سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد ازبکستان وارداتي بریښنا ۵۰ سلنه کمه شوې

د ازبکستان وارداتي بریښنا ۵۰ سلنه کمه شوې

تاند: ( چار شنبه، د جدي اتمه) د افغانستان بریښنا شرکت وایي، چې د تخنیکي ستونزو له کبله، له ازبکستان څخه د وارداتي بریښنا کچه ۵۰ سلنه را کمه شوې ده.

 د دغه شرکت په یوه خبرپاڼه کې تخنیکي ستونزې د ازبکستان د خاورې اړوند ګڼل شوي.

سرچینې زیاته کړې، چې له دې کبله به نن د ورځې تر پایه د کابل په ګډون په ۱۵ ولایتونو کې بریښنا پرچاوي ولري.

د افغانستان د بریښنا یوه لویه برخه له تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران هېوادونو څخه تامینیږي.

د بریښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ټولې مصرفیدونکې بریښنا ۳۰ سلنه له داخلي سرچینو څخه تامینیږي.

د طالبانو د اوبو او بریښنا وزارت چارواکو څو ورځې د مخه وویل، چې افغانستان به د بریښنا په یوه صادراتي هېواد بدل کړي.

روانه اونۍ بریښنا شرکت وویل، چې له تاجیکستان سره یې د وارداتي بریښنا تړون د یوه بل کال لپاره تمدید کړی.

افغانستان د بریښنا د پورونو له اړخه هم له ګاونډیو هېوادونو ډېر پوروړی دی.

اوړمه ورځ د طالبانو کابینې د ملاحسن اخند په مشرۍ له خلکو څخه د بریښنا د پورونو پر را ټولولو ټینګار او په دې اړه ځینې ادارې په عملي اقداماتو مؤظفې کړې.

خلک بیا وایي، چې د بې کارۍ او شدید اقتصادي فقر له کبله د بریښنا د پورونو ورکړه ورته ستونزمنه ده.

دوی له طالبانو غواړي، چې په بانکونو کې بندې کړې پیسې یې ور وسپاري او معاشونه یې ورکړي، څو د بریښنا پورونه پرې ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب