هغه ورځ چې مخامخ ته راته ناست وې
هغه ورځ چې ته آشنا راښکارېدلې
هغه ورځ څومره خوږه شاعره ورځ وه
له ډبرو هم سندرې ورېدلې
له خوښۍ مې په لیمو کې
ماشومانې، خنداګانې نڅېدلې
هغه ورځ دې چې مخ نیم په ماسک کې پټ و
تر تک تور پیکي دې لاندې
دوې رڼې شاعري سترګې
لکه دوه هغه بازان چې
وي په ښکار پسې وتلي
ځلیدلې، ځلېدلې
دعاګانې مې کولې
خدایه کاشکې مې بدن شي د کوترې
هغه ورځ مې د زړګي په شنه صحرا کې
ستا د عشق مارغانو پرانیستې وزرې
خدایزده هغه وخت په خیال کې
د خوږې مینې په شوق دې
چېرته چېرته الوتمه لرې لرې
هغه ورځ مې په نیم کښو سترګو ډېر دروکتلې
درمیینه، درمیینه، شوم جانانه
زما سترګو ، زړه ، او روح وپېژندلې
خو ته نه وې خبر، تا نه راکتلې
له اوږده انتظار وروسته
چې ستا هم لږ راته پام شو
بې اختیاره مې په سر او
په لیمو درته سلام شو
د یو څو شیبو لپاره
ژوند مې خوږ د کوثر جام شو
هغه ورځ مې دشبنم په خوشبویانو
مینځل شوې سترګې تاته وبخښلې
له هغه ځایه ړنده تر کوره راغلم
مامې خپلې رڼاګانې، ټولې تاته وسپارلې
له هغې ورځې پس، لاړو ژوند بدل شو
له هغې ورځې پس، نوره موسکه نه شوم
هغه زړۂ چې لکه ګل و غوړېدلی
ستا د هجر تندې مړاوی کړ رژیږي
زما روح چې له رڼو اوبو تازه و
سوی لوی د بېلتون په سرو غرمو شو
هغه مست شاعر احساس مې
لغوړن له اندېښنو شو
خیال مې هم روغ لېونی شو
وزرونه یې زخمي شول
او بڼکې يې باد يووړې
اوس مې پښې لاسونه مړه دي
او اوږې مې د ژوندون له باره ستړې
لکه بت د کوټې کونج کې غلې ناسته
خلک ژوند راځینې غواړي
خو زه تا غواړم لاليه!
زه یو تا وینم زړګيه!
ته هر ځای راته موسکی یې
د لفظونو له کړکيو نه راګورې
په هر توري کې زرغون یې
شاعرۍ ته مې سپرلی یې
د ژوندون په ټولو لاروو کې دې وینم
او چې شپه شې
د رڼو ستورو هندارو کې دې وینم
در میینه، درمیینه، یم جانانه
پای