانانو غوره بولي، ځکه د ځینو کسانو ولس ته بې له بدمرغیو نور څه نه دي ورکړي، په داسې حال کې چې ماشینونو د انسان ژوند ته ډېره آسانتیا ور په برخه کړې ده. پر همدې اساس ماشینونه بهتر ګڼي. په عموم کې د لایق پر نثرونو د نهیلیتوب څادر غوړېدلی دی، د ده په هره ټوټه یا کیسه کې د نهیلۍ څرک لیدلی او احساسولی شو. بېلګه ده چې: ((زما د سلګیو کاروان مه بندوئ، پرېږدئ چې خپل زاړه دردونه د اوښکو د څپو سره ولېږدوم. نور د خندا ملګري دي او زه د ژړا.)) (۵:۴مخ)

یو بل مثال هم دی چې: ((اې اوښانو وتښتئ! اې کېږدیو وسوځئ! او اې قهرجنو توفانونو سر را اوچت کړئ! او زما د نیمګړې ځوانۍ او ناکامو هیلو کسات واخلئ.)) (۵:۱مخ)

له نهیلیو سره سره هم دی حالاتو ته د نه تسلیمېدو خبره کوي، لیکي: ((موږ د مینې د تودوخې او عدالت د رڼا ستایونکي یو. زور او زبردستۍ ته نه تسلیمېږو او د مېړانې مرګ د سپیتانې په ژوند نه بدلوو.)) (۹۷:۵مخ)

همدارنګه د وطن دوستۍ او وطن پرستۍ موضوع یې هم په خپلو کیسو کې انځور کړې ده، آن لیکي چې موږ د وطن د آزادۍ لپاره پيدا شوي یو:  ((دا ځکه چې موږ او زموږ وطن د آزادۍ او ژوند ساتلو لپاره هست شوي یو. دا دی بېرته دروګرځېدم، ما وبښه وطنه! زه به د وطن د نجونو د غرور او مینې ډیوې ته د نامیندۍ او مرګ سیلۍ ور پرې نه ږدم.)) (۵: ۹۷مخ)

دلته د یتیم ماشوم ژوند له غمونو، دردونو او کړاوونو ډک دی او د ده په نثرونو کې د یتیم د دردوونکي ژوند داسې انعکاس وینو: ((لویه خدایه! دا کوچنی، بې موره بې پلاره هلک څنګه پوه کړم چې باید په دې ټیټ او ویرجن ژوند قناعت وکړي، دی هېڅکله نه شي پوهېدای چې بې پلاره او بې موره هلکان د قورمو او کبابونو استحقاق نه لري. دوی باید لوڅ، بربنډ او په نیمه ګېډه ژوند وکړي.)) (۵:۱۰۰مخ)

نو ویلی شو چې په موضوعي لحاظ د لایق هنري ادبي نثرونه د یوه ځانګړي فکر او ایډیالوژۍ ته وقف شوي دي چې پورته یې ځینې بېلګې راوړل شوې.

 یوه بله ځانګړنه چې د ده په نثرونو او کیسو کې ډېره تر سترګو کېږي، د طبیعت ډېره او په زړه پورې انځورونه ده مثلا: ((د بادونو په غورهار او د وریځو په منډه کې د آسمان ستورو د غم توره بړستن اغوستې وه، دښتې او غرونه د شپې په ګېډه کې ورک شوي وو. سندرغاړي حشرات غلي شوي او مرغانو غاړې نه وهلې.)) (۵:۲۷مخ)

په بله بېلګه کې یې هم همداسې د طبیعت ښکلې یادونه لولو چې: ((د مازدیګر ژېړ او غمجن لمر ورو، ورو د هوارو دښتو لمنو ته راکوزېده، د کلي له شاوخوا ډاګونو څخه د مېږو او وزو رمې کلي ته راستنېدلې، د پراخو دښتو د پاسه دوړې او بادونه روان وو، په خړه او خیرنه هوا کې د لمر ټیکلۍ لکه ژېړه داېره برېښېده.)) (۳۳:۵مخ)

د لیکنو ژبه یې ساده، روانه او عام فهمه ده، داسې کلمې یې ډېرې کمې کارولي دي چې لوستونکي دې د پوهاوي په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شي؛ همدارنګه نوي یا لهجوي وییونه هم ډېر په کې نه تر سترګو کېږي. خو په ځینو ځایونو کې یې داسې کلمې هم کارولي چې ډېرې عامې نه دي، البته په ندرت سره داسې بېلګې په کې موندلی شو. لکه: ((د زمانې په ناپایه سین کې د څپو له ټکرو نه لکه کوبۍ را پیدا شوم.)) (۵:۷مخ)

کوبۍ د (حباب) په معنا دی چې لیکوال د کتاب په پاورقي کې ورته اشاره کړې ده ترڅو لوستونکي له ابهام سره مخامخ نه شي. همدارنګه بل مثال دی: ((هغه وخت چې انسان د ژوند له ستومانیو څخه اوکه ((ناقراره)) شي او هېڅ خواته لار نه لري.)) (۵:۴مخ)

په پورتنیو بېلګو کې د نویو کلمو استعمال وینو، خو لیکوال له معیار سره سم د کلمو هغه معنا چې ټول پرې پوهېږي یا د کتاب په پاورقي یا هم د کلمې ترڅنګ یې په قوسونو کې راوړي دي. په دې اړه لیکوال نصیر احمد احمدي هم لیکي چې: ((د نویو نومونو، کلماتو او اصطلاحاتو تر څنګ باید په قوسونو کې د دغو کلماتو هغه نومونه هم ولیکو چې د هرې سیمې لوستونکو ته د پوهاوي وړ وي.)) (۱:۴۸مخ)

همدارنګه لهجوي کلمې هم ډېرې کمې په کې تر سترګو کېږي، یوه بېلګه یې راوړو: ((هغه د خپل آس سیوري ته په شنه لنده ځمکه باندې اوږد غزېدلی و.)) ( ۵:۵۲ مخ)

په دې بېلګه کې وینو کې لیکوال د (لمده) پر ځای (لنده) کلمه راوړې چې لهجوي بڼه ده. په پښتو کې (په او پر) د استعمال جلا موارد لري، لایق کله کله د (پر) پرځای هم (په) کاروي. لکه: ((سبا به د نوي کال سپېدې خپله ځلانده او رڼه لمن زما د هېواد په غرونو او رغونو وغوړوي.)) (۵:۱۳مخ)

بل مثال دی: ((د زواکې کلي ته نږدې د پارک د خوړ په غاړه د کوچیانو یوه کوچني کلي اړولي وو.)) (۵: ۴۹مخ)

په پورتنیو بېلګو کې (پر غرونو او پر غاړه) یې سمې بڼې دي. ترڅنګ يې په نثرونو کې د پر سمه کارونه هم وینو: ((لا تر اوسه هغه څلي پر ځای ولاړ دي..))(۸:۵ مخ)

یا ((د زمان په ناپایه سمندر کې پر مخ ځي.)) (۵:۴۰مخ)

زموږ په لیکنو کې دا اوس معیار ګڼل کېږي چې (لپاره) یا هم ( له پاره) لیکو. خو لایق په ځینو ځایونو کې (د پاره) لیکي. ((ستا د پاره مې ستا کلی، ستا غرونه او سیمه وستایله او تا ته مې په خپلو ترانو کې نه هېروونکي ویاړونه ډالۍ کړل.)) (۵:۲۷مخ)

خو د دې تر څنګ دا هم وینو چې لیکوال دا نورې بڼې هم په خپلو نثرونو کې کارولي دي. د مثال په ډول: (( زه د دې موزیک لپاره موزونې ترانې لیکم.)) (۵:۱۰مخ)

بله بېلګه ده چې: ((یا دومره په ځان مین وي، چې زرګونه وګړي د ځان تر ګټو جار کړي او یا داسې تر ځان تېر شي چې خپل سر هم د نورو له پاره قرباني کاندي.)) (۱۲:۵مخ)

نو د ده په نثرونو کې موږ پورته درې واړه بېلګې لیدلی شو، ښايي لیکوال د هنریت په موخه (د پاره) کارولی وي، ځکه لیکوال کله کله د هنريت په موخه ځینې کلمې په بېلابېلو بڼو لیکي. البته دا وضاحت په کار دی، چې لیکوال په خپله همدا بڼه لیکلې ده، داسې نه چې کومه تېروتنه دې شوې وي. د کلماتو په برخه کې (چوپتیا) کلمه په همدې بڼه معیار ګڼل کېږي، خو لایق هېڅکله (چوپتیا) نه لیکي، بلکې پر ځای یې (چوپیا) لیکلې ده چې همدا بڼه د ده په ټولو نثرونو کې په همدې شکل لیدل کېږي. لکه: ((هلکانو په چوپیا کې یو بل ته سره وکتل.)) (۵:۵۰مخ)

بله بېلګه ده چې: ((ډېر ځله د داسې ظاهري او چوپیاوو شاته لوی غمونه او ترخه واقعیتونه پراته وي.)) (۵:۵۲مخ)

معمولاً موږ د سندرو او ترانو لپاره ویل یا هم زمزمه کول کاروو، خو سلیمان لایق په دې مجموعه کې تر پایه د ویل یا زمزمه کول نه کاروي، بلکې (سندرې بولې، ترانې ونه بللې، حماسه بولي) استعمالوي. لکه: ((لارویه! ولې خپه یې او د څه لپاره غمجنې سندرې بولې؟)) (۵:۴۳مخ)

همداسې بل مثال دی چې: ((او بیا یې هغه د سوز او اور نه ډکې ترانې ونه بللې.)) (۱۸:۵مخ)

 نو په ټوله کې د لایق د نثرونو او کیسو ژبه روایتي ده، لکه څوک چې کیسه یا داستان درته بیانوي. انځوریزه ژبه یې هم کارولې، خو تر ډېره روایتي ده. د کیسو او داستانونو یو مهم جز د کرکټرونو مکالمې دي، د لایق په کیسو کې هم مکالمې شته، خو کمې دي، تر ډېره لیکوال په روایتي ژبه درته غږېږي، همدارنګه مکالمې یې لنډې او ساده دي چې دلته یې بېلګه بیانوو.

ـ جوړ دې یې آشنا

ـ څه نومېږې؟

ـ پردل

ـ ستا نوم څه دی؟

ـ زما نوم سهراب… (۷۳:۵مخ)

 د لایق د کیسو د مکالمو یوه ستونزه دا ده چې بزګر او شپونکي یعنې خپلو کرکټرونو  ته یې د هغوی تر اجتماعي موقفه لوړه ژبه ورکړې ده؛ د کرکټرونو ټولنیز موقف په پام کې نه دی نیول شوی. د مثال په ډول د بزګر له خولې لیکي: ((زه په دې لویې او بې پولې نړۍ کې بندي شوی یم. زما سترګې یې ړندې کړي دي، زما په لاسو کې یې اتکړۍ اچولې او زما په اوږو یې درانده پېټي رابار کړي دي. زه د بل لپاره اوسم او د بل لپاره به مرم. لکه په شپې پسې چې سپېدې راځي او په سپېدو پسې لمر راخېژي، په بنده ګي او اسارت پسې هم آزادي راځي، مګر د انسان د اسارت شپه د طبیعت تر شپې ډېره اوږده ده… اې مقدسه لمره راوخېژه! پرېږده، چې زه د اسارت تور زنځیرونه په خپلو لاسو او پښو کې مات کړم.)) (۵: ۲۹ـ ۳۰ مخونه)

په دغه ډیالوګ کې وینو چې یو بزګر څومره منظم غږېږي او د اسارت، نړۍ او مقدس لمر په شان کلمې کاروي؛ په داسې حال کې چې له بزګره د داسې مکالمو او ډیالوګو تمه نه کېږي.

 په بل ډیالوګ کې د جوالي له خولې لیکي: ((خولۍ دې جوالیانو ته نه ده ورته ولې کلینري نه کوې؟ ـ څنګه ته کوم موټروان نه پېژنې چې ما کلینر کاندي؟)) (۷۴:۵مخ)

په دې ډیالوګ کې هم یو جوالي د (کاندي) کلمه کاروي. همدارنګه د راوي او کرکټرو ژبه يې توپیر نه سره لري. د (بزکشي) تر سرلیک لاندې کیسه کې لیکوال یا راوي لیکي: ((د پومبې ازبکي شلوار او پې پاسه یې پړېړه د مالوچو ګوپیچه اغوستې او یو سور دسمال یې کلک په ملا تړلی و.)) (۵۲:۵ مخ)

او بېرته په همدې کیسه کې د بزکش ډیالوګ دی چې: ((بایانو داسې کوډې پې کړي دي چې ته به وایې ایمان یې ورسره ګرو دی.)) (۵۴:۵ مخ)

په پورتنیو بېلګو کې وینو چې راوي او کرکټر دواړه (پې) کاروي، د دواړو د خبرو توپیر په داستاني ادب کې اړین دی چې باید پاملرنه ورته وشي، همداسې مثالونه یې په نورو کیسو او داستانونو کې لیدلی شو.

د سلیمان لایق د کیسو او داستانونو کرکټرونه خان، مالک، بزګر، شپونکی، ملا او مزدور دي. همدارنګه په خپله لیکوال هم د ځینو کیسو کرکټر دی. په ځینو ټوټو کې د ځان په اړه هم لیکي، د مثال په ډول د یوې ټوټې برخه ده چې د ځان په اړه کاږي: ((زما خصوصیت دا دی چې د سپېدو غوندې له تیارو نه د رڼا پخوا ځم، خو چې کله لمر راوخېژي، زه به نه یم.)) (۱۰:۵مخ)

موږ باید تخلیق ته د بشپړتیا له نظره ونه ګورو چې د کوم لیکوال یا ادیب تخلیق څومره بشپړ دی، بلکې د هغه کیفیت او اغېز په نظر کې ونیسو. اسد الله غضنفر لیکي: ((معلوماتي نثر د صدق او کذب په تله تلو خو په ادبي نثر کې هغه اغېز ته اهمیت ورکوو چې په زړونو یې پرېباسي…)) (۲۶۷:۴مخ)

د سلیمان لایق نثرونه نه یواځې دا چې زموږ د ولس فکر ته متوجه دي، بلکې احساساتو ته یې هم متوجه دي چې پر زړونو اغېز کوي. د ده هر داستان او نثر پر زړه ځانګړی تاثیر لري چې له مزدور، خوار، غریب او له دې وطن سره د مینې او خواخوږۍ احساس په زړه کې راپاروي. ((په دې ترانو کې د بزګرانو ربړونه، د شپنو هلې ځلې او د مزدورانو له ویاړه ډک ژوند نه ستایل کېږي. زما د بې خوبیو او ستومانیو، زما د لاس د تڼاکو او پیاوړو مټو لپاره دا ترانې او مارشونه هېڅ پیغام نه لري، ما تر اوسه پورې په هېڅ ملي سرود کې د خپل ولس آواز نه دی اورېدلی.)) (۲۵:۵مخ)

ګل پاچا الفت په خپل کتاب (لیکوالي) کې لیکي: ((د پښتو له هغو مړو او متروکو لغاتو نه چې پښتانه یې په معنا نه پوهېږي، د هغو پردو لغاتو استعمال ښه دی چې په پښتو ژبه کې له ډېره وخت داخل دي او په عامه محاوره کې هر چېرته او هر کله استعمالېږي.)) (۴۵:۲مخ)

سلیمان لایق هم د پښتو متروک لغاتونه نه کاروي، بلکې ساده او آن د نورو ژبو کلمې یې هم لکه (آواز، زندان، وطن، جهان، تحولات، تسخیر، دنیا، مجهول، مستقبل، نقش…)  بې درېغه استعمال کړي دي، خو کله کله په هنري لیکنه کې د بلې ژبې کلمې ډېرې اغېزمنې وي او لیکنې ته ښکلا وربخښي. د لایق د لیکنې برخه ده چې: ((او کله له ډېرو منډو ستړی شي بیا نو د یوه مجهول ترمخ ودرېږي، په تشو او بې معنا خیالونو او تصورونو ځان غولوي.)) (۱۲:۵مخ)

په پورتنۍ بېلګه کې یې د (مجهول) کلمه کارولې ده، که دلته یې کومه بله یا د (ناڅرګند) کلمه استعمال کړې وه، متن به ورسره بې خونده شوی و.

لکه څرنګه چې مخکې یادونه شوه چې د فورم له پلوه د ده نثرونه بېلابېل چوکاټونه لري، په دې معنا چې په یوه فورم کې یې لیکنې نه دي کړي. ده کیسې هم لیکلي دي، که څه هم په تخنیکي لحاظ له اوسنیو کیسو سره توپیر لري، آن که د تېرو لسو کلونو کیسې هم سره پرتله کړو، له اوسنیو کیسو سره به له تخنیکي پلوه توپیر ولري. په دې ټولګه کې د شکل له پلوه ډېر نثرونه کیسې او داستانونه دي چې انځوریزه ژبه، کرکټرونه، مکالمې او پیغام لري، دلته یې په یوه بېلګه بسنه کوو. د (دوه جوالیان) په نامه داستان یې دی، سهراب او پردل یې اصلي کرکټرونه دي، د کیسې پیل داسې دی: ((ماسپښین ناوخته شوی و. په اسمان باندې د ژمي خړې ورېځې پلنې شوې وې او د واورو وړې دانې اورېدلې. سوړ باد چلېده او د واورو څپرکي یې له یوې خوا بلې خوا ته شړل.)) (۷۲:۵مخ)

په پورته مثال کې کیسه په انځوریزه ژبه پیل شوې ده، په لوستو یې هماغه صحنه تر سترګو کېږي چې لوستونکي د کیسو لوستو ته هڅوي. یاده کیسه مکالمې لري:

((ـ زه وروسته ډوډۍ خورم.

شاګرد دا ځل پردل ته مخ واړاوه:

ـ ته څه شی خورې؟

ـ زه یې نه خورم، ما هېڅ نه دي ګټلي.

ـ نو دلته د څه لپاره راغلی یې؟ (۵: ۷۵ مخ)

او داستان په دې کرښو پای ته رسېږي: ((له دې خبرې سره جوخت په آسمان کې د پسرلي لومړنۍ برېښنا وځلېده او د تالندې هیبت د زاړه ښار ویده هډونه ورېږدل.)) (۷۹:۵مخ)

 لایق داسې پنځونې هم کړي چې کیسې یا داستان یې نه شو بللی، ځکه د کیسې توکي نه لري، خو خپل احساسات او عواطف یې په ښکلي هنري نثر وړاندې کړي دي چې د ادبي ټوټو حکم پرې کېدای شي. د بېلګې په ډول: ((هر څومره چې زما نغمې د خلکو په پرګنو کې پراخېږي، زه هغومره د هغوی په زړونو او تصوراتو کې ژوند کوم. هغه وخت چې زه بیخي د خلکو له سترګو ووځم، د خپلو نغمو سره به د کتاب په پاڼو کې ژوند کوم.. هلته به تاسې پوه شئ چې زه ستاسو په احساساتو کې ژوند کې ژوند کوم او شاعر یم، شاعر له مرګه آزاد دی.)) (۲۰:۵مخ)

پورتنۍ بېلګه د لوستونکي پر زړه اغېز پرېباسي او عواطف یې راپاروي. نو دا چې لیکوال هرې پدیدې ته له ځانګړي لید لوري ګوري، د هرې هغې موضوع تحلیل چې لیکوال په کوم نظر ورته ګوري، د یوې مقالې له وسه پورته خبره ده. خو دلته د لایق هنري ـ ادبي نثرونه تحلیل شول چې په مفکوره، سبک یا د بیان په طرز یې څه نا څه وپوهېدو.

پایله

ما چې تر کومه د سلیمان لایق هنري ـ ادبي نثرونه ولوستل، دا خبره راته جوته شوه چې ده په خپلو نثرونو کې هر راز موضوعات بیان کړي دي. په دې معنا چې د خپل وخت او چاپیریال ټول مادي او معنوي پدیدې چې دی او فکر یې ترې اغېزمن شوی او د هغو پر وړاندې یې ادبي و هنري عکس العمل ښودلی، راوړي دي. د هغو په تصویر او ځلا کې یې خپل دید، ذوق، ښکلا او نورې سلیقې ځای او ټولنې ته وړاندې کړي دي. د ټولنې په ناخوالو، ظلمونو او بې عدالتیو یې انتقاد کړی دی او په خپلو  نثرونو کې یې په ریالستي ډول انځور کړي دي.

مأخذونه

۱ـ احمدي، نصیر احمد. راځئ کیسه ولیکو، دوهم چاپ، مومند خپرندوی ټولنه، ۱۳۹۳ ل کال.

۲ـ الفت، ګل پاچا. لیکوالي (املاء او انشاء)، څلورم چاپ، یار خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۲ ل کال.

۳ـ روهي، محمد صدیق. د پښتو ادبیاتو تاریخ، دوهم ټوک، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ل کال.

۴ـ غضنفر، اسدالله. د نثر لیکلو هنر، دوهم چاپ، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۲ ل کال.

۵ـ لایق، سلیمان. د اباسین سپېدې، عازم خپرندوی ټولنه، ۱۳۹۸ل کال.

۶ـ هاشمي، سید محی الدین، د ادبپوهنې څانګې، میهن خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۳ل کال.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب