تاند: ( چار شنبه، د جدي اتمه) د پکتیا د احمد اباد په ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین یوې چاودنې ۴ ماشومان ټپيان کړي.
په پکتیا کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس خالقیار احمدزي ویلي، چې دغه چاودنه په مچلغو سیمه کې رامنځته شوې.
ځینو سرچینو د چاودنې لامل د ماین چاودنه ګڼلې، خو خالقیار احمدزي ویلي، چې د چاودنې لامل له پخوانیو جګړو څخه د پاتې مرمۍ چاودیدل و.
روغتیایي چارواکو بیا ویلي، چې د ټپيانو وضعیت د ډاډ وړ دی.
په وروستيو کې د ډېرو داسې چاودنو دلیل طالب چارواکي د پخوانيو جګړو په ميراث پاتې مرمۍ ګڼي.
یو شمېر خلک بیا وايي، چې د چاودنو دلیل د جمهوري نظام پر وخت د طالبانو خښ کړي ماينونه دي.
له دې سره، د ماين پاکولو ډېرو موسسو ويلي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره يې نړيوالو تمویلونکو بوديجه درولې، چې هم زرګونه کارکوونکي يې وزګار شوي او هم د ماینونو د نه پاکولو له وجې د ډېرو خلکو ژوند له خطر سره مخ دی.