شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهایران ته د کرونا ویروس له وېرې د افغانانو ورتګ منع شو

ایران ته د کرونا ویروس له وېرې د افغانانو ورتګ منع شو

تاند: ( چار شنبه، د جدي اتمه) په ایران کې د کرونا ویروس د خپریدو له شدت سره، یو ځل بیا دغه هېواد خپلې خاورې ته د افغانانو پر ورتګ بندیز لګولی.

د ایران د روغتیا وزارت یوه مقام ویلي، چې دا بندیز به سمدستي تر راتلونکو پينځلسو ورځو پورې دوام ولري.

ویل شوي، چې سیاحتي او زیارتي ویزه لرونکي افغانان به ایران ته ورنغلای شي، خو د اقامتي، تحصیلي، تجارتي او نورو ویزه لرونکو په اړه به اسنادو ته په کتو سره یې پریکړه کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته ايران ته د افغانانو ورتګ په قانوني او ناقانوني ډول خورا زيات شوی و.

د کډوالو يو شمېر نړيوالو بنسټونو ويل، چې هره ورځ تر پینځو زرو پورې افغانان په مختلفو لارو له افغانستان څخه ايران ته ورځي، چې سختو ستونزو سره هم مخامخ کیږي.

له افغان کډوالو سره د ایراني پوله ساتونکو ظالمانه چلند له پخوا راهیسې یوه جدي ستونزه ده، چې مختلف حکومتونه یې په حلولو نه دي بریالي شوي.

په افغانستان کې ژور اقتصادي او بشري ناورين، بېسارې بې کاري، د طالبانو لخوا د خلکو پر ورځیني ژوند ځورونکي قیودات او نا څرګند راتلونکی له هېواده د میلیونونو افغانانو د وتو لوی علتونه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب